نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اتومي قیامت
میرویس
06.09.2012
قدرمنو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
خبریال پخپله نننی کڼه کي لیکلي چې د پاکستان طالبانو ادعا کړي، چې دهغه ملک د لاهور اتومي تاّسیسات یې محاصره کړیدي. د پنجاب د ایالت د پوځ او پولیسو سر چینې د طالبانو دغه ګواښ ډیر جدي ګڼي، او د سمد ستي رفع کیدو غوښتنه یې کوي
محترمو لوستونکو!
تاسې څه فکر کوئ، چې که اتومي وسلې، د طابانو لاس ته ور شي، څه به پرې وکړي، او عواقب به یې څه وي؟
آیا، دوی به د اکار د الله لخوا ددوی سره مرسته ونه ګني، او وبه نه وايي چې که د پاک الله رضا نه وای، نو موږته یې دا نصرت، نه را په برخه کاوه. کله چې یې موږ ته دا برئ را په برخه کړ، نو رضا او اراده یې هم داده چې پر دښمن یې استعمال کړو.
دا چې دوی څوک خپل دښمن ګڼي، اوس دوی د خپلو حملو او دماکو په وجه ثابته کړه، هر هغه څوک چې ددوی سره موافق ندي، خپل دښمنان یې ګڼي او وژني يې.
دوی دا ثابته کړیده، چې په خپلو عملیاتو کې حتی د خپلو متحدینود مرګ او ژوند پرړا هم نه کوي.
آیا، طالبان به دا اتومي وسلې څنګه استعمال کړي؟ آیا، داسې عامه تباهي به جوړه کړي، چې پخپله دوی هم پکې لولپه شي؟
آیا، دابه څه ډول وسلې وي، دانتقال قابلیت به ولري، چې نورو ملکونو ته یې یوسي، ا وټوله نړی یو ځل بیا زموږ سره دښمنه کړي؟
آیا، دوی به دا وسلې په بل چا هم خرڅي کړي؟
په سیمه کې به یې استعمال کړي، او که ددې وسلو د استعمال د ګواښ په وجه به، ددنیا نه باج اخلي، او نړبوال تیروریزم به پراخ کړي؟
آیا، تاسې نړیوال تیروریزم، مذهبي افراطیت، بنیاد ګیرايي او بین المللي هیژموني او استعمار د بشریت ستر دښمن ګڼئ، او فکر کوې چې، دغه ډول حریصان به باالاخره بشریت د تباهی ګودال ته واچوي؟
په ډیردرنښت