نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ناوې په خوله ژاړي، په زړه ګړې ماتوینه
اتل
25.09.2012
ډیر زړه ته رانږدي، پښتنو خویندو وروڼو اسلام علیکم
دا متل خو به مو ډیر اوریدلئ وي چې وایي [ناوې په خوله ژاړي، په زړه ګوړې ماتوینه].
په څو تیرو هفتو کې مطبوعاتو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګواکي، طالبان د القاعدې سره د اړیکو په درلودلو پښیمانه دي. اوس نو هره بده چې القاعدې ته ور پیښه شي، باید طالبان پرې خوشحاله شي. که په خوله څه نه وایي نو په زړه کې خو به پت پت خاندي
هغه متل دئ چې زما ددښمن دښمن زما دوست دئ. هرهغه څوک چې د افغانستان، پاکستان او سیمې نه د القاعدې او نورو تیروریستانو په شړلو کې مؤثر اقدام کوي، د اسلام، د سیمي د ولسونو او طالبانو سره ښیګڼه کوي
بې پیلوته الوتکې بیا په شمالي وزیرستان کې د القاعدې خونکاران غړي وژلي دي
دا لاندې خبر ولونئ
=============================================
په پاکستان کې د القاعده یو جګپوړې غړې له څو نورو مشکوکو وسله والو سره یو ځای ووژل شو
04.07.1391
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د امریکا د بي پیلوټه الوتکې په حملې کې د القاعده شبکې یو جګ پوړی غړی او لږ ترلږه څلور نور مشکوک وسله وال وژل شویدي.
استخباراتې چارواکي چې د نامه له ښودلو یي ډډه کړې، وایي: د القاعده شبکې مهم پلان جوړونکی ابوقوشا العراقي تېره شپه د شمالې وزیرستان میرعلي کلې ته نږدې په یوې کلا باندي د بي پیلوټه الوتکې په حملې کې وژل شویدی.
منابعو له مشال راډیو خبریال سره په خبرو کې منلې چې د القاعده شبکې یو بل غړی ابو صالح ترکې هم په دې حملې کې وژل شویدی.
د یکشنبې په ورځ هم بي پیلوټه الوتکې په سېمه کې په یوه موټر برید کړی و او له امله یي دري تنه وژل شوې وو
=================================================
دا خبر باید د ګرد اسلام، پښتنو د سیمو خلکو او بالخصوص طالبانو ته د نیکمرغئ په لور یو ډیر ښه زیرئ وي. ښایي طالبان په دې هکله په خوله څه ونه وايي، خو په زړه کې به خوشحاله وي.
اوس چې طالبانو داسې نښې نشانې ښودلې چې د القاعدې نه ښه زړه نلري، نو خامخا به د القاعدې د مشر اُسامه بن لادن په وژل کیدو هم خوشحاله شوي وي، او په زړه کې به ډاکتر شکیل افریدي ته دُعا کوي. ډاکتر افریدئ د خپل ولس د خیر ښیګنې دپاره بې حده غټه بیه پرې کوي او په زندان کې شپې ورځې سبا کوي. القاعده له یوې آسماني ټکې نه هم بدتره آپت دئ چې زموږ په ولسونو، را نازل شو، او ډاکتر افریدي د عدالت دپاره د مقاومت په لاره کې لویه قرباني ورکړه. تاریخ به پخپله سینه کې د هغه د غیرت او شهامت د ګواهي کارنامه په زرینو کرښو د پښتنو راتلونکو نسلونه ته وساتي
پاک الله دې ټول اسلام ته خیر پیښ کړي
حمید هڅــاند
26.09.2012
سرلیک دې دومره په زړه پوري ؤ چې لیکنه یې ښه په دقت راباندې ولوستله :wink:. د شيګل اپرېدي په اړه له تاسو نه هم مالومات غواړم.
