نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايلچي مه وژنئ، د پیغام محتویات کره کړئ
میرویس
20.09.2012
ګرانو او سرلوړو پښتنو، تر جګو شملو او تورو څڼو مو قربان شم، اسلام علیکم
د یوه ډیر حقیر، فقیر، عاجز او د الله جل جلاله ددر د ملنګ او د پښتنو وروڼود پښو د خاورې په حیث ستاسې نه هیله کوم چې، الله جل جلاله ته مخ کړئ او دنیوي امورو ته شا کړئ، حقیقت اوابتذال، د ملک، خلکو او آخرت خیر او شر د قاضي پر تله وتلئ، نه د خپلو شخصي احساساتو او نورو ملحوظاتو پر تله
که اول ددې مطلب ویونکئ مخکې د مخه محاکمه نکړئ، نوبیا به پر پیغام باندې سالم قضاوت وکړئ شئ
د افغان حکومت پر خلاف جګړه، د اسلام پر ضد جګړه ده
د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د افغان حکومت پر خلاف د وسله والو طالبانو اوسن جګړه، د اسلام او مسلمانانو پرضد جګړه وبلله
هغه مایي چې: دغه مسلما ن کشي نه، بلکه اسلام کشي ده، مخالفین دعوه کوي چې د بهرنیانو پرضد جنګیږي، خو پدې باید ټول پوه شي چې دوی دروغ وایي
دغه دروغجن دي، خدای په غضب ګرفتار کړي، هغه کسان دي چې له دوی سره مرسته کوي د قیامت په ورځ به د خدای له رحمت څخه به برخې وي
ګرانو خویندو وروڼو، فقط و فقط پدې سوچ وکړئ چې دغه خبرې صحیح دي که غلطې، که صحیح وي، طالبانو ته څه پیغام لرو، او که غلطې وي، حجت او برهان یې څه دئ
پاک الله دې راست کارانو ته فردوس جنت ورکړي[size=24:2285f63c89][/size:2285f63c89]
پتوال
20.09.2012
وروره چې حق ووایو نو:
د کرزي حکومت هم نامشروع دی ، ځکه چې د صلیبی هیوادونو په زور رامنځته شوی او ساتل شوی دی ! د بهرنیانو
ګوډاګي حکومت په دموکراسۍ هم مشروعیت نشی ترلاسه کولای!
له کرزي نه مخکې حکومت هم نامشروع و، ځکه چې په زور او د پاکستان په حمايي رامنځته شوی و او په زور ساتل کېده!
د رباني حکومت هم ناشروع و ځکه چې په زور رامنځته شوی او په زور ساتل کیده !
له هغه مخکې د نجیب او ټول کمونستي حکومتونه هم نامشروع و ځکه چې د شوروي له خوا په ږور رامنځته شوی
او ساتل شوي وو او دموکراسي يې نه منله !
له کمونستانو مخکې د داود خان حکومت هم په زور او کودتا له لاري رامنځته شوی و او له هر ډول ټول ټاکنو پرته ساتل کېده
نو هغه هم زور واکه او بالکل نامشروع حکومت و.
یواځې د د اساسی قانون د لسیزې حکومتږتونو خپل مشروعیت له منتخبي ملي شورا ( ولسي + مشرانو جرګې)
څخه تر لاسه کولو نو زور واکه او نامشروع نه و او د شورویانو په لمسون ، هڅونه او حمایې سره داود خان
په نامشروع ډول ( کودتا) سره له منځه وېوړ (!) او د ږور زیاتي لړۍ يې راپیل کړه چې د داود زورواکه په شمول یې
ټول زورواکان یو د بل پسې او یو په بل باندې له منځه وېوړل او د طالبانو زور او ځواک ته چې ګورو نو اوسنی زور واکه
نا مشروع فاسد او خاین حکومت به هم په زور له منځه وړي !
