اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د تقليد په تیارو کي لار ورکو ته یو روڼ مشال
حذيفه
03.09.2012
مظهري به لاندي سوې پوښتنې لومړی له خپل دروند امام صیب څخه په سند ثابتوي او بیا به د هرې مسلې سرچینه له قران او حدیثو څخه هم معلوموي ، که يې دا کار وکړ نو مظهري په خپل مذهب کي رښتنی دئ او که يې ونه کړ نو پوه سئ چي نه يې په وس کي سته نه يې کولای سي ، په خپله دعوه کي رښتنی نه دئ او هرڅه يې یوازي افواهې دي .
الله تعالي وايي:
فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (البقره : ۲۴)
که مو دا کار ونه کړ او هيڅکله به يې ونه کړې نو له هغه اوره وډارسئ چي د سون توکي يې خلک او تيږې دي چي د کافرانو لپاره تیار سوی دئ.
اوس به موږ وګورو چي مظهري په خپله دعوه کي څومره رښتنی خیژي ، څومره پر اصولو موافق درومي ، ایا رښتیا هم د ی خپل مذهب ته ژمن دئ ، له امامه سند راوړي ، له قران او حدیث څخه یادې مسلې ثابتوي ؟
سَنَنْظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنْتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (۲۷)
ژباړه:ژر به موږ وګورو چي ته رښتنی يې او که د دروغجنو له ټولۍ يې.
له مظهري زما پوښتنې:
۱) – تاسو اسلام ولي پر څلورو مذهبونو وېشلی دئ ؟ د الله واحد دين دئ تاسو ته يې د وېشلو اجازه چا در کړه؟ په داسي حال کي چي الله وايي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا(ال عمران :۱۰۳)
ژباړه: او ټول د الله پر رسۍ منګولې ښخې کړئ او تفرقې مه کوئ.
دا مذهبونه که ډلې نه وي نو څه دي؟ ایا د رسول الله په زمانه کي وه ؟ که نه وه نو بیا يې تاسو دين ولي بولئ؟ که د حدیثو تعدد تاسو څلور مذهبونو ته اړ کړي یاست نو بیا پنځم چا منعه کړی دئ؟ ولي تر دې کم نه دي او یا ولي زيات نه دي؟ دا د څلورو حد يې چا متعین کړی دئ؟
خو تاسو په دې دعوه کي هم رښتني نه یاست ځکه ستاسو کتاب ليکي:
ومن قال : القرآن مخلوق وأراد به الکلام النفسي القائم بذاته تعالى كما هو مذهب الكرامية والحنابلة يكون كافرا ؛ لأنه نفى الصفة الأزلية . (ابوالمنتهى شرح فقه اكبر صـ 21).
که څوک د الله د ازلي او صفتي کلام په اړه ووايي چي مخلوق دئ نو دا کافر دئ لکه کرامیه او حنابله ځکه په دې سره يې د ازلي صفت نفې وکړه.
اوس ته ووايه ایا څلور مذهبونه حق دي؟ دا دومره دروغ مه څنګه زده کړي دي؟ خلکو ته په سترګو کي خاورې ولي پاشئ! تاسو يې کافران بولی .
د نور الانوار ليکوال په مبحث الاهلیه کي ليکي:
وجهل من خالف فی اجتهاده الکتاب کجهل الشافعي فی حل متروک التسیمه عامدا قیاسا علی متروک التسمیه ناسیا.(نور الانوار مبحث الاهلیه مخ : ۳۰۰)
یعني او د هغه چا جهل چي اجتهاد يې له کتاب الله سره مخالف وي لکه د امام شافعي رحمه الله جهل چي د بسم الله په قصد پرېښول يې پر هېره ایله کولو قیاس کړی دئ.
اوس مو وليدل چي امام شافعي غوندي ستر امام ته د مظهري امام ملا جیون د نور الانوار ليکوال جاهل وایي ، دا د مذهبونو د اختلاف نتيجه ده چي ستر امامان يې په کي سپک کړل ، مظهري ! ته ولي دې خپل امام ته نه ګورې چي د امام شافعي په اړه يې څه ويلي دي؟ ایا دا کتاب به تا نه وي ويلی ؟ دا خبره يې د انصاف ده او که بې انصافي؟ غلطه ده که سمه؟ شافعي ښه عالم وو که د نور الانوار ملا؟ په انصاف سره پرېکړه وکړه که ستا مذهبي ملا پر غلطه وي نو په ډاګه ووایه چي تعصب يې سترګې ړندې کړې دي او ځکه يې داسي لوی امام ته سپکونکې خبرې کړې دي.
بل ځای بیا داسي ليکي:
قال الشيخأبو حَفْصٍ في فَوَائِدِهِ لَا يَنْبَغِي لِلْحَنَفِيِّ أَنْ يُزَوِّجَ بِنْتَهُ من رَجُلٍ شَفْعَوِيِّ الْمَذْهَبِ
وَهَكَذَا قال بَعْضُ مَشَايِخِنَا وَلَكِنْ يَتَزَوَّجُ بِنْتَهمْ
زَادَ في الْبَزَّازِيَّةِ تَنْزِيلًا لهم مَنْزِلَةَ أَهْلِ الْكِتَابِ(البحر الرائق کتاب الصلاة باب الوتر والنوافل :۲/ ۴۹ )
یعني شیخ ابو حفص په فوائدو کي وايي چي حنفي مذهبه دي شافعي مذهبه ته لور نه ور کوي او دا خبر زموږ نورو مشایخو هم کړې ده بلکي د شافعيانو لوڼې دي ځني غواړي ، بزازیه وايي چي شافعیان لکه اهل کتاب داسي دي ،( نو ځکه يې لور غوښتای سي او خپله نه سي ور کولای.)
