د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د دیوبند مدرسې، طالبان عاق کړل

اتل
26.09.2012

قدرمنو لوستونکو، د اسلامي ورورګلوی او سوچه پښتنوالی او صداقت سلامونه مې ومنئ
په هند کې د دیو بند د مدرسې چې طلبان یې د پیروي ادعاکوي، مشرعالم د طالبانو اعمال غندلي، او وایي چې طالبان ددې لیاقت او کفایت نلري، چې ځان پدې مدرسې پوې وتړي.
د دیوبند د مدرسې ددارالعلوم (وقف) رئیس د بي بی سي درادیو د اردو خپرونې سره په یوه مرکه کې ویلي، د جګړه ماروطالبانو هغه حملې چې بې ګناه خلک پکې وژل شوي، جهاد نه، بلکه فردي ظلم دئ
هغه وایي چې په زیارتونو، د سلمانی په دوکانونو، او تعلیمي مرکزونو باندې شوې حملې، ټولې غیر اسلامي دې. مولانااسلم قاسمي دغه راز وویل، په افغانستان کې د طالبانو رژیم، چئ امریکایي قواوو په کال ۲۰۰۱ کې را وپرزاوه، یوغیر اسلامي رژیم ؤ
هغه زیاته کړه، ګرچه طالبانو دعوی کوله چې حکومت یې اسلامي دئ، خو د اسلامي اصولو کامل رعایت یې نه کاوه
مولانا اسلم قاسمي، د دیوبند د مدرسې د بنسټ اېښودونکي، قاسم نانوتوي کړوسئ دئ
=============================================
طالبان دا نه مني چې ګواکي ددوی په اصطلاح روان جهاد، چې اکثره خلک یې جهاد نه، بلکه لړایي بولي، د اسلام سره دې نقاضت ولري. همدا نن دوی د هلمند د چارواکو دا ادعا رد کړه چې ګواکي طالبانو یو دوولس کلن هلک تښتولئ ؤ، او د ځان مرګي حملې دپاره یې تربیه کاوه
خو د هلمند مقامات وايې چې دوولس کلن هلک نیازمحمد، د پولیسو ماموریت، ته ور تښتیدلئ ؤ، او ورته ویلي يې ووچې، طلبانو تښتولئ ؤ، او د ځان مرګي حملې دپاره یې تربیه کاوه، خو د طالبانو نه، په تښته بریالئ شوئ
اصلي خبره داده چې دا لمړئ ځل ندئ چې طالبان د خپلو اعمالو نه انکار کوي. خو مکرراً داسې ماشومان نیول شوي، چې طالبانو په زوراو جبر جنګ ته لیږلي یا یې خودکشه واسکټونه وراغوستي چې د اسلحئ په توګه کار ترې واخلي
د جهاد په نامه دماشومانو نه د اسلحې په توګه کار اخیستل، یوه ګناه، پرهغوی باندې د بې ګناه مسلمانانو وژل بله ګناه او بیا پدې برخه کې دطالبانو کذ‌ب او دروغ ویل دریمه ګناه ده
کردم ګنه، که پشت ایمان شکند = به بازاز بت پرستان، همه بتان شکند
ګر بارکنهم را،به میزان سنجند = ترسم ازانکه، بروزحشر میزان شکند


pattang
26.09.2012

اتل جانه څه ښکلی نوم لرې خو افسوس چې پښتني اتلولي دې پرې ئيښې ده او
غيرې مستقيمه د لاسپوڅي رژيم او د ډيجيټل په چټلې کې دcia هدفونه مخته
وړې او cia ته پرو پاګنده کوې !
زه هر وخت در پسې ګورم چې ته څه ليکې !
- هلته چې صليبي ځناور و په لغمان کې ٨ نفره هغه ښځې ځوانې نجونې ووژلې
چې په پټويو کې يې لرګي راټولول او په پکتيا کې يې ديوو کور کوچنيان او ښځه
مړه کړل او داسې نورې ې پېښې ، دشپې چاپې او وژنې ....نو تا بېغيرته
دالر خور ولې خپله خوله پټه نيولې وي !!