میرویس
02.10.2012
حمید هڅاند صاحب، سلامونه او ا حترامونه وړاندې کوم، پاک رب دې په دین او دنیا بریالئ لره
تاسې پوښتنه کړې، چې ډاکتر شکیل افریدئ څوک دئ؟ که ریښتیا ډاکتر شکیل افریدئ، نه پیژنئ نو ما پدې برخه کې ډیر مختصر معلومات د مطبوعاتي رپوټونه نه را پیدا کړیدي
شکیل افریدئ، دکوزې پښتونخوا د ملک دين خیلو په کلي کې په کال۱۹۶۲ کې زیږېدلئ، ډاکتر شکیل افریدي، په کال ۱۹۹۱ کې د خیبر میډیکل کالج نه ډيګري اخیستې اود کال ۲۰۱۰ د فیبروري په میاشت کې د خیبر اېجنسي د عامې رو غتیا د رئیس مقام ته رسیدلئ دئ
څه باندې یو کال مخکې د ډاکترشکیل افریدي د شهرت انګازې په مطبوعاتو کې خپرې شوې. مطبواتو خبر خپور کړ چې د متحده ایالاتو خاصې قوې د ډاکتر شکیل افریدي په مرسته، د القاعدې د تیرورېستي ډلې مشهور بد نام مشراُسامه بن لادن، چې د زرګونو مسلمانانو او په تیره بیا د پښتنو په وینو یې لاسونه سره وو، اسلام آباد ته نږدې د ابټ آباد په ښار کې پیدا کړ، او دهغه په کور باندې په حمله کې اسامه بن لادن ووژل شو
ددې خبرد خپریدو وروسته ډاکتر شکیل افریدئ ونیول شو، او په نړی کې یې ډول دول عکس العملونه را وپارول. څه موده وروسته، هغه د یوې افراطي اسلامي ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور په ۳۳ کاله بند محکوم شو، خو پدې برخه کې لا څه ندي ویل شوي چې د اسامه د ځای ځایګي د برالا کولو په تور به د ډاکتر شکیل افریدي مستقبل څنګه شي. ډاکتر شکیل افریدئ، نورو پښتنو غوندې یو عادې انسان ؤ، چې د طبیب په حیث یې د خپلو خلکو مداوا کوله. کله چې هغه ولیدل چې تیروریزم دهغه ولس، د هغه ملک، افغانستان، ګردې سیمې او ټولې نړی ته څه سوغاتونه په ارمغان راوړي، لاس په کار شو، او د تیروریزم ددې موزې، جهان سوز آپت د ښامار دسرد وهلوابدي فحریې کمایي کړ. تاسې وګورئ چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په زمانه کې افغانانو څنګه جهاد کاوه؟ او اوس وګورئ چې عربي تیرورېستو اصواني تکفیریانوزموږ سیمې ته څه سوغات راوړ. دغه عرب د طالبانو او نورو تیرورېستي ډلو له لارې، زموږ په کلتور، اسلامي ارزښتونو، زموږ د ښځو په ګشت او ګذار، مذهبي فتواوو او ژوند په نورو ټولو برخو حکم چلوي
عربو زموږ هرڅه خاورې ایرې کړل. طالبانو هغوی ته د پښتني عنعنې پر بنا پناه ورکړه، خو هغوی په بدل کې، زموږ د خاوري نه په خارج کې وژونکې حملې وکړې او د نړی د کڼ شمیر ملکونو قواوې يې مجبورې کړې چې د ملګرو ملتونو د فیصلې پر بنا دلته راشي، د خپلو ملکونو دخوندې ساتنې، تیروریزم د جړو د ایستلو او په نتیجه کې زموږد مستضعف ولس ددفاع دپاره د تیروریزم سره مقابله وکړي
اوس طالبان او نورې تیرورېستي ډلې، د اسلام ددفاع په پلمه، زموږ مسلمان ملت د پردیو د ګټو د خوندي کولو دپاره، په بمونو کې الوزوي، او بیا غلطې فتواوې خپروي. طالبان له بوې خوا د ملا عمر فتواوې خپروي او د اسلامې احکامو د عملي کیدو ډبرې پرخپله سینه ډبوي، او له بلې خوا هماغه غیر اسلامي کارونه کوي، چې ملا عمر يې کول حرام او غیر اسلامي بولي
کله چې د طالبانو نه پوښتنه وکړې چې ولې د الله د احکامو، د اسلام د محمدي لارې او ملا عمرد اوامرو نه عدول کوئ، او پدې ارتباط، مستند آیت شریف او مبارک حدیث ورته ذکر کړې، نودوی ځواب نه درکوي، ځکه چې ځواب یې نلري او خدای او رسول ته شرمنده او ملامت دي
