نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغان يون سراسري خوځښت رسمي اعلاميه
محمود سعيد
10.09.2012
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغان يون سراسري خوځښت رسمي اعلاميه
په دې وروستيو کې د کورنيو او بهرنيو رسنيو د رپوټونو له مخې د انګلستان د پارلمان يوه غړي (توبياس ايلووډ) پر اوه برخو د ګران هېواد افغانستان د وېش طرحه وړاندې کړې ده.
تاريخ ثابته کړې، کله چې استعماري قدرتونو په افغانستان کې ماته خوړلې، نو د خپلې ماتې د جبران لپاره يې تل ددې هېواد وېش او تجزيې ته ملا تړلې ده.
که امريکا او متحدين يې دا فکر کوي، چې له دې لارې به ددوى پر وړاندې روان مقاومت کم شي، نو دا به له منطق او عقلانيت ډېره لرې خبره وي. دا کار به نور هم د لوديځ استعماري څېره بربنډه او پر وړاندې به يې ملي مقاومت او بغاوت زور واخلي.
د انګريزي توبیاس ایلووډ وروستۍ طرحه چې افغانستان په کې پر اوه زونونو يا حوزو وېشل شوى، په سيمه کې د دوى د استعماري سياستونو ښکاروندويي کوي. پر څو برخو د يوه واحد افغانستان وېشل او د لاسپوڅو حکومتونو رامنځته کول، په هېڅ صورت د افغانستان غميزه نه شي حلولى، موږ ددې هېواد د حل يوازينۍ لار له ټاکلي مهالوېش سره سم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې په خبرو کې وينو.
افغان يون سراسري خوځښت د بهرنيانو ټولې هغه طرحې چې د افغانستان د وېش او د سياسي نظام د ډول په اړه وړاندې کړي او کوي يې، په سختو ټکو غندي او يو ځل بيا له لوديځوالو په کلکه غوښتنه کوي، چې د افغان ولس احساساتو ته دې درناوى وکړي او له دې ډول شومو پلانونو دې لاس واخلي.
دا د افغان ولس حق دى چې د خپل راتلونکې په اړه څه ډول تصميم ونيسي. دا ډول طرحې او پلانونه به د دوى پر وړاندې د افغانانو نفرت زيات او دخپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ازادۍ په خاطر به په ملي پاڅونونو او قيامونو لاس پورې کړي.
افغان يون سراسري خوځښت
کاري او مشورتي جرګه
20/06/1390
يادونه:
په دې ډول له تاسې هر يوه درانه او با احساسه افغان څخه هيله کوو، چې لاندينۍ اعلاميه په نښه شوو پتو ته ولېږئ او له دې پلان سره خپل مخالفت څرګند کړئ. دا د هر يوه افغان مسؤوليت دی چې د خپل هېواد د خپلواکۍ او يو ټوټه توب څخه په هره شته وسيله دفاع وکړي.
ژوندی دې وي د افغانستان مېړنی ولس
مرګ د افغانستان د يووالي په دښمنانو
افغان يون
We Afghan Yoon (Afghan Youth movement) strongly condemn these cowardly actions of the Afghan nation's enemies with the plan, which has been proposed by British Conservative MP and Foreign Office Aide Tobias Ellwood and is under discussion in London and Washington, which would divide Afghanistan into eight separate “kingdoms” that will be overseen by a foreign government.
Who is the British MP sitting in London and deciding for Afghanistan? It should be us, the people of this martyred country, deciding if we want to divide into states or collapse as a nation.
Afghans are not anymore the play tools of enemies, who played with emotions, believes and future of Afghans. We already passed through these stages and have the result.
Once again all Afghans condemned such a move as an unfortunate incident. “This is unfortunate that we are honoring the individuals who tried to divide Afghans and sow hatred among them.
Afghanistan is a country consists of different nations, who lived aside each other as brothers and will live with each other as brother; no one can apart us from each other.
Long live the brave nation of Afghanistan
Death to the enemies of Unity in Afghanistan.
Afghan Yoon
https://email.number10.gov.uk/Contact.aspx
http://www.whitehouse.gov/contact/submit-questions-and-comments
https://www.facebook.com/WhiteHouse?ref=ts
https://www.facebook.com/President.Af
http://www.un.org/en/contactus
محمود سعيد
11.09.2012
د افغانستان د وېشلو پر ضد د افغان يون د هڅو په غبرګون کې توماس ايلووډ افغان يون ته په يوه برېښناليک کې دا خبرې رد کړې دي.
برېښناليک په دې ډول دی:
May I ask if you have actually read the report? With respect, how can you publish a declaration when you have not seen the original document?
The Independent’s comments are highly inaccurate and comment inappropriately and without authorization on a report compiled over 18 MONTHS ago – which makes NO mention of partition or kingdoms.
If you would like to have a discussion about the future of Afghanistan then lets please have one in an adult way – and deal with facts. It is for the Afghan people to determine the country’s future not anyone else. I cannot be plainer than that.
It should not be for me to apologise for the Independent paper – but I am sorry that its irresponsible actions have lead led to understandable offence being taken.
In the light of this - perhaps you would kindly like to reconsider some of your remarks you make below?
Regards
T Ellwood