اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د احادیثو په اړه شته اصول
حمید هڅــاند
12.09.2012
اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
لروبر د حکمتیار صیب لیکنه په پورته نوم خپره کړې ده. تاسو یې لوستو ته رابولم.
http://www.larawbar.net/33682.html
د حکمتیار صیب په لیکنه کې څو مهمو ټکو ته ګوته نیوله شوې، زه به په دې اړه خپله پوښتنې تاسو سره مطرح کړم، څو د موضوع جاج واخیستل شي.
[color=green:b6cbdefcf3]حکمتیار صیب لیکي: اى كاش په اسلامي امت كي داسي مدبر او د بصيرت خاوند زعيم راپيدا شوى وى چي د رواياتو په اړه ئې همغه كار كړى وى چي عثمان (رض) د قرآن په اړه وكړ،[/color:b6cbdefcf3]
د حکمتیار صیب په اند، د احادیثو په پوهې کې یو لوی کار چې لا هم باید وشي دادی چې دا احادیث باید راټول شوي وای او ضعیف هغه ترې وتلي وای ترځو د امت ترمینځ د اختلاف مخنیوی شوی وای.
تاسو څه وایاست؟
حکمتیار صیب د متعارضو احادیثو یادونه کوي او وایي چې موږ اړ یو، ځینې یې ومنو او ځینې نه. خو پوښتنه داده، احادیث که متعارض شي، ایا معیار نشته چې وویل شي کوم یې سم او کوم ناسم دی؟ یا د کوم منل سم دي او دکوم ناسم. په بله وینا، د منونکي او نه مننوکي حدیث په توپیر کې، شته اصول، ایا د ټولو خلکو/ټول امت د قبول وړ دي، که نه؟ که د قبول وړ وي، بیا نو ایا د حکمتیار صیب دا اندېښنه بې ځایه نه ده؟
[color=green:b6cbdefcf3]حکمتیار صیب لیکي:
ځيني كمعقله او ساده خلك داسي فكر كوي چي مذاهبو امت وېشلى او په احاديثو عمل كول دا اختلاف له منځه وړي[/color:b6cbdefcf3]
تاسو په لروبر ویبپاڼه کې د حکمتیار صیب ټوله لیکنه ولولﺉ او بیا وګورۍ چې دلته حکمتیار صیب څه ویل غواړي. د ده اندېښنه داده چې، د احادیثو د کثرت او هرډول احادیثو د شتون له امله، په احادیثو باندي تلل مانا داده چې اختلاف به رامینځته شي چې دا اختلاف وار له مخه مذهبونو له مینځه وړی دی.
نو ایاــ
ــ د فقهې په پرتله له احادیثو نه راسا د مسلو استخراج رښتیا هم نن ورځ ستونزمن دی؟
ــ د احادیثو کثرت او ضخیم ضخیم کتابونه ولي د سرګردانۍ سبب شي؟ هغه هم نن ورځ چې سرچ او لټون اوبو هومره اسان دی!
ــ د احادیثو اصول او قواعد ایا ټولمنلي دي؟ دا اصول کوم دي او څه ډول کارول کېږي.
یادونه: زه نه غواړم چې دلته مناظره جوړه کړو او یو بل ناسم ثابت کړو. هیله ده، یواځي او یواځي د موضوع په اړه خبرې وکړو.
درنښت
عبدالله صابر
14.09.2012
السلام عليکم
ښاغلئ هڅاند صيب
دحکمتيارصيب په ليکنه کښ ماته دا دوه خبرې ډيري مهمي اوخوند ورې دي چي دمسلمانانووحدت اويوالي ساتلولپاره معقولې فارمولې يی بللئ شو٠
لومړئ
[color=blue:66880d649d]د شهيد عبدالله عزام هغه تاريخي وينا مي مخي ته ځلېږي چي ويل ئې: څوك چي افغانستان ته نوى مذهب راوړي له اسلام او جهاد سره خيانت كوي!! دا وينا بايد په سرو زرو وليكل شي او هر څوك ئې خپلي مخي ته پر دېوال وځړوي. شهيد عبدالله عزام به كله چي له افغانانو سره يو ځاى لمونځ كولو نو آمين بالجهر به ئې نه كولو، رفع اليدين به ئې نه كولو، پښې به ئې آزادي نه اېښودې، دې ته به ئې ترجيح وركوله چي په لمانځه كي كوم افغان امامت وكړي، په څو اوږدو او لنډو جهادي سفرونو كي ئې زما ملگرتيا كړې، تل ئې له ما غوښتل چي په لمانځه كي ئې امامت وكړم، د ده اخلاص، قوي ايمان، هوښيارتيا او په جهاد كي د ده لويي ونډي ته په پام سره دښمنانو ونه زغملو او د داسي چا په لاس ئې شهيد كړ چي د مسلمانۍ ادعاء ئې كوله!!