دا چې دوی بخبله هم زورواکي خپلوي حکومت به یې له قانونیت او مشروعیت څخه برخمن نه وي او مخالفین به يط داخل هم ورته به کمین کې ناست وي چې کله ، څوک ، څنګه او په کومه سیاسی پلمه
به یې تر پښو غورځوي!
نو د نامشروع حکومت لکه د کرزي د حکومت را پرځول خو مشروع دي ، خو پر ځای یې پخپله بیا نامشروع حکومت کول جنایت دی!
الله دې طالبانو ته توفیق ورکړي چې په تمامه معنط یو مشروع انتخابي حکومت رامنځته کړي!
اتل
21.09.2012
پتواله وروره، د میني او محبت سلامونه مې ومنه
ستاسې د عدالت او انصاف سارئ ډیر کم لیدل کیږي، ریښتیا چې پتوال یې. دپت او عزت پښتون تل ریښتیا وايي
زه ستاسې د ټولو خبرو سره ټکي په ټکي او هو به هو، په سلو کې سل موافق یم
پاک الله به په آخرت کې ستاسې د سالم وجدان، بې طرفه قضاوت او حق او باطل تر منځ د توپیر کولو اجر درکړي
اصلي خبره داده چې، آیا طالبان حق لري چې یوحکومتي مامورچې شل کاله یې په حکومت کې کار کړئ وي، نهه یا لس سره اولاد ولي، خپل عمر یهم قریب خوړلئ وي، د خپل کار نه پرته د عاید بله منبع هم نلري، طالبان یې د موټر نه ښکته کړي، او پدې پلمه چې ګواکي د حکوت سره کار کوي او دهغه د کار په برکت د حکومت بقا اوږدیږي او ویې وژني، آیا دا کارداسلام پراصولو برابر دې.
آیا په جوماتون او هدیروکې په بمونو د بې ګنا مسلمانانو الوزول روادي؟ آیا په یوه مسلمان باندې د کفر فتوي کول او بیا د هغه وژل روادي؟ او ډیرداسې نور
طالبان خلک اول د شریعیت د اصولو په چوکاټ کې اچوي، بیا د کفر فتوي ورباندې کوي او وژني يې، او د موجوده حکومت پرخلاف د کفر فتوی کوي او په مقابل کې یې جهاد اعلانوي او کوښښ کوي چې خپل هغه پخوانئ حکومت راولي چې افغانانو یې یو وار مزه څکلې ده. دوی اوس هغه کارونه کوي، چې د خپل حکومت په وخت کي یې ناروا بلل او د هغه مرتکبینو ته یې سزا ورکوله.
دوی د شریعیت نه د نورو په مقابل کې د یوې حربې په توګه کار اخلي
زه پخپله د کابل د موجوده او یا تیرو حکومتونو سره بالکل خواخوږي نلرم، او تاسې پدې برخه کې کافي معقولې خبرې وکړي
آیاد یوه حکومت او یا شخص مفسدي او پې کفایتي، دهغه د قتلولو حجت کیدای شي
آیا د ټول نا مشروع اعمالو مرتکبین د قتل سزاوار دي؟ او که په اسلام کې د هرې ګناه دپاره د هغې په اندازه سزا ټاکل شویده
د یوه حکومت په مقابل کې د جهاد اعلانول هم ځانکړي معیارونه، اصول او حدود لري
يو اسلامي حکومت چې حدود یې معلوم وي، قلمرو یې معلوم وي، حکومت تاسیس شوئ وي، رعیت ته خدمات ورسولئ شي، خلک پری را ټول وي، د اسلام او اسلامي اماکنو محافظه وکړئ شي، دهغه چا پرخلاف جهاد اعلانولئ شي چې په اسلامي حریم تیرئ وکړي او د اسلامي پنج بنا د سرته رسولو مخه نیسي او د اسلام نه منکر وي
طالبان هیڅ یو ددغو شرائطو جوګه ندي چې جهاد اعلان کړي