اوس وینئ چي شافعيان يې لکه اهل کتاب داسي بللي دي ، نو دا خبره يې حق ده که وروسته چي له دې خبرې يې ځان پېچلی دئ؟ بزازیه دي حق وايي که بحر ؟ کوم یو دي پر ناحقه دئ؟
څلور مذهبونه تاسو حق ګڼئ؟ حنابله کافران ول ، شافعي جاهل وو ، ستا مشايخو همدا فتوا در کړې ده چي ستا لور شافعي ته مه ور کوه ځکه هغوئ اهل کتاب دي او تاسو يې ځني غواړئ ، نو همدا حقيت دئ؟
ستا ایمان دا ایجابوي چي شافعي دي جاهل وي خو ستا ليکوال دي په پوه وي؟ ولي يې دا د شافعي رحمه الله يوه اجتهادي تېروتنه نه بلله چي د جهل لفظ يې ورته کارولی دئ؟ دا ستا د مشرانو احترام او درناوی دئ؟
بیا دي د احترام او درناوي خبرې وا نه ورم ! د اصحابو په اړه دي هم بیا د همدې نور الانوار خبره را اخلم ، ستاسو احترام او درناوی ماته ښه معلوم دئ زه مو په پټواو په لوڅو خبر یم ، که وخت راسره مصاعده وکړه ان شاء الله له ډېرو شیانو به پرده پورته کړم . ستا د مذهب اصلي څېره به هم خلکو ته په واضح ډول ښکاره کړم ، ستا ملګري به بیا وپوهېږي چي اصله خبره څه ده او موږ په کوم لوري روان سوي يو.
مهرباني وکړه د قران او صحيحو احادیثو په رڼا کي يې ځواب ووایه.
۲)- څلور مذهبونه حق دي ، د دې لپاره څه دلیل دئ؟ څنګه داسي متضاد شیان حق کيدای سي چي په يوه ځای کي يې جمع کول امکان نه لري؟ په يوه مذهب کي يو شی حرام وي بل یې حلال بولي ؟ کوم يو حق دئ؟ یو يې سنت بولي بل يې بدعت اوس ته ووايه دواړه حق کېدای سي ؟ یعني یو شی هم د دې امت یو شمېر خلکو ته حلال دئ خو نور ته بیا حرام دئ ؟ دا په کوم دلیل؟
که شافعي امام لمونځ کاوی وینه ترې تویده د هغه لمونځ روا دئ خو د حنفي مذهبه لمونځ نه دئ روا ، په څه دلیل ؟ کوم یو اسلام دئ او کوم یو غلط دئ؟ ولي د یوه په حق دين دئ او د بل په حق کي ناروا؟ ایا رسول الله په خپل ټول ژوند کي کوم سړی د اسلام پر يوه عمل وهلی دئ ؟ ایا منعه يې ترې کړې ده؟ ایا خلکو ته يې دين تقسیم کړی دئ؟ که نه وي نو تاسو يې ولي کوئ؟.
شافعي که خپل ذکر ته لاس ور وړي نو اودس يې مات دئ او حنفي که يې ور وړي نه دئ مات نو اوس کوم یو حق دئ ؟ شافعي په هغه امام پسي لمونځ نه کوي چي ذکر ته لاس ور وړي ، نو ته ووایه کوم لوری اسلام بللای سو او کوم یو يې تېروتنه؟.
۳)- تاسو چي د کوم مذهب دعوه کوئ نو ایا تر امام صیب پوري يې سند لرئ؟ کومې مسلې چي تا ماته وړاندي کړې اوس يې نو له امام صیب څخه په صحيح سند ځواب را وړه ! ته خو د همدې دعوه کوې چي د امام صیب مقلد يې نو هغه پوښتنې او ستا د فقهې اصول دي هم له امام صیب څخه ثابت کړه بیا يې زه در سره منم که نه نو دعوه دي هم دروغ ده او ته هم دروغجن يې ، نه له امام صیب څخه سند لرئ ، نه يوه امام د نړۍ تولو مسلو ته ځواب ویلی دئ ، نه دا کار د انسانانو په وس کي دئ ، ځکه هغوئ په خبر نه دي چي وروسته څه پېښېږي ؟ نو په داسي حال کي به هغوئ ته څه معلومه سي چي راتلونکی څه مسلې زېږوي او دوئ به يې په دې حالت کي څه ځواب وکړي؟.
تر ټولو ښه مثال يې پر ديني کارونود اجرت اخیستلو دئ چي تاسو يې اوس روا بولئ خو امام صیب حرام بللی وو ، نو تاسو همدا خبر کوئ چي که هغه اوس وای خپله خبره به يې اخیستې وای ، له دې څخه معلومېږي چي له الله پرته د د نړۍ ټولو مسلو ته انسانان ځواب نه سي ویلای ، که امام صیب د راتلونکي په مسلو خبر وای نو بیا يې ولي دا مسله نه ده درته حل کړې او تاسو مجبور سواست چي د مذهب له مسلې مخالفت وکړئ ، په دې اړه مي وروسته حواله در کړې ده چي تاسو وایاست که امام صیب اوس وای نو د حلت فتوا به يې ور کړې وه .
۴) الله عز وجل په قرآن کي وايي :
ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ ( البقرة : ۲ )
ژباړه : دې کتاب کي هيڅ شک نه شته ، د متقيانو لپاره لارښوونه ده .
الله عز وجل دلته په څرګنده وویل چي د الله کتاب له شک او تردد څخه تش دئ يعني هيڅ داسي ټکی نه شته چي څوک يې په اړه شک وکړي چي ايا دا به د قرآن برخه وي که نه ؟ ، ايا دا به د الله له لوري وي او که نه ؟ يعني قرآن له دې هر څه خلاص دئ . د همدې ايتونو تائيد ستاسو فقه په لاندي ډول کوي :
په فتاوای عالمګیري کی راغلی : ا ذا أنکر الرجل آية من القرآن اوتسخر بآية من القرآن ـ وفی خزانة المفتين أوعاب ـ کفر، کذا فی التتارخانية .
ژباړه : چی کله سړی د قرآن د یوه آیت څخه انکار وکي یا په یوه آیت مسخره وکي ـ او په خزانة المفتین کی وایی: یا عیب پر ولګوي ـ کافرکېږي، داسي په تاتارخانیه فتاوی کی راغلي.
خو بل پلو بیرته همدا عالمګيريه فتاوی کي راغلي :
اذا أنکر الرجل کون المعوذتين من القرآن لا يکفر، وقال بعض المتأخرين: يکفر؛ لانعقاد الاجماع بعد الصدر الأول علی أنهما من القرآن، والصحيح الأول؛ لأن الاجماع المتأخر لا يرفع الاختلاف المتقدم، کذا فی الظهيرية .
(فتاوای عالمګیري کتاب السیر الباب التاسع فی أحکام المرتدین، مطلب موجبات الکفر أنواع ... ومنها ما یتعلق بالقرآن ج ۲ ص ۲۶۶- ۲۶۷).
