نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوک چې فیل اخلي، اول فیل خانه جوړوي
اتل
18.09.2012
قدرمنو لوستونکو، سلامونه او نیکې هیلو مې ومنئ
انسانان او د کائناتو ټول ژوي، باید په دوو لارو کې یوه انتخاب کړي. یابه د طبیعي شرائظو سره توافق کوي او یا به محو او نابود کیږي
په انساني ټولنو کې هم پکار دي چې ا نسانان د عیني او ذهني شرائظو سره ځان عیار کړي، که نو د سختو عواقبو سره به لاس او ګریوان شي
زموږ سپیڅلئ دین، اسلام هم هدایت راته کوي، چې د یوه کار د اقدام نه مخکې، باید د هغو د سرته رسولو خیر او شر وسنجول شي. که دیوه کار اقدام د شر او فساد سبب کېږي، نه یوازې دا چې باید پرهیز ترې وشي، بلکه اسلام هغه حرام کړیدئ
د افغانستان په موجوده نا قرارو امنیتي حالاتو کې، چې زموږ د ملک، خاوري، دین او بشریت دښمنان د هرې حربې نه زموږ په مقابل کې کا اخلي، ولې په لوی لاس دشمن ته د مسلمانان د وژلو او عامه نظم او امنیت د ګډودولو فرصت برابر کړو. آیا د کابل د ښار مظاهرو خلکو او اسلام ته ګټه وګړه او که تاوان؟ آیا د مظاهرو رابلونکو، دښمن ته ګټه ورسوله او که ولس او اسلامن ته؟ آیا د مظاهرو تنظیمونکو ثواب وګاته، او که یې د اسلامي احکامو خلاف ورزي وکړه او د ګناه مرتکب شول، ځکه چې د مظاهرو عواقب تشدد او مرګ ژوبله شوه، او د اسلام دښمن ناوړه ګټه ترې واخیسته
محور او ملي باور هم پدې ارتباط دا لاندې مطالب چاپ کړیدي
=============================================
محور ورځپاڼه: د خونړۍ کودتا مانور
Tuesday, 09.18.2012, 07:30am (GMT)
((د هوتخېلو د سيمې خونړي پاڅون دا اندېښنه په ډاګه کړه، چې د بحران، داخلي کشمکش او پخپل لاس د ورانيو ټول عوامل برحال دي. که قوي امنيتي دسپلين او په افراطي حرکتونو محدوديتونه نه وي يو وړوکى کلى او يا ډلګۍ د ښار ټولې ابادۍ سوځولى او په يونيفارم سمباله ملېشه تارومار کولاى شي.)) محسن هادي
د لاريون کوونکو په منځ کې مخالف وسله وال ننوتي و. د لاريون نقشه د هغو نظامي مرکزونو پر خوا وه، چې پکې بهرني او افغان نظاميان اوسېږي. لاريون کوونکو ډېر په چټکۍ سره د پوليسو په کمربندونو او دکانونو بريدونه وکړل، خو اصلي ځاى ته ونه رسېدل.
د کابل پرونى لاريون د خلکو په غږ کې د خلکو پر خلاف لاريون و. دا چې د پروني لاريون پر مخ غځېدلې ډېره ساحه د ملکي استوګنځيو پرځاى نظامي وه، نو ځکه وسله والو کسانو غوښتل چې له دغه لاريون څخه د خونړۍ بلوا استفاده وکړي. د پنځوسو په شمېر زخميانو په بيه چې ملکيان او پوليس دواړه پکې شامل دي دغه خونړى خوځون مات شو.
ځايي خلکو محور ته ويلي، دوى حيران و، چې څه پېښېدونکي دي؟ ځکه د دوى په خبره کليوالو نه غوښتل اوربل شي او يا خلک زيان وويني.
سميع الله چې له خپلو څلورو زده کوونکو ملګروسره د لاريون ملتيا کوله، وايي:((په رښتيا وايم، چې لاريون زموږ له کنتروله ووت، نا پېژانده کسان پکې و، موږ داسې نه غوښتل، پرېکړه موکړې وه، چې تر دولس بجو به بېرته راستنېږو، خلک به نه ځوروو او يوه ډله ملګري مو د سړک او موټرو د خونديتوب لپاره ګمارلي و. په يوه شېبه کې هرڅه ګډوډ شول.))
يو بل لاريون کوونکي چې ځان اسلم ياداوه وويل: ((په پروني لاريون کې طالبانو برخه اخيستې وه. دوى په احساساتي بڼه شعارونه ورکول، وسلې يې لېږدولې. دده په خبره چې دغه طالبان له بلې خو لاريون ته ننوتل.
د کابل د هوتخېلو سيمې پروني لاريون ماهيت د همدې پېښې د ورته نورو لاريونونو سره جوت توپير درلود، عامه شمتنۍ پکې لوټ شوې او د پنځوسو په شمېر پوليس پکې ټپيان شول.
د سياسي چارو شنونکى ډاکتر فيض محمد ځلاند وايي، په پروني لاريون کې د وسله والو ډلو لاس لرل نشي ردېداى، خو په ورته وخت کې له عامه خدمتونو ددغې سيمې د خلکو د محروميت توند غبرګون هم و:((حکومت په دغه سيمه کې ملکي خدمتونو هومره ندي پراخ کړي لکه څومره چې نظامي هغه دي. ټوله سيمه په نظامي کمربندونو کې احاطه ده، خلک يې له ورته هغو نورو خدمتونو محروم دي، چې د کابل په زړه او نورو ولسواليو کې يې ترلاسه کوي. د خلکو ترمنځ د وسله والو د نفوذ خبره ځکه نشي ردېداى، چې دغه ساحه ټوله نظامي ګرځېدلې او د لاريون ترمنځ د وسله والو فعاليتونو لپاره دا هم يو څرګند دليل دى.)
=============================================
ملي باور بيا د کابل پرونيو تاوتريخجنو لاريونونو موضوع څېړلې او په لاريون کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ليکي چې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه نه يوازې زموږ له اسلامي او ديني ارزښتونو دفاع کولاى شي، بلکې لا ډېر زيان يې مسلمانانو ته رسېږي.
ملي باور زياتوي چې له اسلامي ارزښتونو او مقدساتو څخه ننګه د هر مسلمان وجيبه ده خو دا دفاع بايد په معقوليت ترسره شي داسې نه چې زموږ غبرګون د اسلام د دښمنانو د شومو توطيو ښکار شي. ورځپاڼه وړاندې ليکي چې يو شمېر مغرض کسان له دې ډول فرصتونو څخه په ګټې اخيستنې د افغانانو له احساساتو څخه ناوړه استفاده کوي او بايد پرې نه ږدو چې دښمنان خپلې موخې ته ورسېږي.