که یو حکومت امن راوستئ شي، خلکو ته د خپل وس پورې خدمات برابرولئ شي، سوله او امنیت برقرارولئ شي چې مسلمانان په آزاده توګه عبادت وکړي او د اسلام او اسلامې اماکنو د ساتنې جوګه وي، یعنې [متمکنه] یا تاسیس شوئ حکومت وي، ولو که په زور او هر ډول بر قرار شوئ وي، خو چې برقرار وي، د هغو په مقابل کې جنګ پیل کول په شرعي لحاظ بغاوت دئ. د طالبانو او یا بل هر چا له خوا، دداسې یوه حکومت اراکین او یا د عام ولس قتلول [جنایت حرابه] دئ. یعنې ددې ډول قتل، قاتلان د اعدام وړ دي
ګرانه با انصافه وروره، نور نو قضاوت ستاسې په غاړه دئ
پدئ برخه ستاسې بلې تبصرې ته سترګې په لاره یم
زما او ستا د خبرو په برکت زموږ نور مسلمان وروڼه هم تبصرې کلای شي او همداسې زه ستاسې نه او نور مسلمانان زموږ دواړو د تبصرو نه مثبته ګټه پورته کولای شي
دادئ جهاد چې زه او ته یې کوو، نه هغه چې طابان یې کوي
پاک الله دې مل شه
حمید هڅــاند
21.09.2012
اول: د سیاف په خوله نن-سبا څوک پیاز هم نه خوري!
دویم: افغان حکومت نن سبا که مشروع هم وي، دومره په فساد ککړ دی چې د هیواد په ګټه نه شي کېدای!
دریم: طالبان هم نیمګړتیاوې لري، د بل نه اوري، په مشرتابه او کشرتابه کې یې ښکاره توپیر شتون لري،
څلورم: طالبان د راتلونکې لپاره ښکاره پلان او کړنلاره نه لري، چې له مخې یې یوڅوک د دوی ملاخفت یا ملاتړي وشي کړای.
درنښت
پتوال
22.09.2012
هدف که هر څو سپېڅلی وي ناوړه لارو او وسیلو ته اجازه نشی ورکولی، برعکس د لارو او وسیلو له څرنګوالي څخه
د هدف څرنګوالی په ډاګه کیږي!
څوک چې د CIA باداري هدف ته د رسیدلو وسیله بولي هدف یې هم چټل او نامشروع دی او څوک چې ISI مرسته او باداري
هدف ته د رسیدلو وسیله ګڼي هدف یې هم پنجابی ضد افغاني او چټل هدف دی .
نو که هدف رښتیا پاک ملی او اسلامي شي، د CIAاو ISI له خوا نه په ګډه او نه بیل بیل ټاکل شوی وي ، بیا
نو د بیګناه افغانانو مرګ ژوبله په جنګ جګړه کې هم نه رامنځته کیږي . د بیګناه خلکو مرګ او انتحاري چاودنې بیا یواځې هغه اړخ کوي چې ضد ملي او ضد اسلامي موخې لري !
د امریکا او د هغوی د لاسپوڅو ضدل ملي او ضد اسلامي څېره خو له ورایه په ډاګه ده، خو د طالبانو له خوا د ISI د انتحاري
بریدونو پوښښ هم د هغوی له د ضدملي او ضد اسلامي هدف او څیرې څخه پرده پورته کوي.
د CIA او ISI ګډ پلان، ګډې طرحې او ګډ عمل له افغان ملت څخه ابتکار اخیستی ، ډیر افغانان یې په حکومت او مخالفینو ویشلی
او د جنګي پلرونو په نامه يې
د جنګ ډګر ته خوشې کوي چې پلاره نیسه يې! یو ملي تد بیر نه له حکومت سره او نه له مقاومت سره شته، هر څه که تدبیر وي که سیاست وي او که جنګ جګړه وي ټول د بادارانو( CIA او ISI ) له خوا طرحه او د جنګي ډلو له خوا پلې کیږي !