ژباړه : چی کله سړی د قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس (دوه سورتو) دقرآنیته انکار وکړي، نه کافر کېږي اوځینی ورستنو ویلی: کافر کېږي؛ ځکه د اولي پېړۍ وروسته پردې اتفاق راغلی چی دا دوه سورتونه د قرآن دي اوصحیح اول قول دی (چی نه کافر کېږی)؛ ځکه وروستنی اتفاق مخکنی اختلاف نه ختموي، داسي په ظهیریه فتاوی کی راغلی.
- څه وجه ده چي له یوه آیته انکار کفر دئ خو تر یوه آیت له ډېر دوو سورتو انکار کفر نه دئ؟.
- ايا الله نه دي ويلي چي زما کتاب قرآن داسي کتاب دئ چي هيڅ شک پکي نه سته دلته خو ستاسو فقه په قرآن کي هم د شک دعوه کوي دا فتوی يې څرنګه ارزيابي کوئ ؟ يا به د قرآن منئ او يا ستاسو د فقهې !
- همدا راز که څوک د قرآن په وجود کي ستاسو د فقهې پر فتوی باور ولري چي په قرآن کي شک سته حکم يې څه دئ؟
- اوس ووایه چي ستا د فقهې دا کس چي همدا فتوا يې ليکلې ده څه حکم لري؟ کافر دئ که مسلمان؟
۵ ) – ايا الله په خوب ليدل کېدای سي که نه ؟ ، که يې څوک وويني يا دا دعوه وکړي چي ما الله په خوب ليدلی کافر کېږي که يا؟
يا په بل عبارت تاسو دې پوښتنې ستاسو د لانديني فقهي عباراتو په رڼا کي څرنګه ځواب واياست ؟ :
ستاسو رد المحتار خو وايي :
و رآى ربه في المنام مائة مرة، ولها قصة مشهورة.( رد المحتار على الدرالمختار بحث مناقب الإمام أبي حنيفة ج۱ص۵۱)
ژباړه : ده ( امام ابو حنیفه ) خپل رب سل ځله په خوب وليد ، دا يوه خورا مشهوره کيسه ده .
همدا راز د روح المعاني مصنف د سوره أعراف د۱۴۳نمبرآیت لاندي په صراحت وايي : ما الله په خوب لیدلي.
تفتازاني صاحب د ډېرو څخه حکایت کوي چي الله ئې په خوب لیدلي. (ودي کتل سي: شرح عقائد ص۶۰، د رؤیة الله د بحث اخيري برخه)
مګر بل پلو بيا ستاسو قاضي خان کتاب داسي وايي :
و لو قال رجل: رأيت الله في المنام، قال الشيخ الإمام رئيس أهل السنة أبومنصورالماتريدي: هذا الرجل شر من عابد الوثن . (قاضيخان كتاب الحظر والإباحة، فصل في التسبيح والتسليم والصلاة على النبي ص:ج۴ ص ۳۷۸، داسي په نورو کتابو کی سته لکه:الفتاوى التاتارخانية كتاب أحكام المرتدين المتفرقات:ج ۵ ص۴۷۱، البحرالرائق كتاب السير أحكام المرتدين ج۵ ص۲۲۰).
ژباړه : که څوک ووايي چي ما الله په خوب وليد ، ابو منصور ماتريدي يې په اړه وايي : دا سړی تر بت لمانځونکي ډېر بد دئ .
په دې ځای کي به دا در ته معاف کړم چي له قران او حدیث څخه يې راته حل کړه ځکه په هغو کي خو ته نه معلومات لرې او نه يې حق لرې ځکه ته خو مقلد يې ، نو د فقهې له پلوه يې حل وکړه کوم لوری حق دئ او ولي حق دئ؟ په کوم دلیل؟ تاته څه معلومه سوه چي دا حق او دا باطل دئ؟ بل چا درته وويل ؟ هغه څوک دئ؟ که دي خپله تحقیق وکړ ؟ نو بیا خو ته هم غیر مقلد سوې!.هههه
اوس ستاسو د فقهې په رڼا کي ايا په خوب کي د الله د ليدونکي دعوه کوونکی څرنګه دئ مسلمان که کافر ؟ د ابن عابدين په اند خو هغه څوک ډېر ښه سړی دئ چي الله په خوب وويني ځکه يوازي امام ابو حنيفه سل ځله الله په خوب ليدلی خو قاضي خان ، تاتارخاينه او بحر رائق مو بيا پر هغه چا د کفر ټاپه لګوي چي دې ته معتقد وي چي ما الله په خوب ليدلی يعني که په لنډو درته ووايم ستاسو فقه په خپل منځ کي پر يوه بل د کفر ټاپه لګوي د قاضي خان فتاوی ، تاتارخانيه فتاوی او بحر رائق هغه څوک کافر بولي چي په خوب کي د الله ليدلو ته معتقد وي خو بل پلو بيا ابن عابدين په عیني حال کي همدا کار امام ابو حنيفه ته ثابتوي نو لطفا وواياست ايا ابن عابدين مسلمان دئ او که د دې نورو فتاواوو ليکوالان ؟
په لنډو راته وواياست چي په دې خلګو کي کوم يو د اصل اسلام پيرو دئ او د کوم يوه تابعداري بايد وشي؟
که دا کار کفر وي نو بيا به تاسو د امام ابو حنيفه او ابن عابدين په اړه څرنګه عقيده ساتئ ؟؟؟
که بالفرض بيا دا کار اسلام وي نو بيا مو د قاضي خان ، ابو منصور ماتريدي ، تاتارخانيې او بحر رائق په اړه نظر څه دئ؟
په لنډو وواياست ! کوم يو مسلمان او کوم کافر دئ؟؟؟؟؟؟؟؟؟.
۶ ) – دې ته بیا ګوره ! یو يې کفر بولي او بل يې د الله تخليق. په شرح العقائد کي دي:
والله تعالى خالق لأفعال العباد من الكفر والإيمان والطاعة والعصيان.
(شرح العقائد النسفية صـ۶۰).
ژباړه: او الله د بندګانو د افعالو خالق دئ لکه کفر ، ایمان ، طاعت او نافرماني.
ادې ته بیا ګوره:
وكذا من قال بخلق الإيمان فهو كافر.
(عالمګيري كتاب السير الباب التاسع أحكام المرتدين: ج ۲ ص۲۵۷).
