نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملګري ملتونه وايي، طالبان د ناروا او تجاوز له لارې پیسې په لاس وروړي
اتل
13.09.2012
ګرانو لوستونکو اسلام علیکم
ملګري ملتونه وايي چې طالبان د کوکنارو او داسې نورو نا مشروع طریقو له لاري پیسې پیدا کوي. ددې معنی خو داسې شوه، لکه څوک چې درمسال ته خټې وکړي.
که ریښتیا طالبان دغسې کارونه کوي، نو تر ثواب نه یې اوبال زیات دئ.
پدې اساس، هر څوک چې د طالبانو سره مرسته کوي او یا یې ملاتړ موي، هغوی هم په ګناه کې ورسره شریک کیږي.
د طالبانو د نا حقه قتلونو په ارتکاب، په ولس باندې د ظلم زیاتي کولو، ځان ته په زور باندې د خلکو د لوڼو په ودولو او ددین دخوندي ساتنې په پلمه د بغاوت او پر جنایت حرابه برسیره، د طالبانو دا نوې نخرې هم بازار ته را ووتلې. خدای خبرچې دوی به نور څه ډول ناروا کارونه کوي
ملګرو ملتونو د طالبانو د اعمالو په باب دا لانې تازه رپوټ خپور کړیدئ
=============================================
طالبانو د زور له لارې په سلګونو میلیونه ډالره لاسته راوړي" :
UN--Unctad logo
22.06.1391
ملګري ملتونه وايي، طالبانو پروسږکال په افغانستان کې د عشر، زکات، مخدره موادو او له تجارانو څخه د زور له لارې په سلګونو میلیونه ډالره لاس ته راوړي دي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څانګې د کارپوهانو د سږني راپور پراساس چې روانه اوونۍ د امنیت شوراته وړاندې کړ، طالبانو په افغانستان کې په سلګونو میلیونه ډالره د هغو بهرینو مرستو څخه لاس ته راوړي دي، چې افغانستان ته د مرستندیو هېوادونو له خوا د پرمختیايي پروژو لپاره ورکړل شوي وې.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو څانګې کارپوهانو د تخمین له مخې طالبانو له پروسږکال نه تر سږ پسرلي پورې 400 میلیونه ډالره لاسته رواړي دي.
د دې پیسو 275 ميليونو ډالره د طالب مشرانو لاس ته ورغلي دي او 125 میلیونه ډالره سیمه يیزو عادي طالبانو ته ورکړل شوي دي او یا بې ځایه مصرف شوي دي.
په راپور کې لیکل شوي دي، چې طالبانو په افغانستان کې د پیسو ډیره برخه په درست هېواد کې د مخدره موادو د تولید کوونکو، مخدره موادو کاروباریانو، د حمل نقل د شرکتونو، د معدن د استخراج له کمپنیو عشر، د موبايل ټېلېفوني کمپنیو او د بيا رغونې د پروژو څخه ټولې کړي دي.
د ملګرو ملتو د بندیزونو د څانګې کارپوهان وايي، لاس ته راغلي پيسې د طالبانو مالي کميسيون ته ورکول کیږي، کمیسیون د لګول شوېو پیسو ځواب طالب مشرتابه ته ورکوي.
د طالبانو د پیسو لاس ته راوړلو یوه بله لویه منبع د کوکنارو کرل دي، خو طالبان د اوبو لګولو او بریښنا رسولو له پروژو او نورو خدماتو څخه هم مالیه اخلي. په ځينو سیموکې طالبان له دوکاندارانو او سیمه يیزو سوداګرو څخه هم په زوره پیسې اخلي. په راپور کې لیکل شوي دي، چې طالبان په ځينو سیمو کې د محلي ادارو یا مامورینو په توګه کار کوي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس طالبانو په 2009 میلادي کال کې 155 میلیونه ډالره د کوکنارو له کارو بار څخه لاس ته راوړي.
هغوي له بزګرو څخه عشر اخیستی دی، د مخدره موادو حمل او نقل یې ساتلی دی او د مخدره موادو د لابراتوارونو څخه یې مالیه اخیستې ده.
په راپور کې د افغان مقاتو له قوله ویل شوي دي، چې طالبانو د پروسږکال څخه تر سږ کاله 100 میلیونه ډالره د کوکنارو له کروندو څخه لاس ته راوړي دي.
له دې ښکاري، چې طالبان ډیره هڅه کوي، چې د خپل عاید مهمه منبع چې مخدره مواد دي د لاسه ورنه کړي او د کوکنارو د کرلو مخنیوی نه کوي