د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دوسلوالو طالبانو اوحزب اسلامى په نښتوکې شپږ وسله وال طالبان وژل شويدى

مومند
10.09.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی

نن سهار می دغه لاندنی خبر ولوستو او په خدای قسم چی د دغو خلکو په جهاد او د اسلام او خپلواکی لپاره جګړو باندی خندا او په عین حال کی ژړا راغله ځکه چی په یوه مخه کی دوی ادعا کوی چی دوی د کافرانو په مقابل او اسلام لپاره جهاد کوی او په بله مخه دوی دواړه افغان، اسلامی ګونډی چی دواړه د اسلامی او خپلواکی لپاره د جهاد ناری وهی او دواړه ګونډونه ځانونه مسلمان ګڼی یو تر بل سره هم نه جوړیږی او یو بل سره هم جګړی او یا جهاد کوی. څوک د دوی نه پوښتنه وکړی چی کافرانو سره خو د اسلامی جهاد پلمه کویی او په ترس کی یی بی بسه او بی وزله ولس هم وژنی خو یو تر بل سره چی جګړی کویی هغه ته څه نوم ایږدی؟ که هغه هم د جهاد په نوم جګړه بولی؟ ستاسو دغو اعمالو له کبله مونږ ټولو ته دا واضح شوی دی چی ستاسو جګړی او جهاد نه د اسلام په لور جهاد بلل کیږی او نه هم د خپلواکی لپاره جهاد دی. ستاسو جهاد صرف قدرت او واکمنی څوکی ته رسیدو لپاره جهاد دی.

((دوسلوالو طالبانو اوحزب اسلامى په نښتوکې شپږ وسله وال طالبان وژل شويدى
9 Sep 2012, 10:51
د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښتو کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد وويل، چې دا جګړه له پرون راهيسې پيل او د شپې تر ناوخته پورې يې دوام درلود.
هغه زياته کړه، چې دغه نښته د نرخ ولسوالۍ په عمرخېلو، خواجه بلند، ده خرقه،اول خېلو او په خانجان خېلو سيمو کې رامنځته شوې دي.
ده وويل، چې په دې نښتو کې ددوى د معلوماتو په اساس شپږ طالبان وژل شوي او يوشمېر ټپيان هم دي.
د نوموړي په وينا، چې لومړى طالبانو د حزب اسلامي پر وسلوالو بريدکړى، چې بيا د حزب اسلامي په ځوابي بريد کې ياد طالبان وژل شوي دي .
د نرخ ولسوال محمدحنيف حنفي ويلې، چې له سيمې څخه دوى ته رسېدلي راپورونه ښيي ، چې په دې نښتو کې اووه طالبان د حزب اسلامي د وسلوالو لخوا وژل شوي دي .ده وويل، چې اوس هم په يادو سيمو کې دواړه وسلوالې ډلې يو بل ته په مورچو کې ناستې دي.
تېره اوونۍ هم په نرخ ولسوالۍ کې د حزب او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله اښتې وه.
وسلوالو طالبانو او ددولت مخالف حزب اسلامي ډلې تراوسه پورې ددغو نښتو په اړه څه نه دي ويلی)).

بيا په خپلو کښي جنګيږي پښتانۀ

بيــــا په خپـــــلو کښي جنـــګيږي پښتانــۀ
بيــــا په ســــرو ويــنو لمـــبــــيږي پښتانــــۀ

څنګه جنګ دے چه انجام ته نه رسيږي
خدايـــــــــه څومره به قتلـــيږي پښتـــانـــۀ

اور پـــه هر ځاے د نړۍ دے لـــګــــيدلے
خو پکــــــښې فـقط سوزيـــــږي پښتانـــۀ

نه څوک امن راولي د دوئي تر منځه
نه په خپلو کښي پوهيږي پښتانۀ

دوستان نه لري بدبخته ازلي دي
د دښمن په چال غورزيږي پښتانۀ

نه ئې پوهه شته نه علم او نه عقل
خدايه !!کله به سميږي پښتانۀ

نه ئې ګټه د ايمان شته نه د خاورې
هيڅ بې هيڅه خاوري کيږي پښتانۀ

د نړۍ قامونه وختل اسمان تۀ
ورځ تر ورځې لاندې کيږي پښتانۀ

په درناوی

مومند


pattang
10.09.2012

داخبرې د cia ځيره خواره کوي او هغوی به طبعا د حزب اسلامي پلوي کوي چې
داربکيانو ه په جوړولو کې له فاسد دولت سره مرسته کوي !
چې ٧ نفره طالبان مړه شول نو د حزب اسلامي څو نفره ???????????
که صليبيان ورک شي حزب اسلامي به هم ورک شي څکه چې ګلبدين د کابل په
ورانولو کې د جنګي جنايتکاانو له ډلې بلل کېږي بايد محاکمه شي !

نالت په اربکيزم!