په داسې حالت کې یواځې ولسي افغانان دي چې سوله پخلاینه او ملي وحدت غواړي ، نه لاسپوڅي حکومت او د هغه
د سولې غولونکې شورا سوله غواړي او نه يې مخالفین یوه واقعي ملي سوله غوښتلای شي !
که لاسپوڅی حکومت په دې تمه چې د امریکا د سیوري لاندې به یوه ملي واکمني جوړه کړای شی نو دا ارمان به ګور ته یوسي او که طالب ورونه دې ته په تمه وي چې د تش اسلام په نامه به دبنجابیانو خلافت په سیمه ګې رامنځته شی او دوی به د ماقبل احمدشاهي دورې په څیر د یوې اجیرې جنګي ډلې د مشرۍ «ویاړ» ولري، او
لا سر له اوسه يې د کابل د اجیر حکومت پشان دوی هم
دغه اجیرتوب پیل کړی وی نو بیا دې د حکومت او مخالفینو دواړو په دې ډول اجیر توب باندې بالکل د خدای لعنت وي او بس!
او که داسې نه وي نو بیا خو دې طالبان ورونه ملت ته وښيي چې مونږ افغانان پاتي یو پنجابیان نه یو او د ISI له اجیرانو او اجیر توب او انتحاري بریدونو څخه يې کرکه کوو !
مهم ټکی د حکومت نامشروعیت ختول دي، نه دهغې بدلول په بل نامشروع حکومت باندې ، ځکه همدغه مامشروعیت دی چې ۳۰ کاله یط جګړه وغځوله . دا د [color=blue:8f144c9977]کُل یو مٍ بتر[/color:8f144c9977] لار پخپله یوه نامشروع لاره ده او د نامشروعیت له ختمولو پرته جګړه په موقت ډول ځنډزدلای شی خو ختمېدلای نشي، بلکې په لا زور او شدت بیا بیا له سره پیل کیږي!د غول افغان بدبختي په همدې کې ده چې په دې خبره یې تر اوسه لا سر نه دی خلاص (!!!!)
الله دې مونږ او تاسې له دې ناولي غولتوب څخه نور وژغوري! ا آمین آمین ثم امین یا رب العالمین !
والسلام
حمید هڅــاند
23.09.2012
د پتنګ صیب خبرې او د طالبانو استدلال:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=61725#61725
د پتنګ صیب دا لیکنه ځکه په زړه پورې ده چې د ډېری کشر طالبانو استدلال یې کټ-مټ را اخیستی دی.
ما له پتنګ صیب نه دلته ځواب غوښتی دی:
http://tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8843&sid=4d4cbf4bb1acf0a1d18de3c80335a340
خو لا یې د ځواب په تمه یم.
درنښت
میرویس
25.09.2012
پتوال، اتل او هڅاند صاحب، زما سلامونه او احترامونه ومنئ
ستاسې ټولو د ویښ وجدان، د افغاني او پښتانه عدالت نه قربان شم. په پښتو او اسلام دواړو کې د هر مسلمان او بالالخره هر انسان د عقیدې درناوئ کیږي او زه همدغسې ستاسې د نظریاتو احترام کوم، تاسې هر یوه پر خپل زعم د خپل ملک او خپلو ارزښتونو ددرناوي پر بنا خپل نظریات بیان کړیدي
زما مقٌد دا نه ؤ چې څوک ښه سړئ دئ او څوک بد. ما د افغانانو، بالخصوص پښتنو په مقابل کې د روانو مظالمو په باب د ښاغلي سیاف په تبصرو باندې نقد غوښتئ ؤ
ستاسې ټولو نظریات د قدر وړ دي، او اتل صاحب پدې باب کافي شرعي احکامو ته اشاره کړیده، ستاسې ټولو نه مننه کوم پاک الله مو مل، شپې ورځې مو نیکمرغه