د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دلامذهبۍ په سرطانی رنځ اخته خلکوته یوه مهمه معالجه


Mazharee
15.09.2012

قدرمنولوستونکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:1f9e7c3e48]تاسو اسلام ولي پر څلورو مذهبونو وېشلی دئ ؟ د الله واحد دين دئ تاسو ته يې د وېشلو اجازه چا در کړه؟ په داسي حال کي چي الله وايي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا(ال عمران :۱۰۳)
ژباړه: او ټول د الله پر رسۍ منګولې ښخې کړئ او تفرقې مه کوئ.
دا مذهبونه که ډلې نه وي نو څه دي؟ ایا د رسول الله په زمانه کي وه ؟ که نه وه نو بیا يې تاسو دين ولي بولئ؟[/quote:1f9e7c3e48]

1.حذیفه خانه! فکرکوم دتاریخ اوسیرت سره کومه آشنایی نلری، ځکه دی دغسی بی انصافه ، تعصبی اود درواغوډک قضاوت کړی.

ورسه داسلام دابتداء څخه بیاتراوسه پوری داسلام تاریخ مطالعه کړه! چی په اسلام کی تقسیم اوتفرقه دکوم وقته څخه راشروع سویده،

په اسلام کی لومړنی درځ اوتفرقه روافضو اوخوارجو راپیداکړه، هغه وقت چی دمذهبونوخبره هم پکی نوه، خو دروافضو اوخوارجوسره په مقابله کی ډیرمسلمانان وپاڅیدل، دهغوی سره یی سخته مقابله وکړه ترڅوچی یی دوی ټولی نړی ته رسواکړل، اوداخبره یی په اثبات باندی ورسول چی خوارج اوروافض درښتنی اسلام څخه منحرف دی، بیاتر700 سنی پوری په اسلام کی هیڅ تفرقه اوجدایی نده راغلی ، سره ددی چی مذاهب په دوره کی دعباسیانودخلافت تقریباپه 300 سنه کی معرفی سوی وه، خودمذاهبوترمینځ هیڅ اختلاف ندی راغلی، ځکه دمذاهبوترمینځ اختلاف په فروعاتوکی دی، نه په اصولوکی، اوپه فروعوکی اختلاف هم یادتعدد څخه داحادیثووی په یوه مسئله کی، چی په نزد دیوه مجتهد یوحدیث درجی ته دصحت رسیدلی وی اوپه نزد دبل مجتهد بل حدیث درجی ته دصحت رسیدلی وی، نوهریوه په حدیث باندی عمل کړیوی، چی په نتیجه کی یی حکم هم تغیرکړیدی، خوالبته داپه هغه مسائلوکی چی پرثبوت یانفی یی قطعی دلیل نشته، اویاهم داسی اختلاف اجتهادی اختلاف دی چی طبعاپه ځنی استخراجی اواستنباطی مسائلوکی دفقهاؤ اومجتهدینوترمینځ اختلاف دنظرراځی، نواختلاف دمذاهبومذموم اختلاف ندی ځکه دا اختلاف په فروعاتوکی دی چی پدی هکله بیهقی حدیث را نقل کړی «اختلاف أمتي رحمة » اخرجه البیهقی فی رسالة الاشعریه.
ژباړه: اختلاف دامت ځمارحمت دی.
که څوک وایی(لکه حذیفه): چی اختلاف څنګه رحمت کیدلای شی پداسی حال کی چی خدای پاک فرمایی:« واعتصموا بحبل الله جمیعاولاتفرقوا».
ژباړه: دخدای په رسی(دین) باندی ټوله ځان ټینګ ونیسی اواختلاف مکوی.
نوددی توهم دفع علماؤ په خپلوکتابونوکی لیکلی ده، لکه چی امام نووی رحمه الله تعالی په شرح کی دصحیح مسلم لیکی: قال الخطابي والاختلاف في الدين ثلاثة أقسام أحدها في اثبات الصانع ووحدانيته وانكار ذلك كفر والثاني في صفاته ومشيئته وانكارها بدعة والثالث في أحكام الفروع المحتملة وجوها فهذا جعله الله تعالى رحمة وكرامة للعلماء وهو المراد بحديث اختلاف أمتي رحمة. شرح النووی جزء 11 صفحه 92.
ژباړه: خطابی ویلی دی: اختلاف په دین کی په دری قسمه دی، یوقسم په اثبات کی دصانع او واحدانیت کی دده چی انکارددی څخه کفردی، اودویم اختلاف په صفاتواومشیت کی دخدای پاک، چی انکارددی څخه بدعت دی، اودریم قسم اختلاف په فرعی احکامواومسائلوکی دی کوم چی احتمال دڅووجه لری، نودغه اختلاف خدای پاک رحمت اوکرامت دعلماؤ ګرځولیدی، اوداغه هم مراد ددی حدیث څخه دی چی « اختلاف امتی رحمه».
چی دهمدغی خبری جواب علامه زین الدین په فیض القدیرکی هم ویلی دی: وفي العقائد لابن قدامة الحنبلي أن اختلاف الأئمة رحمة واتفاقهم حجة انتهى.
[ فإن قلت ] هذا كله لا يجامع نهى الله تعالى عن الاختلاف بقوله تعالى * (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) * وقوله تعالى * (ولا تكونوا كالذين تفرقوا واختلفوا من بعد ما جاءهم البينات) * الآية [ قلت ] هذه دسيسة ظهرت من بعض من في قلبه مرض وقد قام بأعباء الرد عليه جمع جم منهم ابن العربي وغيره بما منه أنه سبحانه وتعالى إنما ذم كثرة الاختلاف على الرسل كفاحا كما دل عليه خبر إنما أهلك الذين من قبلكم كثرة اختلافهم على أنبيائهم وأما هذه الأمة فمعاذ الله تعالى أن يدخل فيها أحد. فیض القدیر جلد1 صفحه 271.
ژباړه: په عقایدکی دابن قدامه حنبلی راغلی دی: اختلاف دامامانورحمت دی اواتفاق یی حجت دی.
کچیری ته ووایی: چی دغه خبر ه خوټوله نه جمع کیږی دهغه نهی څخه دخدای پاک چی داختلاف څخه یی کړیده پدی قول سره خپل« (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) ټنګ نیول وکړی ټوله په رسی (دین) دخدای پاک اواختلاف مکوی » اوداغه رقم داقول دخدای پاک«(ولا تكونوا كالذين تفرقوا واختلفوا من بعد ما جاءهم البينات) تاسومکیږی لکه هغه خلګ چی سره وپاشل سوه اواختلاف یی وکی وروسته تردی چی دوی ته واضح دلائل راغله». نوزه ورته په ځواب کی وایم: چی دغه هغه دسیسه اوتوطیه ده چی دهغه خلګوسره پیداسویده کوم په زړونوکی یی ناروغی ده. ددی خبری پررد په څو ځله ډیرعلماء راپورته سوی( اوهغوی ته یی جوابونه ویلی دی) چی یودهغو څخه ابن عربی (رحمه الله) هم دی. پدی سره یی جواب ویلی دی: چی په آیت کی خدای پاک هغه اختلاف منعه کړیدی کوم چی پرپیغمبرانوباندی به یی کوی اوبس، لکه څرنګه چی درسول اکرم (ص) دغه حدیث هم پردغه دلالت کوی «إنما أهلك الذين من قبلكم كثرة اختلافهم على أنبيائهم» یقینا هلاک کړه هغه خلګ چی ستاسومخکی تیرسویدی ډیراختلاف ددوی پرانبیاؤ ددوی، خولیکن دغه امت (امت محمدی ص) نوپناه غواړوپه خدای پاک باندی ددی څخه چی څوک به پدوی کی داسی اختلاف مینځته راوړی.
نواختلاف دمذاهبومذموم اوفاسداختلاف ندی، چی هغه دی تقسیم دامت اواسلام شی، اوکڅوک دغه خبره کوی، اختلاف دمذاهبواختلاف داسلام بولی نودهغه سره حقیقی اورښتنی ایمان نسته، اوهغه سړی په انتهاء درجی کی دکم علمی اوتعصب اوزیغ دی.
دتاریخ په اوږدوی مونږیوه داسی واقعه نلروچی په هغه کیدی په مابین کی داهل مذاهبواربعه پخاطردمذهب جنګ اوجدال پیښ سوی وی، په شرعی استدلال باندی هریوخپله خبره ثابته وی، پربل باندی نه مذموم ردکوی، نه وهغه ته دخپل مذهب دعوت ورکوی، اونه هم دهغه دتکفیراوبدعتی حکم ورکوی.خوکه په یومذهب کی یوتعصبی شخص پیداکیږی اوپرجانب مقابل باندی ردکوی، نودا په معنی داختلاف فی المذاهب ندی، ځکه یوشخص هیڅ وقت نمایندګی دټوله مذهب نشی کولای بلکه دغه دده خپل تفردات وی، چی داخبره تنها ترعلماؤ دمذهب پوری هم خاص نده ، بلکه بعضی صحابه وو هم ځان ته تفردات درلودل، چی وروسته به یی بیا پرخپل وقت بیان کړو.
خوله بده مرغه د700 سنه وروسته دابن تیمیه دپیداکیدلواوبیاپه 1143 سنه کی دمحمدبن عبدالوهاب دپیداکیدلو وروسته په مابین کی دمسلمانانوډیرسخت اختلافات راپیداسوه، چی سبب یی همدغه دوه ښاغلی وه، دوی کڅه هم ځانونه حنبلی مذهبه بلل خولیکن په اصل کی حنبلی مذهبه نه بلکه ځانته یی مستقله لاره اوتګلاره درلودل ، چی ددوی همدغه کارسبب دانحراف ددوی ، اوسبب دتفرقی په مابین کی دمسلمانانوشو، خوبیاهم ددوی دظهورڅخه تراوسه پوری ټوله اهل مذاهب اربعه ودغه خلګوته په اتفاق اواتحاددی، خپل ترمینځ غیرله اجتهادی اختلاف څخه هیڅ قسم اختلاف نلری، تنها خلګ چی پرمذاهبوتنقیداو اعتراض کوی دهمدغه دوو ښاغلیومقلدین دی، چی په وهابیانو، سلفیانو، اهل حدیثو اویامجتهدینوباندی اوس شهرت لری،ددوی داحداث ترمخه اوپه څلورو مذاهبوکی اوس هم دمسلمان دتکفیراومشرک کڼلوپه هکله خورا ډیراحتیاط کیدی اوکیږی، حتی چی مذاهب اربعه خوارجواوروافضوته هم کافرنه وایی، خودوی چی کله ابداع اوپیداسوه دځانه سره یی یواځنی تحفه اوسوغات همدغه تکیفراومشرک کڼل دمسلمان راوستل .په اتفاق دټولواهل سنتومرتکب دګناه کبیره داسلام څخه بهرندی، خوددوی مخ ته که څوک دقبرسره لاس پورته کړی اودعا وکړی بس دوی هغه ته مشرک وایی، که چا"یامحمد" وویل بس دوی هغه مشرک بولی، بیله دی چی پدی هکله تحقیق اوڅیړنی وکړی ، بیاپه خاصه توګه هغه سلفیان او وهابیان چی په افغانستان کی دملاعبدالله نورستانی تقلیدکوی اویاپه هنداوپاکستان کی دمولوی نذیرحسین اومولوی شوکانی تقلیدکوی، ډیرسخت متعصب اوناپوهان دی، عرب سلفیان ځانونه دمذاهب اربعه وو څخه خارج نه بولی، مذاهبواربعه اودهغوی پیرویانوته اهانت اوسپکاوی نکوی، دڅلورواړو مذاهبودفقه څخه استفاده کوی، فقه بی اعتباره اودیموکرات قانون نه بولی، بلکه پرعکس اسلامی اصیل قانون ورته وایی، خوځانونه یی التزاما مقلدین نه بولی ، اوڅه دتشدد اوبی ادبی څخه کاراخلی. پاتی شوه زمونږدشا اوخوا جعلی مجتهدین: داسلافوبی احترامی ،دفقهی توهین اوپه تمامه معنی سپکاوی، مذاهبوته ښکنځل اوبدی ردی، دمسلمان تکفیراومشرک کڼل، ددوی ترټولوعمده خصوصیات او امتیازات دی.
چی یولوی مثال یی حذیفه اودده ملګری دی چی درانه کتونکی کولای شی ځما اودده په بحثونو کی یی وګوری په خاصه توګه په کوموشبهاتوکی چی ښاغلی حذیفه په اسلام اوفقه کی پیداکړیدی،
نوتفرقه اوجدایی خومونږنده راوستلی تاسواوس هم دهمدغه څلورومذاهبودسردعاوکړی! ځکه دغه یولږاتفاق اواتحاد چی اوس سته دهمدغه څلورومذاهبودایجادنتیجه ده، کنه نواوس به په زرهاوو مذهبونه اوګوندونه وای،چی دمذاهبودایجاد لوی عامل همدغه وو، چی هرکم علمه اوناپوه سړی به د اوسنی سلفیانو پشان دعوه داجتهاد کول، خلګو ته به یی فتوا ورکول، چی داکار دهرمسجداوقریی څخه یو وطن اومذهب جوړکړی وو، نودهغه وقت علماء سره راټول شول اوپردغه یی اجماع وکړه چی په نړی کی باید تنها دهمدغه څلورو علماؤ تقلید وشی اوبس ځکه داڅلورعلماء هغه خلګ وه چی ددوی په وقت کی اوبیا ددوی وروسته تراوسه پوری ددوی پشان علماء ندی راغلی چی دغه قسم اجماع ته اجماع قطعی وایی اوعمل پرهغی باندی پرهرهغه چاچی ورته ورسیږی لازم دی لکه چی دقرآن ددغه آیت څخه هم په یقین داجماع اسنتباط کیږی: {وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَآءَتْ مَصِيراً}.ژباړه: هرڅوک چی مخالفت دپیغمبروکړی وروسته تردی چی ده ته هدایت معلوم شی اودی متابعت وکړی دغیر دلاری دمسلمانانو، نومونږبه وسپارو دته هغه شی چی ده ورته مخه کړی، اودی به جهنم ته وصل کړو اوداډیره بده مرجع ده. داغه رقم ددی حدیث څخه : عن ابن عمر : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إن الله لا يجمع أمتي أو قال أمة محمد صلى الله عليه و سلم على ضلالة ويد الله مع الجماعة ومن شذ شذ إلى النار.سنن ترمذی حدیث 2167 وصححه الالبانی دون شذ....ژباړه: دابن عمر(رض) روایت دی چی رسول اکرم(ص) وفرمایل: خدای پاک ځما امت اویاامت دمحمد(ص) پرګمراهی نه جمع کوی، اوید دخدای پاک دټولی سره دی، اوهرڅوک چی تنهاشی تنهابه اورته لویږی.
خوچی دکوم وقته څخه دمحمدبن عبدالوهاب ډلی ظهورکړی ، په خلګوکی یی مذهب کم رنګه کړی، ددوی څخه په الهام ډیری نوری ډلی هم پیداسویدی چی ځانته مسلک اوځانته مستقله لارچلوی، لکه ، مودودیان، بریلویان، لاهوری میرزایان، پنج پیریان اوداسی نور.....ددی ټولوبدمرغیولامل دمذهب څخه انحراف اودهرچا خودخواهی اوداجتهاد دعوه ده. بلکه همدغه سلفیان او وهابیان دی چی تفرقی اوجدایی ته همیشه لمن وهی، خوګیله می ځکه نشته چی زه دوی پیژنم ددوی تأسیس اومنشأ هم دهمدغی لپاره شویده، په عمل کی یی هم دغه خبره په اثبات رسولیده.


