نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که دښمن مزور دئ، موږ هم ویش یو
میرویس
13.09.2012
آسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
پاک رب دې په ټولو مسلمانانو او ګرد اسلام رحم وکړي، او موږ دې په صراط مستقیم هدایت کړي. د اسلام پیغامبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته په سپکاوي ټول مسلمانان ودردیدل او دغه رازد امریکا جمهور رئیس او خارجه وزیري هم پدې ارتباط مناسبئ خبرې وکړې او جمهور رئیس خو لا د ټولو مسلمانانو نه بخښنه هم وغوښته. ویل کیږي چې په لندن کې مسلمانانو په خلکو د قرآنکريم نسخې وویشلې او ورته و یې ویل چې ځان دقرآن ګریم په حقانیت خبر ګړي.داسې ښکاري چې ځینې کوښښ کوي چې ددې مسئلې نه سیاسي ګټه پورته کړي، او مسلمانان تشدد ته را وپاروي. دوی کوښښ کوي چې اوبه خړې کړي او کبان پکې ونيسي. دغو ډلو ته دا فرق نه کوي چې څومره مسلمانان به پدې تشدد کې مړه شي، خو هغوی ته دا مهمه ده، چې څنګه مسئله پخپله ګټه وڅرخوي او عام ولس استثمار کړي او د خپلو مقاصدو د پوره کولو دپاره یې وکاروي. آیا ددې مسئلې ګټه زیاته ده او که تاوان؟ داسې اقدامات په اسلام کې جواز نلري چې د ګټې نه یې تاوان زیات وي
که پدې او یا هره بله مسئله کې څوک ووژنو، آیا ګټه به موکړې وي، اوکه تاوان. موږ ته پکار دي چې د خپل اسلامي اخلاق پر بنا متجاوزین په سوله ایز، بلکه جدي ډول تنبه کړو، تر څو ټول خلک لعنت ورباندې ووایې، او پر موږ او زموږ په اسلامي اخلاقو، آفرین ووایي او پدې ترتیب نور خلک هم اسلام ته را دعوت کړو
محترمو لوستونکو تاسې فکر وکړئ چې که په لندن کې دقرآنکریم د نسخو د ویشلو په برکت، حتی یو تن هم مسلمان شي ګټه یې څومره ده؟ دغسې ناوړه انسانان چې د نورو په دیني عقایدو ریشخند وهي، مقصد یې د مسلمانانو راپارول دي، ترڅو ټولې دنیا ته وښیې، چې مسلمانان د خبلو احساساتو او غوصې پر بنا لاس په عمل پورې کوي، نه د تعقل او حلم پربنا. دوی غواړي دا ثابته کړي، چې د اسلام دین په افراطیت او وحشت او دهشت بنا دئ. راځئ چئ دنیا ته ثابته کړو چې موږ وحشیان نه یو، په تعقل او سړه سینه کار کوو او همدغه اسلامي طریقه ده
ټول مسلمانان حق لري چې د اسلام دا ډول سپکاوئ و غندي، تظاهرات وکړي او ددې ناوړه عمل مرتکبینو ته خپل قهراوغوصه څرګنده کړي. موږ نه باید د یوه شریر انسان په کناه، نور بې ګناه انسانان ووژنو. موږ د چا دقتل حق نلرو، او که دا کار وکړو پاک رب به یې جزا راکړي، ځکه چې، الله تعالا قتل منع کړیدئ
موږ باید دداسې مکارو خلکو ښکار نشو، چې غواړي د اسلام دسپکاوي په لاره کې موږ را وپاروي او استعمال مو کړي