نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو ته عظیه خطره
اتل
06.09.2012
طالبانو ته عظیه خطره
ګرانو او محترمو لوستونکو، د مینې او خلوص سلامونه مې ومنئ
کله چې د غزني د ولایت د اندړو د ولسوالي نه د طالبانو د زور زیاتي په مقابل کې ولس پاځون وکړ، ګڼ شمیر دوستانو وویل چې دا حکومتي اربکیان دي. خو اوس دې پاڅونونو یو شمیر ولایتونو او ګڼ شمیر ولسوالیو ته هم لار پیدا کړيده، او طالبان کوښښ کوي چې په ځینې ولسوالیو کې د خپلو ملګرو ناوړه اعمال تائید کړي او د اصلاح په برخه کې یې خبرې کوي، تر څو خلک د طالبانو سره د مخالفت نه لاس واخلي.
خدمتګر په خپله نننی ګنه کې پدي ارتباط دا لاندې مطلب چاپ کړپدئ
=============================================
ناټو افغان پاڅونوالو ته خوشاله ده
پنجشنبه ١٦ وږی ١٣٩١ ساعت ٠١:٠٠
كابل- خدمتګار
په افغانستان كې د ناټو ځواكونو امريكايي قوماندان جنرال جان الن په مختلفو ولايتونو كې د وسله والو طالبانو ضد ولسي پاڅون هركلى كوي.
نوموړى وايي، پاڅونوال پخپلو كې همغږي نه دي او نه هم له افغان حكومت سره كومه اړيكه لري، خو تمه ښيي چې دا پاڅونوال سره يو شي او وسله والو طالبانو ته په لوى خطر بدل شي.
هغه په افغانستان كې دا پاڅونونه د عراق په الانبار ولايت كې له القاعده سره د خلكو ستونزو ته ورته بولي چې د مخنيوي لپاره يې ولس د ويښتيا شوراوې جوړې كړې.
جنرال جان الن پرون فارين پاليسي ته دا هم ويلي، دا د هڅو لپاره خورا مهم وخت دى، د طالبانو ناوړه کړنې او د افغان ولس دا غوښتنه چې امنيت ولري، ډېره څرګند او مهم دى لكه د عراق په الانبار كې چې خلكو ورته برخليك درلود.
د هغه په خبره، په الانبار ولايت كې هم خلك د امنيت د ټينګولو لپاره خپله لاس په كار شول لكه اوس چې په افغانستان كې په مختلفو ولايتونو كې ولس د امنيت ټينګولو لپاره د طالبانو ضد پورته شوي دي.
د وسله والو طالبانو ضد پاڅون نږدې شپږ مياشتې مخكې د غزني په اندړ ولسوالۍ كې د ښوونځيو پرانستلو لپاره پيل شو. وروسته خلكو په لغمان كې له برېښنا سره د طالبانو مخالفت له امله د دې ډلې وسله وال ووژل چې يو پاکستاني جنرال هم په کې شامل او بیا د هغه مړی پاکستان ته وسپارل شو. همدارنګه په پكتيا كې خلكو د ميرزكې ولسوالۍ په بريد كې له حكومت سره مرسته وكړه، او له طالبانو يې وژغورله. اوس ورته پاڅونونه په ننګرهار، كندهار او کاپیسا كې هم شوي دي
Re: طالبانو ته عظیه خطره
pattang
06.09.2012
که اندړان او يا دانوريې دومره غيرتي خلک وي نوولې د صليبي اشغالګروپه مخ کې نه پورته کېږي ?? چې وطن يې اشغالکړی او په ننګ اوناموس يې مستقيم تعرض کړی ، قانون او عدالت يې په خپل لاس کې اخيستي دي خو دالر يې د جنګي جنايتکارواو جاسوسانو په خوله کې منډلي دي !
داپاڅون يو دالري او اربکي پاڅون دی چې دالر نوي ټس به يې خيځي اربکيان
مکتب او نور شيان نه ساتي هغوی دالر ساتي !
اربکيان داسې شخصتونه دي لکه اسدالله خالد!
[quote:a68b4750b8="اتل"]طالبانو ته عظیه خطره
ګرانو او محترمو لوستونکو، د مینې او خلوص سلامونه مې ومنئ
کله چې د غزني د ولایت د اندړو د ولسوالي نه د طالبانو د زور زیاتي په مقابل کې ولس پاځون وکړ، ګڼ شمیر دوستانو وویل چې دا حکومتي اربکیان دي. خو اوس دې پاڅونونو یو شمیر ولایتونو او ګڼ شمیر ولسوالیو ته هم لار پیدا کړيده، او طالبان کوښښ کوي چې په ځینې ولسوالیو کې د خپلو ملګرو ناوړه اعمال تائید کړي او د اصلاح په برخه کې یې خبرې کوي، تر څو خلک د طالبانو سره د مخالفت نه لاس واخلي.
خدمتګر په خپله نننی ګنه کې پدي ارتباط دا لاندې مطلب چاپ کړپدئ
=============================================
ناټو افغان پاڅونوالو ته خوشاله ده
پنجشنبه ١٦ وږی ١٣٩١ ساعت ٠١:٠٠
كابل- خدمتګار
په افغانستان كې د ناټو ځواكونو امريكايي قوماندان جنرال جان الن په مختلفو ولايتونو كې د وسله والو طالبانو ضد ولسي پاڅون هركلى كوي.
نوموړى وايي، پاڅونوال پخپلو كې همغږي نه دي او نه هم له افغان حكومت سره كومه اړيكه لري، خو تمه ښيي چې دا پاڅونوال سره يو شي او وسله والو طالبانو ته په لوى خطر بدل شي.
هغه په افغانستان كې دا پاڅونونه د عراق په الانبار ولايت كې له القاعده سره د خلكو ستونزو ته ورته بولي چې د مخنيوي لپاره يې ولس د ويښتيا شوراوې جوړې كړې.
جنرال جان الن پرون فارين پاليسي ته دا هم ويلي، دا د هڅو لپاره خورا مهم وخت دى، د طالبانو ناوړه کړنې او د افغان ولس دا غوښتنه چې امنيت ولري، ډېره څرګند او مهم دى لكه د عراق په الانبار كې چې خلكو ورته برخليك درلود.
د هغه په خبره، په الانبار ولايت كې هم خلك د امنيت د ټينګولو لپاره خپله لاس په كار شول لكه اوس چې په افغانستان كې په مختلفو ولايتونو كې ولس د امنيت ټينګولو لپاره د طالبانو ضد پورته شوي دي.
د وسله والو طالبانو ضد پاڅون نږدې شپږ مياشتې مخكې د غزني په اندړ ولسوالۍ كې د ښوونځيو پرانستلو لپاره پيل شو. وروسته خلكو په لغمان كې له برېښنا سره د طالبانو مخالفت له امله د دې ډلې وسله وال ووژل چې يو پاکستاني جنرال هم په کې شامل او بیا د هغه مړی پاکستان ته وسپارل شو. همدارنګه په پكتيا كې خلكو د ميرزكې ولسوالۍ په بريد كې له حكومت سره مرسته وكړه، او له طالبانو يې وژغورله. اوس ورته پاڅونونه په ننګرهار، كندهار او کاپیسا كې هم شوي دي[/quote:a68b4750b8]