اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پوهنه دانسان ژغورونکې ده
Mazharee
17.09.2012
درنواوقدرمنولوستونکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خدای پاک موجوړ،روغ اوتندرست لره،
دعلم دفضیلت په هکله می یولږشیان چی ډیر پخوامی سره راټول کړیوه تاسوته یی په ننداره ږدم خدای دی وکړی چی تری ګټه واخلی.
آيتونه
1.ووايه اي ربه ځماپوهنه اوعلم ځماډيركړه.(سوره طه)
2.ندي سره برابرهغه څوك چي پوهنه لري اوهغه چي پوهنه نلري.(سوره رمز)
3.لوړَوي خداي پاك ستاسوڅخه هغه خلګوته چي ايمان ئي راوړي اوهغه خلګوته چي پوهنه يه وركړي مرتبي.(سوره مجادله).
4.دبندګانوڅخه ده خداي هغه څوك دده څخه ويريږي چي خاونددپوهني وي.(سوره فاطر).
احاديث اوآثار
1.كوم چاته چي خداي پاک ښيګړي ورپه برخه كړي نوهغه ته په دين كي پوهنه(علم) وركوي.(متفق عليه).
2.ده اسلام پيغمبروحضرت علي ته فرمائي :كچيري خداي پاك يوسړي ستاپلاس باندي پرلاري باندي سم كړي داوتاته ترسرواوښانوبهتره دي.(متفق عليه).
3.څوك چي پرلارده تحصيل ده پوهني اوعلم ولاړسي خداي پاك به ورته لاره دجنت آسانه كړي.(مسلم).
4.څوك چي په تحصيل كي ده علم اوپوهني ووځي،هغه سړي پلاره كي دخداي پاك وي ترڅوچي بيرته راځي.(ترمذي).
5.دنياسره دهغه شي چي پدي كښي دي دخداي پاك درحمت څخه ليري ده مګرښونكي(عالم) اوزدكونكي(محصل). (ترمذي).
6.فضيلت ده ښوونكي(عالم) پرعبادت كونكي داسي دي لكه فضيلت دڅوارلسمي ده سپوږمي پرنوروستورو.(ابوداؤد).
7.ملائكي دزدكونكي(طالب العلم) مخي ته خپل وزرږدي پخاطرسره دخوشحالي ددوي په هغه كارچي زدكونكي ئي كوي.(رسول اكرم)
8.دښوونكي(عالم) لپاره ملائكي په آسمانوكي اوكبان په سندونوكي استغفاراوبخښنه غواړي.(ابوداؤد).
9.علم اوپوهنه ثمره ده ايمان ده.
10.تاسوطلب دزدكړي اوعلم وكړي كڅه هم په چين كي وي.(رسول اكرم.)
11.علم اوپوهنه خزاني دي اوكلياني ده هغوپوښتل دي. (رسول اكرم).
12.تحصيل ده علم وكړي ځكه چي تعلم ئي نيكي ده اوطلب ئي عبادت دي.(معاذابن جبل).
13.علم ميراث ده انبياؤدي.(ابن عباس).
14.طلب دعلم اوزدكړي ډيرښه دي ترنفلي لمنځونو.(امام شافعي).
15.څوك چي طلب ده علم اوزدكړي كوي خداي پاك ده هغه درزق اوروزي ضامن دي.(رسول اكرم).
16.څوك چي طلب ده علم كوي هغه داسي وي لكه چي ټوله ورځ ئي روژه وي اوټوله شپه تهجدكوي.(رسول اكرم).
17.دچاچي پښي په لاركي دتحصيل دعلم په خاوروسي پرهغه جسداورحرام دي.(رسول اكرم).
18.سليمان عليه السلام ته دعلم اوباچاهي په انتخاب كي اختياروركړه سوهغه علم انتخاب كي خداي پاك ورته علم اوپاچاهي دواړه وركړه.(رسول اكرم(.