مومند
11.09.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
پتنګه وروره
تاسو سره خو بس یواځی دغه یو ټکی شته دی او هغه دا چی ((داخبرې د cia ځيره خواره کوي)) بل کوم منطق او دلیل تاسو سره نښته که څنګه؟
وروره حزب اسلامی او طالبان خو دواړه د دوی دښمنان دی او د دوی یو بل سره جګړه یواځی دا ثابتوی چی دواړو ډلو قدرت او څوکی لپاره جنګیږی . د دوی هڅی قدرت او واکمنی ته رسیدو لپاره دومره ډیر شوی دی چی حتی د یو بل د وژلو څخه هم دریغ نکوی. حتی که یو مجاهد بل مجاهد سره جګړه وکړی او ویی وژنی، په هره قیمت چی وی غواړی یی. هر څوک چی هره موضوع په هکله دلته بحث پیل کړی تاسو همدغه خبری کوی او بس. دا ټول نیګړتیاوی او بد مرغیو چی زمونږ په خلکو باندی راځی او راغلی دی خو ټول د نورو په غاړه کی نشو اچولی وروره. تر څو به مونږ په دغه پلمه چی زمونږ په هیواد کی دا ټولی شخړی د بل خلکو لخوا کیږی او نور خلک یی مسول دی لاس پر زنه کینو؟ ځکه چی نغواړو لاس له زنی نه ایسته کړو او خپل ګناه او جاهلیت باندی اقرار وکړو او لا اقل په هیواد کی د یو څه نا څه شخړو مسولیت په ځان واخلو او پری اعتراف وکړو. زمونږ هیواد به هیڅکله ودان او آرام نشی تر هغه وخت پوری چی مونږ پخپله د هیواد په مقابل کی خپل ځانونه مسول ونه ګنو او خپلی مسولیتونه د بل په غاړه اچولو نه لاس وانخلو.

په درناوی

مومند


pattang
11.09.2012

مومنده وروره سلامونه !
زمونږ پښتانه تاريخي عنعنات لري او هغه دا چې لېوني ته هوښيار او هوښيار ته
لېونی وايې ! دمنطق له کليمې به لرې ګرځو ! خو د عامې خبرې په منطق مې منطقي حقائق ليکلي دي ، که ته ژور فکر ورته وکړې !
دطالبانو په وخت کې حزبې اسلامي چېرې وو ?
حزبې اسلا مې اوس ولې راپيدا شه او غړي يې چېرې ناست دي ! ==> نيمايې
له کرزي سره او يو څه له ګلبدين سره !
راغلو cia ته :
cia يو دولت په دولت کې ده او يوه مرکزي هسته ددولت جوړوي ، cia پوهنتونونه
لري، اصلحې جوړوي ، او امتحانوي يې ، cia دامريکې راتلونکې سياسي او اقتصادي باندېنۍ ستراتېګي ټاکي او د امريکې اولس مشر يې داسې ساتلی دی
لکه يو بزو په قفس کې چې بې له cia هيڅ نشي کولی .
اوس خو پوه شوې چې زه ولې cia يادومه او ليکم يې !
دنورو خبرو دې زه پلوي کوم ، جنګ هر وخت دحل لاره نده !

[quote:b4c8715f13="مومند"]تاوده سلامونه او نیکی هیلی
پتنګه وروره
تاسو سره خو بس یواځی دغه یو ټکی شته دی او هغه دا چی ((داخبرې د cia ځيره خواره کوي)) بل کوم منطق او دلیل تاسو سره نښته که څنګه؟
وروره حزب اسلامی او طالبان خو دواړه د دوی دښمنان دی او د دوی یو بل سره جګړه یواځی دا ثابتوی چی دواړو ډلو قدرت او څوکی لپاره جنګیږی . د دوی هڅی قدرت او واکمنی ته رسیدو لپاره دومره ډیر شوی دی چی حتی د یو بل د وژلو څخه هم دریغ نکوی. حتی که یو مجاهد بل مجاهد سره جګړه وکړی او ویی وژنی، په هره قیمت چی وی غواړی یی. هر څوک چی هره موضوع په هکله دلته بحث پیل کړی تاسو همدغه خبری کوی او بس. دا ټول نیګړتیاوی او بد مرغیو چی زمونږ په خلکو باندی راځی او راغلی دی خو ټول د نورو په غاړه کی نشو اچولی وروره. تر څو به مونږ په دغه پلمه چی زمونږ په هیواد کی دا ټولی شخړی د بل خلکو لخوا کیږی او نور خلک یی مسول دی لاس پر زنه کینو؟ ځکه چی نغواړو لاس له زنی نه ایسته کړو او خپل ګناه او جاهلیت باندی اقرار وکړو او لا اقل په هیواد کی د یو څه نا څه شخړو مسولیت په ځان واخلو او پری اعتراف وکړو. زمونږ هیواد به هیڅکله ودان او آرام نشی تر هغه وخت پوری چی مونږ پخپله د هیواد په مقابل کی خپل ځانونه مسول ونه ګنو او خپلی مسولیتونه د بل په غاړه اچولو نه لاس وانخلو.

په درناوی

مومند[/quote:b4c8715f13]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more