د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ګورخ مه کوه، چې کبر به دې زوال شي

میرویس
18.09.2012

محترمو لوستونکو، سلامونه او احترامونه
وایې ړوند یوځل لکڼه ورکوي. خو طالبان صاحبان لکه چې یوازې ړانده نه، بلکه کاڼه هم دي، او لکڼه څه چې د خپل غفلت او ملت سره ددښمني په وجه دین او دنیا دواړه بایلي . دوی ته په کراتو مراتو ولسونو په ډانګ پیلې وویل، چې د خدای روی ته و ګورئ نور ظلمونه مه کوئ، چې کبر به مو زوال شي. خو دوی نه یوازې دا چې د خلکو په غوښتنو ځان کوڼ واچاوه، خپل تشدد ته یې لا زور ورکړ، لکه چې ولسونه د هغوی غلامان او برده ګان وي
تاسې به دا شعر د احمد ظاهر په سندره کې اوریدلئ وي، چې وايي
زنده ګې آخر سرآید بنده ګي در کار نیست=بنده ګي ګرشرط باشد، زنده ګي در کار نیست ددې خبرې بهتره ګواهي دتاند دا لاندې مضمون ورکوي
=============================================

د ننګرهار په اچین کې خلکو پاکستاني طالبان وشړل
Monday, 09.17.2012, 02:07pm (GMT)
تاند(دوشنبه/سپټمبر۱۷) د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په پیخه سیمه کې خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی او په خپله سیمه کې یې د هغو کسانو کورونه سوځولي چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه.

باوري سرچینې وايي چې قومي مشرانو د هغو پنځو تنو کورونه سوځولي چې پاکستاني طالبانو ته یې سرپناه ورکړې وه.

قومي مشران وايي وروسته له دې طالبانو ته راپورته شول چې طالبانو د سیمې د مشرۍ دعوه وکړه، قومي مشرانو ته یې وویل چې د هرې مسلې پرېکړه به دوی کوي او قومي مشران مکلف دي چې په هر هغه څه عمل وکړي چې د دوی له خوا یې امر کېږي.

د اچین ولسوالۍ قومي مشرانو وویل چې دوی دوه ورځې مخکې په خپل منځ کې سره جرګه شول او نن یې د خپلې پرېکړې مطابق لومړی د هغو پنځو کسانو کورونه وسوځول چې پردۍ وسله والې ډلې یې راوستې وې.

قومي مشرانو له دغو کسانو څخه، د دې تعهد ترڅنګ چې بیا به پاکستاني یاغیان سیمې ته نه راولي، د پنځوس زره او یولک افغانیو ترمنځ جرمه هم واخیسته.

دوی وايي چې پاکستاني طالبان، چې شمېر یې شاوخوا دوو سوو ته رسېده، د قوم له پرېکړې وروسته مجبوره شول چې پښې سپکې کړي.

دې ته ورته فیصله د ننګرهار د خوګیاڼو خلکو هم کړې ده.

د اچین د پخې د سیمې اوسېدونکو پر حکومت هم انتقاد وکړ، ویې ویل چې حکومت هیڅ خیر نه دی وررسولی، نه یې ښوونځي ورته جوړ کړي او نه کلینیک.

دوی وویل چې په ټوله سیمه کې یې یوازې یو ښوونځی فعال دی چې هغه هم ودانۍ نه لري.

د طالبانو پرضد ولسي پاڅونونو وروسته له دې زور واخیست چې د طالبانو د نفوذ تر ټولو په قوي مرکز د غزني په اندړو کې خلک د دوی پرضد راپورته شول.

د پاڅونونو لمن وروسته لوګر، پکتیا، پکتیکا، بادغیس، فاریاب او لغمان ته وغځېده او دا دی اوس په ننګرهار کې هم د پاڅونونو خبرې کېږي.

وسله وال طالبان د ځان پرخلاف د پاڅون ادعاوې نه مني او وايي چې پاڅونوال اربکیان دي او د امریکا له لوري په وسلو سمبال شوي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more