19.څوك چي په طلب كي دعلم وي،جنت به دده په طلب وي.ابن عمر.
20.طلب ده علم خرابونكي دمخكنيوګناهونودي.(رسول اكرم).
21.ترټولوډيرپښيمانه په ورځ كي دقيامت هغه څوك وي چي په دنياكي ورته امكانات ده تحصيل دعلم برابرسي خودي تحصيل دعلم ونكړي.(ابن عساكر).
22.چاچي په وړوكوالي كي تحصيل دعلم نوي كړي خوپه غټوالي كي يی شروع كي نوهركله چي دي مړشي مرګ به یي دشهادت وي.
23.څوك چي سره دمسكنته تحصيل دعلم وكي هغه به خاوند دښه فهم اوزراكت سي.(أحمدبن حسين).
24.څوك چي په طلب كي دعلم ووځي پرهغه باندي ملائكي درودواي اوخداي پاك ئي په مال كي بركت ږدي.(رسول اكرم).
25.يقيناًدهغه چادپاره به وقار،اطمينان،اودخالقه څخه ويره وي كوم چي طلب ده علم كوي.(مالك بن انس).
26.كه عالم طلب دعلم وكړي علم به ئي ډيرشي اوكه ناپوه طلب دعلم وكړي نوعلم به لاسته راوړي.(ابوالدرداء).
27.هيڅ عمل داعمالوڅخه دانسان ترهغه علم چي په ښه نيت وسي بهتره ندي.(سفيان ثوري).
28.طلب دعلم يوساعت بهتره دي چي نوړولودشپي،اوطلب دعلم يوه ورځ بهتره دي تردرومياشتوروژو.(ابن عباس).
29.چاته چي مرګ راسي پداسي حال كي چي دي په طلب كي دعلم وي نونه به وي دده اودانبياؤترمابين مګريوه درجه.
30.طالب اوزدكونكي دعلم په مابين كي دجاهلانوداسي دي لكه ژوندي په مابين كي ده مړو.(انس بن مالك).
31.څوك چي دالله په لاري كي طلب دعلم كوي دهغه مثال دغازي په لاري كي دخداي پاك دي.(انس بن مالك).
دپوهانوخبري
32.ښوونه اوزدكړه دانساني فطرت تقاضااوثابت شوي حق دي.
33.ښوونه اوزدكړه دانساني شرافت اوكرامت ساتندوي اوضامن دي.
34.په ښوونه اوزدكړه دانسان څخه كامل،عارف،عالم،هراړخيزه خادم،داعي الي الخير،اودزرينواخلاقوخاوندجوړيږي.
35.ښوونه اوزدكړه ده ټوله بشردنيكمرغي،اوبريادپاره نه ستړي كيدونكي ضميراوقوي انرژي ښوونكي اوزدكونكي ته وركوي.
36.ښوونه اوزدكړه ده باسعادته،واقعي اورښتني ژوندامكانات برابروي.
37. اصلاح اوآبادي دځمكي په باران وي اواصلاح اوآبادي دانسانانوپه علم اوپوهنه وي.
38.څوك چي دخپل كوره څخه دعلم دپاره ووځي خداي پاك پرهغه خپل رحمتونه نازلوي.
39.علم اوپوهه انسان ته استقامت،اواعتماددنفس،نشاط اوخوشحالي وركوي.
40.علم خراب اوكنډواله ښارونه،كلي،اوكورونه ودانوي.
41.په علم باندي انسان ځان پيژني اوچي څوك ځان پيژني هغه جهان پيژني.
42.علم دمستقيمي اوبرابري لاري لارښوداوبيوونكي دي.
43.علم دشيطان اونفس په مقابل كي سپردي.
44.كچيري غواړي چي افسردګي ونلري نوعلم اوزدكړي ته مخه كي.
45.كچيري غواړي چي په خپل ژونددرته قناعت حاصل سي نودعلم اوزدكړي تحصيل ته ترهرشي مخكي مخه كړه.