دهند په پونا کې مونږ يوه فابريکه او دتوليد ځای لرو ،څوموده مخ کې مونږ ته
له هغه ځايه څخه يوه مسلمانه ښځه د IT او AMS په برخه کې مونږ ته راغلې ده
ترڅو چې زمونږ کارونه وګوري نو يوه ورځ ما ميلمه کړه اوپوښتنه مې ترې وکړه چې
څه شی درته پاخه کړم ، هغې راته وويل ترخه خواړه له اينګوا سره ، دچرګ غوښه
،دپسه غوښه ... خو دغوايې غوښه زه نه خورم !
ماورته ووېل چې ولې ! ته خو مسلمانه يې هندوه خو نه يې، دې ځواب را ته
راکه چې مونږ مسلمانان داسې اموخته شوي يو تر څو مو چې له هندوانو سره
غال مغال پيدا نشي ! او زما پلا ر عسکري منصبدار وو ، زه يې داسې روزلې
يمه !
[color=brown:e02995888f]اتل جانه دهند مسلمانان د هندوانو له ډاره په هيڅ ډول د طالبانو
پلوي نشي کولی هغوی هغه کار کوي چې دهند ددولت سياست وي ![/color:e02995888f]

طالبانو خو په هلمند کې ښه ډز درکه ډېرې الوتکې يې در خرابې او ډېر ځناوران
صليبيان يې ګور ته ولېګل او له ډاره يې صليبي ښځو بچي تر وخت دمخه واچول!

ژوندي او موفق دې وي زماګران طالبان وروڼه !


رښتینی
27.09.2012

پتنګ صیب ښایسته خبرې مو لیکلي دي ډیره مننه
اتل صاحب ته زه هم متوجه یم هغه ایتونه او حدیثونه هم دضرورت
په مهال لیکي او ټول کوښښ یې داده چې دطالب نیمګړتیاوي خپري کړې !
خو که تاسویې یوه بل شي ته متوجه شئ نو ډیرڅه به روښانه شې اوهغه دده
قسمونه دي..... دی کوښښ کوې دقسمونوپه زور ځان مخلص وښیې خو موږ
پوهیږو ...


