نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
صبر تریخ دئ، خو حاصل یې شرین دئ
اتل
10.09.2012
صبر تریخ دئ، خو حاصل یې شرین دئ
پتمنو او عزتنو، کړیدلو او دردیدلو خویندو وروڼو د پښتني مینې او محبت ډک سلامونه اواحترامونه مې ومنئ
د افغانستان په ټول ملت، په تیره بیا په پښتون ولس ډیرې خواری راغلي او ډیر زحمتونه یې پدې هیله ګاللي، چې دنیوي او اُخروي آینده یې سمه شي. دا خبره ریښتا ده چې په هره تیاره پسې رڼا شته اوهره پدیده پیل، اوج، یا انتها ته رسیږي او بیا مخ په ځوړ ځي، او سقوط او زوال کوي
زموږ محترم وروڼه طالبان صاحبان هم لکه چې پدې طبیعي رمز او سیر پوهیدلي دي، او دی نتیجې ته رسیدلي دي چې، ددوي کاراوایي د غلیان حد ته رسیدلې او اوس ددې وخت راغلئ دئ، چې د سقوط نه یې بچ کړي، او مخکي ددې چې حاصل یې خوسا شي، ګټه ترې واخلي.
داسې ښکاري چې نن سبا القاعده کمزورې شویده، او طالبان اوس ددې جوګه دي چې ځان تري ګوښه کړي، او د خپل ملک او اسلام علیا ګټې تامین کړي. د برطانیې
Royal United Services Institute)RUSI د برطانیې(
د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو په حواله وايي چې ملا محمد عمر د سیاسي حل د پاره د اور بند ټینګیدل ضروري بولي. د برطانیې ددي ټولنې په رپوټ کي د ا لاندي مطالب راغلي دي
==========================================================
په اساسي توګه په کال ۲۰۱۴ کې د بهرنیو سرتیروتروتلو وروسته وسیاسي موافقې ته تیار دي، په شرط ددي چې، هغوی د افغاستان په واکداري کې ور شریک شي. ددې تحقیقاتي ټولنې په حواله، په خبروکې راغلي دي چې، دې ټولنې په تیرو نژدې وختو کې د طالبانو د لوړ پوړو کسانو سره خبرې کړیدي، او هغوی په تیرو وختو کې دالقاعدې سره، پرخپل تړاو پښیماني ښودلې ده او څرګنده کړې یې ده چې، که ملا محمد عمر موافقه وکړي، طالبان به د القاعدې نه په رسمي توګه ځان جلا کړي او په سرتاسري افغانستان کې به د اوربند موافقه وکړي. پدې خبر کې دا هم راغلي دي چې طالبان تیاردي، د امریکا د اوږد مهاله شتون سره په افغانستان کې موافقه وکړي، پدې شرط چې د افغانستان استقلال او د افغان دین او مذهب ته صدمه ونه رسوي.
Re: صبر تریخ دئ، خو حاصل یې شرین دئ
pattang
10.09.2012
[quote:a3e261af88]
په اساسي توګه په کال ۲۰۱۴ کې د بهرنیو سرتیروتروتلو وروسته وسیاسي موافقې ته تیار دي، په شرط ددي چې، هغوی د افغاستان په واکداري کې ور شریک شي. ددې تحقیقاتي ټولنې په حواله، په خبروکې راغلي دي چې، دې ټولنې په تیرو نژدې وختو کې د طالبانو د لوړ پوړو کسانو سره خبرې کړیدي، او هغوی په تیرو وختو کې دالقاعدې سره، پرخپل تړاو پښیماني ښودلې ده او څرګنده کړې یې ده چې، که ملا محمد عمر موافقه وکړي، طالبان به د القاعدې نه په رسمي توګه ځان جلا کړي او په سرتاسري افغانستان کې به د اوربند موافقه وکړي. پدې خبر کې دا هم راغلي دي چې طالبان تیاردي، د امریکا د اوږد مهاله شتون سره په افغانستان کې موافقه وکړي، پدې شرط چې د افغانستان استقلال او د افغان دین او مذهب ته صدمه ونه رسوي.[/quote:a3e261af88]
چې يو امريکايې اشغالګر لا پاته وي جنګ به روان وي ،
اوږد مهاله شتون دڅه لپاره ولې ????????????????
مونږ خو د دچټلو قاتلينو په نکاح شوې ښځې نه يوو
نالت د cia په پروپا ګنده ده !