ژباړه: او همدارنګه کافر کېږي که څوک ایمان پيدا سوی وبولې کافر دئ.
اوس يې ته سره لګوه ، په دې دوو کي کوم یو کافر بولې؟
که یو سم دئ بل ناسم نو دلیل دي څه دئ؟
ستا نظر په دې اړه څه دئ؟
له قران او حدیث څخه دلیل راوړه!
۷) – د الله په اړه څه عقيده لرئ ؟ لوړ دئ که کښته ؟ هر ځای دئ که هيڅ ځای نه سته ؟
ستا فقه خو وايي:
وإذا لم يكن في مكان لم يكن في جهة لا علو ولا سفل ولا غيرهما. [شرح العقائد النسفية ص ۳۳ چی د عقیدې درسی عمده کتاب دی].
ژباړه: او چي کله په يوه ځای کي نه دئ نو په هيڅ جهت کي نه دئ نه پورته ، نه کښته او نه له دوئ دوو پرته.
خو بل لورته يې په تفسیر مظهري کي امام صیب ته داسي قول منسوب کړی دئ:
قال أبوحنيفة:إن الله في السماء دون الأرض. رواه البيهقي، وروى عنه من قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقد كفر؛ لأن الله يقول: {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سماواته، وروي عنه أنه قال: من أنكر الله في السماء فقد كفر .
(تفسيرمظهري دشيخ ثناء الله پاني پتي حنفي ج۳ ص۳۹۷ د يونس د۳ نمبرآیت لاندي).
ژباړه: امام صیب وايي چي الله په اسمان کي دئ نه په ځمکه کي ، او له ده روايت سوی دئ چي وايي : که څوک ووايي چي زه خبر نه يم زما رب په اسمان کي دئ که په ځکه کي هغه کافر دئ ځکه پورته ايت يې د دلیل په توګه وړاندي کړی دئ او د الله عرش يې تر اسمانو لوړ بللی دئ او له ده بل روايت دئ : که څوک په اسمان کي د الله له کېدو انکار وکړي نو هغه کافر دئ.
اوس ته ووايه کوم يو کافر دئ؟ د شرح العقائد ليکوال او که د مظهري تفسیر ليکوال؟ امام صیب حقه خبره کړې ده او که د عقيدې کتاب؟ له قران او حدیث څخه يې دلیل څه دئ؟
روح المعاني همدې په دې اړه وګوره :
والآيات والأخبار التي فيها التصريح بما يدل على الفوقية ـ كقوله تعالى :{تنزيل من الله العزيز الحكيم} و{إليه يصعد الكلم الطيب} و{بل رفعه الله إليه} و{تعرج الملائكة والروح إليه} وقوله ﷺ فيما اخرجه مسلم: وأنت الظاهر فليس فوقك شيئ ـ كثيرة جدا، وكذا كلام السلف في ذلك؛ فمنه ما روى شيخ الإسلام أبوإسماعيل الأنصاري في كتابه الفاروق بسنده إلى أبي مطيع البلخي أنه سأل أباحنيفة رضي الله عنه عمن قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقال: قد كفر؛ لأن الله يقول:{الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سبع سماوات. فقال: قلت : فإن قال: إنه على العرش لكن لا أدري العرش في السماء أم في الأرض؟ فقال رضي الله تعالى عنه :هو كافر؛ لأنه أنكر أنه في السماء، ومن أنكر أنه في السماء فقد كفر
(روح المعاني دشیخ آلوسی حنفي ج۷ ص۱۱۴- ۱۱۶دسورت أنعام د ۱۸نمبرآيت لاندی)[ ].
دې ته پورته بیان ته په کتلو خو د مذهب يو پيروان هم مسلمان نه دئ ، ځکه که د الله په اړه هر ډول عقيده خپل کړي نو د يوه په فتوا کافران کېږي ، نو اوس ته ووايه ته د مذهب له مخې مسلمان يې؟ که يې نو څرنګه عقيده لري ؟ الله لوړ دئ؟ کښته دئ ؟ هر لور ته دئ؟ يوه لورته نه دئ؟ که هر يو خپل کړې نو کافر يې اوس نو ښه سوه. قران کريم کي الله وايي:
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآَنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا(النساء :۸۲)
ایا دوئ په قران کي تدبر نه کوي که له الله پرته د بل چا له لوري وای نو دوئ به ستر اختلاف په کي موندلی وای.
۸) – تاسو د مذهب له امله الله بخښلي یاست ؟ ستاسو کتاب ليکي:
فَهَتَفَ هَاتِفٌ مِنْ جَانِبِ الْبَيْتِ : يَا أَبَا حَنِيفَةَ قَدْ عَرَفْتَنَا حَقَّ الْمَعْرِفَةِ وَخَدَمْتَنَا فَأَحْسَنْتَ الْخِدْمَةَ ، قَدْ غَفَرْنَا لَك وَلِمَنْ اتَّبَعَك مِمَّنْ كَانَ عَلَى مَذْهَبِك إلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ(رد المحتار مقدمه ۱/ ۱۲۴)
ژباړه: د خونې له یوه لوري پرې ناڅاپي ږغ وسو اې ابوحنیفه ! تا موږ په حق ډول وپېژندلو او زموږ دي پوره او غوره خدمت وکړ ، بې شکه موږ تا او څوک چي تر قیامته ستا پيروي کوي ټول بخښلي دي .
اوس ته ووایه ایا همداسي ده ؟ په کوم دلیل؟ له قران او حدیث څخه يې دلیل رواوړه!
۹) – دې افسانې او افترا ته ګورئ ! رد المحتار ليکي:
وَقَدْ جَعَلَ اللَّهُ الْحُكْمَ لِأَصْحَابِهِ وَأَتْبَاعِهِ مِنْ زَمَنِهِ إلَى هَذِهِ الْأَيَّامِ ، إلَى أَنْ يَحْكُمَ بِمَذْهَبِهِ عِيسَى عَلَيْهِ السَّلَامُ ، وَهَذَا يَدُلُّ عَلَى أَمْرٍ عَظِيمٍ اُخْتُصَّ بِهِ مِنْ بَيْنِ سَائِرِ الْعُلَمَاءِ الْعِظَامِ ،(رد المحتار مقدمه :۱/ ۱۳۶)
او بې شکه الله ګرزولی دئ د ده اصحابو او پيروانو ته دده له زمانې بیا تر همدې نن ورځو ان چي عیسی علیه السلام به د امام صیب پر مذهب پرېکړې کوي ، دا خبره پر يوه ستر امر دلالت کوي چي امام صیب د نورو پوهانو له منځه يې په ځانګړنه نازول سوی دئ.