دوهم
اوس خو متأسفانه د رواياتو په بېلو بېلو كتابونو كي د مختلفو مذاهبو پلويانو ته د اعتبار وړ رواياتو كي شديد تناقضات او اختلاف خو پرېږده د احاديثو په يوه كتاب كي به گڼ شمېر متعارض روايات ومومئ، داسي چي له دوو نه به ناچار يو منو او بل به پرېږدو، دا هم نه دي په گوته شوي چي په دغو متعارضو رواياتو كي كوم يو په كوم دليل د منلو وړ دئ او پر بل ترجيح لري. زموږ گران ائمه هم له دغي ستونزي او مشكل سره مخامخ ول، ليدل ئې چي د متعارضو رواياتو له كبله په امت كي شديد اختلافات راولاړ شوي، هر څوك په ځانگړو رواياتو استناد او عمل كوى، كمعلمه خلكو ته څو روايات په لاس ورغلي، له تحقيق پرته ئې منلي، همدا ئې ځان ته مذهب گرځولى، خپله لار ئې له نورو بېله كړې، له هغه چا سره مخالفت كوي چي د دې رواياتو پر ځاى نور روايات او د ده تر رواياتو ډېر صحيح او مستند په لاس ورغلي، دا اختلاف ورځ په ورځ زياتېدو، خبره ړوند تعصب ته رسېدلې، يوه بل په دې خاطر تكفير كړى چي د ده روايات ئې ورسره نه دي منلي، درنو ائمه وو تر ډېره حده د دې فتنې مقابله وكړه، كه د دوى مباركي هڅي نه وى نو امت به داسي ټوټې ټوټې شوى وو چي راغونډول به ئې ممكن نه وو. تر ډېري مودې دا فتنه غلې وه، خو ورو ورو ئې بيا سر رااوچت كړ، بيا په امت كي داسي خلك راپيدا شول چي نه يوازي مخكنۍ فتنه ئې راژوندي كړه او ويل ئې چي هر څوك بايد په حديث عمل وكړي، او د خاص مذهب له متابعت نه ډډه وكړي، بلكي د ائمه وو د متابعت په اړه ئې ويل چي دا متابعت ناروا تقليد او شرك دئ!! دا په داسي حال كي چي ائمه وو له دې پرته بل كار نه دئ كړى چي احاديث او روايات وچڼي، صحيح له ضعيف نه تفكيك كړي، او خلكو ته وښيي چي په كوم روايت عمل وكړي او په كوم نه، هر څوك چي د حديث متابعت ته خلك رابلي نو هرو مرو به د رواياتو يوه خاصه لړۍ د هغوى مخي ته ږدي، په ځانگړيو كتابونو كي د احاديثو د راغونډولو لړۍ دغه ضرورت ته په پام سره پيل شوې، نن هم كه څوك يوازي په حديث د عمل كولو خبره كوي نو ناچار به خلكـو ته وايي چي د احاديثو كوم كتاب ته به اعتبار وركوي او د رواياتو كومه لړۍ به معتبره گڼي، او دا له دې پرته بل كار نه دئ چي نوى مذهب ته به خلك رابلي، ځيني كمعقله او ساده خلك داسي فكر كوي چي مذاهبو امت وېشلى او په احاديثو عمل كول دا اختلاف له منځه وړي، حال دا چي خبره په بشپړه توگه د دې عكس ده. د احاديثو كتابونه دومره ډېر دي چي يو ستر كتابتون ترې ډكېږي، او د رواياتو شمېر دومره دئ چي لكونو ته رسېږي، عادي خلك خو په ځاى پرېږدئ متخصصين هم له هغوى نه د احكامو په راايستو كي له سترو ستونزو سره مخامخ كېږي. كاش موږ د رواياتو داسي متفق عليه كتاب او مجموعه درلودى چي ټول امت پرې متفق وى، او په هغه كي داسي روايت نه وى چي له قرآن سره تعارض لري او يا يو ئې له بل سره، كه تاسو د رواياتو اوسنيو كتابونو ته په دقت او له تعصب نه پرته رجوع وكړئ نو نه يوازي په سلگونو داسي روايات به ومومئ چي په بشپړه توگه له قرآن سره تعارض لري بلكي په خپلو منځو كي هم دومره ژور تعارض لري چي هيڅوك ئې په