دلامذهبۍ په سرطانی رنځ اخته خلکوته یوه مهمه معالجه


Mazharee
15.09.2012

دحذیفه استشراقانه شبهه:
[quote:a4fb836f24]قال الشيخأبو حَفْصٍ في فَوَائِدِهِ لَا يَنْبَغِي لِلْحَنَفِيِّ أَنْ يُزَوِّجَ بِنْتَهُ من رَجُلٍ شَفْعَوِيِّ الْمَذْهَبِ
وَهَكَذَا قال بَعْضُ مَشَايِخِنَا وَلَكِنْ يَتَزَوَّجُ بِنْتَهمْ
زَادَ في الْبَزَّازِيَّةِ تَنْزِيلًا لهم مَنْزِلَةَ أَهْلِ الْكِتَابِ(البحر الرائق کتاب الصلاة باب الوتر والنوافل :۲/ ۴۹ )
یعني شیخ ابو حفص په فوائدو کي وايي چي حنفي مذهبه دي شافعي مذهبه ته لور نه ور کوي او دا خبر زموږ نورو مشایخو هم کړې ده بلکي د شافعيانو لوڼې دي ځني غواړي ، بزازیه وايي چي شافعیان لکه اهل کتاب داسي دي ،( نو ځکه يې لور غوښتای سي او خپله نه سي ور کولای.)[/quote:a4fb836f24]

2. حذیفه خانه! تاچی دبحرائق خبره رانقل کړی اوپه هغی دی فاسد استدلال کړیدی، تاکم بخته خوبه یووار دغه مطلب ترآخره پوری مطالعه کړی وای بیابه دی خپل پوښتنه مطرح کوله، ځکه په خبره دی سرندی خلاص سوی اعتراض دی کړی، ځکه چی څوسطره وروسته خپل همدغه بحرائق وایی: وَأَقْبَحُ مِنْ ذَلِكَ مَنْ مَنَعَ مُنَاكَحَتَهُمْ وَلَيْسَ هُوَ إلَّا مَحْضُ تَعَصُّبٍ. البحرالرائق جزء4 223 المکتبة الشاملة.
ژباړه: اوبدترینه تردی هغه څوک دی چی منعه کړی یی دی نکاح ددوی سره ، اودغه ندی مګرتنهاتعصب دی.
اوس چی بحرائق دابوحفص کبیر(رح) کمه خبره رانقل کړیده هغه دټولواحنافورأی اونظرندی، دا دابوحفص کبیر(رح) خپل تفردات دی، ماپه مخکنی لیکنوکی هم درته ویلی وه چی علماء ځانته تفردات لری حتی ځنی صحابه سته چی خپل ځانته ځانګړی تفردات لری چی اوس ددوی رأی اختصاص تردوی پوری لری، نماینده گی دمذهب اوټوله اسلام نشی کولای. نوپدی کی اوس څه خبره شته چی دمذهب یوعالم ته یوه خبره منسوبه شی، خوهغه دی دټوله اهل مذهب رأی نوی؟ بلکه دده خپل شخصی نظردی وی.اوداخبره منحصره ترمذهب پوری هم نده، بلکه په سلفیانوکی هم داسی علماء سته چی ځانته تفردات لری.

3. بیادی مسئله داجرت علی الامورالشرعیه لیکلی اوبیادی ورباندی اعتراض کړیدی، زه ستاذهن اوفکرته حیران ځکه یم چی ته دداسی مسائلوترمنځ په فرق هم نه پوهیږی چی ځنی مسائل په قطعی دلائلوباندی ثابت وی، دزمان،مکان اوشخص په اعتبارباندی تغیرنکوی ،اوځنی داسی مسائل وی چی هغه دزمان اومکان اویادشخص په اعتبارباندی تغیرکوی لکه دغه مسئله، اویاهم مسئله د ښځودتللو ومساجدوته لپاره دلمانځه چی په زمانی کی درسول اکرم(ص) به ښځی دلمانځه لپاره مسجدته تللی هلته به یی په یوه مسجدکی دنرانوشاته په جماعت باندی لمونځ کوی، خو وروسته په اعتبارسره دتغیردزمانی داصحابوپه وقت داکارمنع شو، اوس به نوتاسوکم بخته سلفیان وایاست چی آیاداکار په زمانی کی درسول اکرم(ص) روا وو اوبیاپه زمانی کی داصحابوولی ناروا شو؟؟؟ دلته په دغه مسئلی کی هم فقهاء دغه دلیل وایی: چی په زمانی کی دمتقدمینوعلماؤ دخلګومینه اومحبت دقرآن دلوستلوسره ډیره وه، معلمین مدرسین اوښونکی دقرآن اوشرعی کتابونوبه یی ښه ډیرنازوله، علماء ډیروه دهرچاپه کورکی عالم اوحافظ وواحتیاجی ودیته نوه چی یوامام دی ودی کارته ځان فارغه کړی، په صفت دامام اویاملا چی په مساجدوکی وماشومانوته قرآن اویادینی زدکړه ورکړی.
بیادی په ځنی مسائلوکی دمذاهبواختلاف ته اشاره کړیده: چی ددی خبری ځواب می څوځلی درکړیدی هلته یی وګوره!


دلامذهبۍ په سرطانی رنځ اخته خلکوته یوه مهمه معالجه


Mazharee
15.09.2012

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:1df64cc1ad]ستاسو رد المحتار خو وايي :
و رآى ربه في المنام مائة مرة، ولها قصة مشهورة.( رد المحتار على الدرالمختار بحث مناقب الإمام أبي حنيفة ج۱ص۵۱)
ژباړه : ده ( امام ابو حنیفه ) خپل رب سل ځله په خوب وليد ، دا يوه خورا مشهوره کيسه ده .
همدا راز د روح المعاني مصنف د سوره أعراف د۱۴۳نمبرآیت لاندي په صراحت وايي : ما الله په خوب لیدلي.
تفتازاني صاحب د ډېرو څخه حکایت کوي چي الله ئې په خوب لیدلي. (ودي کتل سي: شرح عقائد ص۶۰، د رؤیة الله د بحث اخيري برخه)
مګر بل پلو بيا ستاسو قاضي خان کتاب داسي وايي :
و لو قال رجل: رأيت الله في المنام، قال الشيخ الإمام رئيس أهل السنة أبومنصورالماتريدي: هذا الرجل شر من عابد الوثن . (قاضيخان كتاب الحظر والإباحة، فصل في التسبيح والتسليم والصلاة على النبي ص:ج۴ ص ۳۷۸، داسي په نورو کتابو کی سته لکه:الفتاوى التاتارخانية كتاب أحكام المرتدين المتفرقات:ج ۵ ص۴۷۱، البحرالرائق كتاب السير أحكام المرتدين ج۵ ص۲۲۰).
ژباړه : که څوک ووايي چي ما الله په خوب وليد ، ابو منصور ماتريدي يې په اړه وايي : دا سړی تر بت لمانځونکي ډېر بد دئ .
په دې ځای کي به دا در ته معاف کړم چي له قران او حدیث څخه يې راته حل کړه ځکه په هغو کي خو ته نه معلومات لرې او نه يې حق لرې ځکه ته خو مقلد يې ، نو د فقهې له پلوه يې حل وکړه کوم لوری حق دئ او ولي حق دئ؟ په کوم دلیل؟ تاته څه معلومه سوه چي دا حق او دا باطل دئ؟ بل چا درته وويل ؟ هغه څوک دئ؟ که دي خپله تحقیق وکړ ؟ نو بیا خو ته هم غیر مقلد سوې!.هههه [/quote:1df64cc1ad]

6. بیادی چی کومه خبره دقاضی خان، تتارخانیه اوبحرالرائق څخه لیکلی ده، ګوره! داخبره داسی مطلقه نده بلکه تفصیل لری هغه داسی چی: کچیری څوک ووایی: ماخدای پاک په خوب کی ولیدی اودهغه لپاره کیفیت اوکمیت بیان کړی نوکافرکیږی اوکه تنها إخبار دخوب لیدلوورکوی نوبیا نه کافرکیږی، لکه داسی په خوب کی ډیرو علماؤ خدای پاک لیدلی دی، لکه چی امام ابوحنیفه (رض) سل ځلی په خوب کی لیدلی داغسی امام احمدبن حنبل په مناقبولیکل شوی چی ده خدای پاک په خوب لیدلی اوداغسی په حق کی دیوه قاری دقرآء سبعه څخه. نوپدی خبره کی اوس تناقض کم دی؟؟؟ څوک چی کیفت اوډول دخوب معلوم نکړی(یعنی داسی نوی چی لکه دبندگانولپاره لاس ، پښه اواعضاء دثبوت اخبارورکړی) نوهغه نه کافرکیږی اوکه څوک بیادخوب داسی حکایت کوی، چی دالله لپاره توهم داثبات دهغه کیفیاتو کوم چی اعراض دحادث اوممکن دی کیږی نوبیا داسړی کافرکیږی.
نوستادجهالت اوناپوهی له وجه داسی دی لیکلی:

يعني که په لنډو درته ووايم ستاسو فقه په خپل منځ کي پر يوه بل د کفر ټاپه لګوي.

کومه ده دکفرټاپه ؟؟؟؟
خوته کم بخته ځکه داسی خبری کوی چی دفقه په کتابونوباندی نه پوهیږی، هغه دحلیمی صیب خبره؛ داستاغلطی استقراء ددغسی بدبختی او وسوسی سره مخامخ کړی یی.


دلامذهبۍ په سرطانی رنځ اخته خلکوته یوه مهمه معالجه


Mazharee
15.09.2012

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:0540e3c3fe]دې ته بیا ګوره ! یو يې کفر بولي او بل يې د الله تخليق. په شرح العقائد کي دي:
والله تعالى خالق لأفعال العباد من الكفر والإيمان والطاعة والعصيان.
(شرح العقائد النسفية صـ۶۰).
ژباړه: او الله د بندګانو د افعالو خالق دئ لکه کفر ، ایمان ، طاعت او نافرماني.
ادې ته بیا ګوره:
وكذا من قال بخلق الإيمان فهو كافر.
(عالمګيري كتاب السير الباب التاسع أحكام المرتدين: ج ۲ ص۲۵۷).
ژباړه: او همدارنګه کافر کېږي که څوک ایمان پيدا سوی وبولې کافر دئ.
اوس يې ته سره لګوه ، په دې دوو کي کوم یو کافر بولې؟
که یو سم دئ بل ناسم نو دلیل دي څه دئ؟
ستا نظر په دې اړه څه دئ؟[/quote:0540e3c3fe]

7. بیادی حذیفه خانه! دشرح العقائد اوفتاوی عالمګیری دعبارتونوترمینځ توهم داثبات دتناقض کړیدی،چی شرح العقائدوایی: ایمان مخلوق دی، خوعالمګیری وایی: که چاویل ایمان مخلوق دی کافرشو.
ستاددی استشراقی شبهی رفع ، صاحب دبحرالرائق کړیده، ورته وګوره! وَمَنْ قَالَ إنَّ الْإِيمَانَ مَخْلُوقٌ فَهُوَ كَافِرٌ كَذَا فِي كَثِيرٍ مِنْ الْفَتَاوَى وَهُوَ مَحْمُولٌ عَلَى أَنَّهُ بِمَعْنَى هِدَايَةِ الرَّبِّ وَأَمَّا فِعْلُ الْعَبْدِ فَهُوَ مَخْلُوقٌ.{بحرالرائق باب احکام المرتدین}.
ژباړه: که چاوویل: ایمان مخلوق دی. نوکافرشودغسی په ډیرو فتاوای کی لیکل شویدی، خوداخبره حمل کیږی پردی باندی چی مراد دایمان څخه په معنی سره دهدایت دجانبه څخه د رب دی، خولیکن فعل دبنده چی دی نوهغه خومخلوق دی.
ښه اوس ته دلته په دقت باندی وګوره تناقض کمه دی؟؟؟ شرح العقائد چی وایی : ایمان مخلوق دی . هغه ایمان یادوی چی هغه فعل ده بنده دی، چی یقینا لکه بنده چی خپله مخلوق دی فعل یی هم مخلوق دی، چی بیاعالمګیری فتاوی وایی: که چاایمان مخلوق وګڼی نوکافرکیږی. هغه ایمان یادوی چی هغه په معنی سره دهدایت من جانب الله دی، چی هغه فعل دالله دی، نولکه الله چی خپله مخلوق ندی فعل دهغه هم مخلوق ندی. خوتاسوکم بخته سلفیان ستاسوغلطی استقراء داسی په سترګوړانده کړی یاست، چی پرهیڅ چا باندی حسن ظن نلری اونه هم دچادعبارت لپاره صحیح محمل پیداکولای شی.

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:0540e3c3fe]د الله په اړه څه عقيده لرئ ؟ لوړ دئ که کښته ؟ هر ځای دئ که هيڅ ځای نه سته ؟
ستا فقه خو وايي:
وإذا لم يكن في مكان لم يكن في جهة لا علو ولا سفل ولا غيرهما. [شرح العقائد النسفية ص ۳۳ چی د عقیدې درسی عمده کتاب دی].
ژباړه: او چي کله په يوه ځای کي نه دئ نو په هيڅ جهت کي نه دئ نه پورته ، نه کښته او نه له دوئ دوو پرته.
خو بل لورته يې په تفسیر مظهري کي امام صیب ته داسي قول منسوب کړی دئ:
قال أبوحنيفة:إن الله في السماء دون الأرض. رواه البيهقي، وروى عنه من قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقد كفر؛ لأن الله يقول: {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سماواته، وروي عنه أنه قال: من أنكر الله في السماء فقد كفر .
(تفسيرمظهري دشيخ ثناء الله پاني پتي حنفي ج۳ ص۳۹۷ د يونس د۳ نمبرآیت لاندي).
ژباړه: امام صیب وايي چي الله په اسمان کي دئ نه په ځمکه کي ، او له ده روايت سوی دئ چي وايي : که څوک ووايي چي زه خبر نه يم زما رب په اسمان کي دئ که په ځکه کي هغه کافر دئ ځکه پورته ايت يې د دلیل په توګه وړاندي کړی دئ او د الله عرش يې تر اسمانو لوړ بللی دئ او له ده بل روايت دئ : که څوک په اسمان کي د الله له کېدو انکار وکړي نو هغه کافر دئ.
اوس ته ووايه کوم يو کافر دئ؟ د شرح العقائد ليکوال او که د مظهري تفسیر ليکوال؟ امام صیب حقه خبره کړې ده او که د عقيدې کتاب؟ له قران او حدیث څخه يې دلیل څه دئ؟
روح المعاني همدې په دې اړه وګوره :
والآيات والأخبار التي فيها التصريح بما يدل على الفوقية ـ كقوله تعالى :{تنزيل من الله العزيز الحكيم} و{إليه يصعد الكلم الطيب} و{بل رفعه الله إليه} و{تعرج الملائكة والروح إليه} وقوله ﷺ فيما اخرجه مسلم: وأنت الظاهر فليس فوقك شيئ ـ كثيرة جدا، وكذا كلام السلف في ذلك؛ فمنه ما روى شيخ الإسلام أبوإسماعيل الأنصاري في كتابه الفاروق بسنده إلى أبي مطيع البلخي أنه سأل أباحنيفة رضي الله عنه عمن قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقال: قد كفر؛ لأن الله يقول:{الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سبع سماوات. فقال: قلت : فإن قال: إنه على العرش لكن لا أدري العرش في السماء أم في الأرض؟ فقال رضي الله تعالى عنه :هو كافر؛ لأنه أنكر أنه في السماء، ومن أنكر أنه في السماء فقد كفر
(روح المعاني دشیخ آلوسی حنفي ج۷ ص۱۱۴- ۱۱۶دسورت أنعام د ۱۸نمبرآيت لاندی)[ ]. [/quote:0540e3c3fe]

8. بیادی دمتشابه آیت « الرحمن علی العرش استوی» په هکله دشرح العقاید اوتفسیرمظهری اوتفسیر روح المعانی ترمینځ دتناقض خبره مابین ته کړیده، او داسی دی انګیرلیدی: چی ګنی شرح العقاید وایی: الله په آسمان کی نشته {العیاذبالله} اوبیادی دتفسیرمظهری اوروح المعانی دخبری څخه داسی استدلال کړیدی، چی دوی وایی: که څوک ددی څخه منکرشی چی الله په آسمان کی دی نوهغه کافردی.

