نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولسي پاڅون،حکومتي نظامیان دي که خپلواک افغانان؟
تيمور
28.09.2012
سلامونه،
ګرانو هیوادوالو لکه څنګه چې ګورو په دې وروستیو کې په غزني، فاریاب، لغمان، او غور ولایتونو او د ننګرهار د ولایت دحصارک په ولسوالۍ کې، په اصطلاح ولسي پاڅونونه بیا د ژبو پرسرو تاویږي راتاویږي.
داپیښه وروسته ترهغه پيښږي چې دننګرهار دولایت دحصارک دولسوالۍ یو شمیر خلکو دهغو وسلوالو طالبانو پرضد چې دهغوﺉ په وینا، دهغې ولسوالۍ دسرک بیارغاونې د پروژې داجرأتو په وړاندې خڼدونه ایجادول، وسلې ته لاس ورواچاوه.
ددغه پاڅون دمشرانو په وینا، هغوﺉ به ددغه پاڅون لمن، ددې ولایت نورو ولسوالیو په تیره بیا دشیرزادو، چیرهاراو پچیر ګام ولسوالیو هم وغزوي.
ددې پاڅون له مشرانو څخه د اصیل خان په نوم یوتن وویل چې وسلوالوطالبانو په ناروا کارونو لاس پورې کوي او دحصارک دولسوالۍ داصلي سرک دبیارغاونې دکار دځنډیدو په څیر دیولړ ستونزو دراولاړولو لامل ګرځیدلي وو، هغه تاکید وکړ چې خلکو دهغو کسانو پرضد وسلې ته لاس کړی چې دهغه په وینا، تربیلابیلو نومونو لاندې دخلکو دراحت او سوکال ژوند په وړاندې ستونزې ایجادوي.
دا ټول هغه راځ اعمال دي چې ترهګرو ګروپونه تل د دین او مذهب په نامه کړي دي اولاهم ادامه ورکوي. زما په عقیده که طالبان دي او نور ګروپونه، دوی ټول زمونږ د هیواد او ولس اصلي دښمنان دي.
والسلام،
ډاکتر څپاند
29.09.2012
ګرانه تيمور جانه،موضوع لاتر دې ډيره پېچلې ده!
اشغالګر ډډډډډډډډډډډډييييييييييييررررررررررررر هوښيار دي٠دهرچاپه طبعيت س کمپوز او په هر زوق برابره سندره لري٠
larghonay laraway
29.09.2012
السلام عليکم!
د پاڅون کوونکو مثال داسې دی لکه په لومړي ځل چې طالبان راغلل!
هغه وخت مجاهدينو يا د طالبانو په اصطلاح پاټکيانو په خلکو وطن سور اور ګرځولی ؤ نو ځکه يې دې ته ونه کتل چې طالب ته ګوره او حکومت ته؟!
همغه وخت هم د طالبانو په جوړولو کې د امريکا لاس ؤ او اوس هم د پاڅون کوونکو واګي د امريکا په لاس کې دي!
اوس هم هغه پښتانه چې د ملاعمر او اوباما په پلان شوې جګړه کې وريتېږي داسې فکر کوي چې د پاڅون کوونکو راتلونکې نامعلومه ده؛ يا به ښه شي يا خراب خو مونږ همدا اوس خراب يو نو د خرابو به څه خراب شي!
لږ تر لږه د طالبانو له وحشته خو به مو وژغوري!
حمید هڅــاند
29.09.2012
[quote:04f7f8b893]مونږ همدا اوس خراب يو نو د خرابو به څه خراب شي! [/quote:04f7f8b893]
نه لاروی صیب، اربکیانو که خدایمکړه پښې ټینګې کړې، هغه ورځې به په سر سترګو ووینو چې خیال یې هم د سړی غونی زېږ شانتې کړي. ما د خپلې ولسوالۍ حال کتلی دی، که پولیس غلا او ظلم کوي، په ملي اردو بیا خلک ډاډه دي، که حکومت ناغېړي کوي، طالبانو باندې خلک ډاډه دي، خو اربکیان بیا هیڅ خانه هم نه لري. د طالبانو غټ ظلم دادی چې یو د حکومت کارمند دي بندي یا مړ کړي او یا دي محصلین ورڅخه په ډار کې پاتې شي، خو اربکیانو نه د چا سر خوندي دی، نه مال او نه عزت. په دې لنډه موده کې چې دوی راپیدادي، زه یې عملي کیسې لرم چې ددوی حقیقت او راتلونکې ورڅخه ښه په ډاګه کېږي. دا خلک د هیچا زامن نه دي.