نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دوه جهادي مشران یو منافق او بل مؤمن
تيمور
24.09.2012
ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم و رحمته الله،
د څو کلونو راهیسې د افغانستان بې ګناه او مسلمان خلک په بمباریو، چاودنو، د سړک غاړې بمونو، ځان وژونکو حملو او داسې نوروکې شهیدان کېږي، ټپیان کيږي او معیوب کيږي او ډېری کورنۍ در په در کيږي او د ژوند له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.
او د هیواد مشهوړ جهادي رهبر انجنیر صیب ګلب الدین حکمیتار چې د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې سره سخت مخالفت لري، انتحاري حملو ته یې جواز ورکړي او یوشمير انتحاري حملي يي تر سره کړي او اوس يي هم کوي.
خو بلې خوا ته یو بل جهادي رهبر پروفیسور عبدالرب رسول سیاف ټولو علماو ته چلینج ورکوي او وایي که چا د انتحاري حملو لپاره یو کوچنۍ او ضیعف دلیل هم وړاندې کړ نو رايې دې وړي. بیا یې دخپلو خبرو دتأیید لپاره څو مشهور احادیث هم وړاندې کړل ، څو خلک داسې ګومان و نه کړي چې له ځانه یې وایي.
دلته څو پوښتنې را منځته کیږي:
لومړی دا چې دواړه جهادي او اسلامي رهبران دي (ماشأالله) او د انتحاري حملو په اړه دوه مختلفې نظرېې او مختلف دلیلونه وړاندې کوي، او د هیواد مسلمانان د دغو دوه جهادي او اسلامي رهبرانو کومې خبرې عملي کړي؟
او مونږ ګورو چې الله تعالی په خپل مبارک کلام کې داسې فرمایلي دي:
(وَٱللَّهُ يَشۡہَدُ إِنَّ ٱلۡمُنَـٰفِقِينَ لَكَـٰذِبُونَ)
ترجمه: او الله (ج) شاهدي ورکوي چې په دې بیشکه منافقان هرومرو دروغجنان (کاذان) دي.
دا په دې معنی چې منافقان نه یوازی چې دروغ وایي، دروغ د هغوی خصلت او شعار ګرځیدلي دي او په هره خبره کښي له کذابیت او دروغ ویلو څخه هم کار اخلي.
نو اوس مونږ (ساده مسلمانان) څنګه منافق (کاذب) له مؤمن (صادق) څخه تشخیص کړو؟
والسلام،