46.دماشومانوتعليم اوزدكړه دخاوندغضب ساكته وي.(رسول اكرم)
47.علم حاصل كړي مخكي تردي چي سپين ږيري سي.حضرت عمر
48.علم عقل ته پرنفس غلبه وركوي.
49.پوهنه انسان دسيالانوسره سيال رځوي .
50.طلب دعلم دځان باوري اوخودكفائي يواځني لاره ده.
51.كڅوك ځان په علم سمبال كړي هغه به په هري آزمويني كي كامياب وي.
52.علم انسان ته حياء بخښي،حياء تقوي ډيروي،تقوي انسان خپل پروردګارته رسوي.
53.دعلم خونددټولوخوندونوسردي،خوهغه څوك ئي دركولاي سي چي عالم وي.
54.علم دانسان استعداد،اوكاري ظرفيت لوړوي.
55.علم انسان ته قوت ددرك اواستدلال وركوي.
56.علم دانسان اقتصادي اومالي اړتياپوره كوي.
57.علم انسان ته دنوروخلګوپه سترګوكي دعزت څخه ډك حيثيت وركوي.
58.ديني علوم دعصري علومودپاره دانسان ذهن اماده اوقوي كوي.
59.ديني علوم دانسان فكري تكنالوژي ته انكشاف وركوي.
60.ديني علوم اصل ومنشأدټولوعلومودي،بايدزده كړي ته یي پوره پاملرنه وسي.
مظهري
دوشنبه، 2011/07/25
حمید هڅــاند
17.09.2012
ماشا الله مظهري صیب، په زړه پوري او له مالوماتو ډکه لیکنه مو کړې ده. الله پاک دې تاسو ته توفیق درکړي چې دا ډول مالومات راسره بیا-بیا شریک کاندئ. رښتیا، د علم/پوهې په اړه ستا له لیکنې لوستلو سره سم راته یوه پوښتنه په زړه کې را وګرځېده. وایې، علم، علم دی، ښایې چې زده شي! نو ایا داسې علوم، لکه سحر/کوډې او جادو هم جواز لري چې زده شي؟؟ البته که موخه یواځې زده کړه وي او بس!
درنښت
تخاري
18.09.2012
عزتمند او د قدر وړ مظهري صیب الله ج دی ستاسو په ځوانی، صحت، عمر، ګوتو او قلم کې برکت کیژدي، زه ستاسو ټولې لیکنې لولم او د زړه له کومي یې خوښوم، خدای ج دی اجرونه درکړي، په دی هیله چې خپلو هر اړخیزو لیکنو ته به ادامه ورکړی او د علم او پوهې تږي افغان وروڼه او خوندې به له خپل خدای درکړي علم څخه فیض یاب کړی - مننه
ښاغلی هڅاند صیب
که مو پام کړی وي نو د دیموکراسی لیبراله متصدیان ډمتوب ته هنرهای زیبا وایي، نو کوډې او سحر په رحماني علومو مه ګډوی ، هغه هم داسې دي لکه هنرهای زیبا.
پوهه او زده کړه د خدای ج د معرفت لپاره وي، د مظهري صیب پورته زرینې رانقل کړی خبرې مو که په دقت لوستې وای نو دا ټکی پکې شته.
په داسې حال کې چې د سحر او کوډو زده کړه شیطان ته د نزدیکت سبب کیژي.
په دې هیله چی شرعي ځواب به مو درانه علما کرام هر یو حلیمی صیب او مظهری صیب او عبدالله صابر صیب درکړي.
حمید هڅــاند
18.09.2012
[quote:35686c7a2d]د مظهري صیب پورته زرینې رانقل کړی خبرې مو که په دقت لوستې وای نو دا ټکی پکې شته[/quote:35686c7a2d]
تخاری صیب، جوړ په خیر، انډیوالان ښه دي.
بښنه غواړم تخاری صیب، ما د مظهري صیب لیکنه مې په دقت لوستې ده.