پکار دي چې ددوی نه اول دا پوښتنه وشي، چې طالبانو صاحبانو، آیا تاسې مسلمانان یاست؟ که یې ځواب هو وي، نو بیا باید هغه څه وکړي، چې اسلام یې جواز ورکوي، نه هغه څه چې حتی کفار، منافقين او ابلیسان یې هم کول ځان ته ننګ بولي
زه یو ځل بیا د ا خبره تکراروم چې، اصلي او چندي مسلمان داسې وي لکه ډاکتر افریدئ، چې د خپل سر د داو کولو په بیه د تیروریزم د کفر او الهاد په مقابل کې يې قد علم وکړ. طالبان او دهغوی سرسپرده جنایت کار باداران اسلام په ګرده اسلامي او غیر اسلامي نړی کې بدناموی او د اسلام پر خلاف یې جنګ ته بډې وهلې دي، خو ډاکتر افریدي غوندي، مسلمانان د اسلام او مسلمانانو د پت او عزت د اعادې په لاره کې له خپلو سرونونه هم تیریږي
پاک رب دې موږ ټولو ته بصیرت را په برخه کړي چې پر خپلو نیکو او بدو پوه شو. وايي دوست به دې وژړوي، دښمن په دې و خندوي. الله دې موږ په صراط مستقیم رهبري کړي، آمین یا رب العالمین
pattang
02.10.2012
نورې خبرې دې چټيات دي، دا ر اته وايه چې افردي ډاکتر د cia دالر په کوم بانک
کې اچولي دي اوکه په مليونو ډالر يې چېرې پټ خښ کړي دي !
دپښتنو وژنه دصليبي اشغالګرو له خوا اوس او هم په تېره غيرې قانوني او غيرې
انساني ده خو دوی د 1192 عيسوې کال د يرغل سيناريو بيا شروع کړې ده !
الله دې مسلمانان سره يو او قدرت ورته ورکړي چې د 1192 ع کال برياليتوب
يې بيا په نصيب شي !
او الله دې روڼ اندي مسلمان نسله صليبي جاسوسان دطالبانو له خوا په خپله
سزا ورسوي !
امين
میرویس
03.10.2012
اسلام علیکم، محترمو خویندو او وروڼو
هیله کوم چې تاسې هم پدې روان بحث کې خپل نظریات زموږ سره شریک کړئ
پتنګه وروره، لکه چې ډیر زر ،،په تنګ،، کیږي؟. تاسې زما ځواب ندئ راکړئ، بلکه کوښښ مو کړئ چې موضوع مغشوشه کړئ او ځان د درست ځواب نه تیر کړئ. که تاسې د ډاکتر افریدي د ډالرو سره مینه لرئ، زندان ته ورشئ پخپله له هغه پوښتنه وکړئ، ښائي چې یو څو میلیونه ډالر یې تر ملا وي، ترې وایې خلئ
داسې ښکاري، چې تاسې د هر چا په شلومبو کې لویږئ او جوټه کوئ یې
زه به هغه پوښتنه ستاسې نه وکړم چې ما د طالبانو نه کړې، او ستاسې د ځواب نه وروسته به زه او ته د وروګلوئ د منځ نه حساب او کتاب کوو. سوال مې دادئ چې اول دا راته ووایه چې مسلمان یې او که نه؟ دا ځواب چې راکړي، وروسته به په [برادري او برابري] مسائل را سپړو، ددوو معقولو، با انصافه پښتنو په توګه به په اسلامي اصولو برابر د وطن او ولس د ګټو په خوندي کولو خبرې اترې کوو. وسلام
tandar
03.10.2012
سلامونه
مونږ هم ددغه بحث سره ډيره علاقه لرو چه کوم يو حق وائې
ازادي غواړي په سر ويرږي
............................په ازادي مين ځلميان سر په لاس کي ګرځوينه
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي
pattang
03.10.2012
مرويس خانه ستاپوښتنې ډېرې ساده د کوچنينانو هلکانو په دود !
افريدی او ملګري يې په زندان کې دالر نه ساتي او نه زندان يوبانک دی بلکې
دهغه دپيسو دساتلو اقتصادي منجر cia دی٠
زه د هر چا په شلومبو کې نه لوېږم که د شلومبو خوند اومزه دصليبيانو د اشغال
او د پښتون دوښمنو جنګي جنايتکارانو له چټلي څخه پاک وي !
داچې زه مسلمان يم او که نه يم ستا يې پرې څه !
دوطن په ازادي کې ټول انسانان حق لري او ازادي يې پرې فرض ده کوم چې
ددې هېواد افغانستان اوسېدونکي اطباع او يا يې ابايې هېواد بولي !