تلفيق نشي توانېدى. دا تعارض به نه يوازي په هغو رواياتو كي وگورئ چي د بېلو بېلو مذاهبو پلويانو ته د اعتبار وړ دي بلكي په هغو كي به ئې هم ومومئ چي د يوه خاص مذهب پلويان ئې د ځان گڼي. د مثال په توگه د شيعه وو له نظره معتبر كتاب اصول كافي په اړه د دوى يو مشهور عالم علامه برقعي ليكي: د دې كتاب اكثر روايات جعلي، له قرآن سره متصادم او د عقل خلاف دي او رواة ئې مجهول الهويه، كاذب او فاسق دي، برقعي د اصول كافي د ترديد په اړه يو ضخيم كتاب ليكلى چي په هغه كي ئې ليكلي: كه دښمنان خبر شول چي زموږ د رواياتو په كتابونو كي داسي روايات هم راغلي چي راويان ئې خر او چنگښه دي؛ نو څه به كوو؟! [/color:66880d649d]
pattang
14.09.2012
زه خو ملا نيم خو فکري زوړ هم نه !
ايا راکټيار صيب دغه ټولې پشوبازۍ د قدرت لپاره نکوي !!
راکټيار صيب حقيقتونه پټوي خو چې هدف ته ورسيږي او ډېر ځله اسلامي
ريتوريک دخپل هدف لپاره په کار اچوي٠
حمید هڅــاند
15.09.2012
وعلیکم سلام
صابر صیب، زما متقابل سلامونه هم ومنﺉ.
تاسو د حکمتیار صیب د لیکنې ټوټې نقل کړې دي، زما پوښتنې مو بې ځوابه پرې ایښې دي. ښه به وي یو څه په دې اړه راسره مالومات شریک کړﺉ.
محترم او دروند پتنګ صیب، د حکمتیار صیب د شخصیت او مبارزې په اړه له بحث څخه تېرېږو، ښه به وي چې یواځې موضوع وڅېړو. ما د لیکنې سرلیک هم په همدې موخه تغیر کړ، چې یواځې په موضوع خبرې وشو کړای.
[color=white:31a373a2f8]پوښتنې دادې:
۱) د فقهې په پرتله له احادیثو نه مخامخ د مسلو استخراج ستونزمن دی؟
۲)ـ د احادیثو اصول او قواعد ایا ټولمنلي دي؟ دا اصول کوم دي او څه ډول کارول کېږي.
[/color:31a373a2f8]
درنښت
حذيفه
15.09.2012
حمید هڅاند صیب !
سلامونو ته مو وعلیکم السلام وايم
ستا موضوع ډېره مهمه ، اړينه او د وخت له غوښتنو سره اړ خ لګوي خو متاسفانه چي زه له خپل دفتر څخه ليرې يوه اوږده سفر ته بلل سوی يم چي نه سم کولای ستا پر موضوع يوه مفصله ، هر اړخیزه ، روښانونکې او معلوماتي ليکنه وکړم.
له تاسو ښاغلو ګډونوالو د خپل سفر لپاره د خیر او نیکۍ دعاوې غواړم.
فی امان الله!
ستاسو حذیفه
عبدالله صابر
15.09.2012
السلام عليکم
[quote:4d13c06660]تاسو د حکمتیار صیب د لیکنې ټوټې نقل کړې دي، زما پوښتنې مو بې ځوابه پرې ایښې دي. ښه به وي یو څه په دې اړه راسره مالومات شریک کړﺉ.[/quote:4d13c06660]
ښاغلئ هڅاند صيب
په مونږپوري يی چي اړه لرله هغه مو وليکل نوره ستا پوښتنې زمونږاوتاسو
له سويې پورته دي هغه دديني عالمانوکار دی هغو پوهه شه اوکاريی ،
خوبله خبره دا چي ښاغلئ حذيفه که وکولائ شي خپل سفروځنډه وي ښه به
وي ځکه اوس ښاغلئ مظهري صيب هم راغلواو دده اشتبهاتوځوابولولپاره
یی بيامعقولانه لړئ پيل کړي لږ د تم شي په داسي وخت کښ يی تګ مناسب
نه دی ٠
Mazharee
15.09.2012
[quote:40cbb555b1="حمید هڅــاند"]
[color=white:40cbb555b1]پوښتنې دادې:
۱) د فقهې په پرتله له احادیثو نه مخامخ د مسلو استخراج ستونزمن دی؟
۲)ـ د احادیثو اصول او قواعد ایا ټولمنلي دي؟ دا اصول کوم دي او څه ډول کارول کېږي.
