نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان: امریکایان د طالبانو د بدنامولو لپاره د ملکي خلګو په منځ کې چاودني کوي
pattang
18.09.2012
[img:91eb7fe183]http://www.nunn.asia/images/stories/war_injustice/boy_killed_by_nato_airstrike_helmand.jpg[/img:91eb7fe183]
تفصيلبـــــرخه: خبـــــرونه 17
سپتمبر
2012
.لیکوال: نن ټکی آسیا .نن ټکی آسیا: طالبان وايي چي دوی د وحشي صفته امریکايي ځواکونو له خوا پر ولسي وګړو بمباري په سختو ټکو وغندله، او د هغوی په ضد یې د سخت انتقام ژمنه وکړه.
تیره ورځ سهار وختي بهرنیو ځواکونو د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو پر یوه ټولۍ چي په غره کې د سوند لپاره دخاشاکو او لرګیو په راټولو بوخت وه، بمبار وکړ، چي له کبله یې لږ تر لږه د چارواکو په وینا 8 میرمني شهیداني او 5 نوري ټپيان شوې.
طالبانو وویل چي دوه انجوني نوري هم شهیداني شوي، او 38 نور سپين ږیري او ماشومان په بمبار کې ټپيان شوي دي.
طالبانو په خپل بیان کې ویلي چي دوی پر حقوقي نړیوالو ډلو او خاص بیا پر هغو چي د ښځو د حقوقو نارې وهي، ږغ کوي، چي په دې اړه ساکت پاته نه شي، او د امریکایانو له خوا پر دې جنګي جنایت باندي خپل عکس العمل وښيي.
خبرپاڼه وروسته وايي: زموږ ملت باید پوه شي چې امريکايي وحشي يرغلګر په هغوټولو چاودنو او پيښو کې هم لاس لرې چې دمجاهدينو دبدنامولو په موخه دهيواد په ګوټ ګوټ کې ترسره کيږي او دښمنان يې بیا بې له کوم دليل او سندنه دپړې ګوته هم مجاهدينو ته نيسې او دخپلې تر لاس لاندې ميډيا دلارې يې تبليغوي .