ته څه فکر کوې چې زه مسلمان يم او که نه ?
زمااو ستا بحث به دهېواد په ازادي وي نه په کفر او اسلام !
لېونيه ! داسې سوال له چا څخه مکوه !!
[quote:7b1f22344e="میرویس"]اسلام علیکم، محترمو خویندو او وروڼو
هیله کوم چې تاسې هم پدې روان بحث کې خپل نظریات زموږ سره شریک کړئ
پتنګه وروره، لکه چې ډیر زر ،،په تنګ،، کیږي؟. تاسې زما ځواب ندئ راکړئ، بلکه کوښښ مو کړئ چې موضوع مغشوشه کړئ او ځان د درست ځواب نه تیر کړئ. که تاسې د ډاکتر افریدي د ډالرو سره مینه لرئ، زندان ته ورشئ پخپله له هغه پوښتنه وکړئ، ښائي چې یو څو میلیونه ډالر یې تر ملا وي، ترې وایې خلئ
داسې ښکاري، چې تاسې د هر چا په شلومبو کې لویږئ او جوټه کوئ یې
زه به هغه پوښتنه ستاسې نه وکړم چې ما د طالبانو نه کړې، او ستاسې د ځواب نه وروسته به زه او ته د وروګلوئ د منځ نه حساب او کتاب کوو. سوال مې دادئ چې اول دا راته ووایه چې مسلمان یې او که نه؟ دا ځواب چې راکړي، وروسته به په [برادري او برابري] مسائل را سپړو، ددوو معقولو، با انصافه پښتنو په توګه به په اسلامي اصولو برابر د وطن او ولس د ګټو په خوندي کولو خبرې اترې کوو. وسلام[/quote:7b1f22344e]
میرویس
04.10.2012
ګرانه پتنګه، ستاسې سلام ته په کروړونو ځله وعلیکم وایم، خدای مو مه کموه
تاسې ویلي چې زما پوښتنې، د کوچنیو هلکانو په دود دی. ورورجانه، زما او ستا د خبرودتسلسل یا لړ، او یا په اصطلاح د قلاوې سر درنه خطا شویدئ. ما کله ساتسې نه، د ډاکتر افریدي، د پیسو په برخه کې پوښتنه کړې، بلکه ما په تنز کې ستا ددې پوښتنې ځواب در کړئ چې، ډاکتر افریدي د سي آی اې ډالر چیرې خښ کړیدي؟
تاسې دغه راز ویلي چې زما نورې خبرې چتیات دي. ما نا حقه ندي ویلي چې د هر چا په شلومبو کې لویږي، او جوټه کوې یې. تاسې نورو خلکوته هم دغسې هوایي اوتې بوتې لیکئ. منطقي مستند ځواب یې نلرئ، یا وایئ چې چټیات دي او یا د شمال په ټلواله، چې ګمان کوم چیڅوک په هیڅ ملحوظ خواخوږي نه ورسره لري، لاس پاک کوئ. تاسې دغه راز د مسئلې د مغشوش کولو دپاره د کابل حکومت او په افغانستان کې دیره بین المللي قواوې، خپل لاس پاکئ ګرزولې دي
که د شمال په ټلواله بحث روان وي، نو پر هغه وغږیږه، او که د بحث موضوع د کرزي حکومت او یا د خارجي قواوو جرم وي، نو په هغو خبرې وکړه. داسې مه کوه، لکه ماشومان او سرتمبه انسانان چې د آموزنده، بې غرضه، مثبت او اصلاحي انتقاد برداشت نلري، او کومه کمزوري يې چې ور په ګوته کړي، نو سمدستي درته ووایې چې هغه وړم کال خو تاسې هم دغسې او یا هغسې ناپړیته ویشتلې وه. خو دا سرتمبه ګان دیته فکر نه کوي، چې د بحث ننۍ مسئله، هغه یو کلنه زړه ناپړیته نده، بلکه د بحث مسئله موجوده ستونځې ته د حل د پیداکولو موضوع ده