[/color:40cbb555b1]
[/quote:40cbb555b1]
دلومړی پوښتنی ځواب:
هڅاند صیب! فقه داحادیثوپه مقابل اوتضادکی نده جوړه شوی چی تاسویی سره پرتله کوی.
اواستخراج داحایثوڅخه دوه ډوله دی، یوهغه قسم چی څوک مستقیما بغیرله دی نه چی دموجوده فقهی اصولواومخکنی مجتهدینودتګلاری څخه دی استفاده وکړی، پداسی ډول چی پکی دمخکنی مجتهدینوڅخه تقلید رانشی.دمسائلواستخراج اواستنباط کوی اودویم قسم داسی وی چی ده موجوده فقهی اصولوپه نظرکی نیولوسره استخراج دداسی مسئلی کوی چی په فقه کی ورته مقیس علیه نشته.
لومړی قسم استخراج دمجتهدمطلق کاردی چی اوس شتون نلری. دویم قسم استخراج دمجتهدفی المذهب کاردی چی بغیرله تقلیدڅخه امکان نلری.
ددویمی پوښتنی څواب:
موجوده اصول دمخکنی علماؤ اجتهاد اوزحمات دی چی کښلی یی دی، ټوله اهل اسلام ته قابل قبول دی؛ خوکچیری تاسودقت وکړی دمحدثینوپه نزد په اصولوکی اختلاف سته، مثلا یوحدیث وی چی دامام ترمذی رحمه الله پرشرط اواصولوباندی صحیح وی خودامام بخاری یاامام مسلم رحمهمالله پرشرط او اصولوباندی بیا صحیح نوی. خودهرچاپراصولوباندی چی څوک عمل کوی، داپدی معنی دی چی دهغه محدث تقلید کوی، ځکه دهرشی، اودهرچااصول چی په هره موضوع کی سړی منی، داسی معنی لری چی سړی دهغه انسان تقلید کوی.
نوبناء څوک چی دتقلید څخه منکروی هغه خونشی کولای چی پدی اصولوباندی عمل وکړی، بایدمستقیما په خپل ذوق باندی صحیح اومنکروپیژنی. خوکه دمخکنی علماؤ په اصولوباندی عمل کوی نوبیاخو مقلدشوغیرمقلدنشو، نومقلدین خواهل مذهب والاوی غیرمذهبی خومقلدنشی کیدلای. نوچی څوک غواړی داحادیثوڅخه استخراج وکړی اویاد احادیثوداصولو دمنلودعوه وکړی نولومړی باید مذهب ومنی که نه نوپه دغه دووکی یی دیوه دعوه هم نشی ثابتولای.
حمید هڅــاند
16.09.2012
[quote:f787d2c48c]دلومړی پوښتنی ځواب:
هڅاند صیب! فقه داحادیثوپه مقابل اوتضادکی نده جوړه شوی چی تاسویی سره پرتله کوی.
اواستخراج داحایثوڅخه دوه ډوله دی، یوهغه قسم چی څوک مستقیما بغیرله دی نه چی دموجوده فقهی اصولواومخکنی مجتهدینودتګلاری څخه دی استفاده وکړی، پداسی ډول چی پکی دمخکنی مجتهدینوڅخه تقلید رانشی.دمسائلواستخراج اواستنباط کوی اودویم قسم داسی وی چی ده موجوده فقهی اصولوپه نظرکی نیولوسره استخراج دداسی مسئلی کوی چی په فقه کی ورته مقیس علیه نشته.
لومړی قسم استخراج دمجتهدمطلق کاردی چی اوس شتون نلری. دویم قسم استخراج دمجتهدفی المذهب کاردی چی بغیرله تقلیدڅخه امکان نلری. [/quote:f787d2c48c]
صابر صیب، ستاسو نه مننه، البته د نظر څرګندول به مو بیا-بیا اړین وي؛ حذیفه صیب، هیله ده ژر را وګرځﺉ، تر هغې مو په خدای سپارم؛ او مظهري صیب، ستاسو له ځواب نه نړۍ نړۍ مننه.
