نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اسلامي امارت اعلامیه، یا هسې اوتې بوتې
اتل
14.09.2012
محترمو وطنوالو، زما د مینې او محبت سلامونه او نیکې هيلې ومنئ
موږ ټول مسلمانان پدې ډیر وځوریدوو چې یوه نا اهله سړي زموږ د سپځلې دین، اسلام دپيغامبر په برخه کې شرمونکئ فلم يو ټیوب ته اچولئ دئ. دې سړي دا کار ددې دپاره کړئ چې موږ راوپاروي، ترځو تشدد وکړو، او بیا ګوته راته ونيسي او په ټوله نړي کې جار ووهي چې مسلمانان تند مزاجه دي، او ددوی دین تشدد دین دئ، دوی القاعده دي، تیروریستي اعمال سرته رسوي او د نورو ادیانو په پیروانو ظلمونه کوي.
موږ ته پکار دي، چې دنیاته د اسلام اصلي سوله ایزه بڼه او فطرت ور وپیژنو، تر څو خلک حقیقي اسلام وپیژني او نور خلک هم په آزادو مټو داسلام منلو ته غیږې پرانیزي.
د افغانستان اسلامي امارت په خپله نیمګړې او ناقصه اعلامیه کې، چې ددرواغو،افترا او جعل نه تر سږمو پورې ډکه ده، د فلم مسئله يې په قطعي ډول مسخ کړیده، خپله بې کفایتي، نا اهلي، لنډه غري او په مجموع کې خپله اصلي څیره يې نړیوالو ته ښودلې ډه. اسلامي امارت په خپلو دې اوتو بوتو کې کټ مټ هغه څه لیکلي چې فلم خپرونکي ترې غوښتي دي. سړئ نه پوهیږي د طالبانو عکس العمل داسې ښکاري، ته به وایې چې قبلاً يې د فلم د جوړونکي او خپرونکي سره خوښه کړي وي، چې ګواکي دوی به د فلم د هدفد برآورده کولو دپاره په خپله اعلامیه کې همدغسې تشدد ښيي، لکه هغه يې چې غواړي. دطالبانو د تشدد دغه اعلامیه د آنحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د احادیثو سره هم اړخ نه لګوي
اسلام دا نه وايي چې یوه فرد په امریکا کې ګناه کړې وي، مسلمانان دې را جګ شي په اسلامي ملکونو کې دې بې ګنا انسانان ووژني. ډا د اسلام او آنحضرت د طریقت پیروي نده. وايي: (درتهران ګنه کرد، آهنګرې-درکرمان را سرزدند، زرګرې)
پتمنو او غزتمنو خویندو ورونو
یو خو طالبانو پخبله اعلامیه کې افراطیت کړئ، خلک او خپل ځنځیر په غاړه جګړه مارجلادان يې خون او قتل ته ترغیب کړیدي. او بل طالبانو غوښتي، پر ځای ددې چې غافلانو ته د اسلام حکمت اومزیت بیان کړي او ددې آسماني دین منلو ته یې ترغیب کړي، اسلام نور هم ددنیا په نظر کې بدناموی او دوی دا غمیزه استثماروي او د ځان په ګټه د یوې حربې په توګه کار ترې اخلي
په اصطلاح د طالبانو اعلامیه، د پچو ډکه ده
اعلامیه وایي، چې د امریکا یوې سینما د هغه هیواد، د حکومت په اجازه او حتی مخامخ ارتکاب دا فلم خپور کړیدئ
کومه اجازه او کوم ارتکاب؟ دا بیخي ښکرور دروغ دي او د افغان ملت سترګو ته د خاورو ور شیندل دي. که طالبان د امریکا د بدنامولو کوښښ کوي نوش جان یې. که طالبانو دروغ نه ویلاي، پرحقه روان وای او ځبل مسلمان ملت ته یې درواغ نه ویلای، ما به یې هم ملا تړلې واي. که دوی وایې چې امریکا خپلو خلکو ته د بیان آزادي ورکړي، که په هغه ملک کې دا ډول بې بندو باره آزادي نه وای، هرګوره به چا داسې غلط کار نه ؤ کړي، نو بیا دې زموږ ملت پدې خبره نه تیرباسي چی ګواکي امریکا په لوی لاس د اسلام پر خلاف کاراوايي کوي. په امریکا کې مسلمانان د کاملې آزادی نه برخور دار دي. فلم جوړونکي مایکل موړ د امریکا د وخت په برحال جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش پسېو چې برحال جمهور رئیس ؤ، د فارنهیت ۹/۱۱ په داسې خراب فلم را وایست چې هغه یې کاملاً د اسامه بن لادن سره په اړیکو درلودلو تورن کړ. که د طالبانو دا اوسنې ادعا درسته وي، نو د هغه وخت حکومت هم د خپل مشر په بدنامولو کې د فلم جوړونکي سره لاس درلود؟ دا اصلاً د طالبانو نا پوهي او بې خبرې ده چې پداسې بې بنیاده ادعاګانوهم ځان شرموي اوهم خپل ځنځیري پیروان.
طالبان پخپله اعلامیه کې بیا ټول لویدیځ ته پدې ارتباط کوته نيسي او بد رد ورته واي. د غربیان ددې پیښې سره څه ارتباط لري؟ (ده در کجا و، درخت در کجا). بیا دغرب نوم هم نه اخلي، او بیا په امریکا راڅرخي. په اعلامیه کې وړاندې بیا د فلم جوړونکئ او خپرونکئ د امریکا نه بیلوي او هغه ته بد ردر وايي
طالبان اصلاً سربداله شوي، نه پوهیږي چې څه کوي. د حق او باطل لاره یې ورکه کړیده
لدې امله چې دوی، د الله ج او د آنحضرت لاره خوشې کړیده او د افغانستان د ولس او اسلام ددښمن په صف کې دریدلي دي، د ګناهونو په ارتکاب کې دومره ډوب او پاخه شوي چې اوس حتی حرام- حلال، حق- ناحق او ناروا- روا ورته ښکاري. ډا ټول ځکه داسې دي چې دوی په لوی لاس ځانونه تلقین کړیدي، چئ ګواي موږ خو د الله د حق په لاره کې دا کارونه کوو. ډوي د الله د احکامو په عملي کولو کې افراطیت کوي، او دا د الله ج په احکامو کې صریڅ تصرف دئ. یعني پدې ترتیب دوي ځان د الله ج په امتیاز کې شریک کړئ او دا شرک بلل کیږي، او دا نه بښونکې کناه ده.
طالبانو ځان داسې تلقین کړئ چې ګواکي هر هغه څه چې دوی يي وايي او کوي يې، هغه صحیح دي او نور خلک ټول غلط دي. ځو ټول ولس پوهیږي چې حقیقت سرچپه دئ، نور خلک صحیح دی، بلکه طالبان غلط دي.
دیوانه به ده میخندد، و ده به دیوانه
pattang
14.09.2012
اتل جانه ولې دومره خبرې اوږ دوې !
داسلام خبرې پرېږ ده ، سم له لا سه پر طالبانو حمله کوه چې cia او دشمال
لنډغر درڅخه خوشاله اوسي !
داسې خبرې کوې چې دشمال دلنډغرو او cia په زړه پورې دي !
ژوندی دې وي ملي مقاومت !