دا خبره درته د شرم ځای نه ده ؟ عیسی علیه السلام غوندي اول العزمه نبي به ستاسو د مذهب پر کتابونو فیصله کوي؟ نه په دې خبرو شرم در ته درېږي نه له الله بېرېږئ نه له مخلوقه شرمېږئ نه له عقله در ته حیا درېږي؟ اخیر دا ستاسو له عقل څه سوي دي؟ نبي به د امتي تابع وي؟ ستا په امام پسی به هغه نبي روان وي چي خپله له اسمانه کتاب پرې نازل سوی دئ؟ د هغه فهم تر تاسو کم دئ؟
ته بیا دې ته مه ځه چي شامي بل ځای داا خبره رد کړې ده ! ځکه دا خبره تر ده په لوړ کتاب الدر المختار کي سوې ده ، نو اوس کوم یو رښتيا وايي شامي که حصکفي؟ د چا خبره غلطه ده د ابن عابدين که د در مختار د ليکوال؟ ته چا په پوه کړې ؟ ځکه ته خو مقلد يې په ښه او بد دي سر نه خلاصېږي ، خپله دي تحقيق وکړ او که بل په پوه کړې؟ که بل درته ښودلې وي نو هغه څوک دئ ؟ مقلد وو که مجتهد؟ که تا تحقیق کړی وي نو بیا خو ته هم مجتهد سوې؟هههههه
۱۰) – نبي یو څه وايي او د دوئ امامان بل څه ، اوس يې ګورئ:
أَمَّا فِي دُبُرِ نَفْسِهِ فَرَجَّحَ فِي النَّهْرِ عَدَمَ الْوُجُوبِ إلَّا بِالْإِنْزَالِ(الدرالمختار کتاب الطهاره :۱/۱۶۲ ، شامي کتاب الطهاره سنن الغسل :۱/ ۴۵۸)
اما که يې خپل غڼ (ذکر) په خپله کونه (خپل فرج) ومنډی (چخ کړ) نو په نهر کي وايي چي له انزال پرته پرې غسل نه سته.
یعني که يې خپل شی د شا په خوا کي د ننه کړ غسل نه سته سره له دې چي د بخاري روايت وايي چي که يې مطلق دخول وکړ نو غسل لازمي دئ .بخاري
بل ځای وايي:
وفي فَتَاوَى أَهْلِ سَمَرْقَنْدَ إذَا ذَبَحَ كَلْبَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ جَازَ وَكَذَا إذَا ذَبَحَ حِمَارَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ(هندیه الْفَصْلُ الْخَامِسُ في بَيْعِ الْمُحْرِمِ الصَّيْدَ وفي بَيْعِ الْمُحَرَّمَاتِ :۳/ ۱۱۵)
او د سمر قندیانو فتاوی وايي چي که يې خپل سپی ذبح کړ غوښه يې خرڅه کړه جواز لري او که يې خپل خر حلال کړ غوښه يې خرڅه کړه روا ده .
وروسته وايي:
وَيَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ وَالْحُمُرِ الْمَذْبُوحَةِ في الرِّوَايَةِ الصَّحِيحَةِ وَلَا يَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ الْمَيِّتَةِ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ(دهنديې مخکينۍ حواله)
او د ذبح سويو څېرونکو حیواناتو او خرو غوښه خر څول د صحيح روايت له مخې جواز لري او که همدا حیوانات مړه سوي وي نو بیا جواز نه لري د سرخسي محیط همدا خبره کوي.
سپی ، لیوه ، چغال ، ګيدړه ، خر او ... دا شیان ټول په قطعي نص سره ثابت دي چي حرام دي ، خو د دوئ کتاب وايي چي که يې حلال کړل غوښه يې خرڅول جواز لري .ما يې په اړه مخکي هم روايات نقل کړي ول هلته دي وکتل سي.
په کوم دلیل؟ د سپی له خولې ایا ژبې ور وړلو رسول الله اوه ځله د لوښي وینځلو امر کړی دئ خو ته يې غوښې حلالې ګڼې ؟ ولي؟ سپین نجس العين نه دئ خو خنزیر دئ ، دا په څه دلیل؟ په نصوصو کي د سپي په اړه تر خنزیر زياته سختي راغلې ده خو نجس العين خنزیر سو سپی نه دئ ، ولي؟ له قران او صحيحو احادیثو يې دلیل را وړه. ما ويل او تا ويل نه منم نيغ په نيغه به مسله له همدې دوو اصولو ځوابوې او د خپلې مسلې به لومړی سند تر امام صیب پوري ثابتوې او بیا به يې سرچينه معلوموې.
۱۱) – که څلور سره مذهبونه حق دي نو بیا ولي حنفي د شافعیانو په شان عمل نه سي کولای؟ ایا له حقه څوک منعه کولای سي؟ ایا رسول الله کله همداسي کړي دي؟ که حق وي نو عمل ولي نه په کېږي که نا حقه وي نو بیا څلور مذهبونه څنګه حق دي؟ ایا تر ننه یوه حنفي د شافعيانو لمونځ کړی دئ؟ دا ولي د هغو په حق کي دين دئ خود احنافو لپاره سره بلا ده ؟
ستاسو کتاب وايي:
حَنَفِيٌّ ارْتَحَلَ إلَى مَذْهَبِ الشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى يُعَزَّرُ كَذَا في جَوَاهِرِ الْأَخْلَاطِيِّ(هندیه کتاب الحدود فصل فی التعزیر :۲/ ۱۶۹)
که حنفي شافعي مذهب ته ولاړ نو تعزیر به ور کول کېږي همدا خبره په جواهر الاخلاطي کي سوې ده.
اوس نو ستاسو کتابونو ته سړی د څه شي نوم ور کړي؟
شافعي حق دئ خو مذهب يې نه کوم؟ ولي؟ دلیل؟
زما مذهب حق دئ خو شافعي يې نه کوي؟ په څه دلیل؟
تاسو ولي دا یو اسلام څو ټوټې کړی دئ؟ بیا ولي هر مذهبي په خپل مذهب مامور دئ او په نور دين کي حق نه لري چي عمل په وکړي ، ولي؟ د دې دلیل څه دئ؟ له قران او حدیث څخه يې ځواب راوړه!
