د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

که شپه تیاره ده، مڼې هم په شمار دي

اتل
05.09.2012

خویندو، میندو او ګرانو وروڼو اسلام علیکم
زمونږ د ملک په روانه غمیزه کې، نن سبا دداسې زړه بوګنونګو خائنانه جنایتونو د ارتکاب لړی روانه ده، چې انسانیت، اسلامیت او افغانیت ته توهین دئ، او ددې اعمالو مرتکبینو انساني، اسلامي او افغاني هویت د لاسه ورکړئ. دوي یا د بې ګناه صغیرانو سرونه وهي، یا ډله ایزه سرغوڅونې کوي، یا په قبرونو کې بمونه ږدي او یا هم لکه د ننګرار د دُربابا د ولسوالي غوندې د جنازي په وخت کې مسلمانان په ځان مرګي بمونو کې الوزوي او د ډله ایزو قتلونو مرتکب کیږي
دغه ډول عظیم جنایتونه یا د ابلیس پیروان، لیونیان، بې وجدانه جنایت کاران، د انسانیت، اسلامیت او افغانیت غلیمان کوي او یایې هغه جګړه ماران کوي، چې د جنګ د ګټلو امید یې له لاسه ور کړئ وي، او غواړي چې لدې لارې په ولس کې ویره او ترهه واچوي او د بې ګناه ولس نه د خپلو کرغیړنو اوناکامو اعمالو کسات واخلي. که څه هم چې تر اوسه پورې ددې المناکې فاجعی مسؤلیت تر چا په غاړه ندئ اخیستئ، خو خلک ښه پوهیږي چې دځان مرګي کلتورعربو زموږ ملک ته راوړ، او مسؤل يې هم هغه څوک دي چې لا هم د هغوی ننګه کوي. طالبانوهم ندي ویلي چې دا کارنامه ددوی وه، خو په تیرو وختو تل طالبانودغسې ترحم په مسلمان ملت پیرزو کړیدئ.
افغان ولس خپل دښمن ښه پېژني. (که شپه تیاره ده، مڼې هم په شمار دي)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more