پدی هکله خولومړی درته وایم: چی زمونږعقیده دمتشابهاتوپه هکله ډیره واضحه ده اوهغه داچی مونږنه غواړو په متشابهاتوکی بحث وکړو، اونه هم په پوهیږو، اوداموعقیده ده چی دمتشابهاتوعلم تنها دالله اودهغه درسول سره سته اوبس. خوکه ته وایی: چی ستاسوکتابونه یی ولی بحث کوی؟ نوددی خبری ځواب ډیرآسانه دی، هغه داچی لکه اوس چی تاسوجعلی مجتهدین په داسی مسائلوکی بحث کول غواړی، دهغوی په زمانه کی هم دغسی اهل باطل خلګ موجود وه، اوپه داسی مسائلوکی یی دځان دمطرح کولو پخاطر دبحث میدان تود ساتلی وو، نوعلماء مجبوروه چی ددوی دعقیدی ده رد لپاره پدی هکله یوشی ولیکی، یعنی ددی ګمراهانوخلګوبحث اودخلګودعقیدی دخرابولوهڅی علماء دغه ته مجبورکړی وه چی ددوی دخولی دبندولو لپاره پدی هکله یوڅه ولیکی، لکه اوس چی تاسومونږ دیته مجبورکړی یو چی پدی مسائلوکی ستاسوسره بحث وکړو، هغه پدی خاطرنه چی زمونږمقصد اظهار دخپل علم دی، بلکه پدی خاطر چی عام خلګ پوه شی اوستاسو په افواهاتوباندی ونه غولیږی. نوبناء باید درته ووایم: چی ته حذیفه اوستاملګری ټول د درک اوفهم دداسی ناروغی سره مخامخ یاست، چی قوه عاقله مو بیخی له کاره لویدلی ده، ځکه دهیڅ کتاب دعبارت څخه صحیح برداشت نشی کولای، تل مودمنفی اوسلب وخواته زور وی، تل مو ده رد او تنقید وخواته زور وی، دایجاب اوحق پالنی اوحق پیژندنی ماده بیخی درڅخه سلب شویده، کنه نو اوس وګوره چی دشرح العقاید دعبارت ترمینځ اودتفسیرمظهری اوروح البیان ترمینځ تعارض اوتناقض کوم دی؟؟؟.
ښه په دقت غوږونیسه! دشرح العقاید مقصد دادی چی الله ته دیوخاص حلولی مکان نسبت نه کیږی، او دتفسیرمظهری اوروح المعانی مقصددادی: که څوک په آسمان کی دالله دوجود څخه منکرشی کافردی. یقینی خبره ده.
خلاصه مقصد ددواړویوشی دی: هغه دادی چی الله هرچیری سته، دمخلوق اوممکن پشان خاص اوځانګړی مکان نلری. دغه ددوی دخبری صحیح محمل دی. خوزه خپله ترڅوچی مجبورنشم پدی باره کی نورهیڅ نه وایم اونه هم پدی هکله دچاسره دبحث کول غواړم. غیرلدی څخه چی څوک می مجبورکړی، استشراقانه شبهات په دین کی ایجاد کړی نوبیاپه لاندی حدیث باندی دعمل کولوپخاطرساکت نشم کښیناستلای.« إذا ظهرت البدعُ ولَعَنَ آخرُ هذه الأمةِ أولَها فمن كان عنده علم فلينشرْه فإنَّ كاتمَ العلمِ يومئذٍ ككاتمِ ما
أنزل اللهُ على محمدٍ ( (ابن عساكر عن معاذ)» الجامع الکبیر للسیوطی رقم2348
ژباړه: کله چی پدین کی بدعتونه پیداشی او وروستنی دامت لومړنی دامت باندی لعنت وایی، نوچی دچاسره علم وی باید چی خپوریی کړی، ځکه پټونکی دعلم پدی ورځ کی داسی دی لکه پټونکی دهغه شی چی خدای پاک پر محمد(ص) باندی نازل کړیدی.



Mazharee
15.09.2012

. بیادی ده درالختار عبارت په نامه د رد المحتار لیکلی دی داسی...
دحذیفه استشراقی شبهه
[quote:2a1520ddfb]تاسو د مذهب له امله الله بخښلي یاست ؟ ستاسو کتاب ليکي:
فَهَتَفَ هَاتِفٌ مِنْ جَانِبِ الْبَيْتِ : يَا أَبَا حَنِيفَةَ قَدْ عَرَفْتَنَا حَقَّ الْمَعْرِفَةِ وَخَدَمْتَنَا فَأَحْسَنْتَ الْخِدْمَةَ ، قَدْ غَفَرْنَا لَك وَلِمَنْ اتَّبَعَك مِمَّنْ كَانَ عَلَى مَذْهَبِك إلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ(رد المحتار مقدمه ۱/ ۱۲۴)
ژباړه: د خونې له یوه لوري پرې ناڅاپي ږغ وسو اې ابوحنیفه ! تا موږ په حق ډول وپېژندلو او زموږ دي پوره او غوره خدمت وکړ ، بې شکه موږ تا او څوک چي تر قیامته ستا پيروي کوي ټول بخښلي دي .[/quote:2a1520ddfb]

داولیاء الله په حق کی دا کومه عجیبه اوناشونی خبره نده داسی واقعی ډیری دتاریخ په اوږدوکی داولیاء الله په حق کی پیښی شویدی. او إنشاء الله مونږهمدغه امیدلرو، ستاسوغوندی دالله درحمت او داولیاؤ دکرامت څخه ناامید اومنکرنه یو.

10. بيادی پر رد المحتارباندی تهمت ویلی او دبل چاقول دی وده ته منسوب کړی. وګوره!.
دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:2a1520ddfb] دې افسانې او افترا ته ګورئ ! رد المحتار ليکي:
وَقَدْ جَعَلَ اللَّهُ الْحُكْمَ لِأَصْحَابِهِ وَأَتْبَاعِهِ مِنْ زَمَنِهِ إلَى هَذِهِ الْأَيَّامِ ، إلَى أَنْ يَحْكُمَ بِمَذْهَبِهِ عِيسَى عَلَيْهِ السَّلَامُ ، وَهَذَا يَدُلُّ عَلَى أَمْرٍ عَظِيمٍ اُخْتُصَّ بِهِ مِنْ بَيْنِ سَائِرِ الْعُلَمَاءِ الْعِظَامِ ،(رد المحتار مقدمه :۱/ ۱۳۶)
او بې شکه الله ګرزولی دئ د ده اصحابو او پيروانو ته دده له زمانې بیا تر همدې نن ورځو ان چي عیسی علیه السلام به د امام صیب پر مذهب پرېکړې کوي ، دا خبره پر يوه ستر امر دلالت کوي چي امام صیب د نورو پوهانو له منځه يې په ځانګړنه نازول سوی دئ.[/quote:2a1520ddfb]

كم علمه! دا درد المحتار قول نه بلکه د درالمختار قول دی، خوته داسی ناقص العقل یی چی دشرح او دمتن فرق نشی سره کولای، پداسی حال کی چی رد المتحار وروسته تردی چی ددغی خبری وضاحت کوی، اودامام شعرانی دخوب واقعه لیکی، پردغه خبره باندی رد کوی او داسی لیکی: لَكِنْ لَا دَلِيلَ فِي ذَلِكَ ، عَلَى أَنَّ نَبِيَّ اللَّهِ عِيسَى عَلَى نَبِيِّنَا وَعَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ يَحْكُمُ بِمَذْهَبِ أَبِي حَنِيفَةَ وَإِنْ كَانَ الْعُلَمَاءُ مَوْجُودِينَ فِي زَمَنِهِ فَلَا بُدَّ لَهُ مِنْ دَلِيلٍ ، وَلِهَذَا قَالَ الْحَافِظُ السُّيُوطِيّ فِي رِسَالَةٍ سَمَّاهَا الْإِعْلَامَ مَا حَاصِلُهُ : إنَّ مَا يُقَالُ إنَّهُ يَحْكُمُ بِمَذْهَبٍ مِنْ الْمَذَاهِبِ الْأَرْبَعَةِ بَاطِلٌ لَا أَصْلَ لَهُ ، وَكَيْفَ يُظَنُّ بِنَبِيٍّ أَنَّهُ يُقَلِّدُ مُجْتَهِدًا مَعَ أَنَّ الْمُجْتَهِدَ مِنْ آحَادِ هَذِهِ الْأَئِمَّةِ لَا يَجُوزُ لَهُ التَّقْلِيدُ ، وَإِنَّمَا يَحْكُمُ بِالِاجْتِهَادِ ، أَوْ بِمَا كَانَ يَعْلَمُهُ قَبْلُ مِنْ شَرِيعَتِنَا بِالْوَحْيِ ، أَوْ بِمَا تَعَلَّمَهُ مِنْهَا وَهُوَ فِي السَّمَاءِ ، أَوْ أَنَّهُ يَنْظُرُ فِي الْقُرْآنِ فَيَفْهَمُ مِنْهُ كَمَا كَانَ يَفْهَمُ نَبِيُّنَا عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ ا هـ { ردالمحتارجلد1 صفحه 124}
ژباړه: خوپردی خبره هیڅ دلیل نشته چی دالله نبی عیسی علی نبیناوعلیه السلام دی په مذهب دامام ابوحنیفه رضی الله تعالی عنه حکم وکړی، کڅه هم علماء به دده په زمانه کی موجود وی نوددی خبری لپاره هیڅ احتیاجی ددلیل څخه نشته. پدی خاطرحافظ سیوطی (رح) په خپلی رسالی کی چی " الاعلام " یی مسمی کړیده ویلی دی: چی خلاصه یی داسی ده: داچی داخبره کیږی چی عیسی علیه السلام به په یومذهب دمذاهبواربعه حکم کومی باطله خبره ده هیڅ اصل اوبنیاد ددی لپاره نشته. څنګه داسی ګمان پرنبی (ص) وکړل شی چی دئ دی دمجتهدڅخه تقلید وکړی؟ سره ددی چی مجتهد داحادو څخه ددی امت دی دده لپاره تقلید نه روا کیږی، بلکه دی حکم په خپل اجتهاد کوی، اویاپه هغه معلوماتوسره چی مخکی یی زمونږدشریعت په هکله په وحی باندی حاصل کړیوه ، اویاپه هغه معلوماتو باندی چی ده ته په آسمان کی ددی شریعت په هکله حاصل شویدی، اویادی په قرآن کی په کتلوسره اودهغه څخه په هغه فهم چی زمونږرسول (ص) به کوی حکم کوی.
چی بیا ردالمحتار وروسته د علامه ملاعلی قاری رحمه الله خبره هم ددی خبری دتأیید لپاره رانقل کړیده. نو د درالمختار خبره خو دهغه خپل شخصی نظر اوتفرد دی، په مذهب کی اعتبار وقول ته د ابن عابدین(رح) دئ چی په رد المحتارکی یی کړیده. خوتاسو سلفیان چی دمتن اوشرح په فرق نه پوهیږی کله پداسی تحقیق ستاسوسرخلاصیږی؟؟؟ ددی مذهب لپاره په زرهاوو علماء تیرسویدی هرعالم ځانته تفردات لرل، پدی خاطردی چی په مذهب کی دراجح اومختار اومفتی به او......قانون علماؤ ایښی دی

11. یوولسمه شبه دی تکراری ده اودپخوانیوشبهاتوڅخه دی راکاپی کړیده هلته یی مادرته ځواب درکړی سرورښکاره کړه!.


دلامذهبۍ په سرطانی رنځ اخته خلکوته یوه مهمه معالجه


Mazharee
15.09.2012

12. بیادی د هندیه څخه عبارت لیکلی دی چی:...

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:abd50ff8aa]حَنَفِيٌّ ارْتَحَلَ إلَى مَذْهَبِ الشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى يُعَزَّرُ كَذَا في جَوَاهِرِ الْأَخْلَاطِيِّ(هندیه کتاب الحدود فصل فی التعزیر :۲/ ۱۶۹)
که حنفي شافعي مذهب ته ولاړ نو تعزیر به ور کول کېږي همدا خبره په جواهر الاخلاطي کي سوې ده..[/quote:abd50ff8aa]

کم بخته! ته داسی کم علمه اوټنبل یی چی دفقه دکتابونوڅخه هیڅ معلومات نلری فقط یوخبره په کامپیوټری مکتبی کی پلټی (search) آخره او اوله یی نګوری ستاددغه استشراقانه شبهی ځواب علامه ابن عابدین ورکړی ورته وګوره!
قوله ( ارتحل إلى مذهب الشافعي يعزر ) أي إذا كان ارتحاله لا لغرض محمود شرعا) { ردالمتحار} جلد4 صفحه 80}.
ژباړه: وینادده( که شافعی مذهب ته لاړی تعزیردی شی) یعنی کچیری ددی ورتګ دیوښه شرعی مقصدلپاره نه وو. بیاوروسته دعلامه شامی رحمه الله خبره وګوره چی عینا ودغسی جاهلانوته یی کړی لکه داوس دزمانی اوزمونږ شاو خوا سلفیان. وګوره! وإنما أطلنا في ذلك لئلا يغتر بعض الجهلة بما يقع في الكتب من إطلاق بعض العبارات الموهمة خلاف المراد فيحملهم على تنقيص الأئمة المجتهدين فإن العلماء حاشاهم الله تعالى أن يريدوا الازدراء بمذهب الشافعي أو غيره بل يطلقون تلك العبارات بالمنع من الانتقال خوفا من التلاعب بمذاهب المجتهدين نفعنا الله تعالى بهم وأماتنا على حبهم آمين. { رد المحتار جلد4 صفحه 80}
ژباړه:مونږخبره ددی لپاره اوږده کړه، چی بعض جاهلان خطانشی په هغه څه باندی چی په کتابونوکی په مطلق عبارت باندی لیکل شوی وی، او دمقصود خلاف توهم ورباندی کیږی، نودوی (جاهلان) یی پرتنقیص دمجتهدینو امامانو حمل کوی، داځکه چی علماء ددی څخه لیری کړیدی چی دوی دی قصد دسپکاوی په مذهب دامام شافعی رحمه الله اویادبل امام ولری، خودوی په منع کی دانتقال عبارات ځکه مطلق ذکرکوی پخاطردویری ددی خبری څخه چی خلګ په مذاهبودمجتهدینو ملنډی ونه وهی، الله دی مونږته پدوی باندی ګټه راورسوی اومونږدی مړه کی پرمحبت باندی ددوی.

اوته کم بخته داسی ناپوه یی چی مذهب تراشخاصو اوافرادومنحصربولی نوځکه دغسی استشراقانه شبهات لیکی.{ اعاذنالله مماتقوله ومماتفعله ومماانت علیه الیوم}

13. بیادی دهدایی عبارت رانقل کړی، اوپرهغه دی په خپل استشراقی مزاج اعتراض نیولیدی. داسی:...

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:abd50ff8aa]ستا کتاب خو وايي:
( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ )(هدایه کتاب الحدود بَابُ الْوَطْءِ الَّذِي يُوجِبُ الْحَدَّ وَاَلَّذِي لَا يُوجِبُهُ)
یعني تر ټولو ستر امام چي هر شي وکړي حد پرې نه سته مګر نه قصاص بلکي په دې او د اموالو په تلف کي ترې مواخذه کېږي.[/quote:abd50ff8aa]

حذیفه خانه ماتاته ویلی وه چی تعصب ستاعقلی بصیرت داسی خراب کړیدی چی زړه دی دحق دمنلولپاره بالکل خالی ځای نلری، ته وګوره چی پدی هکله عنایة چی شرح دهدایی ده څه وایی؟:
( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ ) وَفَسَّرَهُ أَبُو اللَّيْثِ بِالْخَلِيفَةِ ( فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ ، فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ لِأَنَّ الْحُدُودَ حَقُّ اللَّهِ تَعَالَى وَإِقَامَتُهَا إلَيْهِ لَا إلَى غَيْرِهِ ) قَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { أَرْبَعٌ إلَى الْوُلَاةِ } وَعَدَّ مِنْهَا إقَامَةَ الْحُدُودِ). { العنایة شرح الهدایة جزء 7 صفحه 216}
ژباړه: (هرشی چی هغه امام یی وکړی چی ترده بل لوړامام نوی) ابولیث رحمه الله یی تفسیرپه خلیفه باندی کړیدی( نوپرهغه باندی حدنشته غیرله قصاصه څخه ځکه په قصاص کی دامام سره مؤاخذه کیږی او(همدا راز) داموالوپه تلف کی ورسره مؤاخذه کیږی، ځکه حدود حق دالله دی، اقامه یی امام ته راجع کیږی نه وبل چاته، رسول اکرم(ص) ویلی دی: څلورشیان دی چی باچاهانوته راجع کیږی. اویویی دهغوی څخه حدود شمیرلیدی.
اوس کڅه هم عنایه د " اربع إلی الولاة " نسبت ورسول اکرم (ص) ته کړیدی، اوهغه یی دلیل ګرځولیدی، ددی لپاره چی حدحق دامام دی نوامام بایدپرنورو خلګوحدجاری کړی نه چی بل څوک پرامام حدجاری کړی. خوعلماؤ سره ددی چی دغه حدیث یی غریب کڼلی دی، خوددی خبری ثبوت په آثارو کی دصحابه وو سته لکه چی په حاشیه کی د" موطأ امام مالک بروایة محمدبن الحسن الشیبانی " کی راغلی دی:.
واستدلوا على ما ذهبوا إليه بما أخرجه ابن أبي شيبة عن الحسن قال : أربعة إلى السلطان الصلاة والزكاة والحدود والقصاص . وأخرج عن عبد الله بن جرير قال : الجمعة والحدود والزكاة والفيء إلى السلطان . وكذا عن عطاء الخرساني ( قال في الأوجز 13 / 252 : إن الحد خالص حق الله تعالى فلا يستوفيه إلا نائبه وهو الإمام. {موطأامام مالک } شرح حدیث 704.
ژباړه: اودوی دخپل مذهب لپاره استدلال کړی په هغه باندی چی ابن ابی شیبة دحسن څخه روایت کړیدی. چی : څلورشیان باچاته راجع کیږی لمونځ ورکول، زکاة اخستل، حدود اوقصاص. اودعبدالله بن جریرڅخه یی داسی روایت کړیدی: لمونځ دجمعی، حدود، زکاة اودیت وباچاته راجع کیږی، اوداغه رقم دعطاء خراسانی څخه روایت دی (چی دپه اوجز13/252 کی وویل: حدتنهاحق دخدای پاک نوهیڅوک یی غیرله نائب څخه دده نشی پوره کولای چی نائب یی باچادی.اودغه آثارپه نورکتابونوکی هم راغلیدی لکه : {کتاب الاموال لابن رجویة. اثر 2144{ {مصنف ابن شیبه اثر 29029}
داغه رقم نور کتابونودفقه هم دغه دلیل ویلی دی، نوچی کله اجراء دحد کاردامام شی نوامام یی څنګه پرځان باندی جاری کړی؟؟؟ لکه دفقه په کتابونوکی هم دغه عبارت راځی. ( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ ) لِأَنَّ الْحُدُودَ حَقُّ اللَّهِ تَعَالَى وَإِقَامَتُهَا إلَيْهِ لَا إلَى غَيْرِهِ وَلَا يُمْكِنُهُ أَنْ يُقِيمَ عَلَى نَفْسِهِ لِأَنَّهُ لَا يُفِيدُ) { فتح القدیر جز11 صفحه 480 المکتبة}
اوس که یی ته نه مني هغه ستاانحراف دی ته خواحادیث هم نه منی.