۱۲) – ایا په قران یا حدیثو کي چي کوم امر ، نهې ، حدود او قصاص راغلي دا يوازي د عوامو لپاره دي که د ټولو انسانانو لپاره؟
ایا امام له دې حکمه چا بېل کړی دئ؟ هغه کوم نص دئ ؟ لومړی يې تر امام صیب پوري سند را وړه بیا يې له قران او حدیث څخه واضح دلیل!.
ستا کتاب خو وايي:
( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ )(هدایه کتاب الحدود بَابُ الْوَطْءِ الَّذِي يُوجِبُ الْحَدَّ وَاَلَّذِي لَا يُوجِبُهُ)
یعني تر ټولو ستر امام چي هر شي وکړي حد پرې نه سته مګر نه قصاص بلکي په دې او د اموالو په تلف کي ترې مواخذه کېږي.
ته دي لومړی همدا مسله په سند امام صیب ته ور سوه بیا يې له قران او حدیث څخه دلیل راوړه.
ګوره په هدایه کي یا هم په عنایه کي تر دې وروسته عبارت مه نقلوه ځکه هغه زه وينم چي له عقله لګیا دئ او هيڅ قراني یا نبوي نص ورسره نه سته ، ته به لومړی تر امام صیب پوري سند را وړې بیا به له قران او حدیث څخه مسله ثابتوې.
له عمومې نصوصو امام چا بېل کړ ؟ ښکاره او څرګند دلیل يې راوړه! ګوره ستا فقه امیرانو ته څومره سهولت ور کوي ؟ ولي؟ زما په اند خو همدا مسله وروسته د مذهب کوم پيرو له ځانه جوړه کړې او بیا يې امام صیب ته منسوبه کړې ده ، ځکه په تاسو کي خو هغسي هم د سند معلومول رواج نه دي نو ځکه څوک اوس دا پوښتنه هم نه کوي چي دا مسله له کومه سوې ده ؟.
خو بل لورته نور الانوار ليکي:
کما روی ان علیا رضی الله عنه تحاکم الی شریح القاضی فی ایام خلافته فی درعه وقال درعی عرفتها مع هذا الیهودي فقهال شریح للیهودي ما نقول قال درعی وفی یدی فطلب شاهدین من علی رضی الله عنه فاتی علی بابنه الحسن وقنبر مولاه لیشهدا عند شریح فقال شریح اما شهادة مولاه فقد اجزتها لک لانه صار معتقا او اما شهادة ابنک لک فلا اجیزها لک وکان من مذهب علی انه یجوز شهادة الابن للاب وخالفه شریح فی ذالک فلم ینکره علی فسلم الدرع للیهودي فقال الیهودي امیر المومین مشی معی الی قاضیه فقضی علیه فرضی به صدقت والله انها لدرعک واسلم الیهودي الخ.(نور الانوار مبحث افعال النبي صلی الله علیه وسلم مخ:۲۱۸ ، مکتبه رشیدیه)
اوس دي په دې اوږده بیان کي وليدل چي علي يې د امارت پر مهال چي خلیفه وو او تر ده بل هيڅ امام نه وو د قاضي په وړاندي در ولی دئ ، نو تاسو ولي امام نه دروئ؟ دا مسله د بیت المال سره اړه لري او دا یهودي خپل شخصي مال ګڼله ، نو قاضي د شاهدانو د نه شتون له امله د یهودي په حق کي پرېکړه کوي او امیر يې مني نو تاسو ترې چا مستثنی کړې یاست؟.
د مال او قصاص خبره ده تاسو ته وحې سوې ده چي نور در ته معاف دي خو صرف په دې شیانو کي له امام سره پوښتنه کېږي ؟نور ولي ورته معاف دي؟ یوځل دي سند تر امام صیب پوري راوړه او بیا يې د قران او سنت په رڼا کي ثابته کړه .
۱۳ ) په سلام له لمانځه څخه وتل اړين دئ ، ځکه رسول الله ټول وخت همداسي کړي دي ، لکه چي وايي:
عَنْ عَامِرِ بْنِ سَعْدٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ كُنْتُ أَرَى رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ وَعَنْ يَسَارِهِ حَتَّى أَرَى بَيَاضَ خَدِّهِ.(مسلم کتاب المساجدباب السَّلاَمِ لِلتَّحْلِيلِ مِنَ الصَّلاَةِ عِنْدَ فَرَاغِهَا وَكَيْفِيَّتِهِ.حدیث نمبر :۱۳۴۳)
ژباړه: عامر له پلاره روايت کوي چي ما رسول الله وليد چي راسته او چپه لور ته يې سلام ګرزاوی ان چي ما به يې د بارخو سپينوالی وليد.
بل ځای وايي:
عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : كَانَ النَّبِيُّ يَفْتَتِحُ الصَّلاَةَ بِالتَّكْبِيرِ ، وَكَانَ يَخْتِمُ بِالتَّسْلِيمِ(مصنف ابن ابی شیبه ، کتاب الصلاة ، باب مفتاح الصلاة ما هو ؟ ،ح : ۲۳۹۷)
ژباړه : عائشه وايي : رسول الله لمونځ په تکبیر شروع کاوی او په سلام يې ختماوی .
ستا فقه وايي:
( قَوْلُهُ وَإِنْ تَعَمَّدَ الْحَدَثَ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ ) أَيْ بَعْدَ التَّشَهُّدِ .
( قَوْلُهُ : أَوْ تَكَلَّمَ أَوْ عَمِلَ عَمَلًا يُنَافِي الصَّلَاةَ تَمَّتْ صَلَاتُهُ ) لِأَنَّهُ تَعَذَّرَ الْبِنَاءُ لِوُجُودِ الْقَاطِعِ وَلَمْ يَبْقَ عَلَيْهِ شَيْءٌ مِنْ الْأَرْكَانِ(الجوهر النیره باب صفة الصلاة)
ژباړه: دا قول چي که يې تر تشهد وروسته په قصد ځان بې اودسه کړ او یا يې خبرې وکړې او یا يې له لمانځه سره منافي عمل وکړ نو لمونځ يې بشپړ سو ، ځکه په دې ځای کي خو يو د بنا لپاره شی پاتې نه سو او بل د لمانځه له ارکانو هم پر ده شی نه دی پاتې .
