نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د حکمتیار د اسلامي حزب، سترګې بیا سرې شویدي
اتل
18.09.2012
ګرانو لوستونکو السلام علیکم
که حکمتیار صاحب د خپل سیال سره، په یوه ژغ کې نشي تللئ، نوغوږ یې د غوڅولو دئ.
د حکمتیار صاحب توبه هم نن قبوله شوه، د خپل رقیب سره په سیالي کې حساب شو، دده حزب هم نن په کابل کې بې ګناه انسانان او ورسره هم افغان مسلمانان خلک قتل عام کړل.
مسلمانان د الله جل جلاله په عبادت، تقوی او مسلمان ولس ته په خدمت کې سیالي کوي، خو نن سبا طالبان او د حکمتیار حزب د قتل عامونو په ډګر کې په خپلو کې رقابت کوي. که څه هم چې د افغان ملت سره ددښمنی په لحاظ دوی دواړه د یوه خره غوږونه دي، خو دوی ظاهراً وایې چې سره متحد دي، خو په حقیقت کې حزب اسلامي هیچا ته وفا داري نه ده کړي، او دا ګوند د عقیدي او تکتیک په لحاظ د طالبانو سره بنیادي توپیر لري.
طالبان په خپلو جنایتونو کې د ښځو نه کار اخیستل نا روا ګڼي، خو حزب اسلامي، نن یوه ځوانه ښځه د ګرمې اسلحې په توګه وکاروله.
دغه انسانان چې د حکمتیار صاحب حزب ووژل، غیر محارب وو، او مسلمانانو ته یې خیر رسیده. پدې علاوه حزب اسلامي مسلمان افغانان هم ووژل او دا په شرعي لحاظ جنایت حرابه ګڼل کیږي
خود کشي، په اورباندې د ځان او یا بل چا سوزول او د بې ګناه انسانانو قتلول حرام دي او ددې جنایت ارتکاب د الله جل جلاله د احکامونه بغاوت او د بشریت پر خلاف نه بښونکئ جنایت دي او دغه راز دا کار د یوه متمکنه حکومت پر خلاف بغاوت ګڼل کېږي.
پاک الله دې ګمراهانو ته هدایت وکړي، اومؤمنان دې پدې قادر کړي چې منافقین وپیژني او ځان ته د نجات لاره ومومي