مظهري صیب، ستاسو ځواب کې مهمو ټکو ته اشاره شوې، اجازه راکړﺉ چې یو څه نورې پوښتنې هم مطرح کړم ( له معمول سره سم:)
)
راځﺉ فقه د احادیثو په لمن کې په نظر کې ونیسو، نه داچې احادیث د فقهې په لمن کې. له دې څخه باید سترګې پټې نه کړو چې د فقهې ځینې مسلې له احادیثو سره ټکر کوي، دا نو بیا بیله خبره ده چې څوک ورته فرعي مسایل وایي. له بله پلوه، په ځینو مسایلو کې مذاهب سره ټکر کوي ( چې بیا هم ورته خلک فروع وایي)، که یو څوک ووایي چې زه مخامخ له احادیثو څخه مسله اخلم؛ کومه ستونزه به ولري؟؟ زه یې بېلګه درکوم، ذاکر نایک، مخامخ له قران او سنتو مسله اخلي، البته د مذهب د امامانو، لویو عالمانو او نور... خبرې هم را اخلي، خو هر وخت برتري قران او احادیثو ته ورکوي! نو دا ډول یوه تګلاره ولي ستونزمنه/ناشونې/له لارې وتل یا.. کېدای شي.
مظهري صیب، یوې خبرې ته مو پام وي، مجتهد فی المذهب یا په میدان ولاړ مجتهد کې ممکن فرق بې ګټې وي، ځکه مهمه خو داده چې حق ته حق وویل شي، نه داچې نورو لغتونو ته اهمیت ورکړو، د یو غیر مقلد لپاره د یو داسې عالم یا امام د خبرې منل چې حق وي، د نیکمرغۍ او ویاړ سبب دی، نه د کم راتلو. په ورته توګه، داسې هم امکان لري، چې همدا کس په میدان ولاړ او په تنهایی کې د کومې مسلې اجتهاد وشي کړای! تاسو څه وایاست؟
[quote:f787d2c48c]ددویمی پوښتنی څواب:
موجوده اصول دمخکنی علماؤ اجتهاد اوزحمات دی چی کښلی یی دی، ټوله اهل اسلام ته قابل قبول دی؛ خوکچیری تاسودقت وکړی دمحدثینوپه نزد په اصولوکی اختلاف سته، مثلا یوحدیث وی چی دامام ترمذی رحمه الله پرشرط اواصولوباندی صحیح وی خودامام بخاری یاامام مسلم رحمهمالله پرشرط او اصولوباندی بیا صحیح نوی. خودهرچاپراصولوباندی چی څوک عمل کوی، داپدی معنی دی چی دهغه محدث تقلید کوی، ځکه دهرشی، اودهرچااصول چی په هره موضوع کی سړی منی، داسی معنی لری چی سړی دهغه انسان تقلید کوی.
نوبناء څوک چی دتقلید څخه منکروی هغه خونشی کولای چی پدی اصولوباندی عمل وکړی، بایدمستقیما په خپل ذوق باندی صحیح اومنکروپیژنی. خوکه دمخکنی علماؤ په اصولوباندی عمل کوی نوبیاخو مقلدشوغیرمقلدنشو، نومقلدین خواهل مذهب والاوی غیرمذهبی خومقلدنشی کیدلای. نوچی څوک غواړی داحادیثوڅخه استخراج وکړی اویاد احادیثوداصولو دمنلودعوه وکړی نولومړی باید مذهب ومنی که نه نوپه دغه دووکی یی دیوه دعوه هم نشی ثابتولای[/quote:f787d2c48c]
سمه ده، د امام بخاري د اصولو له مخې ممکن د امام ترمذي کوم حدیث ضعیف وي. خو دا اختلاف، اختلاف نه شې کېدای. ولي؟
ځکه، که ممکن د احادیثو ترمینځ توافق نه وي، باید هغه ومنل شي چې د کره والی اصول یې سخت وي، لکه د امام بخاري اصول چې دي. دې کې نو کومه ستونزه پیدا کېږي؟ او ایا، دا کار پخپله د اختلاف د نهې لامل نه شي کېدای؟
بیا هم، ضرور نه ده چې دلته دي بیا هم د تقلید خبره مطرح شي، که یو امام زحمت ایستلی وي، نو دهغه رامینځته شوی بنسټ باید ومنل شي، په دې ډول سهولت رامینځته کېږي؛خو، په هغه ځای درېدل به جفا وي، ولي باید دهغه امام کارونو ته نور کار و نه شي؟ او رامینځته کړی بنسټ یې نور هم نه شي ځواکمن؟
نو د دویمې پوښتنې په ځواب کې ستاسو خبرو ته زه دومره وایم چې: شته اختلاف بیا هم په اصولو کې خنډ او ځنډ نه شي رامینځته کولی! تاسو څه وایاست؟
درنښت
حذيفه
16.09.2012
هڅاند صیب !