اوس تاسو فکر وکړئ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه ختمولو طریقه په سلام ګرزولو سره وه او په هيڅ ځای کي هم بله طریقه ترې نه ده نقل سوې نو دا فرض ده چي له لمانځه په هغه طریقه ځان فارغوي چي رسول الله کړې وي .
ایا د حنفي قفهې دا مسلې کوم شرعي لاسوند لري ؟ له رسول الله څخه په دې اړه کوم شی سته چي تاسو د هغه په استناد دا خبره کوئ ؟ ولي له لمانځه په سلام سره وتل سنت دي ؟ د سنت دلیل يې چېرته دئ په داسي حال کي چي هدایه وايي:
( وَمِنْهَا الْخُطْبَةُ ) ؛ لِأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا صَلَّاهَا بِدُونِ الْخُطْبَةِ فِي عُمُرِهِ(هدایه کتاب الصلاة باب صلاة الجمعه)
ژباړه: او د جمعې د لمانځه له شرائطو بل دا دئ چي خطبه به وايي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټول ژوند له خطبې پرته لمونځ نه دئ کړی .
د جمعې د وجوب لپاره خطبه واجب ده او وجوب يې هم د رسول الله له تل پاتي عمله اخیستی دئ نو مظهري ته اوس ماته داسي ځای په ګوته کړه چي رسول الله دي لمونځ له سلام پرته ختم کړی وي ؟
زه تاته چيلنج در کوم چي که دې د خپلې فقهې دا مسئله له قران اوسنت څخه ثابته کړه نو زه تاته انعام در کوم او که مو له ګېډي جوړه کړې وي نو د الله لپاره ترې تېر سئ !.
اوس دي هر سړی فکر وکړي یو ځای د رسول الله تل پاتی عمل د وجوب لپاره دئ او بل ځای د سنتيت لپاره دا ولي ؟
دلیل يې له سنت څخه مظهري را وړه!
عقلي خبرې به نه کوې یوازي قران او سنت دي منل کېږي اوتي بوتي به نه وايي او کنځل به نه کوې .
۱۴) – ستا مذهبیان خو د الله تر کلام او د رسول الله تر حدیثو د خپلو امامانو اقوال غوره او معتبر بولي ، لکه چي امام كرخي حنفي فرمايي: الأصل أن كل آية تخالف قول أصحابنا فإنها تحمل على النسخ أوعلى الترجيح، والأولى أن تحمل على التأويل من جهة التوفيق.
(أصول الكرخي في آخرأصول البزدوي المطبوع بميرمحمد كتب خانه آرام باغ كراتشي صـ۳۷۳ ، مقدمة فقه السنة).
یعني اصل دا دئ چي که هر ایت زموږ د اصحابو له قولونو سره ټکر سو نو هغه به یا منسوخ ګڼو یا به يې بر ترجيح حمل کوو خو ښه دا ده چي د موافقت له امله يې حمل پر تاویل وسي.
ښه دا اصل دي له کومه کړ؟ قران ستا د امامانو په مقابل کي در ته هيڅ نه دئ؟ ستا د امام قول در ته د ګاڼي کرښه ده خو د الله دا وينا :
لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآَخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ(یونس:۶۴)
پورته را وړل سوی ايت زما په اند تاسو ته هيڅ نه معلومېږي؟ الله حکم نه تبديلوي خو تاسو يې د خپل امام د قول له امله یا منسوخ بولئ ، یا يې پر اولويت حمل کوئ او یا يې هم تاويل کوئ؟
ولي؟ دلیل؟ لومړی ته ووایه چي ستا اصول امام صیب جوړ کړي دي؟ که وي نو دلیل يې راوړه ! که نه وي نو بیا تاسو ځانونو ته احناف ولي وایاست ؟ ولي وایاست چي موږ د امام صیب په مذهب یو؟ امام صیب کله دا اصول در ته جوړ ول ، تاسو ولي له سند پرته هغه ته حوالې ور کوئ ؟ ولي د الله ایاتونه نه منئ او تاویل په کي کوئ ؟ که دا اصل درته د منلو وړ نه وي نو په څه دلیل؟ ته په دلیل چا پو کړې؟ خپله که بل؟ بل څوک دئ مقلد که مجتهد؟ که ته يې نو بیا خو مقلد نه سوې مجتهد سوې.
۱۵) – ستاسو په اند تر ۴۰۰ هجري وروسته بل څوک متجهد نه سته او نه بل څوک قیاس کولای سي لکه چي وايي:
على أن القياس بعد الأربعمائة منقطع؛ فليس لأحد بعدها أن يقيس مسئلة على مسئلة.
(رد المحتار كتاب الصلاة باب الإمامة، مطلب: القياس بعد عصر الأربعمائة منقطع: ج ۱ص ۴۱۴).
ژباړه: سره له دې چي د څلور سوه کال را په دې خوا قیاس پرېښودل سوی؛ نو هیچا ته دا نسته چي یوه مسئله پر بله قیاس کړي .
خو بل ځای بیا تاسو داسي وایاست:
فقد اتفقت النقول عن ائمتنا الثلاثه ابی حنیفه و ابی یوسف ومحمد ان الاستئجار علی الطاعات باطل. لکن جاء من بعدهم من المجتهدين الذين هم اهل التخريج والترجيح فافتوا بصحته علی تعلیم القران للضرورة فانه کان للمعلمين عطایا من بیت المال وانقطعت فلو لم یصح الاستئجار واخذ الاجره لضاع القران وفیه ضیاع الدين لاحتیاج المعلمين الا الاکتساب.
وافتی من بعدهم ایضا من امثالهم بصحته علی الاذان والاقامة لانهما من شعائر الدين فصححوا الاستئجار علیهما للضرورة ایضا فهذا ما افتی به المتاخرون عن ابی حنیفه او اصحابه لعلمهم بان اباحنیفه واصحابه لو کانوا فی عصرهم لقالوا بذلک ورجعوا عن قولهم الا ول(شرح عقود رسم المفتي لعلامه شامي مسئله الاستئجار علی تلاوة القران ، د معروفي مکتبې چاپ)
یعني له دروو امامانو ابوحنیفه ، ابو یوسف او محمد څخه دا نقل سوی دئ چي پر عباداتو اجوره غوښتل باطله ده ، خو تر دوئ وروسته مجتهدينو چي د تخريج او ترجيح هل وو فتوا ور کړه چي د قران پر تعليم اجوره روا ده ځکه اړتیا يې ده ، مخکي استادانو ته ډالۍ له بیت المال څخه تحفې ورکول کېدې خو هغه لړۍ شلېدلې ده نو که اجوره ور کول روا نه سي قران به ضايع سي په دې کي د دين ضیاع هم ده ځکه استادان هم کسب ته اړتیا لري.