كم علمه بیادی د" نور الانوار " عبارت لیکلی دی داسی:

[quote:abd50ff8aa]خو بل لورته نور الانوار ليکي:
کما روی ان علیا رضی الله عنه تحاکم الی شریح القاضی فی ایام خلافته فی درعه وقال درعی عرفتها مع هذا الیهودي فقهال شریح للیهودي ما نقول قال درعی وفی یدی فطلب شاهدین من علی رضی الله عنه فاتی علی بابنه الحسن وقنبر مولاه لیشهدا عند شریح فقال شریح اما شهادة مولاه فقد اجزتها لک لانه صار معتقا او اما شهادة ابنک لک فلا اجیزها لک وکان من مذهب علی انه یجوز شهادة الابن للاب وخالفه شریح فی ذالک فلم ینکره علی فسلم الدرع للیهودي فقال الیهودي امیر المومین مشی معی الی قاضیه فقضی علیه فرضی به صدقت والله انها لدرعک واسلم الیهودي الخ.(نور الانوار مبحث افعال النبي صلی الله علیه وسلم مخ:۲۱۸ ، مکتبه رشیدیه)
اوس دي په دې اوږده بیان کي وليدل چي علي يې د امارت پر مهال چي خلیفه وو او تر ده بل هيڅ امام نه وو د قاضي په وړاندي در ولی دئ ، نو تاسو ولي امام نه دروئ؟ دا مسله د بیت المال سره اړه لري او دا یهودي خپل شخصي مال ګڼله ، نو قاضي د شاهدانو د نه شتون له امله د یهودي په حق کي پرېکړه کوي او امیر يې مني نو تاسو ترې چا مستثنی کړې یاست؟.[/quote:abd50ff8aa]

كم بخته! تاخوداسی انګیرلی دی، چی په مابین کی دعبارت د" هدایه" او " نورالانوار " تناقض دی. خوبیچاره ناخبره ددی څخه چی " هدایه" وایی: حدنه پرجاری کیږی. داسی ندی ویلی: چی دباچاسره دنزاع په وقت کی فیصله اومحاکمه ورباندی نکیږی. دلته خومسئله عینا هم هغه مسئله ده " هدایی" ده، ځکه هدایی ویلی دی: چی په مال اوقصاص کی دباچاسره محاسبه اومواخذه کیږی، نوپدی مسئله کی دحضرت علی (رض) او دیهودی خو همدغه مسئله ده درع وه چی هغه مال دی. {ویل لک ولمن تبعک ولمن ایدک بالقول اوالعمل}


دلامذهبۍ په سرطانی رنځ اخته خلکوته یوه مهمه معالجه


Mazharee
15.09.2012

14. بیادی دامام کرخی رحمه الله قول داسی لیکلی دی:

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:774bf27a2f]ستا مذهبیان خو د الله تر کلام او د رسول الله تر حدیثو د خپلو امامانو اقوال غوره او معتبر بولي ، لکه چي امام كرخي حنفي فرمايي: الأصل أن كل آية تخالف قول أصحابنا فإنها تحمل على النسخ أوعلى الترجيح، والأولى أن تحمل على التأويل من جهة التوفيق.
(أصول الكرخي في آخرأصول البزدوي المطبوع بميرمحمد كتب خانه آرام باغ كراتشي صـ۳۷۳ ، مقدمة فقه السنة).
یعني اصل دا دئ چي که هر ایت زموږ د اصحابو له قولونو سره ټکر سو نو هغه به یا منسوخ ګڼو یا به يې بر ترجيح حمل کوو خو ښه دا ده چي د موافقت له امله يې حمل پر تاویل وسي.[/quote:774bf27a2f]

د اوس لپاره دامام کرخی(رخ) کتاب راسره نشته،هروقت چیمی لاس راغی بیابه یی ګورم، خوستاسوپرلیکنو اوحوالوباندی هم زه باورځکه نلرم چی تاسوهرځای دکتابونوڅخه عبارات قیچی کوی، نیم عبارت لیکی خونیم عبارت پریږدی، مدعی لیکی خودلیل یی پریږدی ، نقل دیوکتاب لیکی خودکتاب لخوا پری رد پریږدی اوداسی نور دمسشرقینوکار....
خوداسی درته ویلی شم چی:
دغه استشراقی مزاج او وسواس فکرتاته ددغه څخه پیداسویدی چی ته زمونږدمذهب په هکله پوره معلومات نلری اوپه کتابونو باندی خویی ګرسره نه پوهیږی.
ستاسودټولو دغسی غلطو برداشتونولپاره لاندی آیت اودعلامه ابن عابدن عبارت چی مامخکی هم درته لیکلی وو ځواب دی:
«{يأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اجْتَنِبُواْ كَثِيراً مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ» {سوره حجرات 12}.
ژباړه: ای کسانوچی ایمان موراوړیدی! ځانونه دډیروګمانونوڅخه وساتی، یقینی چی بعضی ګمانونه ګناه ده.
وإنما أطلنا في ذلك لئلا يغتر بعض الجهلة بما يقع في الكتب من إطلاق بعض العبارات الموهمة خلاف المراد فيحملهم على تنقيص الأئمة المجتهدين فإن العلماء حاشاهم الله تعالى أن يريدوا الازدراء بمذهب الشافعي أو غيره بل يطلقون تلك العبارات بالمنع من الانتقال خوفا من التلاعب بمذاهب المجتهدين نفعنا الله تعالى بهم وأماتنا على حبهم آمين. { رد المحتار جلد4 صفحه 80}
ژباړه:مونږخبره ددی لپاره اوږده کړه، چی بعض جاهلان خطانشی په هغه څه باندی چی په کتابونوکی په مطلق عبارت باندی لیکل شوی وی، او دمقصود خلاف توهم ورباندی کیږی، نودوی (جاهلان) یی پرتنقیص دمجتهدینو امامانو حمل کوی، داځکه چی علماء خدای پاک ددی څخه لیری کړیدی چی دوی دی قصد دسپکاوی په مذهب دامام شافعی رحمه الله اویادبل امام ولری، خودوی په منع کی دانتقال عبارات ځکه مطلق ذکرکوی پخاطردویری ددی خبری څخه چی خلګ په مذاهبودمجتهدینو ملنډی ونه وهی، الله دی مونږته پدوی باندی ګټه راورسوی اومونږدی مړه کی پرمحبت باندی ددوی.

بيادی لاندی آیت لیکلی دی:

[quote:774bf27a2f]لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآَخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ(یونس:۶۴)[/quote:774bf27a2f]

ددی آیت دپورتنی خبری سره څه ارتباط دی؟ خوته چی عصبی سیستم دی دډیره تعصبه څخه کارپسی پری ایښی دی، داسی فکرکوی: چی اجتهادی اختلاف تبدیل لکلمات الله دی، بیاهم په ځان دی ډیرزړه ښه دی چی مسلمان یم، مومن یم، په اسلام خبریم، که داسی وای نوکاربه دی هم ده رښتنی مسلمان په څیروای؟ {الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً} {الکهف 104}.

15. بیادی د ردالمحتار اوشرح عقود رسم المفتی خبری رانقل کړيدی، اوداسی دی ځنی فهمولی چی ګوندی په مابین کی یی تعرض سته، داسی :

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:774bf27a2f]ستاسو په اند تر ۴۰۰ هجري وروسته بل څوک متجهد نه سته او نه بل څوک قیاس کولای سي لکه چي وايي:
على أن القياس بعد الأربعمائة منقطع؛ فليس لأحد بعدها أن يقيس مسئلة على مسئلة.
(رد المحتار كتاب الصلاة باب الإمامة، مطلب: القياس بعد عصر الأربعمائة منقطع: ج ۱ص ۴۱۴).
ژباړه: سره له دې چي د څلور سوه کال را په دې خوا قیاس پرېښودل سوی؛ نو هیچا ته دا نسته چي یوه مسئله پر بله قیاس کړي .
خو بل ځای بیا تاسو داسي وایاست:
فقد اتفقت النقول عن ائمتنا الثلاثه ابی حنیفه و ابی یوسف ومحمد ان الاستئجار علی الطاعات باطل. لکن جاء من بعدهم من المجتهدين الذين هم اهل التخريج والترجيح فافتوا بصحته علی تعلیم القران للضرورة فانه کان للمعلمين عطایا من بیت المال وانقطعت فلو لم یصح الاستئجار واخذ الاجره لضاع القران وفیه ضیاع الدين لاحتیاج المعلمين الا الاکتساب.
وافتی من بعدهم ایضا من امثالهم بصحته علی الاذان والاقامة لانهما من شعائر الدين فصححوا الاستئجار علیهما للضرورة ایضا فهذا ما افتی به المتاخرون عن ابی حنیفه او اصحابه لعلمهم بان اباحنیفه واصحابه لو کانوا فی عصرهم لقالوا بذلک ورجعوا عن قولهم الا ول(شرح عقود رسم المفتي لعلامه شامي مسئله الاستئجار علی تلاوة القران ، د معروفي مکتبې چاپ)
یعني له دروو امامانو ابوحنیفه ، ابو یوسف او محمد څخه دا نقل سوی دئ چي پر عباداتو اجوره غوښتل باطله ده ، خو تر دوئ وروسته مجتهدينو چي د تخريج او ترجيح هل وو فتوا ور کړه چي د قران پر تعليم اجوره روا ده ځکه اړتیا يې ده ، مخکي استادانو ته ډالۍ له بیت المال څخه تحفې ورکول کېدې خو هغه لړۍ شلېدلې ده نو که اجوره ور کول روا نه سي قران به ضايع سي په دې کي د دين ضیاع هم ده ځکه استادان هم کسب ته اړتیا لري.
تر دې وروسته مفتیانو چي د هغوئ په شان ول د اذان او اقامت پر کولو هم اجوره ور کول روا بللې ده ځکه دواړه د دين له شعائرو څخه دي نو د اړتیا له امله يې اجوره غوښتل روا کړې ده دا مسله تر امام صیب وروسته متاخرینو روا کړې ده ځکه هغوئ علم در لود(نو دايې علم غیب وو که بل علم؟) چي که امام صیب او دد ه اصحاب په دې زمانه کي وای نو همداسي به يې کول او له خپله مخکيني قوله به يې رجوع کوله.[/quote:774bf27a2f]

ښه ښه ښه! اوس دی خپل علم اوپوهه معلومه کړه آیا داقیاس دی، اوکه دمسئلی دحکم په اعتبار سره دزمان اوحال تغیردی؟؟؟. ګوره! هرسور ږیری شاګل ندی!
دعلامه ابن عابدین خبره صحیح خبره ده، اوس مونږهم وایو چی دغسی قیاس چی په کومه موضوع علامه ابن عابدین ددی خبری یاد کړیدی منقطع دی. تاته به ډیره تعجبه معلومه شی چی څنګه؟؟؟ دقیاس څخه خوهیڅوک ان چی مونږ سلفیان هم خلاص نه یو.
نوګوره! هغه داسی قیاس نه یادوی چی یومجهول الحکم مسئله دی پرمعلوم الحکم مسئلی سره دمراعات کولودوضعه شوو قوانینو نه قیاسیږی، ځکه دداسی قیاس بندول خوامکان نلری، او دداسی قیاس څخه خودزمانی په تیریدلوسره اونوی شیانوپه پیداکیدلوسره هیڅ انسان چاره نلری.
دعلامه (رح) هغه قیاس مراد دی چی دموضوعه قوانینوسره مخالف وی لکه کوم مثال چی ده مخکی تردی خبری ذکرکړیدی؛ اوداخو یقینی خبره ده چی داسی قیاس د400 نیټی راپدی خوا قطعه دی، صباورځ به ستاغوندی خلګ هم راولاړشی قیاس به کوی، دعوه داجتهاد به کوی.


دلامذهبۍ په سرطانی رنځ اخته خلکوته یوه مهمه معالجه


Mazharee
15.09.2012

16. بیادی لیکلی دی:

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:1aa659e1d4]په ماشوم پسي اقتدا سيي نه ده او نه هم د فرض لمونځ کوونکی په نفل کونکي پسي اقتدا کولای سي ، فقه ليکي:
( وَلَا يَجُوزُ لِلرِّجَالِ أَنْ يَقْتَدُوا بِامْرَأَةٍ وَصَبِيٍّ ) أَمَّا الْمَرْأَةُ فَلِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { أَخِّرُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَخَّرَهُنَّ اللَّهُ فَلَا يَجُوزُ تَقْدِيمُهَا } وَأَمَّا الصَّبِيُّ فَلِأَنَّهُ مُتَنَفِّلٌ فَلَا يَجُوزُ اقْتِدَاءُ الْمُفْتَرِضِ بِهِ .
وَفِي التَّرَاوِيحِ وَالسُّنَنِ الْمُطْلَقَةِ جَوَّزَهُ مَشَايِخُ بَلْخِي ، وَلَمْ يُجَوِّزْهُ مَشَايِخُنَا رَحِمَهُمُ اللَّهُ (هدایه کتاب الصلاة باب الامامه)
نارينه وو ته روا نه ده چي په ښځه او هلک پسي اقتدا وکړي ، په ښځه پسې له دې امله روا نه ده چي نبي علیه السلام وايي :ښځې وروسته کړئ لکه څنګه چي الله وروسته کړې دي ، نو ځکه يې مخته کول نه دي روا او هر څه چي هلک دئ نو دا خو ځکه چي د هغه لمونځ نفل دئ او د فرض لمونځ کوونکی اقتدا نه پسي کېږي.
او په تراويحو او مطلق سنتو کي د بلخ مشايخو جواز ور کړی دئ او زموږ مشايخو روا والی نه دئ ور کړی. [/quote:1aa659e1d4]