اتل
27.09.2012

پتنګ جانه او ریښتنئ صاحب، ترهرڅه د مخه خپل د میني او محبت سلامونه وړاندې کوم،
د اصیل پښتانه خو دلته د سترګو نه قربان شم، چې د څټ نه وار نه درباندې کوي، مخامخ سپینه، په ډانګ پیلې یې درته وايي
ستاسې دواړو په خبرو کې څه ناڅه د حقیقت بڅرکي شته دي. زه به ولې د خارجي قواوو نه شکایت کوم. هغه څوک دي چې زه ترې شاکي شم؟ د هغوي د راتک هدف معلوم دئ، زه هیڅ ډول ګیله مانه، نه ترې لرم.هغه ماته د یوه مارغه حیثیت لري، چې یوه شپه په یوه ونه کې کشیني او سبا به ترې ځي، دا چې دا مارغه پدې یوه شپه کې په ونه کې څه لړایي کوي، هغه مؤقتي دي
ګیله خو ددوست او خپلوان نه کېږي. زه کلونه کلونه پدي هیله وم چې که د پښتون حق او حقانیت اعاده کیږي، دهغو ناجي به طالبان وي. خو دطالبانو کړه وړه ته چې ښه ځیر شوم او د هغوی اعمال مې وڅارل او پرعقایدومې یې ځان ښه وپوهاوه،
نو مطلق داسې راته معلوم شول، چې ګواکي دوی د خپل ګوډ خره نه، نه ښکته کیږي، محض سر تمبه، د ملک د چارود سنبالولو نه ناخبره، صحرایي، په دولت او پیسو مین او د پردیو د لاس آله او هسې خوشي سوډران دي، چې د ملک د تباه کولو، د مسلمان ورور د قتل او د اسلام سره ددښمني ڼه پرته یې بل څه ندي زده.
دوی د خپلو زرخریده بادارانو د هیلو د پوره کولو دپاره یا پرخپله خوښه او یا د مجبوربت له مخې پردین، وطن، ملي نوامسو او حتی انساني شرافت او عفت بند او واز ندي
دوی د خپل وطن د سر سپرده دشمنانو سره لاس یو کړئ، د خپل ملک د حیاتي ګټو او شرعي احکامو پرخلاف ورځ تر بلې د نه بښونکو جنایتونو مرتکب کېږي
زه چې ددوی اعمال ولس ته رسوا کوم، علت یې دادئ چئ دوی د افغانستان نه پرته په هیڅ کوم بل ځای کې تیکانه نشي کولای، ځکه چې دوي ډیر بدوي انسانان ثابت شول. دا دلیل او منطق چې دوي نن سبا پرې نازیږي، په اوسنی زمانه کې بیخي جاهلان هم پرې پوهیږي. په ‌ذهني لحاظ دوي د افغانستان د ولس تر ټولو وروسته پاتې قشر دئ، دوی داسې لیونیان دي، د سرو زرو چاړه چې ورکړي پخبله ګیده یې منډي. تاسې ولې دوی د ایران د آخندانو سره نه مقایسه کوئ؟ هغوی څنګه حکومت ونیوه او څنګه یې ساتي. اما زموږ وطن فروشه جاهلوطالبانوداسلامي غورځنګ د آتښي احساساتو تر تائثیر لاندې خپل دوست اودښمن ونشو پيژندلئ، د پردیو په لمسون یې ګټلئ حکومت بایلود او ملک یې د روانو بد بختیو سره لاس او ګریوان کړ.
کاشکي دوي داسې خائنان واي چې ملک يې د ځان دپاره په میلیونونو ډالرو خرڅ کړئ واي، خودوی داسې طبقه ده چې تل یې درویزه کړې، او ملک په ډیز ناچیزه متاع خرڅوي او مؤقتي امتیاز پرې اخليي. دوی د خپلو بادارانو پداسې دام کې ښکیل شوي چې ځان نشي ترې خلاصولئ. دوی فکر کوي چې هوښیار دي، مقابل لورئ به وغولوي، خو هوښیاره مرغی په سر، وزرونو او پشو کې یو ځاي په لومه کې نښلي.
وایي نادیده غوا نه وه کړي، چې ويې کړه، د کندو تر شا یې وتړله
طالبان هسې خوشي، درمسال ته خټې کوي. د افغانستان خلکو او بین المللي ټولنې د دوي د نادان او قهقرایي حکومت مزه و څکله، دوی به هیڅګله بیا په افغانستان کې مستقل حکومت جوړولو ته څوک پرې نږدي. دوی ته پکار دي چې د الله تعالا د رضا مطابق سوله وکړي، د ملک په آبادولو او اداري فساد په ختمولو کې مثبته ونډه واخلي. طالبان باید د پردیو دپاره دخدمت، خپل ولس د قتل، مخدره موادو د تولید او قاچاق او نورو مظالمو نه لاس واخلي د قرآن ، اسلام او انسانیت لمن ونیسي.
الله جل جلاله دې موږ ټول په سراط مستقیم روان کړي، آمین
تاسې وروڼه پر هغو سپارم چې بارانونه اوروي


چه

tandar
27.09.2012

پتنګ صيب اشغالګره چه بي ځايه کورواله کوي همدغسي به ځايه به بچي هم غورځوي :oops:
انګريزانو ته چه دطالب نوم واخلي، ځواب کي ئې وائې [color=darkblue:b6edd44d92]،،،ويري ډينجرس ،، [/color:b6edd44d92]هههها
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي

[quote:b6edd44d92="pattang"]اتل جانه څه ښکلی نوم لرې خو افسوس چې پښتني اتلولي دې پرې ئيښې ده او
غيرې مستقيمه د لاسپوڅي رژيم او د ډيجيټل په چټلې کې دcia هدفونه مخته
وړې او cia ته پرو پاګنده کوې !
زه هر وخت در پسې ګورم چې ته څه ليکې !
- هلته چې صليبي ځناور و په لغمان کې ٨ نفره هغه ښځې ځوانې نجونې ووژلې
چې په پټويو کې يې لرګي راټولول او په پکتيا کې يې ديوو کور کوچنيان او ښځه
مړه کړل او داسې نورې ې پېښې ، دشپې چاپې او وژنې ....نو تا بېغيرته
دالر خور ولې خپله خوله پټه نيولې وي !!

دهند په پونا کې مونږ يوه فابريکه او دتوليد ځای لرو ،څوموده مخ کې مونږ ته
له هغه ځايه څخه يوه مسلمانه ښځه د IT او AMS په برخه کې مونږ ته راغلې ده
ترڅو چې زمونږ کارونه وګوري نو يوه ورځ ما ميلمه کړه اوپوښتنه مې ترې وکړه چې
څه شی درته پاخه کړم ، هغې راته وويل ترخه خواړه له اينګوا سره ، دچرګ غوښه
،دپسه غوښه ... خو دغوايې غوښه زه نه خورم !
ماورته ووېل چې ولې ! ته خو مسلمانه يې هندوه خو نه يې، دې ځواب را ته
راکه چې مونږ مسلمانان داسې اموخته شوي يو تر څو مو چې له هندوانو سره
غال مغال پيدا نشي ! او زما پلا ر عسکري منصبدار وو ، زه يې داسې روزلې
يمه !
[color=brown:b6edd44d92]اتل جانه دهند مسلمانان د هندوانو له ډاره په هيڅ ډول د طالبانو
پلوي نشي کولی هغوی هغه کار کوي چې دهند ددولت سياست وي ![/color:b6edd44d92]

طالبانو خو په هلمند کې ښه ډز درکه ډېرې الوتکې يې در خرابې او ډېر ځناوران
صليبيان يې ګور ته ولېګل او له ډاره يې[color=red:b6edd44d92] صليبي ښځو بچي تر وخت دمخه واچول[/color:b6edd44d92]!

ژوندي او موفق دې وي زماګران طالبان وروڼه ![/quote:b6edd44d92]


عبدالله صابر
28.09.2012

السلام عليکم
قد رمنو وروڼوهريوښاغلئ پتنګ ،رښتينئ اوتندر صيب
دبي بي سي اردو څانګه خو زه هم هره ورځ ګورم ماخوهلته دديوبند مدرسې
ته منسوب کوم څه ترسترګونه دي شوي ،ښه به دا وي چي لومړئ د اتل
دد يوبند مدرسې ته منسوب مطلب ثبوت اولنک ورکړي ،له هغه وروسته به
بيا ورباندي تبصرې اونظرونه وليکو٠


اتل
28.09.2012

پتمنو او عزتمنو خویندو وړوڼو، اسلام علیکم
تندر وروره، داسې ښکاري چې یوازې تندر نه، بلکه ټکه هم یې.
وایي چې حضرت سلیمان پیغمبر کارګه ته وویل چې داسې یو شئ راته راوړه چې په دنیا کې ترې ښکلي شئ نه وي. کارګه لاړ، خپل تور بچئ یې ورته راوست. سلیمان پیغمبر ورته وویل، چې ما خو ددنیا ډیر ښکلي شئ درنه غوښتي ؤ، ورشه ښکلئ شئ راوړه. کاګه بیا خپل تور بچئ وروست. دغه جریان جمعاً درئ واره تکرار شو. سلیمان پیغمبر ورته وویل چې دا ولې داسئ کوي؟ کارګه ورته وویل، چې تر هرشي نه ماته دا خپل تور بچئ ښکلئ دئ
اوس خبره داده چې تاسئ کاشکي خبله متاع وړاندې کړې وای، خو تاسې یې په عوض د پتنګ صاحب لیکنه بیرته هغه ته وړاندې کوې. دا یوه خبره
بله خبره داده چې ولې خپل قیمتي وخت د بې هوده شیانو په لیکلو تیروې.
په انګریزه ښځه غږیږي چې دغسې شوه یا هغسې شوه. ددې تبصرې سود اوزیان نشته او د یوه پښتانه نارینه دشان سره داسې بې معنی او کوڅه ډبې خبرې چیرې هم نه جوړیږي. د خولې برکت دې ورسره کمیږي.

