د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه په څو ډوله دی ؟

Naeem sadat
24.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

زیاتره وخت د پښتنو په منځ کی داسی بحثونه را پورته کیږی چی ولی ټول پښتانه یو موټی نه دی ؟

دی پښتنی ته هر څوګ غواړی چی یو ځواب پیدا کړی چی پښتانه ولی نه یو موټی کیږی

څوګ وایی چی د یوه مشر نه شتون دا ستونزه را پیدا کړی څوګ وایی چی دا دپښتنو د بیسوادی علت دی او څوګ وایی چی دا د بهرنیو هیوادونو سیاست دی چی پښتانه نه دی سره یو موټی او نوری مختلفی خبری کیږی

خو زه وایم چی په اصل کی پخپله پښتانه کلتوری سره ویشل شوی دی نو ځکه دوی نشی کولای چی سره یو موټی شی

اول که دیته راشو چی پخپله پښتو یا پښتونولی څه شی ده ؟
پښتو یا پښتونولی یو ډول نړی لید یا یو کلتور ده ، موږ پښتون هغه چاته ویلی شو چی نړی ته د پښتو له سترګی وګوری یعنی په پښتو ژبه فکر وکړی او تفکر یی پښتنی وی

او داچی پښتانه یو موټی نه دی ، او یا یی په یوموټی والی کی ستونزی را پیدا کیږی د هغه علت دادی چی پښتانه کلتوری ټوټه شوی دی

په افغانستان کی پښتانه په دریو ټوټو ویشل شوی

۱-یوه ټوټه هغه پښتانه دی ، چی فارسی زبان شوی خپله ژبه یی بدله کړی او د پښتنی کلتور نه بیخی وتلی په پښتو ژبه او پښتنی کلتور شرمیږی او ځانته بیخی پښتانه نه وایی

۲- دوهمه هغه ټوټه پښتانه دی چی ژبه یی پښتو ده خو خپل کلتور یا نړی لید یی په فارسی کلتور بدل کړی ، یعنی نړی ته دپښتو له سترګی نه ګوری ، فارسی کلتور یی ډیر خوښیږی او له نورو پښتنو هم دا توقع لری چی دوی هم باید دده په څیر هوښیار شی ځکه چی دده د نړی لید مطابق دا نور پښتانه ده ته کم عقله ښکاری
دا ډول پښتانه همیشه په پښتنی رواجونو ، او پخپله په نورو پښتنو همیشه انتقادونه کوی ، ددوی په فکر داسی ده ، چی ولی دا پښتانه داسی نه دی لکه فارسی زبانان
دوی نه غواړی چی د پښتنو ژبه دی فارسی شی خو دوی غواړی چی د پښتنو کلتور دی فارسی شی ځکه چی دا ډول پښتانه فارسی نړی لید لری په همدی خاطر فارسی کلتور ښایسته ورته ښکاری

۳ - دریم هغه ټوټه پښتانه دی ، چی هم یی ژبه پښتو ده او هم یی کلتور پښتو ده ، ژوند په پښتونولی کوی او نړی ته د پښتو له سترګی ګوری
دا ډول پښتانه زیاتره بی سواده دی ، اقتصادی حالت یی خراب دی ، څومره چی کولای شی له دولته لری تښتی ځکه چی له دولته ډاریږی ، د زیاترو اقتصادی کړنه یی په عربی هیوادو کی د ارزانه کارګر په حیث کارکول دی

په پاکستان کی هم پښتانه ورته حالت لری

۱ - یوه ټوټه هغه پښتانه دی چی پنجابیان شوی ،ژبه یی هم پنجابی شوی ځانته پنجابی وایی او په پښتو ژبه شرمیږی

۲-دوهمه ټوټه هغه پښتانه دی چی ژبه یی پښتو ده خو کلتور یی پنجابی ده ، طرز د تفکر یی پنجابی دی ، نړی ته د پنجابی کلتور له سترګی ګوری ، پنجابی کلتور یی خوښیږی ، همیشه پخپلو پښتونو انتقادونه کوی ، همیشه په پښتنی دود او دستور انتقادونه کوی او له نورو پښتنو غواړی چی دده غوندی پښتو ژبي خو کلتوری پنجابی شی

۳ـدریمه ټوټه هغه پښتانه دی ، چی هم یی ژبه پښتو ده او هم یی کلتور پښتو ده دا ډول پښتانه په پاکستان کی هم همدا حالت لری ، زیاتره بیسواده دی ، له حکومته سخته بیره لری ، او اقتصادی کړنه یی هم په عربی هیوادو کی د ارزانه کارګر په صفت کار کول دی

د پښتنو دا کلتوری ټوټی کیدل ددوی د سیاسی ټوټی کیدو سبب ګرځی ، او هرټوته غواړی چی داسی باید وشی چی دوی یی غواړی له همدی ځایه اختلاف را پیدا کیږی ، چی دا ډیر عمیق درز دی د پښتنو په منځ کی او دا ستونزه یوازی په یوه ډیر قوی تدبیر سره حل کیدای شی

ل


حمید هڅــاند
26.09.2012

ملتوال صیب، پښتانه څه عجیب او غریب قوم دی!، کلتور او پښتواله هم نوره تر تاریخ تېره ده، هسې پسې نښتل اړین نه دي. او ضرور هم نه ده چې یو څوک دي ستاسو په دې دریو وېشنو کې هرو-مرو شامل وي.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more