نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ما خو جوړولې، لکه چې ومې غځولې
میرویس
05.09.2012
ډیرو پتمنو، عزتمنو او په وطن او دین مینو وطنواو، اسلام علیکم ورحمت الله
زه ددې قلاوې پر سر او پای پوه نشوم، کومک راسره وکړئ، سر مې پرې خلاص کړئ. دا یوه معماده، او طالبان په لوی لاس خپله پښه په طبر وهي اوهر څه په اوبو کې لاهو کوي؟
دا طالبان دي چې ضد او نقیض خبرې کوی او که په ځان ملندې وهي، او که یې د ملک او ملت په بیه کومه لویه لوبه روانه کړيده؟ ستاسې د نظرونونو په تمه
=============================================
د خونړۍ جګړې پیلامه
Wednesday, 09.05.2012, 08:26am (GMT)
د طالبانو محلي قوماندانانو ویلي، د دوی له ادرسه د ښوونځیو او ښوونکو د ګواښلو فتوا پارونکې او د دوی د قربانیو په ضرر ده.
له محور ورځپاڼې سره په دوو ځانګړو مرکو کې د طالبانو سیمه ییزو قوماندانانو له کوټې شورا څخه د طالباني تحریک په عنوان د راغلې فتوا په اړه سخت غبرګونونه ښودلي دي.
په فتوا کې ښوونځي او ښوونکي ګواښل شوي، چې ګویا په ډالرو تمویلېږي، خو دغو طالب قوماندانانو فتوا پارونکې بللې او خپلو هغو طالب جنګیالیو ژوند ته یې ګواښ بللی، چې په کلیو کې د عامو خلکو دیوالونو تر شا پټ دي، په کلیوالو حجرو کې ډوډۍ خوري او د افغان دولت او بهرنۍ نړۍ پر ضد یې جګړه پیل کړې ده.
((پدې فتوا سره طالبانو له افغان ولس سره جګړه اعلان کړه، ځکه ښوونځي د ولس ملکیت دی، د هر کور ماشوم حتی د طالب د کور ماشوم هم پکې زده کړې کوي. د خدای د فرایضو د زده کړې پر ضد فتوا د دین او ملي نوامیسو پرضد د جګړې اعلان دی.))
په لوګر کې ملا رحیم الله محور ته ویلي:((موږ له ولس سره د دښمنۍ زور نلرو، زموږ ماشومان هم همدغو ښوونځیو ته ځی، د ځینو طالبانو په کړنو له وړاندې ولس له اسلامي تحریک سره فاصله نیولې، خو دا فتوا به په طالبانو پسې ولس راپاڅوي.))
د ملا رحیم الله ملګری محمد سلیمان رحماني بیا وایي:(( دا داسلامي تحریک فتوا نده، دا توطیه ده، که چیرې طالبان داسې اعلان کوي، نو ډېر طالبان به له جګړې لاس واخلي او زموږ پر ضد به ودرېږي.))
ایله دوه اونۍ وړاندې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اختر په پیغام کې له خپلو جنګیالیو غوښتي و، چې په ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو له بریدونو ډډه وکړﺉ.
هغه پیغام او دا فتوا چې دواړه د طالبانو په ادرس رسنیو ته استول شوې، د طالبانو په منځ کې د کاواکه دریځونو او خپلسرۍ ښکارندویي کوي. افغان رسنیو داسې شواهد تر لاسه کړي، چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې آی ایس ای په افغانستان کې د ملي تاسیساتو پر ضد د فتوا صادرلو لپاره د طالب قوماندانانو په ملاتړ راټولولو بوخت وو.
دغه فتوا چې بیا هم له کوټې څخه صادره شوې د شنونکو په باورد طالباني بهیر د جوړښت په اړه ګڼ سوالونه را ولاړولی شي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکتر فیض محمد ځلاند وایي:(( دا نه اسلامي انګېزه ده
او نه هم د نړیوالو اصولو سره سمون لري، هغه ځکه که چېري طالبان هم حکومت ترلاسه کړي، نو د نړیوالې ټولنې د مرستې پرته هېڅ هم نشي کولای.))
خو افغان شنونکی محسن هادي وایي:((پاکستان له امریکې سره د طالبانو د پروژې د ختمولو پر سر موافقې ته رسېدلی او دا په ولس کې د دوی د بدنامۍ لومړنی ګام دی، یا به طالبان د ښوونځیو د دښمنانو پر ضد جګړه اعلانوي او یا به همدغه فتوا په ولس کې د دوی د رول ختمولو تر ټولو ښه انګېزه وي.))
د پوهنې وزارت چارواکو ویلي:((د افغانستان تعلیمي نصاب په دیني او ملي اساساتو ولاړ دی، زموږ ښوونکي هغه اتلان دي، چې د اور په لمبو کې ښوونځیو ته تللي دي او زموږ زده کوونکي د همدغو اتلانو بچیان دي، که هرڅوک په افغانستان کې د تعلیم پر ضد هر ډول حرکت کوي، دا له افغانستان سره د جګړې اعلان دی او د افغانستان دښمنان چې موږ او تاسو ټول یې پېژنو جوړ، لوستی او په خپلو پښو ولاړ افغانستان نه غواړي.))