نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د میږي چې ورکه راشي وزرونه کوي، د یوې ټولنې چې ورکه راشي، بې اتفاقي پکې لویږي
میرویس
10.09.2012
د میږي چې ورکه راشي وزرونه کوي
ګرانو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
څه موده کیږي چې د طالبانو په تحریک کې د درز دلویدلو، یعنې په هغوی کې د بې اتفاقي او په څو ډلو باندې د هغوی د وېشل کیدو خبرې کیږي. خو طالبان وايي چې دا یو نه ویښل کیدونکئ تحریک دئ، او ټولو ډلو ملا محمد عمر آخند ته بیعت کړیدئ
خو د آثارو او بیلګو نه داسې ښکاري چې نه یوازې دا چې، د پاکستان طالبان ټي ټي پی او د حقاني ډله یې هر یو ځان ته ډنګوي، بلکه پخپله افغاني طالبان هم یو موټئ ندي او لویه بي اتفاقي پکې لویدلې ده.
ډ ملا صاحب نه طالبانو سر ندئ اخیستئ، بلکه حقیقت دادئ چې هیڅکله هم، یا ټولو ډلو هغه ته تابعت نه ؤ کړئ، او یایې منافقت ور سره کاوه. داځکه چې دطالبنو د بیلو بیلو ډلو ریموټ کنټرولونه د مختلفو بهرنیو بین المللي تیروریستي ډلو په لاس کې دي، او د هغوی د هر بادار منافع او اهداف هم فرق لري
همدا علت دئ چې نن سبا طالبانو شریعیت ته شا اړولې او د خپلو بادارانو اوامر عملي کوي. هغه طالبان چې یو وخت يې په افغنستان حکومت کاوه، په خپلو مخه لاړل، اوسني طلبان د پخوانیو طالبانو دعقیدې او عمل له مخې بالکل بدل شويدي. ددوی کړه وړه نه د اسلام د مقدس دین پر بناد ولاړ دي، او نه هم د افغانیت پر معیارونو
که ملا محمد عمر د هغوی حقیقي رهبر واي، نو دوی یې بیا ولې اطاعت نه کاوه. امیرالمؤمنین ملا محمد آخند په خپلو اوامرو او لایحو کې وایې چې د اسلامي امارت د ذیصلاح د مقاماتو د فیصلې نه پرته څوک مه وژنئ او په عامه محضر کې چاودنې او دماکې مه کوې. طالبان، نه یوازې دا چې د خپل امیرالمؤمنين د اوا مرو اطاعت نه کوي، بلکه د خدای او رسول د اوامرو نه هم سر غړونه او بغاوت کوي.
دوي نن د وردګو او بامیانو په لاره د سرویس موټر نه پنځه تنه ښکته کړي او وژلي يې دي. وړمه ورځ یې په کابل کې په یوه چاودنه کې شپږ تنه چې اکثره یې دست ګردان ماشومان وو ووژل. خو طالبان وایي چې هدف یې امریکایان وو، مګر خبره دلته ده چې، دوی خو د یوه امریکایې پزه هم وینې نکړه، بلکه خپل بې ګناه مسمان وطنداران يي قتل کړل.
پاکستاني طالبانو هم د ملا محمد عمرآخند او شریعیت په مقابل کې بغاوت کړیدئ. دوی نن د کرمې په ایجنسي کې لس ته په یوه بمي دماکه کي قتل کړل
لنډه دا چې د یوې ټولنې او ملت چې ورکه راشي د بې اتفاقي وزرونه کوي او میږي غوندې الوزي او ورکیږي.
پاک الله دې افغانستان، او ټول اسلام ته خیر پیښ کړي، آمین
دمیږی چی ورکه راشی وزرکوی
حکیمی
15.09.2012
میرویس ورورته سلامونه
دا حقیقت دی چی طالبان څوډلی دی خو دا نده معلومه چی ملاعمر څوک او چیرته دی هغه په کوم ملک کی دی او په کوم ځای کی اوسیږی دی دی څخه معلومیږی چی ملاعمر یا په امریکا او یا هم د انګریز ګوډاګی پاکستان کی دی خو که هرچیرته وی کومه فایده یی نشته ځکه چی امریی عملی نشی نو ولی شعارونه ورکوی او ولی یی طالبان په ځان پوری تړلی دی.
او بله خبره د پاکستان طالبان: دپاکستان طالبان هغه پاک او سپیڅلی مجاهدین دی چی په دی نوروطالبانو پوری اړه نلری ځکه چی پرهغو باندی دامریکا او پاکستان دپنجاب اداری لخوا بمارونه کیږی ځکه چی هغه نه غواړی دامریکا او یا پاکستان فلانونه عملی کړی دا نورخو ټول دپاکستان له خوا اداره کیږی که نه نو چی په افغانستان کی چی دومره طالبان ګرځیږی څوک ورباندی حتی دټوپک ډز هم نکوی او که کوم پاک مجاهد پیداشی نو دامریکایانو له خوا چی په هر کلی کی وی نیولی کیږی او یا یی هم په شهادت رسوی نو زما هیله داده چی الله دی هغه څوک چی داسلام او ګران وطن افغانستان بربادی غواړی هغه دی خدای داسی تباه کړی چی بیا یی څوک نوم هم په خوله وانخلی .