تاسې چې ویلي، زما نورې خبرې چټیات دي، تاسې زما کومي خبرې یادوئ؟ زه چې هرکله طالبانو ته ګوته ونیسم چې دا یا هغه کار یې د اسلامي احکامو سره اړخ نه لګوي، په هغه ارتباط هم بیله کوم قانع کونکي دلیل نه د هغوی ملا تړ کوئ. که هغوی د الله جل جلاله د را نازل کړي آیت شریف خلاف رفتاري کوي او زه يې ور په ګته کوم، نو تاسې به بیا هم ددوی ملاتړ کوئ؟ تاسې زما هغه خبرې چټیات بللې، چې ما د طالبانو نه پوښتنه کړې چې ملا عمر چې د طالبانو له خوا منل شوئ امیرالمؤمنین دئ، دهغه د اوامروخلاف ورزي کوي، او الله جل جلاله د بې ګناه خلکو وژل منع کړي، ځان وژنه یې منع کړي، او طالبان پرماشومانو پورې بمونه تړي او د نورو مسلمانانو سره یې په بمونو کې الوزوي، پدې تر تیب دوي د امیرالمؤمنین او الله تعالا سره مقابله کوي، آیا دوی مسلمانان دي؟ تاسې زما دغه خبرې چټیات بللې دي. ما په همدې وجه ساسې نه پوښتنه کړې چې اول دا ووایه چې ته مسلمان یې، او که وې بیا به بحث دوام ورکوو. که واقعاً مسلمان وې او د طالبانو د کورکرانه حمايې دپاره د الله جل جلاله احکام چټیات ګڼې، نویو څوک به خامخا درته وايي، چې وروره مسلمان یې، او که نه؟ دغه تاسې غوندې خلک طالبان د لارې باسئ او د الله ج په مقابل کې د هغوی په تغیان کې څان شریک کوئ.
کله چې د دلیل او برهان په مقابل کې عاجز شې، لکه زړه بوډۍ بیا ښيرا کوئ، او ښیرا هم ګناه ده
خدای تعالا دې دا لوی مجاهد ډاکتر شکیل افریدئ پخیر خپلې کورنۍ ته ستون کړي، چې د ګرد اسلام د نامه دخوندي کولو دپاره یې دومره زحمتونه پر ځان ومنل، آمین
سلامونه
tandar
04.10.2012
سلامونه
دا موضوع بايد دناندرو مخ ته انتقال شي
دواړه يو څه حق په جانب ياستي
ستاسو په دي بحث کي دسپينوالي په طمعه
دcia اوisi لاسونه دوطن ديتيمانو دپلرونو او مورګانو په وينو سره دي لوي خداي دي ددوي د اهونو ځواب ورکړي
حمید هڅــاند
06.10.2012
ښاغلی میرویس، ستاسو لاندې خبرې په زړه پورې او زما د پوښتنې ځواب دی:
[quote:b2c8663aa9]څه باندې یو کال مخکې د ډاکترشکیل افریدي د شهرت انګازې په مطبوعاتو کې خپرې شوې. مطبواتو خبر خپور کړ چې د متحده ایالاتو خاصې قوې د ډاکتر شکیل افریدي په مرسته، د القاعدې د تیرورېستي ډلې مشهور بد نام مشراُسامه بن لادن، چې د زرګونو مسلمانانو او په تیره بیا د پښتنو په وینو یې لاسونه سره وو، اسلام آباد ته نږدې د ابټ آباد په ښار کې پیدا کړ، او دهغه په کور باندې په حمله کې اسامه بن لادن ووژل شو
ددې خبرد خپریدو وروسته ډاکتر شکیل افریدئ ونیول شو، او په نړی کې یې ډول دول عکس العملونه را وپارول. څه موده وروسته، هغه د یوې افراطي اسلامي ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور په ۳۳ کاله بند محکوم شو، خو پدې برخه کې لا څه ندي ویل شوي چې د اسامه د ځای ځایګي د برالا کولو په تور به د ډاکتر شکیل افریدي مستقبل څنګه شي.[/quote:b2c8663aa9]
ــ نو ایا دی یو سیمه ییز ډاکټر وو چې ممکن د اسامه د درملنې لپاره به ترې مرسته اخیسته شوې وه؟؟ مالومات مو څه دي؟؟؟
ــ او دی د چا له خوا بندي او ونیول شو؟؟ ایا امریکا بندي کړ که بل چا؟؟؟
نور بیا...
pattang
06.10.2012
ميرويس خانه سلام عليکم !
وروره ناندرۍ او چټيات به نه ليکو ! پتنګ هيڅ وخت دزړې بوډۍ رول نه قبلوي
اونه يې قبول کړی او نه دومره عاجز دی !
داسې راته مالوميږي چې نوی ميدان ته راغلی يې !