ډيرمتعصب انسان يي!
په ښځی پسی اقتداء مطلقا، اوپه ماشوم پسی په فرضوکی خواتفاقا نده رواکوم اختلاف پکی نشته، پاتی شوه خبره دماشوم په نوافلوکی نوپدی هکله چی دبلخ او ماوراء النهر دعلماؤ اختلاف دی، نو دغه خو اجتهادی اختلاف دی، پدی کښی نو اوس کومه خبره سته، چی یوعالم ته دی په فروعاتوکی یوه خبره په اثبات باندی ورسیږی اوبل عالم ته بیابله خبره، زه تاته داسی حیران تللی یم چی دیوی خوا دعوه داجتهاد کوی دبلی خوا څخه دغسی داجتهاد داصولوڅخه ناخبره یی ؟آخردغه اوس ستاسوسلفیانو ترمینځ چی ټول مدعی داجتهاد یاست اختلاف نشته؟؟؟. ډیرمسائل شته چی دسعودی علماء پکی یونظرلری، خو دکویت اومتحده اماراتومفتیان بیابل نظرلری، او دمصرعلماء بیابل نظرلری، اومشهورعالم یوسف قرضاوی بیابل نظرلری، اوس پدی ټولوکی کم یوپرحق دی؟؟؟ که ته وایی چی داخلګ خوزه یولانه منم ، نوڅوک منی؟؟؟ مذاهب چی دمسلمانان ډیری تشکیلوی نه منی. دعربی ممالکوعلماء نه منی .دغه قرآن اوحدیث بس تنها تازده کړه؟؟؟ داسلام څخه معلومات بس تنها وتاته حاصل شوه؟؟؟ نوزه درته وایم چی داسی والله که امکان ولری چی دغه ټوله مسلمان دی پرغلطه وی، قرآن یی نه وی زده ، تایواځی قرآن زده وی ، اومسلمان هم یواځی ته وسی، بلکه خبره پرعکس ده چی نورمسلمانان پرحقه لار روان دی خوستاڅخه لاره ورکه ده ، دلامذهبی ګمراهی په مخه کړی یی خدای خبرچی په کومی کندی کی به یوه ورځ ولویږی؟ ندی قرآن زده، ندی حدیث زده، نه درسره سالم عقل سته،
په فقه کی خوهرچاته معلوم یی چی څرنګه یی؟؟؟ همدغه خبره ده چی تراوسه دی سرپدی نه خلاصیږی چی په ځنی فروعاتوکی داخل په مذهب کی هم اختلاف دنظرسته، اوددی اختلاف تعبیرپه اختلاف فی الدین کی نشی کیدلای. ځکه داسی اختلافات په مابین کی دصحابه وو هم لکه چی علماء دحضرت علی اوحضرت معاویه رضی الله تعالی عنهما جنګ هم اجتهادی خطاء بولی. خوپه فارسی کی یومتل دی : " عقل که نباشد جان به عذاب است " نواوس ته هم دخپلی کم عقلی سره په عذاب یی کنه نودغه شبهات خودمسلمان کارندی،لکه تاچی دلته لیکلی دی،

اوچی په کوم ځای کی دی، دنورالانوار لاندندی عبارت لیکلی دی:

دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:1aa659e1d4]د نور الانوار ليکوال په مبحث الاهلیه کي ليکي:
وجهل من خالف فی اجتهاده الکتاب کجهل الشافعي فی حل متروک التسیمه عامدا قیاسا علی متروک التسمیه ناسیا.(نور الانوار مبحث الاهلیه مخ : ۳۰۰)
یعني او د هغه چا جهل چي اجتهاد يې له کتاب الله سره مخالف وي لکه د امام شافعي رحمه الله جهل چي د بسم الله په قصد پرېښول يې پر هېره ایله کولو قیاس کړی دئ. [/quote:1aa659e1d4]

کم عقله ! تاخوداسی ځنی انګیرلی دی چی نورالانوار دامام شافعی رحمه الله اهانت کړیدی، نوپدی کی ډیر زیاد غلط شوی یی ځکه مقصد دمصنف د" جهل " څخه صواب ته نه رسیدل دی، نه " کم عقلی اوناپوهی" لکه تاچی ځنی فهمولی ده، ځکه جاهل په عربی که ناخبره ته وایی، چی یقینا صواب ته دنه وصول په جهالت کیدلای شی.

بیادی هم خپل پخوانی خبره له حده ډیره تکرارکړیده، چی دامسئله مودقرآن له کوم آیت اودپیغمبردکوم حدیث څخه استنباط کړیده؟.ګوره! که دآیتونو اواحادیثولیکل آسانه کاردی، خو دموضوع سره یی ربط ضروری دی، که ستاغوندی دموضوع اومسئلی څخه لیری اوبی مناسبته آیتونه او احادیث ولیکم، داکار راته اوس دداسی ډیرو امکاناتوسره بیخی ډیرآسانه دی، نه تنها مونږته بلکه هرڅوک کولای چی آیتونه او احادیث دژباړی سره دپروګرامونوڅخه کاپی کړی بیایی په خپلی لیکنی ور زیاد کړی، خوداسی کار دانسان کمال نه بلکه دانسان نقصان دی، چی بیله مناسبته دموضوع اومدعی سره، آیت او یاحدیث لیکی، چی له بده مرغه په تاسوکی داسی ناروغی خپل دمزمنتیا وانتهاء درجی ته رسیدلی ده، ان چی ورسره عادت شوی یاست، بی مناسبته آیتونه، احادیث اوعقلی خبری اوس ستاسو دژوند ټول محصول کرځیدلی دی ، خوبیاهم
ستاددی تکراری پوښتنوځواب ماستاسوپه هغه لومړنیواستشراقی شبهاتوکی چی پرفقه مووارد کړیوه ستاسوپه 25 استشراقی شبهی کی درکړیدی هیله ده دکتلولپاره یی هلته وګوری.
دټول افغان درنو اوقدرمنو لوستونکو!ښه په دقت وګوری چی حذیفه څرنګه شبهات پیداکړیدی، اوبیاتاسوقضاوت وکړی، چی آیا دداسی شبهاتو ایجاد ته اوس ضرورت سته،هغه هم بی دلیله اودراوغ، ددی پرځای چی څوک دی په اسلام کی دغسی شبهات پیداکړی، آیابهتره به دغه نوی چی سړی دیهودو اونصاراوو په ضدلیکنی وکړی؟ ددهریه اوکمونستانوپرضد لیکنی وکړی؟ هغوی خپل دژوند ټوله امکانات ددغه لپاره کاروی چی زمونږترمینځ بی اتفاقی اوتفرقه ایجاد کړی، او په اسلامی هیوادونوکی خپل ناوړوه اهداف لاسته راوړی. خوزمونږپه مینځ ځنی ناپوهان چی په خپل یوه چمچی علم ځان ورته علامه د زمانی اوقیوم ددوران ښکاری دمذاهبوتوهین اواهانت کوی، بیاهم دوی مونږمقلدین ملامته وی، چی تاسو په دین کی دتفرقی اوجدایی هڅی کوی، تاسووګوری چی څوک ددین ده ویشلو اوتقسیم فکرونه دځانه سره ساتی او په عمل کی یی هم داسی فکرنمونی ده ورایه ښکاری؟ مونږفقط اوفقط دخپلی اسلامی فقه اودخپلوعلماؤ حمایه او دفاع کوو، هیڅ وقت مو په تنقید اوبی ځایه اعتراض پیل ندی کړی، دغه غیرمقلدین دی چی هرځای زمونږدفقه توهین، سپکاوی کوی تاسو ولیدل چی په همدغه فورم کی حذیفه ناپوه فقه ته { حنفی فقه یوډیموکراټ قانون} وویل اوس مونږدی ته اړیوچی ددوی دکرغیړنی څیری تر رسواکولوپوری، هره رښتنی اوحقیقی خبره ولیکو اودداسی کارونوچی په اصل کی داسلام پرضد اودکفرپرمنفعت دی، دکوونکو
استشراقی او صهیونستی اهداف وخلګوته ورپه ګوته کړو، تاسوځما اودښاغلی حذیفه لیکنی شاید دلومړی سره څخه کتلی وی، ځمااودده خبره پراجتهاد راپورته سوه ، چی ده دعوه داجتهاد کول خوما ورسره نه منل، خوچی کله دخپلی دعوی داثبات څخه عاجزپاته شو، دخپل عادت پشان یی بله خواته کړونج وهل، او دفقه په اهانت اوسپکاوی باندی یی شروع وکړه، سره ددی چی دحنفی فقه تنها زه مقلدنه یم بلکه په ملیونو عام مسلمانان اوپه لکهاوو علماء دهغی تقلید کوی، خوده ناقص العقل دهیچا واهمیت ته ونه کتل، فقه ته یی داسی خبری وکړی، چی تراوسه می دیوامریکایی اوکافرڅخه هم ندی اوریدلی، فکرکوم چی امریکایانو دقرآن دسوځولو اورسول اکرم (ص) ته داهانت کولو الهام هم ددوی ددغه قسم کارونوڅخه اخستی وی. چی ځانونوته مسلمانان هم وایی خوخپله دشریعت اهانت کوی، نود "تری جونز"کافرپادری څخه څه ګیله ده؟؟؟ هغوی خویی بیخی کوی.

دحذیفه داستشراقی شبهه:
[quote:1aa659e1d4]په فتاوای عالمګیري کی راغلی : ا‍ ذا أنکر الرجل آية من القرآن اوتسخر بآية من القرآن ـ وفی خزانة المفتين أوعاب ـ کفر، کذا فی التتارخانية .
ژباړه : چی کله سړی د قرآن د یوه آیت څخه انکار وکي یا په یوه آیت مسخره وکي ـ او په خزانة المفتین کی وایی: یا عیب پر ولګوي ـ کافرکېږي، داسي په تاتارخانیه فتاوی کی راغلي.
خو بل پلو بیرته همدا عالمګيريه فتاوی کي راغلي :
اذا أنکر الرجل کون المعوذتين من القرآن لا يکفر، وقال بعض المتأخرين: يکفر؛ لانعقاد الاجماع بعد الصدر الأول علی أنهما من القرآن، والصحيح الأول؛ لأن الاجماع المتأخر لا يرفع الاختلاف المتقدم، کذا فی الظهيرية .
(فتاوای عالمګیري کتاب السیر الباب التاسع فی أحکام المرتدین، مطلب موجبات الکفر أنواع ... ومنها ما یتعلق بالقرآن ج ۲ ص ۲۶۶- ۲۶۷).
ژباړه : چی کله سړی د قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس (دوه سورتو) دقرآنیته انکار وکړي، نه کافر کېږي اوځینی ورستنو ویلی: کافر کېږي؛ ځکه د اولي پېړۍ وروسته پردې اتفاق راغلی چی دا دوه سورتونه د قرآن دي اوصحیح اول قول دی (چی نه کافر کېږی)؛ ځکه وروستنی اتفاق مخکنی اختلاف نه ختموي، داسي په ظهیریه فتاوی کی راغلی.
- څه وجه ده چي له یوه آیته انکار کفر دئ خو تر یوه آیت له ډېر دوو سورتو انکار کفر نه دئ؟.[/quote:1aa659e1d4]

بیادی دتتارخانیی اوعالمګیری فتوی پرعبارتونوباندی اعتراض کړیدی چی دتتارخانیه دعبارت څخه معلومیږی چی دقرآن دیوه آیت څخه منکرهم کافرکیږی، خودعالمګیری دفتاوی څخه معلومیږی چی نه کافرکیږی.
ګوره کم بخته دتتارخانیه فتوی ټولواحنافوته قابل قبول ده، اوچی عالمګیری کومه خبره کړی نوهغه کله آیت دقرآن ښوولیدی؟؟؟ هغه خومعوذتین ویلی دی، اوپه معوذتین کی خود عبدالله ابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه هم داسی نقل شته چی ده ویل: معوذتین له قرآنه څخه ندی.لکه په لاندی اخباروکی:
• حَدَّثَنَا الْأَزْرَقُ بْنُ عَلِيٍّ ، ثنا حَسَّانُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ ، ثنا الصَّلْتُ بْنُ بَهْرَامَ ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ ، عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ : كَانَ عَبْدُ اللَّهِ رَضِيَ الله عَنْه يَحُكُّ الْمُعَوِّذَتَيْنِ مِنَ الْمُصْحَفِ ، وَيَقُولُ : أَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُتَعَوَّذَ بِهِمَا . وَلَمْ يَكُنْ عَبْدُ اللَّهِ رَضِيَ الله عَنْه يَقْرَؤُهُمَا . {الزوائدالعالیه بزوائدالمسانید للالبانی رقم3795} ژباړه: عبدالله ابن مسعود به معوذتین دخپل قرآنه څخه پاکول، او ویل یی: رسول اکرم (ص) په هغوی سره دتعوذ(پناه غوښتلو) امرکړی وو، اوعبدالله ابن مسعود(رض) هغه نه وه لوستلی.
• وعن عبد الرحمن بن يزيد - يعني النخعي - قال : كان عبد الله يحك المعوذتين من مصاحفه ويقول : إنهما ليستا من كتاب الله تبارك وتعالى. رواه عبد الله بن أحمد والطبراني ورجال عبد الله رجال الصحيح ورجال الطبراني ثقات {مجمع الزوائد ومنبع الفوائدلنور الدين علي بن أبي بكر الهيثمي رقم 11562}ژباړه:عبدالله بن مسعود(رض) به معوذتین دخپل قرآن څخه پاکول او ویلی بئی:معوذتین دکتاب الله څخه ندی.
• وعن عبد الله أنه كان يحك المعوذتين من المصحف ويقول : إنما أمر صلى الله عليه و سلم أن يتعوذ بهما وكان عبد الله لا يقرأ بهما رواه البزار والطبراني ورجالهما ثقات وقال البزار : لم يتابع عبد الله أحد من الصحابة وقد صح عن النبي صلى الله عليه و سلم أنه قرأ بهما في الصلاة وأثبتتا في المصحف. حواله ماسبق برقم 11563.ژباړه: دعبدالله بن مسعود(رض) څخه روایت دی چی ده به معوذتین دخپل قرآن څخه پاکول اوهغه یی نه ویل.ددی روایت بزار اوطبرانی کړیدی رجال ددوی هم ثقات دی، اوبزارویلی دی:اوپدی کارکی دعبدالله ابن مسعودمتابعت یوه صحابی هم ندی کړی، اوداخبره په صحت رسیدلی ده چی رسول اکرم(ص) به په لمانځه معوذتین ویل اوپه قرآن کی یی هم لیکلی وه.
اوس زه ستاڅخه پوښتنه کوم: چی ستانظرپه باره کی دعبدالله ابن مسعود څه شی دی؟
که ته وایی چی داخبره په درواغوباندی وعبدالله ابن مسعودته منسوب سویده. نوخبره دی درسته نده، ځکه ددی خبری په اثبات باندی ډیرومحقیقنوعلماؤ اقرارکړی حتی چی غیرمقلد محدث عالم شیخ البانی هم ددی خبری تأیید کړیدی، چی مخکی مادده له کتابه څخه یوخبرولیکی.
اوداغه رقم یی په خپل فتاوی کی داسی لیکلی دی:
س)- هل صحيح أنه ثبت عن ابن مسعود أنه كان لا يعد المعوذتين من القرآن؟ وأن أُبي بن كعب أثبت في مصحفه دعاء القنوت وجعله سورتين؟
بالنسبة لهذا السؤال فهو ذو شطرين كما تقدم، أما فيما يتعلق بابن مسعود، فقد صح عنه، ولا غرابة في ذلك، وهذا دليل على أن الأمر كما قال الله عز وجل مخاطباً كل إنسان منا في عموم قوله: (وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلاً )[الإسراء:85] أن ابن مسعود رضي الله عنه الذي كان من السابقين في الدخول في الإسلام، ومع ذلك فاتته بعض الأشياء، والتي بعضها هام جداً جداً، ومن ذلك ما تضمنه هذا السؤال، إذ لم يكن قد فهم فيما سمع من النبي صلى الله عليه وسلم أن المعوذتين: (قل أعوذ برب الفلق) و(قل أعوذ برب الناس) من القرآن الكريم، إنما فهم أنهما معوذتان، أي: دعاء؛ ولذلك فحرصاً منه على ألا يدخل في المصحف الذي فيه القرآن شيء غريب عنه؛ فقد كان يحكه، ويكشط كل صفحة فيها هاتان السورتان؛ لأنه لم يعلم ذلك، ولكن هذه مزية القرآن، أنه لم يجمع من شخص واحد وإنما جمع من عشرات، بل مئات الأشخاص.