رابه شو د محترم ورور، عبدالله صابر پوښتنې ته.
ورور جانه معقوله پوښتنه دې کړیده.
دا مضمون د بي بي سي رادیو د جون د میاشتې په شلم تاريخ په کال دوه زره نهم کې خپور کړئ ؤ.


طیب زابلی *
14.10.2012

،،،


سلامونه

tandar
15.10.2012

سلامونه
اتله ته په خپله داسلام په قوانينو خبر نه ئې يو افغان او بيا مسلمان په افغاني کلتور کي تل دخپل مشر احترام ساتي او نوم ئې په قدر سره يادوي مذهبي رهبران خو څه کوي مشال ئې ستاسو په ليکنه کي دحضرت سليمان ،رض، دنوم يادول او ليکل دي ،ستا په اسلاميت کي هم شک دي
دلته دي نور ليکوال او کتونکي او لوستونکي قضاوت وکړي چه ته په خپله يو خرڅ شوي انسان ئې او په کوڅه ډبو وطنفروشانو کي حسابيږي که مونږه؟
ستاتخريب په طالبانو پسي کوڅه ډب کار نه دي ؟
انګريزي چه بي وخته لنګيږي هغه هم په پردي خاوره کي دښځو له حقوقو نه خبر ئې چه دحامله داري په وخت پس له ٧ مياشو حتي ددفتر دکار اجازه هم نه لري او دا سلو وهلي په سنګر کي پرته وه ايا دپلار وطن ئې وو؟
چه دطالبانو دراکټو په ډزو سره ئې بچي غورځولو ولي وطن ته نه تلله؟
تاسودي خداي ټول اصلاح کړي اوکه نه داصلاح وخت انشاالله لري نه دي
دافغان خاوره چا نه ده خوړلي تاريخ شاهد دي ډيرو يرغلونه او کوښښونه وکړل خو اخر ئې په سر وخوړله
نن دکوڅه ډبو ،بوټ پاکو او وطن فروشانو او دملت دقاتلانو څخه طرف ورک دي

تاته پتنګ صيب ليکلي وه چه داتل نوم درسره نه زيبي خو ته په نيمه پوه نه شوي او داشغالګرو يعني بادارانو دي چه اوس ئې قرت کړي دي او په څټلو ئې نه پوهيږي نو مزدوران ئې لکه ليوني سپي هر چا ته خوله وراچوي
ژوندي دي ازاديخواه طالبان
دcia اوisi او دهغوي دکاسه پاکو لاسونه دافغان په وينو سره دي

................................................................
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
[quote="اتل"]پتمنو او عزتمنو خویندو وړوڼو، اسلام علیکم
تندر وروره، داسې ښکاري چې یوازې تندر نه، بلکه ټکه هم یې.
وایي چې حضرت سلیمان پیغمبر کارګه ته وویل چې داسې یو شئ راته راوړه چې په دنیا کې ترې ښکلي شئ نه وي. کارګه لاړ، خپل تور بچئ یې ورته راوست. سلیمان پیغمبر ورته وویل، چې ما خو ددنیا ډیر ښکلي شئ درنه غوښتي ؤ، ورشه ښکلئ شئ راوړه. کاګه بیا خپل تور بچئ وروست. دغه جریان جمعاً درئ واره تکرار شو. [color=red:29333353e3]سلیمان پیغمبر[/color:29333353e3] ورته وویل چې دا ولې داسئ کوي؟ کارګه ورته وویل، چې تر هرشي نه ماته دا خپل تور بچئ ښکلئ دئ
اوس خبره داده چې تاسئ کاشکي خبله متاع وړاندې کړې وای، خو تاسې یې په عوض د پتنګ صاحب لیکنه بیرته هغه ته وړاندې کوې. دا یوه خبره
بله خبره داده چې ولې خپل قیمتي وخت د بې هوده شیانو په لیکلو تیروې.
په انګریزه ښځه غږیږي چې دغسې شوه یا هغسې شوه. ددې تبصرې سود اوزیان نشته او د یوه پښتانه نارینه دشان سره داسې [color=red:29333353e3]بې معنی او کوڅه ډبې [/color:29333353e3]خبرې چیرې هم نه جوړیږي. د خولې برکت دې ورسره کمیږي.