پښې اوقدمونه ورو، ورو ږدې چې بامونه ونلوېږي !
وروره سړی بايد لرې وګوري ! د څه لپاره بحث کوې !
خو هدف به لرې زه هم يو هدف لرم او دهغه لپاره دلته لګيايم !
زه به موضع لږ څه لويه کړم :
- ته چې طالب نغواړې نو څو ک غواړې ?
- ته چې دطالب لاره غلطه بولې او ردوې يې خو طبعا صليبي اشغالګر غواړې !
- که دواړه نه غواړې نو څوک غواړې ? سرلوڅ مراد زی ، که د cia روزل
شوي عصري ملايان او که دکابل ډاکو ګان!
د ډاکتر افريدي په برخه کې:
څوک چې په ( داسې) يوو کار کې شامل شي هغه مخته بيايې ، که يې نورګډنکوي
نو زړه يې خپل خو رسوا کول يې نه پښتو ده اونه پښتنولي ! دادومره وخت افريدی
چېرې وو ! اواوس ولې ? د بن لادن په سر اشغالګرو په مليونو دالر ايشي وو !
بن لاډن د 11/ 9 نېغ مسؤل ندی څکه چې هغه په خپله برخه ندی پکشې اخستې
فلهذا محکمې او حقوقي شرائطو يې فرق لاره !
مرحوم بن لادن ،هغه يو داسې مسلمان وو چې دظلم او شيطاني او اسلامي ضد
مثلث ( امريکا ، انګليس او اسرائيل ) ورڅخه په وېره کې وو او داسلامي
هيوادونوخصوصا عربي هيوادونه سياسي استقلال يې غوښت !
- دپښتنو وژنه تر بن لاډن پورې تړلې نده ، اوس خو بن لاډن نشته ولي صليبيان
په خپله تيرو رستي ( درونه ) باندې پښتانه وژني !!!!!!!!!!!!!
لېونيه !
داجنګ يو لري منطقوي اقتصادي جنګ دی چې جنګي پلمه وي سياست يې لاره
ورته برابروي ، داجنګ تر تيروره پورې هيڅ تړلې ندی او تيرور يې خوشې پلمه
نيولې ده .
د طالبانو جنګ او دجنګ لاره يې اوس په خاصو شرائطو کې تړلي دي ، نه هغه
1000 پخوا کاله پخوا شرائط ، طالبان په قصدا عوام نه وژني اونه يې اسلامي
لاره ده ٠
انتحاري حملې جاپانيانو هم په پا څيفيک کې په امريکايانوباندې کړې دي او
روسانوهم په دوهم عمومي جنګ کې په هيټلري عساکرو باندې او داسې نور ....
يوواځې طالبان ندي !!!!!!!!!!!!!!!!!
دستنونځې دحل لاره !
دصليبي اشغالګرو بې له قيد او شرطه څخه شړل او د ګوډاګي دولت شرعي محمکمه !
میرویس
08.10.2012
حمید هڅاند صاحب، د میني ډک سلامونه مې قبول کړه
ورورجانه، لکه ستاسې د لمړي سوال نه چې جوته ده، تاسې د اُسامه بن لادن او ډاکتر شکیل افریدي په حماسه ډیر څه ندي اوریدلي
کیسه خو داسې ده چې د امریکا حکومت، په متحده ایلالاتو باندې د تیرورېستي حملې نه وروسته د القاعده د تیرورېستي ډلې مشر د آسامه بن لادن په سر باندې انعام کېښود او اعلان یې وکړ چې که هر څوک د امریکا ددې اول لمبر دښمن په باره
کې داسې کره معلومات ورکړې، چې د هغه دنیولو او وژلو سبب شي، نو امریکا به یو معین مقدار پیسې هم ورکړي
د هغې وروسته د ملګرو ملتونو د فیصلې پر بنا بین المللي قواوې افغانستان ته لاړې، د طالبانو حکومت یې و پرزاوه، او اسامه بن لادن د تورې بوړې د غرونونه، نا معلوم ځای ته وتښتید
امریکا او پاکستان په ګډه په افغانستان او پاکستان دواړو کې د تیروریزم سره د ګډ تعهد پر بنا متحده مبارزه پیل کړه. یعنې دغو دواړو ملکونو د القاعدې تیرورېستان او د هغوی مشر اُسامه بن لادن ګډ دښمن وبلل. پدې جریان کې په متحده ایالاتو باندې د تیرورېستي حملې طراح او د القاعدې سترغړئ چې د اُسامه بن لادن په مستقیم هدایت یې تېرورېستي کاراوايي کوله پاکستاني الاصله د برتانيې اوسیدونکئ اود القاعدې معتبر غړئ شیخ خالد محمد او د القاعدې او افغاني طالبانو يو شمیرغړي په پاکستان کې ونیول شول او امریکا ته ور وسپارل شول