[quote:35686c7a2d]په دې هیله چی شرعي ځواب به مو درانه علما کرام هر یو حلیمی صیب او مظهری صیب او عبدالله صابر صیب درکړي.[/quote:35686c7a2d]
زه هم د شرعي ځواب په تمه وم، ستا نه هسې بېړه شوې :)
.
.
.
.
تخاری صیب، خپه نه شې، هسې شوخي رانه وشوه.
درنښت
تخاري
18.09.2012
هڅاند صیب
انډیوالان شه دي - ستا د زُملاوو څه حال ده؟
ګوره دا فکر هم ونکړی چی څپاند او هڅاند رانه ګډ شوي دي - شوخي
ما بیړه نه بلکه په اصل کې د دروند او مکرم مظهري صیب د لیکنی تقدیر کړی ده چی له توصیف پرته پکی د خو! ځای اصلان نشته ده، خو تا د وهابیانو شاګرد پکی خو راوویسته او د سحر او کوډو په اړه مو بی ربطه پوښتنه مطرح کړه.
مخکی لدی چی هغوی دی ځواب ووایي زما دا پوښتنه هم راځواب کړه چې سحر او کوډی کول یو حرام عمل ده کنه؟
ځواب به مو حتما داوي چې هو حرام ده!
نو چې حرام شو، بیا نو څه جنون وهلی یی چې د حرام عمل د زده کړی، ثواب ، فضیلت ، جواز یا نه جواز پوښتنه مطرح کوی؟!
دا ستا پوښتنې ! ته اوس پوښتنه ووایو که غرض او مرض؟؟
zargay
18.09.2012
ټولو ورونو ته سلامونه او ښې چارې!
ښاغلی مظهري صیب ډیره ښکلې لیکنه مو کړې تل خوښ اوسئ.
تخاري صیب!!
کله چې یو څو تنه بحث کړي نو پریږده چې خپل نظرونه سره شریک کړي او د چا څخه چې پوښتنه کیږي نو هغه مربوطه کس دې ځواب ورکړي.
د پخوا څخه ګورم چې ستا دا کثیف عادت دی چې د هر چا په منځ کې ځان راوغورځوې، دا کار دې د مظهري صیب او حذیفه صیب د بحث په وخت کې هم کاوه چې د ټولې ګډوډۍ او نفاق لامل د ستا غوندې خلک دي مونږ ددې لپاره راځو چې یو څه یاد کړو نه دا چې ګډوډي را منځته شي.
مظهري صیب!!
دا ملګري دې پوه کړه چې د بیځایه خبرو، سپکاوي او اوتو بوتو څخه لاس واخلي او د هڅاند صیب پوښتنې ته چې له تاسې څخه شوې یواځې تاسې شرعې ځواب وویی او بل څوک پرینږدئ چې ستاسې موضوع ګډه وډه کړي.
حمید هڅــاند
19.09.2012
[quote:2030bb954e]دا ستا پوښتنې ! ته اوس پوښتنه ووایو که غرض او مرض؟؟
[/quote:2030bb954e]
نه یاره، یواځې پوښتنه ( د ملتوال صیب خبره پښتنه) ده.
[quote:2030bb954e]نو چې حرام شو، بیا نو څه جنون وهلی یی چې د حرام عمل د زده کړی، ثواب ، فضیلت ، جواز یا نه جواز پوښتنه مطرح کوی؟! [/quote:2030bb954e]
ته خو یوځل موږ (داد) ته پرېږده. دومره بېځایه پوښتنه به هم نه وي!
زړګی صیب، تخاری صیب ماته داسې څوک برېښي چې هغه په ما په زړه کې ګران دی، ځکه مې ورته داسې ځواب ورکړی ؤ. تخاری صیب هم پوهېږي چې په ما یې خبرې بدې نه لګېږي، ځکه یې خبره سپوره نه وه، یوڅه مصاله یې پرې ور زیاته کړې وه. ستاسو غوصه یوڅه زیاته وه.
