نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په پاکستانیانو کې هم یو صادق سړی پیدا شو
شاه ولي
18.09.2012
ګرانو هیوادوالو په تیرو دېرشو کلونو کې مونږ افغانان د یوه با انصاف پاکستانی مسلمان او خیر خواه ګاونډي ورور په تمه وو. خو اوس (الحمدُ لله) مونږ ګورو چې ښاغلی سلمان اکرم راجا د ظالمانو په ضد خپل غږ پورته کړي او ویلي یي دي: چې طالبان يوازې هغه وخت خپل هدفونه ترلاسه كولاى شي چې بې قانوني او جنايت جاري وي؛ که په سيمه كې سوله او ثبات ټينګ شي وسله وال طالبان او نورې وحشی جګړه مارې ډلې به بيا د پيسو ټولولو چانس ونه لري.
دغه محترم پاكستانى عالم او قانون پوه د طالبانو د مالي حالت په اړه د ملګرو ملتو خپاره شوي رپوټ ته په اشارې سره وايي، طالبان ځكه په پاكستان او افغانستان كې له يو كال بل هغه ته ډېرې پيسې ټولولاى شي چې په دې دواړو هيوادونو كې د جرمونو سطح لوړه ده.
د ملګرو ملتو رپوټ وايي چې افغان طالبانو یواځې تېر كال له (۳۱۰) مليونونه زیاته يورو پيسې ترلاسه كړې دي، او دا هم له ماليې او قلنگ له لارې دي، د طالبانو دا ډول پيسې له (۲۰۰۶) كال راهيسې زياتيږي، په دې پيسو كې (۲۱۳) مليونه يورو د طالبانو مشرتابه او (۹۷) مليونه هم د دوى په ځايي كچه مصرف شوي دي.
حقیقت خو دا دي چې طالبان د اسلام او مذهب په نامه یوه داسې خطرناکه لوبه ترسره کوي، چې زمونږ د مسلمان ولس د وینو او سرونو په بیه ده. دوی د اسلام د مبارک نوم څخه ناوره ګټه اخیستي ده او اوس یي هم اخلي.
دا د هر باانصاف مسلمان فریضه ده چې ددغه راز بشري جنایتونو مخه ونیسي، ترڅو چې مونږ د خپل مظلوم ولس د حقونو نه دفاع وکړو او دوی له دې اوسني تباهی او بدو حالاتو څخه خلاص کړو.
په درنښت،
Re: په پاکستانیانو کې هم یو صادق سړی پیدا شو
pattang
18.09.2012
زه به بيابلڅه درته ووايم :
په هغو برخو کې چې طالب نشته نو ستاسو لاسپوڅي دولت څه کړي دي !
خو ټوله چټلې په اجنټ دولت کې پرته ده !
تر ښکاره بجه بازي نيولې تر رشوت ،ظلم ، غصب ، وژنې د مځکو په زور لاندې
کول ، دپښتنو ماديات او معنويات ټکول ، قومي تعصب ، وژنه ستا سو ددولت
کلتور ګرزېدلی دی ٠
نو که طالب نوي خو داټوله چټلي پاته کيږي او دملت د تجزيې سبب ګرزي !
هر چا چې داراپور خپور کړی هيڅ حقيقت نلري او داشغالګرويوه پروپا ګنده ده .
که بيا يې ٤٠٠ مليونه دالر پيداکړي وي نو شي جان يې ،دملت په ازادي کې يې
خرڅوي او مونږ او تاسو يې وينو چې چې اشغالګر دقران او نبي دوښمنان
مرداروي !
دغه بي ناموسان چې په نيم مليارد دالرو طالبان په پروپاګندي ډول تخريبوي ولې
هغه ٥٤ مليارده ورک شوي او غلا شوي دالر چې دجنګي جناتکاانو له خوا
خارج ته انتقال شوې دي ولې نه يادوي !
سوله غوښتل له طالب نه پر دې شرائطو چې ته يې يادوي دجنګي جنايتکارانو
بخښنه او داشغالګروبری بيانوي .
[quote:77943ea944="شاه ولي"]ګرانو هیوادوالو په تیرو دېرشو کلونو کې مونږ افغانان د یوه با انصاف پاکستانی مسلمان او خیر خواه ګاونډي ورور په تمه وو. خو اوس (الحمدُ لله) مونږ ګورو چې ښاغلی سلمان اکرم راجا د ظالمانو په ضد خپل غږ پورته کړي او ویلي یي دي: چې طالبان يوازې هغه وخت خپل هدفونه ترلاسه كولاى شي چې بې قانوني او جنايت جاري وي؛ که په سيمه كې سوله او ثبات ټينګ شي وسله وال طالبان او نورې وحشی جګړه مارې ډلې به بيا د پيسو ټولولو چانس ونه لري.
دغه محترم پاكستانى عالم او قانون پوه د طالبانو د مالي حالت په اړه د ملګرو ملتو خپاره شوي رپوټ ته په اشارې سره وايي، طالبان ځكه په پاكستان او افغانستان كې له يو كال بل هغه ته ډېرې پيسې ټولولاى شي چې په دې دواړو هيوادونو كې د جرمونو سطح لوړه ده.
د ملګرو ملتو رپوټ وايي چې افغان طالبانو یواځې تېر كال له (۳۱۰) مليونونه زیاته يورو پيسې ترلاسه كړې دي، او دا هم له ماليې او قلنگ له لارې دي، د طالبانو دا ډول پيسې له (۲۰۰۶) كال راهيسې زياتيږي، په دې پيسو كې (۲۱۳) مليونه يورو د طالبانو مشرتابه او (۹۷) مليونه هم د دوى په ځايي كچه مصرف شوي دي.
حقیقت خو دا دي چې طالبان د اسلام او مذهب په نامه یوه داسې خطرناکه لوبه ترسره کوي، چې زمونږ د مسلمان ولس د وینو او سرونو په بیه ده. دوی د اسلام د مبارک نوم څخه ناوره ګټه اخیستي ده او اوس یي هم اخلي.
دا د هر باانصاف مسلمان فریضه ده چې ددغه راز بشري جنایتونو مخه ونیسي، ترڅو چې مونږ د خپل مظلوم ولس د حقونو نه دفاع وکړو او دوی له دې اوسني تباهی او بدو حالاتو څخه خلاص کړو.
په درنښت،[/quote:77943ea944]