{الف فتاوی للشیخ الالبانی فصل فی آداب تلاوت القرآن صفحه 4}
ژباړه:
س) آیاداخبره صحیح ده چی عبدالله بن مسعود(رض) معوذتین له قرآن څخه نه بلل؟ او أبی بن کعب په خپل قرآن کی دعاء قنوت لیکلی وه اوهغه یی دوه سورته ګرځولی وه؟.
ددی سوال په هکله باید ووایم : چی دغه سوال دوه شقه لری لکه چی مخکی داخبره تیره شویده، اوکومه خبره چی ترعبدالله ابن مسعودپوری تعلق نیسی، نوداخبره دده څخه ثابته ده، اوداخبره دتعجب وړنده،اویودلیل دی پردی باندی چی خدای پاک وانسان ته په عمومی خطاب کی وایی:ماوتاسوته ندی درکړی مګرډیرلږعلم.
په یقین چی عبدالله ابن مسعود(رض) دهغه خلګوڅخه دی کوم چی ډیرلومړی په اسلام کی داخل شویدی، خوبیاهم دده څخه ځنی شیان پاته سویدی، اوهغه شیان چی ډیرسپک هم وه، چی دهغودجملی څخه یوهم هغه دی کوم چی پدی سوال کی لیکل سویدی، ځکه ده درسول اکرم(ص) څخه چی کوم شیان اوریدلی وه په هغوی کی ورته داسی نوه معلومه شوی چی معوذتین دقرآن څخه دی.بلکه ده داسی فهمولی وه چی معوذتین دعاء ده. نوپدی خاطردی پردی باندی ډیرباعث وو چی دده په قرآن کی به هغه شی نه داخلیږی کوم چی بیګانه وی. نوځکه یی معوذتین دخپل قرآنه څخه پاکول، اوپه هری صفحی که چی به دغه دوه سورته وه هغه به یی خرابول. ځکه ده ته ددی علم نوو رسیدلی( چی معوذتین دقرآن څخه دی) خولیکن دا دقرآن لپاره (نقص نه) بلکه خوند دی، چی دی دیوه شخص څخه ندی راجمع کړه سوی بلکه دلسګونوبلکه دسلګونوخلګوڅخه راجمع سویدی

اوداغه رقم د الاظهرپه فتاوی کی یی پدی هکله داسی لیکلی دی:
ثم ذكر القرطبى مبررات لقول ابن مسعود ، فذكر أن ابن قتيبة قال : لم يكتب عبد الله بن مسعود فى مصحفه المعوذتين لأنه كان يسمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يعوِّذ الحسن والحسين -رضى الله عنهما-بهما ، فقدَر أنهما بمنزلة : أعيذكما بكلمات الله التامة من كل شيطان وهامة ومن كل عين لامة .

.{ فتاوی الاظهر. المعوذتان هل هما من القرآن.}
ژباړه:وروسته قرطبی ډیردلایل ذکرکړیدی دپاره دقول دابن مسعود(رض) نوذکر کړی یی دی: چی ابن قتیبه ویلی: عبدالله ابن مسعودپه خپل قرآن کی معوذتین نوه لیکلی، ځکه ده درسول اکرم(ص) څخه اوریدل: چی حسن اوحسین رضی الله عنهماته به یی دمعوذتین باندی تعویذ کوی نوده داسی فرض کړه چی دغه هم په منزله سره ددی قول دی: : أعيذكما بكلمات الله التامة من كل شيطان وهامة ومن كل عين لامة.یعنی دعا ده.
اوداغه رقم یی په فتاوی الشبکة الاسلامیة پدی هکله داسی لیکلی:
وتبين أن قول ابن مسعود رضي الله عنه -على جلالته وعظم منزلته إذا ثبت عنه- خطأ منه رضي الله عنه، وأنه قول شذ به عن بقية الصحابة.
ولو لم تكونا من كتاب الله تعالى لما أثبتتا في المصحف وأجمعت عليهما الأمة التي لا تجتمع على ضلالة، فإجماع الأمة معصوم كما هو معلوم، ولكن خطأ الأفراد وارد مهما كانت منزلتهم وعلو قدرهم، فلا عصمة لأحد بعد رسول الله صلى الله عليه وسلم، ولعل هذا من شواذ ابن مسعود رضي الله عنه التي تذكر في التراث الفقهي والتاريخ الإسلامي، فيقال: شواذ ابن مسعود ورخص ابن عباس وشدائد ابن عمر.

{فتاوی الشبکة الاسلامیة فتوی رقم 33429}
ژباړه: معلومه شوه چی دا قول دابن مسعود(رض) سره دلوی والی اوعظمت دمرتبی دده که دده څخه ثابت هم سی، یوخطاء ده، اودغه یوداسی قول دی چی په هغه کی ده دنوروصحابه ووڅخه جلاوالی کړيدی.
کچیری معوذتین دقرآن څخه نوای نوپه قرآن کی به لیکل شوی نوای، اوپرهغه به امت اجماع نوای کړی هغه امت چی پرګمراهی باندی اجماع نکوی، نواجماع دامت معصومه ده لکه چی داخبره معلومه ده، خومګردافرادوڅخه سره ددی چی مرتبه یی هم لوړه وی خطاوتل راځی. اوعصمت دپیغمبروروسته دهیچالپاره نشته. خوشاید دا دځنی نادره کارونو څخه دابن مسعودوی چی په { تراث الفقهی والتاریخ الاسلامی } کی ذکرکیږی. چی داسی ویل کیږی : { نادره کارونه دابن مسعود، اسانه کارونه دابن عباس اوسخت کارونه دابن عمر.
اوداغه رقم دکویت د دارلافتاء په فتاوی ( فتاوی واستشارات الاسلام الیوم) کی لیکلی:
وبكل حال فإن هذا المروي عن ابن مسعود رضي الله عنه اجتهاد منه، بحسب ما انتهى إليه علمه، إذ ظن أنهما دعاء كان النبي- صلى الله عليه وسلم- يتعوذ بهما، يدل على ذلك ما رواه الطبراني في الكبير(9152) عن علقمة عن عبد الله رضي الله عنه أنه كان يحك المعوذتين من المصاحف، ويقول:( إنما أمر رسول الله - صلى الله عليه وسلم- أن يتعوذ بهما ولم يكن يقرأ بهما) وهذا منه رضي الله عنه اجتهاد بحسب ما انتهى إليه علمه، وهو بشر غير معصوم يصيب ويخطئ،.
فتاوی واستشارات الاسلام الیوم حول مصحف عبدالله ابن مسعود.
ژباړه: پرهرحال،دغه روایت کړه سوی خبره دعبدالله ابن مسعود خپل اجتهاد دی، په هغه اندازه چی ده ته یی علم رسیدلی وو، ځکه ده ګمان کوی چی دغه دعاء ده چی رسول اکرم (ص) به په هغوی باندی پناه غوښتل کول، اوپردی خبره هغه روایت دلالت کوی کوم چی طبرانی په کبیرکی روایت کړیدی.
علقمه دعبدالله بن مسعود(رض) چی ده معوذتین دقرآن څخه پاکول او ویل به یی: رسول اکرم (ص) ددی امرکړی چی تاسوپه هغوی سره پناه وغواړی اوده نه ویل، خودا دده دخپل علم په اندازه شخصی اجتهاد وو، ځکه دی هم بشردی معصوم ندی صواب ته هم رسیږی اوخطاوځی هم.
نوبناء پرمخکنی تحقیق اوس وګوره د چی پدی هکله صاحب ده بحرالرائق څه وایی:؟ إلَّا الْمُعَوِّذَتَيْنِ فَفِي إنْكَارِهِمَا اخْتِلَافٌ وَالصَّحِيحُ كُفْرُهُ وَقِيلَ إنْ كَانَ عَامِّيًّا يَكْفُرْ وَإِنْ كَانَ عَالِمًا لَا لَكِنْ ذَهَبَ بَعْضُ الْفُقَهَاءِ إلَى عَدَمِ إيجَابِ الْكُفْرِ.{ بحرالرائق}
ژباړه: مګرمعوذتین نوپه انکارکی ددوی اختلاف دی، خوصحیح دادی چی منکریی کافرکیږی، اوداسی هم ویل کړه سویدی: چی کچیری منکرعامی وو کافرکیږی اوکه عالم وو نوبیانه کافرکیږی، خومګربعض علماؤ تګ وعدم ایجاب ته دکفرکړیدی.
مقصد دمصنف دادی چی کچیری یوڅوک وروسته تردی چی دی پدی باندی خبروی چی اثبات دمعوذتین دقرآن څخه په اجماع سره سویدی خوبیاهم دی منکرکیږی، نویقینا داسړی کافردی، اودقیل دقول تأویل دادی چی کچیری داسړی عامی وو نوځکه کافرکیږی چی عامی خوپه اجماع اودلائلوباندی نه پوهیږی دی خوصرف مقلدوی نوچی کله دی دمعوذتین څخه بغیرله اجتهادنه منکرشی نوخود به کافرکیږی اوعالم چی بیانه کافرکیږی مقصدیی دادی چی شاید دعالم انکار داجتهاد له وجه وی یعنی وده خبر داجماع نوی رسیدلی، نوځکه دی انکارکوی خوکچیری وروسته تررسیدلوداجماع بیامنکرشی نویقینا چی کافرکیږی. اودبعض علماؤ خبره چی عدم ایجاب ته دکفریی میلان کړی، بناء پراحتیاط ده، ځکه چی دابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه داخبره ثابته ده چی ده معوذتین له قرآن څخه نه بلل، نوکڅوک مطلقا حکم کوی نودابی احتیاطی ده، اوپه تکفیرکی دیوشخص نهایت احتیاط لازم اوضروری دی.
اوبیادفتاوایی عالمګیری خبره چی وایی نه کافرکیږی،نویاداخبره دده خپل تفردات دی اویاهم بناء پراحتیاط ده لکه دبعضی علماؤ خبره.
خلاصه ددی مسئلی داده:
چی که چاته په پورتنی تفصیل باندی علم حاصل وی خوبیاهم دی انکارکوی نوداسی سړی یقینا کافرکیږی، اوورته علم حاصل نوی نوبیا نه کافرکیږی، لکه عبدالله ابن مسعود(رض) چی پدی هکله ورته کافی علم حاصل نه وو، اوپه خپل اجتهاد کی صواب ته نه وو رسیدلی. نواوس پرعبدالله ابن مسعود(رض) څوک دکفرحکم ( العیاذ بالله)کولای شی؟؟؟ کلا وحاشا.


حذیفه ته پیغور


Mazharee
15.09.2012

حذیفه جانه! ماستاڅخه ډیرمخکی څه سوالونه کړی وه اوستاڅخه می غوښتی وه چی په قرآن اوحدیث یی ځواب راکړی. خوتاراته په مقابل کی داسی شیان لیکلی وه چی ځمادپوښتنوسره یی هیڅ ارتباط نه درلودی، نوځکه ماهم په هغه لومړیو کی ستاسوځوابونه رد کړل.
یووار بیا درته یولږدهغه سوالونوڅخه نقل کوم که غواړی خپل اجتهاد دی دجعل کاری څخه رښتنی میدان ته وباسی نو درست جواب یی راکړه ، بی منابسته آیت اوحدیث به نه لیکی چی داکار نه تنها چی ځمادسوالونو ځواب ندی بلکه دقرآن اوحدیث اهانت دی چی ته ورڅخه غلط برداشت کوی.په مرتبط آیت اوحدیث اوپه درست مستقل اجتهاد اواستنباط به یی ځواب راکوی، اجتهادی، فقهی اواصولی غلابه نکوی، چی ستاپرمذهب لاس دی پری کیږی.

دی شرط چی داجتهاد د دعوی څخه به توبه باسی.
1.مجتهد صیب! ده انا(دپلارموراویادمور مور) سره نکاح کول راودی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، دمجازاوحقیقت خبره به نکوی، ځکه مجازاوحقیقت یوقسم تأویل دی، اوتأویل یواصل داصولوڅخه داصول الفقه دی، اوتاسواصول الفقه نه منی.
2.مجتهد صیب! په ټلفن باندی نکاح اوبیع منعقده کیږی اوکنه؟ اوطلاق پری واقع کیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس به نکوی ځکه قیاس خوتاسونه منی.
3.مجتهد صیب! کومه ښځه چی دFee stool په ناروغی اخته وی جماع ورسره رواده اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوفقهی تحقیق ته به نه کوی ځکه تاسوهغه نه منی.
4. مجتهدصیب! که چایوڅوک په موټرباندی ووهی، نوداکوم قسم قتل دی؟ اوپردی سړی دیت ورکول کیږی اوکنه؟ که کیږی څونه دیت باید ورکړی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړی قیاس اوفقهی تحقیق به نکوی، ځکه تاسوخوهغه نه منی.
5.مجتهدصیب! په واټرپمپWater pump کښی عشرسته اوکنه؟ که سته، عشرسته اوکه نصف عشر؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس به نکوی ځکه ستاسودقیاس سره نده جوړه.
6.مجتهد صیب! په قطب جنوبی اوشمالی کی چی شپړمیاشتی شپه اوشپږمیاشتی ورځ ده، مسلمان به هلته پنځه وقت لونځ څنګه کوی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، زمونږدفقه څخه به غلانکوی، اودبل چاتقلید به هم نکوی ځکه تاسوزمونږدفقه سره ټکریاست، اودتقلیدنفی هم ستاسوبی مصداقه شعاردی.
7.مجتهدصیب!په اوسنی نقدوپیسو(افغانیو،ډالر، کالداره اوداسی نور) کی سودی معاملات راځی اوکه نه؟ که راځی نوداپه کوم قسم اموال ربویه کی داخل دی؟ اوداغسی پدوی کښی زکاة شته اوکنه ؟ که زکوة شته نوپه کوم حساب به زکوة ورکوی؟ یعنی په حساب د سروزرو اوکه دسپینوزرو؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوتقلید به نکوی، ځکه دقیاس اوتقلیدسره خوتاسوپه هغه ښه کال کی جوړنواست.
8. مجتهدصیب! که چادانترنتی هک ګرانوله لاری دچاله بانکی حسابه څخه پیسی غلاکړی اوپه خپل بانکی حساب کیی اضافه کړی،اوپیسی هم ډیری وی،آیادی ته سرقت ویل کیږی اوکنه؟، که ویل کیږی، نوآیاددی سړی لاس ورباندی پری کیږی اوکنه؟.په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، داجتهاد داوصولو اوخپل دمدعی څخه به مخالفت نکوی.
9. مجتهدصیب! دراډیو، کامپیوټراوټیپ څخه دسجدی دآیت په اوریدلوباندی سجده تلاوت لازمیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، اجتهادی غلابه نکوی، دقیاس اوعقل څخه به هم کمک نه غواړی ځکه قیاس تاسونه منی اوپرعقلی دلائلو باندی تاسوباورنلری.
10.مجتهد صیب! په برقی اوالکترونیکی ماشینونوباندی دحیوناتوحلالول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، تقلیدبه نکوی، ځکه تقلیدخوتاسوته خوندنه درکوی.
11.مجتهد صیب! دیوه انسان وینه ورکول وبل انسان ته، اویادوینی رانیول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس اوتقلید به نکوی.