درنښت
zargay
19.09.2012
هڅاند صیب سلامونه مې ومنئ!
هیله لرم چې روغ صحت ولرئ.
ډیر مخکې کې مې غوښتل چې مظهري صیب وپوهوم چې نور خلک د بېځایه مداخلې څخه منع کړي خو نه مې غوښتل چې د هغوی په بحث کې مداخله وکړم، خو نور صبر را څخه ونه شو ځکه د تخاري صیب مخکینۍ مداخلې هم د ګډوډۍ لامل وې، نو ځکه مې لازم وګڼل چې ددې یادونه ورته وکړم.
که بیا هم زما دغه یادونه او ستاسې په منځ کې مداخله ستاسې د ناراحتۍ سبب ګرځیدلی وي د هغې زه بخښنه غواړم او بیا به مداخله نه کوم.
په درنښت
ع کريم حليمي
20.09.2012
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
سحر کول حرام دي ، او زدکړه يې هم حرامه ده ، سحر او یا جادو بدترینه فکري پدیده ده او سحر کول سبب د کفر دی ، او سحر د قرآن له نظره د شیطان یاري ده
قال الله سبحان و تعالی : وَلكِنَّ الشَّياطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النّاسَ السِّحْرَ...
لنده ژباړه : ولي چه شیطان کافر شوی دی په دغه حال کښي و خلکو ته سحر ور ښيي
او سحر یو مؤثر عمل دي او پر فکر ډېر قوي تأثير اچوي
يفرقون به بين المرء وزوجه... ( او د مېړه او مېرمني په منځ کښي جدايي راولي
یو خو سحر دي او بل چشم بندي ده
چشم بندي یو نوع قیماوي او فزیکي زدکړي دي چه فکر خلل نه پېښوي
چه په انګرېژي ژبه entertainment یا سرګرمي بلل کیږي ، یعني بیله د شيطان له همکارۍ موږ کولای سو چه :
فزیکي شرایط برابر کړو او تمرین وکړو ، چه د سري سر له تن نه جلا کړو
او یا دوې کېمیاوي مادې سره ګدي کړو زرغون رنګ اور بل کړو ، او یا یوه کونجۍ کښي اوبه واچوو ، چه تر چوښکي را بهیږي ، اما که دا کونجۍ سر چپه ونیسو تر خوله يې اوبه نه رابهیږي
نو مطلب مي دا دي چه د entertainment له پاره چشم بندي نه ده حرامه
درنښت
حمید هڅــاند
21.09.2012
نه زړګی صیب، خدای مکړه، موږ به ولي نا راحته کېږو، البته، د هر غړي دنده ده چې د بحث د سالمې فضا د رامینځته کولو په موخه خپله فریضه ادا کړي. زه خوا وایم، ستاسو توصیه تخاري صیب ته پرځای ده، هیله ده تخاری صیب ورته غوږ ونیسي.
حلیمي صیب، ستاسو لیکنې ته وروسته را ګرځم. انشاالله.
درنښت
تخاري
22.09.2012
زړګی صیب د هڅاند صیب په توصیه می ستا نصیحت ومنل خو هڅاند پخپله لکه چې ګورې یی ددی پر ځای چی د خپلی پوښتنې په اړه یی د معزز مکرم حلیمی صیب ځواب تسلیم او قدرداني یی هم تری کړی وای د بیا چکر او پرواز خبره کړی ده!!
