نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
القاعده په نظر کې لري، بیرته افغانستان ته را وګرزي
اتل
24.09.2012
محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
د تاند لیکوال احمدالله رحماني [القاعده په نظر کې لري، بیرته افغانستان ته را ور وګرزي] تر عنوان لاندې یو مضمون لیکلئ دئ. دالقاعدې ویاند آدم غدان، د القاعدې د اوسني مشر ایمان الظواهري په حواله ویلې چې امریکا د مسلمانانو قتل ته زور ورکړیدئ
احمدالله رحماني وايې، اوس القاعده ځکه دا خبرې کوي چې دیوال ته درېدلي، او همدا علت دئ چئ د ایمان الظواهري ورور محمد الظواهري امریکا ته د اسلامي نړی په مقابل کې د اور بند پیښنهاد کړیدئ. هغه پوهیږي چې امریکا یې پیشنهاد نه مني، نو پدې پلمه به بیا آلقاعده پخوانیو ځایونو لکه افغانستان ته ستون شي.
لیکوال احمد الله رحماني لیکي، القاعده اوس هم د پاکستان په کوټه کې دطالبانو د مشرانو سره اړيکې ساتي، او له الظواهري نه زیاتې مشورې هم اخلي.
په څو تیرو هفتو کې مطبوعاتو پدې برخه کې زیات مضامین خپاره کړل چې ګواکي القاعده او نورې تیرورستي ډلې کوښښ کوي، د نورستان او کنړ په غرنیو ولسوالیو کې ځالې وکړي او له هغه ځای نه په افغانستان کې تشدد او تیرورېزم رهبري کړي.
لیکوال رحماني وايي، لدي بابته چې په عربي ملکونو کې د القاعدې نفوذ کم شوئ، مالي پیاوړتیا يئ هم ډیره کمزورې شوېده. اوس القاعده کوښښ کوي چې بیا خپلو تیرورېستي ځالو افغانستان او پاکستان ته ستانه شي
عجیبه خو داده، چې مسافر چا په مسجد کې نه پرېښود، خو هغه ویل چې آس مې د خان صاحب کره وتړه. د طابانو د وروستیو څرګندونو نه چې په مطبوعاتو کې منعکسې شویدي، داسې ښکاري چې هغوي د القاعدې سره د اړیکو په درلودلو پښیمانه دي، که د طالبانودا وروستي بیانونه صحیح وي، بیا به د القاعدې او نور بین المللي جنایت کاران زموږ په ملک کې د ټیکانې ځای پیدا نکړي. طالبان د القاعدې سره د تعلق په بوغمه اوس پوه شویدي. دوی به ونه غواړي چې بیا دا طوق لعنت ددوی غاړې ته ور ولویږي، او په ملي او بین المللي سطحه منزوي شي. طالبان به بیا القاعدې ته ددې فرصت ورنکړي چې ددوي د فردي او ملي ناموس د چارو واګې په لاس کې ترې واخلي او طالبانو ته ووايي، ستاسې ښځې باید څرنګه وګرزي، ستاسې ملي مستقبل باید څنګه وي او یا موږ عرب تر تاسې نه په اسلام بهتره پوهیږو، تاسې باید زموږ فرمان ته غاړه کېږدئ. یو وارې چې د القاعدې مالي منبع مخ په وچیدو شي، بیله هغې هم دوی پر طالبانو باندې چپه او راسته میچنې نشي ګرزولئ. که طالبان د سالم قضاوت نه کار واخلي، نو یو بې سواده افغان، تر یوه عالم اجنبي نه، دوی ته ګټور دئ. پیشو د خدای د پاره موږک، نه نیسي. هر څوک چې د چا سره مرستې کوي، هغوی پټې او برالا مدعاوې لري