قریب ڼهه یا لس کاله اُسامه بن لادن لا درکه ؤ. خو قریب یو کال مخکې په مطبوعاتو کې رپوټونه خپاره شول چې د امریکا خاصو قواوو، په خاصو او چټکو شپینیو عملیاتو کې، د پاکستان پایتخت ته ورڅیرمه د ابټ آباد په ښار کې په یوه کور باندې په حمله چې اُسامه بن لادن څلور کاله پکې اوسیده په یوه حمله کې وواژه. رپوټونو وویل چې د ابټ آباد ښار پوځي ښار بلل کیږي، ځکه چې پوځي اکادمي هم پکې ده
مطبوعاتو وویل چې دا کور اصلاً ډاکترشکیل افردي ميندلئ ؤ او امریکایانو ته یې ور په ګوته کړئ ؤ
ددې رپوټ د خپرېدو نه څه موده وروسته، د پاکستان حکوت ډاکتر افریدي ونیوه
د رسنیو تبصرې داوې چې هغه امریکایانو ته د جاسوسي په تور نیول شویدئ. خو د هغه د محاکمه کیدو نه وروسته اعلان وشو چئ ډاکتر شکیل افردئ، دیوې افراطي اسلامي ډلې سره د ارتباط درلودلو په تور۳۳ کاله په بند محکوم شو
حمید هڅاند صاحب داوه د ډاکتر افریدي حماسه
بې ځایه به نوي چې دا خبره بیا ذکر کړم، چې ډاکتر افریدئ د هغه خدمت په وجه چې پښتنو، د پاکستان خلکو، حکومت او ټول اسلام ته يې کړئ باید دبند نه آزاد شي او خپلې کورنۍ ته ستون شي
د اُسامه بن لادن او د هغه د تیرورېستي ډلې د قاتلانو لاسونه د پښتنو او ددنیا د ډیرو مسلمانانو په وینو سره دي. دې ډلې د اسلام تر نامه لاندې، د اسلام او الله د اوامرو په مقابل کې قد علم وګړ، اسلامي مقدس احکام یې تر پښو لاندې ګړل او په نړیواله سویه يې د اسلام بدنامۍ ته بډې ووهلې، او ډاکتر افریدي د اسلام د نامه د ساتنې په لاره کې عظیم خدمت وکړ
هڅاند صاحب، خدای دی وکړي چې ستاسې سوال ته مې کافي ځواب برار کړئ وي
میرویس
08.10.2012
پتنګه وروره، وعلیکم السلام، پاک الله دخیر په نصیب کړه، الله پاک دې د مور او پلار او زما په شمول د ګردو مسلمانانو سره وبښه
ورورجانه، ماته وايې چې نور به ناندرۍ او تورې سبينېې نه کوو، بلکه په شرع برابر به ددوو درندو پښتنو په څیر د متقابل احترام په سټه جمعه کوو، خو بیا دې هم ټونګ را اچولئ. راته ویلي دې دي چې، ته لکه چرګ نوئ بالغ شوئ یې. پر بام باندې جګ جګ په مدار مدار پل ږدې چې بام درلاندې و نه نړيږي. تاسې به مې کوچنئ بولئ، خو په وخوره او ونغره ښه پوهیېږم، او د پښتو د دلحاظ او مخ په وجه څه نه وايم
ښه خبره دې کړې چې د یوه هدف دپاره کار کوي، خو زما هدف به هم اوس درته معلوم شوئ وي، چې د خپل ملک د ښيګڼې، د حق ، د الله او اسلام د برحق نظام د ملاتړ، د کونډې رنډې، یتیم او دردیدلي ملت د خیر دپاره د پیکار او باطل، ظلم، ستم، ناروا، د اجنبیانو په لاس د مسلمان افغان د قتل، پر ګران افغانستان باندې د تیرې او یرغل او استکبار سره د مبارزې نه پرته بل غرض نلرم
ورور جانه، خبره مې د زړه په غوږونو واوره، هو طالبان، نه غواړم، صلیبیان، نه غواړم، روزل شوي ملایان او د کابل حکومت هم نه غواړم. نه شرق غواړم او نه هم غرب غواړم. افغانستان غواړم او افغان غواړم. داسې بین الافغاني حکومت غواړم، چې د چا ګوډاګئ نه وي، مفسد او فْضول نه وي، غل نه وي، د الله نه ویره ولري او د ملت ښیګنه پر خپلې ګتې بر تره وګڼي، د پردیو ملکونو جاسوسان په حکومت کې پری نږدي، د اجنبیانو ګټو ته پر خپلو ملي مصالحو ترجیح ورنکړي، دزر او زور غلام نه وي، یو چندي مسلمان او د ملت نماینده حکومت وي او تر ټولو زیات د اجنبیانو امتیازونه د ملک او ولس په بیه قبول نکړي، د ملک ارضي تمامیت وساتلئ شي، دمتجاوزینو ځواب په سوک ورکړي، نه په مصلحتونو، بلکه داسې یو ملي حکومت وي چې ملت پدې قانع کړي شي، چې یوه لسیزه روژه ونیسي، خو خپل پوځ او پولیس پر پښو ودروي، تر څو د ځان ساتنه وکړي.