[quote]
حلیمي صیب، ستاسو لیکنې ته وروسته را ګرځم. انشاالله[quote]
منم چی د وهابیانو شاګردی دی کړی ده - شوخی[color=red:55d4068cb6][/color:55d4068cb6]
اسلام او علم
مساپر
13.11.2012
هموطنان مسلمان، اشرف مخلوقات، پيغبر بزرگ اسلام، سردار و بادار دو جهان، حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم مى فرمايد : (زگهواره تاگور دانش بجوى) واقعاً خير و فلاح خوشى وسعادت زمانى جامعه را به معراج ترقى و تعالى بشری ميرساند که مردم آن جوانان آن و نوجوانان آن بهره مند از علم و دانش باشند تا در پرتوی آن تاريکى ها و ظلمات را به روشنى و صفائى برادرانهء مبدل سازند و در یک فضاى مملو از محبت و صمیمیت زیر پوشش علم و دانش به سربرند.
انشأ اللهِ و تعالی.
حمید هڅــاند
14.11.2012
بیا سلامونه،،،،
حدیث شریف:
علم زده کړئ که څه هم په چین کې وي
حدیث شریف:
دعلم زده کړه په هر مسلمان فرض ده
حدیث شریف:
د علم زده کړه ډېره مهمه ده که څه هم سحر وي
ایا دا وروستنی هغه رښتیا هم حدیث شریف دی،،،،د صحت په اړه یې څه وایاست؟؟
او تخاری صیب، چیرې یې درکونه دې نه لګي؟؟؟ هیله ده روغ به یې....
درنښت
طیب زابلی *
15.11.2012
السلام علیکم ورحمم الله!
ایا دا وروستنی هغه رښتیا هم حدیث شریف دی،،،،د صحت په اړه یې څه وایاست؟؟
هڅاند صیب داخو حدیث نه راته ښکاری ځکه په حدیثو کی دسحر ذم بیان شوی ده
نو بیاڅنګه موږ دی ته حدیث ویلای شو؟
او مادحدیثو په کتابونو کی ډیره پلټنه پسی وکړه نه می په صحیح احادیثوکی وموند
او نه می په موضوعاتو کی ،
خو بیا هم که ته ددی مأخذ یاعربی الفاظ دلته راته وړاندی کړی نو ښه به وی،
حمید هڅــاند
15.11.2012
ښاغلی طیب زابلی صیب، اسلام علیکم و رحمة الله
عربي الفاظ:
العلم افضل من الجهل ولوکان سحرا
البته ما پخپله دا حدیث نه دی لیدلی بلکې له یو ملګري نه مې ترلاسه کړ،،دې یې ماخذ نه شې راکولی، دا اوس مې هم تر خوا دی خو وایې چې ممکن دا مې ترمذي یا بخاري کې لیدلی وي.
درنښت
طیب زابلی *
16.11.2012
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
یاره هڅاند صیب په دارنګه الفاظو خوکوم حدیث نشته
خو ګوره چی دا ملګری درنه خلاص نشی ترڅو چی یا حدیث نه وی درته پیداکړی
یایی غوږونه نه وی نیولی
ع کريم حليمي
16.11.2012
درنو او مکرمو وړونو ،طیب زابلی صاحب او حمید جانه وروره تاسو دواړو ته تاوده او پاسته سلامونه درلېږم ، خدای دي ئې قبول کړي ستاسو په حق کشي (السلام علیکم و رحمة الله )
چه راسم ستاسو و حدیث ته ، ډیر ښایسته حدیث دي ، او زما ډېر خوښ شو ، د هر چا له خولې چه دا خبره راوتلې ده خدای دي دیدارونه ورکړي ، په دغه روایت او حدیث کي ، دې ته اشاره ده چه : (العلم افضل من الجهل) او که څه هم د سحر پوهه وي ، هرعلم هر وخت ښه دي ، هغه وخت علم بد (زیان کاره) وي چه په بد شکل کار ځندي واخستل شي ، هر علم هر وخت ښــــــــــــــــــــــه وي ، الا نه دعوامو!!! لپاره ( عوام کالانعام)
پورته روایت ،او یا د هر چا له خولې حدیث چه دی خبره پخه خبره ده
او د دغه لیکني سره به دغه پوښتنه هم ضمیمه کم چه :متى يكون الجهل افضل من العلم؟