پوښتنې دومره ساده هم نه دي چي د مظهري په دوو ليکو دي خلاصې سي ، نه دومره ليږ وخت غواړي چي بس په دوو ټکو کي دي سره ومروړل سي او بیا دي ځان ترې وایستل سي.
زه دې مسلې ته راځم البته تر دې سفر وروسته به ، ځکه چي لومړی زما سفر د يوه سړي لپاره نه دئ بلکي زه يو ټولنيز کار کوم او هلته مي تلل اړين دي که زما تر راګرزېدلو دا پوښتنې همداسي ناحل پاتې وې نو بیا به ان شاء الله پر دې مفصل بحث کوو.
مظهري !
وايي یا به خپله اصول ږدي او یا به د مخکينيو پوهانو اصولو ته مخ کوي نو دا تقليد دئ او لومړی ډول يې امکان نه لري ، نو خو يې لومړۍ خبره سمه ده او نه يې وروستۍ.
اوس هم الله داسي انسانان پيدا کولای سي چي همداسي ځيني اصول چي په اوس عصري مسلو کي په کار کېږي وضع یا جوړ کړي او هم داسي خلک سته چي د نورو پر لار ولاړ سي خو دا هغه مهال چي هم يې اصول ورته معلوم وي او هم يې ماخذ او سرچينه .
ذاکر نايک الله هغه څوک پيدا کړی دئ چي په صحيح توګه يې نن خلکو ته اسلام ور وپېژندی ، نه يې خلک په اسلام کي ډلو ته دعوت کړل او نه يې هم له دوو اصولو پرته نور څه ورته معرفي کړل ، خو زموږ د مسلمانانو حلت نن داسي دئ چي که څوک په سل فيصده کي يو فیصد منفي کار وکړي نو د خلک يې تر نيوکو لاندي نیسي ، همدا شی مو نن د اختلاف ، پرشاتګ او ماتې لامل سوی دئ ، که څوک سمه نيوکه وکړي نو ذاکر يې همدلته په اصولي توګه ځواب ور کوي خو نور خلک داسي نه کوي .
د حدیثو شته اصول نه يو دي او نه دوه ، نه له يوه ایت څخه اخیستل سوی او نه له دوو ، نه يوه سړي جوړ کړي دي او نه هم دوو ، بلکي دا يو ځانګړی فن دئ چي ډېرو پوهانو په کي اسونه ځغلولي دي ، یو شمېر يې په دې بریالي سوی دي چي داسي اصول رامنځ ته کړي چي هم يې ماخذ ټولو ته په ګوته کړي او هم په کي د حدیثو ساتلو ته ژوره پاملرنه خو یوشمېر يې داسي هم دي چي اصل يې ايښی وي لکن نور پوهانو نه ور سره منلی.
يوه بېلګه يې لکه د بخاری او مسلم یو اصل ، امام بخاري د دوو راويانولپاره په يو زمانه کي ژوند کافي نه بولي بلکي روايت يې هغه مهال معتبر دئ چي د دوو راویانو ترمنځ ملاقات هم ثابت وي ، خو امام مسلم يې صرف په يوه زمانه کي هستوګنه کافي بولي لکن د امام بخاري خبره هم نورو محدثينو منلې ده او هم يې د مسلم تر خبرې وزن زیات دئ ، ځکه د هم زمانۍ قيد پوره تسليت سړي ته نه ور کوي بلکي پر ملاقات يې سړی باور نه سي کولای ، خلک په کي تدلیس کوي نو له دې امله د بخاري شرط غوره ښه او د حدیثو په ساتنه کي مهم رول لوبولای سي.
د حدیثو اصول به همغه وي چي جوړ سوي دي خو د هغوئ تګلاره او ماخذ به هم انسان ته معلوم وي هسي نه ده چي يو کس ووايې دا روايت ضعيف دئ بس موږ به يې منو ، نه بلکي شته اصول به په کي مرعات وي بیا به يې په اړه د ضعف او قوت خبره منلو دا نه که بخاري وي یا هم امام ابوحنیفه رحمهم الله .