صحیح، شرعی اومعقول ځواب ته په انتظار


عبدالله صابر
15.09.2012

السلام عليکم

ډيرقدرمن ورورښاغلئ مظهري صيب کوردو دان چي دحذيفه اشتبهات موپه
مدلل ډول ځواب کړل ،په فقه باندي دحذيفه له نيوکواو اشتبهاتوخوماته داسي
وبريښيده چي نوموړئ يعني حذيفه عالم نه دی اوزمونږ غوندي امي انسان دی
دليل يی دادی چي ترڅودمظهري صيب له خوا دحذيفه ليکنې نه وي ځواب
شوي نومونږهم د حذيفه غوندي فکرکوو چي ګني رښتياهم فقهې شريفې دا
څه ډول خبره ليکلي ده؟ داخورښتياهم ښه خبره نه ده لکه د حذيفه صيب دا
پورته اونوروليکنو اشتبهات چي له ځواب او وضاحت مخکښ مونږ هم ورته
حيران اود حذيفه فکرته نږدي شو،خوکله چي دنوموړي اشتبهاتواو ليکنوته
دمظهري صيب اوياحليمي صيب له خوا ځواب وويل شي نوبياپوهه شوچي
مسله خواصلا دا ډول ده خومونږ او حذيفه ورڅخه سرچپه فهم اخستئ اود
مسلې بيخ ته مونظرنه رسي ،داهغه څه دي چي دحذيفه کم علمي ښيی دماخو
دښاغلي مظهري اوحليمي صيب په ځوابونوقناعت وشوخوکه حذيفه ورباندي
قناعت نه کوي نوتعصبي دليل به يی نه پريږدي ٠


حذيفه
16.09.2012

مظهري !
ځواب دي له پوره نيمګړتياؤ سره مله دي ، نه دي پوره عبارت نقل کړی دئ او نه دي هم هلته یادو شرطونو ته غوږ نيولی دئ ، نه دي پام ورته کړی دئ او نه يې د ځواب پر مهال هغه نقل کړي دي ، نه دي اعتناورته کړې ده او يې پر خوا ور غلی يې.
لومړی به له خپل امام څخه سند راوړې او بیا به هره مسله په قران او حدیث ځوابوې، په دې ځان نه سې خلاصولای چي دا يې تفرد دئ ، خلکو تفرد کړی دئ ، یو شامي په فقه کي معتبر دئ او نور ټول سره تفرد دئ ولي؟
شامي ولي معتبر دئ ، تر امام صیبه سند لري؟
که نه وي نو بیا معتبر په څه سو ؟
هندیه چي د هند په لسګونو علماؤ جوړه کړې ده هغه تفرد دئ خو د بحر رائق خبره تفرد نه ده ، ولي؟
ته په کوم دلیل وايې چي د ابوحفص ، بعض مشاخ او بزازيې خبره تفرد ده خو د البحر الرائق خبره تفرد نه ده ؟
يو لورته پوره جماعت خلک دي او بل لورته يو کتاب دئ خو د جماعت خبره نه منې او د يوه خبره منې ، ولي؟ دلیل يې څه ده ؟
تفرد ته څه ته وايې؟ یعني غلط ؟ خو ما همدا خبره درته کړې وه چي ته په نغدو چغدو کي ووایه چي دا يې اجتهادي غلطي ده نو زه هم بحث نه در سره کوم خو ته دومره متعصب يې چي ما کومه خبره درته کړې وي نو ته هغه کله هم نه منې او که هر څومره پر غلطه يې نو همداسي ورته تخته يې او خپله خبره نه ایله کوې.
ځيني پوښتنې دي ایله کړې دي، ولي؟ له هنديې څخه د قران د استهزا په اړه يوه خبره سته او بیا يې د انکار خبره کړې ده خو دا هغه لورته پام نه دئ کړی او هسي دي ځان خلاص کړی دئ ، ولي؟
زما خبرې ټولي نقل کړه او هرې پوښتنې ته يې له خپل امام څخه په سند ځواب راوړه که نه نو دا ستا د ګېډي تشريح ده چي ما ته هيڅ اهميت نه لري.
زما هره پوښتنه به ځوابوې ، سند به دي تر امام صیب پوري وي ، ماخذ به يې له قران او حدیث څخه په ګوته کوې که داسي ونه کړې نو مسلې ناحل دي.
ته يو کتاب په بل مه تشريح کوه ، ما دا وايه چي هلته يې بیا رد کړې ده ، ځکه يوه خبره حصکفي کړې وي خو شامي رد کړې وي نو ته ووايه چي حصکفي غلط دئ که شامي؟
شامي پر الدر المختار حاشیه ليکلې ده خو هغه ته اعتبار ور کوې او اصل ته يې نه ورکوې ؟
ته د تفرد په اړه څه اصول لرې ؟ ته يې تفرد معلوموې که ستا امام؟ که ته يې معلوموې نو ستا هغه اعتبار نه لري ځکه ته مقلد يې او که يې له امام څخه راوړې نو ته يې په سند راوړه چي امام چيري ويلي که چا وويل چي دا خبره داسي ده نو ددې دلايلو په وڼا کي يې دا تفرد دئ او که هغه نه وي ويلي نو ته د يوې فتاوا خبره تفرد بوله زه بیا د بلې خبره تفرد بولم.
عبید الله تفرد کړی دئ، مراقی الفلاح تفرد کړی دئ ، هندې تفرد کړی دئ په داسي حال کي چي تر ۵۰۰ زياتو حنفي علماؤ کار پر کړی دئ ، ابوحفص ، ځينو مشايخو ، او بزازيې تفرد کړی دئ ، الدرالمختار تفرد کړی دئ ، هغه تفرد دئ او دغه تفرد دئ نو اخیر چا تفرد نه دی کړی ؟
تفرد څه ته وايې؟
په اړه يې اصول هم لرې که هر مذهبي چي په خبره کي بند سي نو د يوه مذهبي خبره په دې وجه رد وي چي هغه تفرد کړی دئ؟
ټوله خبره دي پر تفرد را توله ده ، تفرد مفرود دي نه منم په ډانګه پېلې ووایه چي د مذهبي ملا دا خبره ناسمه ده او په دې ځاي کي دا خبره .
نور الانوار امام شافعي ته د جاهل توری کارولی خو ته دې ته چمتو نه يې چي ووايې دا يې ناسم او غلط کار کړی دئ بلکي هغه هم سم ګڼې ، نو ته چي په دومره اندازه کي مقلد يې ، سخت متعصب يې او ان د خپلو مشرانو هره خبره در ته سمه ښکاري نو بیا به موږ ستا سره څه وکړو؟
د شامي او در مختار خبره دي سره اړولې دي ، د خوب خبره هم شامي له درمختار څخه نقل کړې ده او بیا يې وروسته د عیسی علیه السلام د تقليد په اړه رد هم کړی دئ خو ته دومره جاهل يې چي په دې دي هم سر نه دی خلاص سوی او نيوکه دي کړې ده.
شامي عبارت راوړی دئ نور يې خپل دئ که د بل ؟زما يې ورسره څه؟
خبره وروسته ردوي نو هغه لومړي چي کړې وه هغه يعني ناسمه وه؟
که خبره رالنډه کړم او تلوار مي هم کېږي ځکه چي یو لورته سفر تیاري کوم او ملکري مي هم انتظار کړي دي نو يوه پوښتنه دي هم ځواب کړې نه ده ځکه چي نه دي سند راوړی او نه دي له قران وحدیث څخه سرچينه معلومه کړې ده نو دا ځواب ناسم دئ او په ټوليزه توګه زما پوښتنې اوس هم ناحل پاتې دي او مقلدين دي ځواب ووايي.
که ته د هر چا خبره په مذهب کي منې نو بیا خو دي دلته د لسګونو پوهانو خبره رد کړه او که يې نه منې صرف د امام صیب خبره منې نو بیا خو دي له هغه څخه يوه هم نه ده راوړې په داوړ صورتونو کي پړ يې او هيڅ دي نه دي کړي.
ستا په مذهب کي خلکو کتابونه ليکلي دي او اوس يې خلک حنفي فقه بولي کوم معتبر دي او کوم غیر معتبر ، د اعتبار او نه اعتبار اصول يې څه دي؟
اوس ته په دې میدا کي دا ښکاره کړه چي د دې خلکو خبره ځکه غلطه ده چي زموږ د امام صیب له دې اصل سره سمون نه خوري خو داسي نه سي کولای نو بیا دي خپله بربنډه ماتې ومنه او دا هم ومنه چي زموږ په فقه کي داسي شیان سته چي هم له قران او حدیث سره ټکر لري او هم يې ماخذ نه دئ معلوم ، نه تر امام صیب پوري سند لري او نه يې موږ ته تر اوسه والله که قايل معلوم سوی دئ ، بس چي ته دا خبره ومنې نو زما له لوري هم دا خبره ده چي د فقهې ټول مسائل سم نه دي بلکي ناسم هم په کي سته او ان د فقهي عباراتو ترمنځ دومره ستر ټکرونه سته چي په هيڅ ډول يې توافق نه سي کېدای.


د مبتدع محکمې ته مو را بولم !

وصيل ( پېروز )
16.09.2012

ښاغلو ! د مظهري صيب پر دې ځوابونو ما یو لنډه ارزونه ليکلې ، که څوک غواړي چي حقايق وپېژني ، له واقعيتونو خبر شي او د حق ملګرتيا وکړي نو دې کړکۍ ته راشئ :

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=61919#61919


کامیاب
16.09.2012

مظهری صیب! الله موپرقلم اوپوهه باندی برکت کښیږده ، داسی معقول جوابونه موورکړیدی، چی دوی خپل ټوله ژوندپری ختم کړی نشی یی جوابولای.

اوبیا......
مضل (ویروس) صیب! داسی اوږده ستړی کوونکی بی فایدی اوپه ړندوسترګولیکنه دی راکاپی کړیده، چی لوستل یی دهیچاپه توان کی ندی،

ستادفاع دښاغلی حذیفه څخه هیڅ فایده نلری، ځکه دحذیفه کم علمی دده په هغه مخکنی یهودی شبهاتوکی چی په حنفی فقهی کی یی دخپلی خیټی څخه پیداکړیوه، مونږته ښه معلومه شوه. ته اوحذیفه بغیرله ...
1. درواغو.
2. بی مناسبته دآیت اوحدیث لیکل.
3. دقیاس څخه په قول کی منکرکیدل خوپه عمل کی هغه کول.
4. دتقلید څخه په ژبه باندی بدوړل خوپه عمل کی بیاتقلید کول.
5. دخوارجوپشان ځنی مخصوص آیتونه چی دمشرکینوپه هکله نازل شویدی پرمسلمانانوباندی تطبیقول.
6. دخبری بی اثباته اوبی دلیل مطرح کول.
7. عموما داسلام په هکله دخلګودعقیدی خرابول.
8. په قرآن اوحدیث کی دځانه څخه تأویلونه کول.
9. حق دخپل فکرتابع ګرځول.
10. خپل فاسد اوبیکاره فکرته ترشریعت ترجیح ورکول.
11. پرمسلمانانوباندی دکفر اوشرک ټاپه لګول.
12. داسلام په نامه اوجامه کی انګریزانو اویهودیانوته خدمت کول.
13. په احادیثواوفقه کی دمستشرقینوپشان شبهات پیدا کول.
14. خپل پرفاسد دلیل اوخبره باندی سره ده ملامتیابیاهم ټینګیدل.
15. په اسلام کی درفرقه ای تعصب اورته لمن وهل.
بل هیڅ کارنلری، نواوس دداسی چاخبره به څوک څنګه ومنی؟؟؟ داسی په اطمینان ویلای شم: ټولی خبری مودرواغ اوبی ثبوته دی، آخرتاسونه شرمیږی چی دخپل درواغو دثبوت لپاره بی مناسبته آیت اویاحدیث لیکی؟؟؟ داسی مکوی انسان ته یولږشرم پکاردی، دایوقسم اهانت دقرآن دی چی څوک د درواغوورباندی خبری تړی، لکه ستاسولوی لالا همداسی کارونه ډیرکوی، زه یی یومثال لیکم: مظهری صیب دده څخه سوال کوی، چی په تلیفن باندی نکاح، طلاق، اوبیع صحیح کیږی اوکه نه؟؟؟ خود ناځوانه یی په ځواب کی ورته دغه آیت لیکلی دی، { هوالذی خلق لکم مافی الارض جمیعا} اوس ددی آیت اوده هغه پوښتنی ترمینځ څه مناسبت شته؟؟؟ خو دامو لومړنی انتیکه نده، بلکه ټولی خبری موهمدغسی دکفردخوشحالولو اوداسلام دبدنام کولو، دمسلمان دخوابیدی کیدلو اوکافر درضایت د ترلاسه کولولپاره دی. ستاسو ددی ټولویهودی شبهاتو ځوابونه مظهری صیب په مخکنی لیکنوکی ورکړیدی، زه یی لینکونه ږدم چی ګران لوستونکی ته یی کتل آسان شی.

خومظهری صیب اونورو مذهبی وړونو ته می وړاندیزدادی چی ده مضل ویروس صیب په لیکنوباندی ځان مصروف نکړی، ددی سړی خبری پدی باندی نه ارځی چی تاسی ورباندی خپل طلایی وقت مصرف کړی، ستاسوپخوانی لیکنی ددی سړی دځوابولولپاره پوره کفایت کوی، خپل نور اسلامی خدمت مو کوی، ددی سړی لیکنی دیوه غوماشی په اندازه باندی ارزښت نلری. ټول یی دروغ، اوتی بوتی، چټیاټ اوپرتی ویشتی. داخلګ فکرکوم چی یهودو اونصارا وو ددغه کارلپاره ټاکلی وی، چی تاسومسلمانان مصروفه کړی چی مونږته راخلاص نشی مونږبه داسلام پرضدخپله پروسه پرمخ بوزو.
خویوه عجیبه خبره چی ځماورته دډیره وقته څخه پام دی هغه داده چی ماته حذیفه اومضل ویروس یوسړی ښکاری چی ځان یی په دو نومونوباندی راجسترکړیدی، ځکه په دغه دوو نومانوکی چی هریوډیری لیکنی کوی، نوهغه بل بیاورته کرار ناست وی، اوبل یی دلیکنوډول هم پوره سره ورته دی، سوالونه اوجوابونه یی هم یوبل ته پوره سره ورته دی، که څوک خبرنوی داسی فکرنکوی چی دغه لیکنی دی بیلابیلوخلکولیکلی وی، بلکه ځماغوندی داسی فکرکوی، چی حذیفه اومضل ویروس یوسړیدی، بیاپه خاصه توګه چی کله حذیفه اوس وایی زه په سفرځم، زه خووایم چی دروغ وایی نه په سفرځی اونه په به بلا ځی بلکه غواړی څوورځی دمضل ویروس په نامه لیکنی وکړی.

درنوملګرو دغه هم دمظهری صیب دځوابونوتړونونه دی چی دحذیفه/مضل (ویروس) دشبهاتوپه ځواب کی یی پکی جوابونه ویلی دی.
دحذیفه دیهودی اواستشراقانه شبهاتوځوابونه
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9082

دحذیفه ددرواغوڅخه ډک ځوابونورد
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9021

پرفقه باندی دحذیفه دیهودی اواستشراقانه شبهاتوپه مقابل کی جوابونه
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8898&start=30

هغه سوالونه چی مظهری صیب دحذیفه اودده ملګروڅخه کړیدی خوتراوسه یی هیچاورته جواب ندی ویلی
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8896

دپورتنیو پشان
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8892


عبدالله صابر
16.09.2012

السلام عليکم
ګوره پيروزصيب ستانوي کړکئ ته ورغلم ليکنه داوږده وه خوپه دا څونقطو
به درسره خپل نظرشريک کړم هغه داچي تاسودمذاهبو اختلاف ليکلئ چي زه
يی اقتباس راخلم
[quote:e4d184217c]الف ) حنفي مذهب :-
۱ – په اوداسه کي نېت ته اړتيا نه شته
۲ – بې ترتيبه اودس صحيح دئ
۳ – د قي او وينې په وتلو اود س ماتېږي
۴ – په خوله او پوزه کي له اوبو اچولو پرته غسل نه صحيح کېږي
۵ – د عورت په لمسولو اودس نه ماتېږي

( ب ) شافعي مذهب :-
۱ – له نېت پرته اودس نه صحيح کېږي
۲ – بېله ترتيبه اودس نه کېږي
۳ – په وينه او قي اودس نه ماتېږي
۴ – په خوله او پوزه کي له اوبو اچولو پرته غسل نه صحيح کېږي
۵ – د ښځې او عورت په لمسولو اودس ماتېږي [/quote:e4d184217c]