رابه شو د محترم ورور، عبدالله صابر پوښتنې ته.
ورور جانه معقوله پوښتنه دې کړیده.
دا مضمون د بي بي سي رادیو د جون د میاشتې په شلم تاريخ په کال دوه زره نهم کې خپور کړئ ؤ


داسې

tandar
15.10.2012

ههههههههههههههها :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
هههههههههههههههها :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
مقصدځان ټينګ کړي هههههههههههههها :oops: :oops: :oops: :oops:
دcia اوisi او دهغوي دنوکرانو لاسونه زما دملت په وينو سره دي
[quote:881a83fd59="اتل"]پتمنو او عزتمنو خویندو وړوڼو، اسلام علیکم
[color=red:881a83fd59]تندر وروره، داسې ښکاري چې یوازې تندر نه، بلکه ټکه هم یې. [/color:881a83fd59]
وایي چې حضرت سلیمان پیغمبر کارګه ته وویل چې داسې یو شئ راته راوړه چې په دنیا کې ترې ښکلي شئ نه وي. کارګه لاړ، خپل تور بچئ یې ورته راوست. سلیمان پیغمبر ورته وویل، چې ما خو ددنیا ډیر ښکلي شئ درنه غوښتي ؤ، ورشه ښکلئ شئ راوړه. کاګه بیا خپل تور بچئ وروست. دغه جریان جمعاً درئ واره تکرار شو. سلیمان پیغمبر ورته وویل چې دا ولې داسئ کوي؟ کارګه ورته وویل، چې تر هرشي نه ماته دا خپل تور بچئ ښکلئ دئ
اوس خبره داده چې تاسئ کاشکي خبله متاع وړاندې کړې وای، خو تاسې یې په عوض د پتنګ صاحب لیکنه بیرته هغه ته وړاندې کوې. دا یوه خبره
بله خبره داده چې ولې خپل قیمتي وخت د بې هوده شیانو په لیکلو تیروې.
په انګریزه ښځه غږیږي چې دغسې شوه یا هغسې شوه. ددې تبصرې سود اوزیان نشته او د یوه پښتانه نارینه دشان سره داسې بې معنی او کوڅه ډبې خبرې چیرې هم نه جوړیږي. د خولې برکت دې ورسره کمیږي.

رابه شو د محترم ورور، عبدالله صابر پوښتنې ته.
ورور جانه معقوله پوښتنه دې کړیده.
دا مضمون د بي بي سي رادیو د جون د میاشتې په شلم تاريخ په کال دوه زره نهم کې خپور کړئ ؤ.[/quote:881a83fd59]


اتل
12.09.2013

تندر،صاحبه، سلامونه او احترامونه.
بهتره به وي چې په بحث فورمونو کې مسخرې ونکړو. دغه ځای ددې دپاره دئ چې د یو او بل نه څه زده کړو، او لوستونکې زموږ په لیکنو او بحثونو غور وکړي، تبصرې پرې ولیکي او اصلاحات پکې راولي.

که څوک نشي کولای د طالبانو غیر اسلامي او غیر انساني اعمال مؤجه کړي، بهتره ده چې حقایقو ته غاړه کیږدي.
اعتراف اسلامي لاره او د غیرت او میړانې ګواهي ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more