زموږ ملت دداسې یوه حکومت د جوړولو جوګه دئ او ددنیا اکثره ملکونو چې نن سبا ښیرازه دي همدغسئ مرحلې تیرې کړیدي
تاسې د ډاکتر شکیل افریدي خبره هم کړیده، هغه پرته لدې چې خپل دښمن ته تر ټول پیاوړې وسله پیدا کړي او د خپلې مخې یې چپ کړي، کوم بل غلط کار ندئ کړئ.هغه پښتونولي، غیرت او میړانه کړې، او د یوه داسې ښامار سر پرې کړئ چئ بل چا یې یا زور ندرلود اویاېې زیړه غوا غوندې لواشه، او یایې د هغه په بقا کې خپله بقا د بډ
ود اخیستو له لارې لیدله او د تیرور له لارې یې ټول عمر ځان چلولې دئ
تاسې د بن لادن خبره کړې چې ګواکي هغه په ۹/۱۱ کې برخه ندرلوده. بن لادن پحپله ویلي وو چې دا کا ر دده په امر شویدئ. د اسلام له نظره څوک چې د یوې ډلې یا ملک مشر وي، هغه ډله یا ملک چې هر څه کوي مسؤلیت يې د مشر په غاړه دئ. دا اسلامي خبره ده. بن لادن د ۹/۱۱ همدومره مسؤل دئ لکه طالبان چې دي.هو بن لادن اوس نشته، خو لا هم پښتانه وژل کیږي، زه هم همدومره د پښتنو د قتل سره مخالف یم لکه ته چې يې، خو د بن لادن بقایا لا هم شته او زموږ خپل نا اهله پښتانه هغوی ساتي او زموږ بې ګناه، بې وزله او بې د فاع وروڼه پرې وژني.
ولې د افغانستان، نه په امریکا باندې د حملې نه مخکې، دغو خارجي قواوو په افغانستان یرغل نه کاوه؟ په سیمه کې مارګیران ژوند کوي، د مارانو د روزنې او د منتر کولو په چلونو پوهیږي او ټول عمر یې دا کار کړیدئ، القاعده پخپله هم زنګي مار دئ او هم پاڼوګر چې د نورو قوتونو په مرسته يې زموږ ملک د ښامار ګوګل ته برابر کړیدئ
زه به تاسې ته په سلګونو داسې پیښئ به ګوته کړم چې طالبانو قصداً ولسي خلک وژلي، او وژني یې. تاسې د جاپان د کمه کازي حملو خبره کړې او دغه راز مو روسانو ته اشاره کړیده، هغوی خو جهاد نه کاوه، هغه جنګ ؤ او دوی نه مسلمانان دي او نه یې هم د اسلام په چوکاټ کې جهاد کاوه. طالبان د جها، الله، او اسلام ټټر وهي او بیا له هغو نه بغاوت او عدول کوي
هرکله چې په یوه ملک کې د ګناه په مقابل کې د جزا او خدمت په مقابل کې دپاداش عدالت او عمل له منځه لاړه شي د افغانستان په سرنوست به اخته کیږي. زما سره یو ځای ښه الله به مو مل شي.
توکل په الله جل جلاله