ګوره پيروزمونږته الله پاک جل جلاله وويل چي [color=blue:e4d184217c]فاسئلواهل ذکران کنتم لا
تعلمون [/color:e4d184217c] : يعني که نه پوهيږئ نود ذکر له خاوندانوپوښتنه وکړئ ، اوس
مونږ نه پوهيدو امام ابوحنيفه رحمته الله عليه چي عالم متقي اودخيرالقرون
زماني وتلئ شخص دی چي داتاسوهم منئ پوښتنه وکړه چي امام صيب په
قي او وينه اودس ماتيږي اوکنه ؟ امام صاحب راته وويل چي هوپه وينه او
قي اودس ماتيږي اوس مادده خبره پرته له دليل ومنله زه دده مقلد شوم
اويوبل شخص په مختلف وخت اومکان کښ له امام شافعي صاحب څخه دا
پوښتنه کوي دهغه په نزد يی اودس نه دی مات دا شخص دامام شافعي صاحب
مقلد شو،دا ددوی ترمنځ اجتهادي اختلاف شودا اختلاف ښايی بياهم داحاديثو
تعدد له امله يادا چي يوامام ته يوحديث رسيدلئ اوبل امام ته بل حديث ياددوی
ترمنځ ديوحديث شريف زمان اومکان هم اختلاف رامنځ ته کړئ لکه مااوريدلي
چي دامام شافعي په نزد د اوښ متيازې څښل روادي دليل ورباندي هغه حديث
نيسي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم يوقوم ته ويلي ووچي تاسوداوښ
شيدې اومتيازې وڅښئ چي زمادشخصي معلوماتوله مخي اوس هم هغه عرب
بدو وان چي اوښان ساتي داوښ متيازې څښي ،خودامام ابوحنيفه په نزد
نه دا اوښ متيازې څښل نه دي روا اوهغه حديث په زمان اومکان پوري
خاص کوي ،امام صاحب وايی چي هغه قوم کښ مرض وواودمرض تداوي په
خاطرهغوته دمتيازوڅښلو ويل شوي نه داچي په عام ډول رسول الله صلی
الله عليه وسلم داوښ متيازوڅښلوامرکړئ ،يوبل مثال په مس ذکراودس ماتول
چي امام شافعي صاحب په نزد مات اوامام صاحب په نزد نه ماتيږي دا دواړه
امامان صاحبان دليل لري اومونږ دواړوته صحي ويلئ شوددي مسئلې تفصيل
دلته وګورئ http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8630 دلته هم ښايی زمان اومکان رول لرلئ وي ،همدا ډول ددي دوه
مبارکوامامانوترمنځ يوبل خونده وراختلاف داستثنا په يوې مسلې کښ
وګورئ ،
امام ابوحنيفه رحمته الله عليه په نزد که چاوويل دفلاني سړي په ماباندي سل
روپئ دي مګرلس کمي دانوي ٩٠روپئ شوي لکه چي په لسوبيخي له اصله 
اقرارنه وي شوئ امام شافعي رحمته الله عليه وايی چي ده اول په سلواقرار
وکړبيادلانجې اومعارضي په ډول تري لس کمي کړي يعني دده په نزدسل دي
امام شافعي صاحب وايی که مونږاستثناداسي وګڼولکه چي په مستثنی بيخي
اقرارنه وي شوئ نوبيادکلمي طيبي (لااله الاالله ) معنی به داسي شي چي
نورخدايان نشته يعني دنوروخدايانونفي به وي خواثبات به نه وي پکښ ، خو
که چيري مستثنی دمعارضې په ډول له مستثنی منه څخه جلا کړويعني نور
خدايان نشته مګريوخدای دی نوهم نفي شوه اوهم اثبات ، امام اعظم صاحب
په ځواب کښ وايی چي پ کلمه توحيد کښ مقصد دنوروخدايانونفي ده ځکه 
دخدای په وجودخومشرکان هم قائل دي مګرشريکان ورسره پيداکوي نوکه په
استثناکښ په معارضه قائل شولومړئ په ټولوحکم وکړوبيامستثنی ورڅخه وبا
سونودايت(( [color=red:e4d184217c]فلبث فيهم الف سنة الاخمسين عاما [/color:e4d184217c])) يعني نوح عليه السلام په
خپل قوم کښ پنځوس کم زر950 کاله تيرکړل که اول په زروحکم وکړواو
پنځوس تري وباسونو دالله جل جلاله په کلام کښ به کذب راشي( نعوذبالله )
دا ډول ډيرنور اختلافي مسائل شته چي دواړه لوري يی کره کره دلائل لري
مونږخو دواړه صحي ګڼوځکه دا اجتهادي اختلاف دی اودا ډول اختلافات د
صحابه کرامورضی الله عنهم په وخت کښ هم وودحضرت علي کرم الله وجهه
اواميرمعاويه رضی الله عنه اوځيني نورصحابه کراموترمنځ اختلافاتوته هم
اجتهادي اختلافات ويل کيږي دا ډول اختلافاتوله امله مونږ نه شوکولا ی يوته
صحي اوبل ته غلط ووايوبلکي دواړه به صحي بلو٠
پيروزصيب اختلاف مذهبونو نه دی جوړبلکي مذ هبونواختلاف له منځه وړئ
که دا څلورمذهبونه نه وی نواوس څلورزره ډلې وي هرچابه ځان ځانته اجتها
دات کول خودا يورحمت دی چي مسلمانان دڅلورو امامانو تقليد کوي اويو
موټئ پاتي کيږي ځکه دا دخيرالقرون زماني معتبروعلما اوامامان ووچي
مخالفين يی هم ددوی تقوا اوعلميت مني نوپه همدو پسي اقتدا پکاراو ددوی
تقليد دسمي لارې بل مشعل دی

زماپه فکر خودحذيفه اوپيروزټولي پوښتنې اونيوکي په دالاندي دوه کړکيوکښ
ځواب شوي چي يوه يی دحکمتيارصيب ليکنه ده اودوهم وتلي عالم قرضاوي
صيب ځيني دلائل اونظريات دي چي دزمان ،مکان اودحالاتو تغيرسره ځيني
مسائل بدلون مومي اود مذاهبوترمنځ اختلاف هم داحاديثو د زمان اومکان يا
عام اوخاص له امله دی ٠
http://www.larawbar.net/33682.html

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9078

ښه پيروزصيب که له ټول بحث راتيرشونو زه له تاپوښتنه کوم چي تاسو
کوم شافعي اوحنفي اختلافات ذکرکړي نوستاسوپه مذهب دکوم يوه خبره صحي
ده ؟ که ددواړوغلطه ؟ ياددواړوصحي ؟ ياديو يوه مسله صحي بله غلطه ؟
ياپه بل ډول همدا ستاليکلي مسائل راوخله ته اوس دلته دخپل (غيرمقلد)
مذهب هم وليکه چي زمونږغيرمقلدينو په نزد په دي دليل دا مسله داسي نه ده
داډول دی يومثال ستاسوپه مذهب په کوم دليل په قي اووينه اودس ماتيږي اويانه ماتيږي ؟؟داسي نورمسائل هم يويو سره د دليله دخپل مذهب  رايه پکښ
څرګنده کړه ٠

لږ نوربيا


حمید هڅــاند
17.09.2012

صابر صیب، اسلام علیکم و رحمة الله
ماشا الله، ستاسو بحث مې خوښ شو. هیله ده همداسې دوام ورکړئ او د دلیل او استدلال په رڼا کې مسله روښانه کړئ. زه له پېروز صیب څخه هم غواړم چې، د استدلال په رڼا کې د صابر صیب پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

درنښت


حذيفه
17.09.2012

صابر او هڅاند صیب سلام علیکم
صابرجانه ! په خپلو پوښتنو دي خوند کړی دئ که ته هم داسي بحث وکړې نو ان شاء الله ټول ملګري به خوښ کړې خو ګوره دې مشر ته دي ووایه چي له دې ښکنځلو لاس واخلي دا به یې غیر انساني کړنه وي .
په دې سره ده ته څه په لاس ور ځي؟
که دلیل لری خبره دي وکړي که نه له دې مسلو دي انکار وکړي د دې درنو علماؤ اجتهادي غلطی دي وګڼي نو خبره به حل سی که نه دا تګلاره يې له هره اړخه ناسمه ده .
هڅاند صیب تاسو او د وزیری صیب په شمول باید د فورم ګډونوال مظهري دې ته را وبولي چي له دې ناسمې تګلارې تېرسی څو به بحثونو کي د خپګان پر ځای خوشالي يو بل ته حق معلومول او ... رامنځ ته سي که دی همدا کار کوی نو دا په حقیقت کي له بحثه ځان خلاصول دي چي په دې ښکنځلو ، لعنت او بد اخلاقۍ کي موږ هم له ده سره بحث نسو کولای تاسو یې ځوابونه وګورئ ټول له سپکاوی ډک دي او هر وخت پر خلکو لعنت وايي.
ټولو ته څرګنده ده چي موږ وړاندي له وزيري صيب سره هم پر ګڼو موضوعاتو تاوده بحثونه درلودل او نوموړی تر ډيره حده په بحث کي سالم دريځ لري اعنی بې ادبي ، بې احترامي او غير اخلاقي خبري د نوموړي کار نه دی که څه هم کله - کله له ځينو پوښتنو د ځان خلاصولو په موخه ټينشن اخلي خو د مظهري صيب په پرتله تر ډيره حده په بحث کي سوړ او نرم دريځ لري ، زه / موږ له هر چا سره په ارامه فضا کي بحث او مباحثې ته چمتو يو خو که څوک د نوم پر ځای مقابل لوری ته په بې عقل ، بد بخت ، لعنتي ، جاهل ، غوايان ، سرټمبه او نورو خطاب کوي نو دا په هيڅ ډول د منلو نه ده او نه هم له داسي کس سره چي نه انساني ، نه اسلامي او نه هم پښتني اخلاق پېژني بحث کول کومه ګټه او زرغونه پايله لري .

الله عز وجل وايي :
واذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما


عبدالله صابر
17.09.2012

السلام عليکم

[quote:de93fa32ff]افغانستان کي د حنفي مذهب ډلې :-
(۱) جمعیت
(۲) حزب اسلامي
(۳) دافغانستان اسلامي امارت
(۴) افغاني تبلیغیان
(۵) ملي اسلامي محاذ
(۶) جمعیت اصلاح
(۷) جمعیت الدعوة

په پاکستان کي د حنفي مذهب ديوبندي ډلې :-
(۱) جمعیت علماء اسلام فضل الرحمن (۲) جمعیت علماء اسلام درخواستي ګروپ . (۳) جميعت علماء اسلام سميع الحق (۴) تبليغي جماعت (۵) حرکت المجاهدين (۶) حرکة الانصار (۷) حرکة الجهادالاسلامي (۸) جيش محمد (۹) سپاه صحابه (۱۰) ملت اسلاميه (۱۱) انجمن خدام الدين (۱۲) سني مجلس عمل (۱۳) جميعت اشاعة التوحيدوالسنة (۱۴) جميعت طلباء اسلام (۱۵) تحريک نفاذفقه حنفيه (۱۶) الحمدټرسټ (۱۷) صديقي ټرسټ (۱۸) عالمي مجلس تحفظ حقوق اهل سنت (۱۹) عالي مجلس ختم نبوت (۲۰) سواداعظم پاکستان (۲۱) فاروق اعظم کمېټۍ (۲۲) ديوبندي حياتي (۲۳) ديوبندي مماتي (۲۴) حقيقي سني تحريک (۲۵) انجمن دفاع امام ابوحنيفه (۲۶) الفرقان (۲۷) الرشيدټرسټ (۲۸) الاخترټرسټ (۲۹) الانصار ويلفئر ټرسټ (۳۰) عالمګيرويلفئيرټرسټ (۳۱) اتحاداهل سنت پاکستان (۳۲) انجمن دعوت اهل سنت . [/quote:de93fa32ff]

پيروز صيب
دحديث شريف يوې برخې له مخي کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم
صحابه کرامورضی الله عنهم اجمعين ته وفرمايل : (( زماپه امت کښ به ٧٣
در اوياډلې جوړې شي چي په دوی کښ به يواځي يوه ډله جنت ته ځي نوري
به ټولې دوزخ ته ځي ، صحابه کراموورڅخه پوښتنه وکړه چي يارسول الله
صلی الله عليه وسلم کومه ډله به جنت ته ځي ؟ رسول الله صلی الله عليه
وسلم ورته وفرمايل جنت ته به هغه ډله ځي کومه چي د ما اوصحابه کرامو
تابعداري اوپيروي کوي يا اودهغوپه نقش قدم روانه وي ))
اوس رسول لله صلی الله عليه وسلم دجنتي ياناجيه ډلې لپاره يو فارمول
کيښود چي هغه درسول الله صلی الله عليه وسلم اوصحابه کراموتابعداري
ياپه بله اصطلاح تقليد کول دي ،هسي خوبه ټولې ډلې لکه شيعه ګان وغيره
دا دعوه کوي چي نجات موندونکي اوجنتي ډله مونږيوخو ولي کله چي درسول
الله صلی الله عليه وسلم وضع شوي فارمول سره جوړه رانه غله اودهغه
مبارک صلی الله عليه وسلم اوصحابه کراموله طرز اوطريقې سره مخالفه وه
نودا هيڅکله هم جنتي يانجات موندو نکي ډله نه شي کيدی اوپه باطلو ډلوکښ
حسابيږي ٠
پيروز صيب تاسوچي په خپله ليکنه کښ کومي ډلې راخستي دي ته سياسي او
ټولنيزې ډلې ويل کيږي چي ددو نياوي چارو مخ ته چلولولپاره را منځ ته
شوي اوپه دين پوري اړه نه لري که څه هم اسلامي نوم ديوتخلص په ډول
استعمالوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم سياسي ډلې نه دي ښودلي لکه
حزب اسلامي ،ملي محاذ ،حرکت اسلامي وغيره پاکستاني سياسي ډلې لکه
مسلم ليګ ن ، پيپلزپارټي ،تحريک انصاف ،جمعيت علما اسلام ف ،جمعيت
علمااسلام س وغيره ،جماعت اسلامي وغيره داټولې سياسي اوټولنيزډلې دي
چي په مذ هب پوري اړه نه لري اوددوی ترمنځ ښايی مذ هبي فکري لريوالئ
نه وي موجود که څه هم په سياسي ډول به هڅه کوي يوله بل مخکښ شي
دمثال په توګه په افغانستان کښ به ډيرداسي خلک چي ديوکوراويوموراوپلار
زامن به ووخو يو وروربه دحزب اسلامي غړيتوب درلود بل به دمحاذ ملي يا
جمعيت اسلامي غړئ وو همدارنګه په پاکستان کښ که يو ورورپه جمعيت
علما اسلام ف ګروپ کښ وي خوبل وروربه يی جمعيت علما اسلام س ،مسلم
ليګ ،نيشنل پارټئ ياپيپلزپارټئ کښ وي ،دوی به يواځي په سياسي اوټولنيز
ډول يوبل مخالف وي نه په مذهبي ډول يعني يو ورور به غواړي چي دافغا
نستان جمهور ريس دحزب اسلامي مشرحکمتيارصيب شي خوبل بياداخوښوي
چي نه دمحاذ ملي مشراحمد ګيلاني دافغانستان جمهور ريس شي همدا ډول
پاکستاني ډلې هم در واخله مطلب ددوی اختلاف مذهبي نه وي سياسي وي
لکه په پاکستان فضل الرحمن اوسميع الحق ډلې چي هيڅ ډول مذهبي اختلاف
نه لري خوپه سياسي ډول ديوبل مخالف عمل او کردار ادا کوي
مذ هبي ياچي په دين پوري اړه لري هغه دا ډول ډلې وي لکه شيعه ګان ،
قاديانيان ،پرويزيان ،بريلويان ،حق پرسته اهل سنت والجماعت اوداسي نور
چي يوله بل سره ژورمذ هبي اختلافات لري
هوښايی ستاخبره هم څوفيصده سمه وي چي ممکن ددوی ترمنځ ځيني مذهبي
توپيرونه هم موجود وي خوپه عمومي ډول دوی سياسي اوټولنيزې ډلې دي
ترډيره حده د دوی عمل اوکردار په سياست راڅرخي ٠


حمید هڅــاند
17.09.2012

صابر صیب، ستاسو په تائید، زه هم په همدې نظر یم، اقتباس شوې ډلې سیاسې-ټولنیزو موخو وېشلې دي، نه مذهبي اختلاف او دا هم امکان لري چې ځینې مذهبي کړنې یې یو له بله په توپیر کې وي، خو په ټوله کې، د دغو ډلو تعدد لپاره مذهبي اختلاف سرچینه نه شي کېدای.

درنښت



Mazharee
17.09.2012

زه هم ستاسو ښاغلیو: صابرصیب اوهڅاندصیب سره موافق یم چی داسی ډلی سیاسی دی نه مذهبی لکه چی عبدالله صابرصیب په تفصیل خبره کړیده.


وصيل ( پېروز )
18.09.2012

ښې چارې

ښاغلی صابر صيب ! ستاسو د بحث طريقې او تګلارې ما ته ډېر خوند راکړ ځکه په لومړي ځل په دې بحثونو کي له يو داسي چا سره په داسي ډول مخامخ کېږم چي په دليل ، استدلال او ارامي سره نور بحث ته را بولي ، په رښتيا هم زه غواړم په همداسي چاپېريال او اوضاع کي خپل نظر له دلیل او منطق سره يو ځای څرګند کړم .

اوس مهال زه له يو شمېر ډېرو نورو چارو سره - سره د ښاغلي مظهري صيب د ځوابونو په اړه هم د ارزونې يوه لړۍ پر مخ وړم او همدا راز يو شمېر نوري ليکنې هم را له غاړې دي ، له همدې کبله اوس مهال ستاسو پوښتنې ته زما له لوري ځواب ويل ستونزمن دي ځکه زما تر ځواب ويلو وروسته تاسو بيرته مقابل نظر لرئ نو یوې پايلې ته د رسېدلو په هدف بايد د يوه بل پوښتنو ته ځواب وويل شي نو لکه څرنګه چي تاسو ته معلومېږي دا ليکنې به پر مخ ځي او وخت غواړي ، د وخت د کمښت له وجې زه لومړی د مظهري صيب د ځوابونو په اړه لړۍ پای ته رسوم او بيا به ان شاء الله له تاسو سره ستاسو د پوښتنو په اړه خپل نظر شريک کړم .

په مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more