د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نه عائشه ښه ده، نه ګوله = دوی دې وخوري، یو د بله

میرویس
10.09.2012

نه عائشه ښه ده، نه ګوله = دوی دې وخوري، یو د بله
تولو محترمو لوستونکو ته د میني ډک سلامونه وړاندې کوم
خبریال په خپله پرونی ګنه کې لیکلي چې، د میدان وردګو د ولایت د نرخ په ولسوالی کې، د اسلامي حزب او طالبانو تر منځ په جګړه کې، شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شویدي. رپوټ وایي چې دغه نښته د نرخ د ولسوالی، په عمر خیلو، خواجه بلند، ده خرقه، اول خیلو او په خانجان خیلو کې شویده. رپوټ وايي چې د طالبانو دحملې په مقابل کې د اسلامي حزب جګړه مارانو شپږ طالبان وژلي او یو شمیر نور یې ټپي کړیدي. ددی نه مخکې هم دغو جګړه مارو ډلو په نرخ کې، په خپلو جګړې کړیدي

ګرانو وطنوالو
دیته جهاد وایي، که لړايي ؟ دوی نه یوازي دا چې جهاد نه کوي، بلکه د معصومو مسلمانانو قاتلان هم دي. دوی نه د اسلام پروا لري او نه هم د ولس. دغه ډلې، په محلي او ملي سطح قدرت ته د رسیدو په لاره کي، د هیڅ ډول جنایت د ارتکاب نه سرغړونه، نه کوي.
ولس ته پکار دي چې د خپل سر، مال او عزت د خوندي ساتنې دباره دغه ډلې په رضا او رغبت د خپلو سیمونه و شړي، او په او امن کې خپل ورځنئ ژوند پر مخ بوزي.
څوګ چې د اسلام ددفاع په نامه، په خپلو کې سره وژني، بې ګناه ولس قتلوي، د خلکو په مال او غزت تجاوز کوي همدا کناه یې بس ده
د ملک د ګڼ شمیر ولایتونو، په ډیرو علاقو کې چې ولسونو د طالبانو پرخلاف قیام ګړئ، حق په جانب دي، ځکه چې هغوی هم د طالبانو د ظلمونو د لاسه تر پزې راغلي دي.
نننئ بل خبر دادئ چې د پکتیا دولایت د آریوب په ولسوالی کې هم خلکو د طالبانو پر خلاف پاڅون کړیدي. طالبانو ته پکار دي چې د غفلت د خوب نه را ویښ شي او د خپل مسلمان ولس غوښتنو ته غاړه کیږدي، او د الله او اسلام په لاره روان شی. طالبانو وروڼو بیدار شئ، چاړه هډوکي ته رسیدلې ده. ستاسې د واهي خیالونو ماڼی مخ په ړنګیدو ده. د پیل په غوږ کې بیده یاست. تاسې نور د زرو هغه ګونګړئ نه یاست چې شور به مو کاوه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more