تر دې وروسته مفتیانو چي د هغوئ په شان ول د اذان او اقامت پر کولو هم اجوره ور کول روا بللې ده ځکه دواړه د دين له شعائرو څخه دي نو د اړتیا له امله يې اجوره غوښتل روا کړې ده دا مسله تر امام صیب وروسته متاخرینو روا کړې ده ځکه هغوئ علم در لود(نو دايې علم غیب وو که بل علم؟) چي که امام صیب او دد ه اصحاب په دې زمانه کي وای نو همداسي به يې کول او له خپله مخکيني قوله به يې رجوع کوله.
ښه ښه ښه ! په دين ستاسو په شان ملنډې بل چا هم وهلې دي؟
تاسو ته دحرمت او حلت اختیار او واک چا در کړ؟ په داسي حال کي چي الله وايي:
وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا(الکهف :۲۶)
الله په خپل حکم کي هيڅوک نه شريکوي.
بل ځای وايي:
وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ(الکهف:۲۷)
او تلاوت کړه چي هغه څه چي ستا د رب له کتابه درته وحې کېږي د الله کلماتو ته هيڅ تبديل نه سته.
ستا مفسرينو يې هم داسي تفسیر کړی دئ:
لا مغير لها ولا محرف ولا مؤوّل.(ابن کثیر تر همدې ايت لاندي)
د لامبدل لکلماته تفسیر يې په همدې پورته جملو کي کړی دئ.
نو اوس ته ووایه ستاسو مخکينۍ فتوا سمه که وروستنۍ؟ کومه یوه قران او حدیث ته نژدې وه؟ ولي مو د دنيو ګټو په خاطر د امام صیب او یارانو قول ایله کړ؟
په دې مسله کي به یا هغو حق ول یا هم تاسو متاخرین ، نو که هغوئ حق ول ، د دين مسله همدا وه ، اجوره غوښتل د شريعت له مخې هم حرامه وه نو تاسو ته د الله په دين کي د دې واک چا در کړ چي حرام شیان حلال کړئ ؟ که وای اړتیا يې وه نو ایا الله په دې نه وو خبر؟ الله ته دا حالت نه وو معلوم؟ الله ولي په لومړي سر کي د جواز حکم نه کاوی؟ بیا چي الله یو شی حرام کړي ایا هغه بیا څوک حلالولای سي؟
الله په ښکاره الفاظو وايي چي ما په حکم کي شريک نه دئ نیولی او نه يې نیسي نو تاسو چا ور سره شريکان کړاس؟ الله وايي چي زما په حکم کي تبديل نه راځي خو تاسو په حکم کي تغیر د دنیوي ګټو په خاطر را ووست ، ولي؟ دلیل؟
که ستاسو فتوا سمه يې نو په څه دلیل؟ که د هغوئ فتوا سمه وي نو دلیل يې څه دئ؟ ته چا په پوه کړې؟ بل که دي خپله تحقیق وکړ ؟ ایا دا د قراني حکم ښکاره تحريف نه دئ؟ ایا له څانه دیوه حکم اړونه دا نه ده؟ ولي يوه ورځ یو شی حلالوئ بله ورځ يې حراموئ ؟ لکه همدا نن د افیونو او تارياکو مسله ، ستاسو د حکومت پر مهال مو بند کړل او غیر شرعي عمل مو وبالی خو نن يې روا بولئ ؟ روا يې ځکه بولئ چي ستاسو ملایانو تر کنټرول لاندي سيمو کي يې کرکيله کېږي او تاسو يې نه منعه کوئ؟ که ته وای زه خو طالب نه يم نو ملا خو يې وې او اوس به يې ښايي هم يې نو ولي فتوا نه ور کوې؟
دين مو د خپل خواهشاتو تابع کړی دئ که په هر لوري کي ستاسو ګټې وې بس هغه دويمه ورځ دين اعلانوئ ، تاریاک یوه ورځ روا بله ورځ ناروا ؟ پر دين پیسې يوه ورځ روا بله روځ ناروا؟
ته چي د دين پر کارونو پیسې واخلې نو بیا به الله ته د څه شي هیله کوې؟ له الله به بیا اجر غواړې؟
تا خو يې په دنیا کي د اجورې نيت کړی وو او الله يې اجوره در کړه نو بیا به د ثواب امید څنګه ساتې؟
ایا ثواب هم لري؟ دلیل؟
اوس ته ووایه شامي ویلي ول چي تر ۴۰۰ هجري وروسته دمسلې قیاسونکی څوک هم نه سته نو داستا متاخرینو خو همدا مسلو ته جواز ور کړ ایا دا ښکاره تضاد او ښکرور دروغ نه دي؟متاخرین خو دي هم نه دي معلوم چي د کومې زمانې ؟ تر همدې ۴۰۰ سوه را وروسته که مخته؟ خبره مو ټوله پر ګومانونو ولاړه ده سره له دې چي په دين کي ګومان نه سته بلکي ټول یقين دئ له يقين پرته هيڅ شی دين نه سي کېدای خو تاسو ټول فرضي شیان وایاست ، که داسي وای ، که داسي وسول ، داسي به وسي ، یو چا ویل چي داسي سوی وه، یو څوک به ووایي چي داسي کېږي ، کتاب راوړي ول ، کتاب به راوړي ، کتاب وايي ، کتاب ويلي دي ، په کتاب کي ليکل سوي دي؟ کتاب به نویشته کړي ، دا مسله به داسي وي ، دا سي وه ، داسي یوچا ويل ، یوه ملا په جومات کي داسي مسله وکړه ، یوه ورځ ، يوه سړي ، په يوه ځای کي د يوې مسلې په اړه داسي وويل.
هههههههههههههههه
دا بې ځایه خبرې نه دين دئ نه دين وو نه کیدای سي ، له دې تېر سئ او سم یقين ته راسئ ، خبره په قال الله او قال الرسول کوئ ، هغه او دغه څه شی دي؟
یوه ورځ سړی مسله وکړه ، نو دا دين سو ؟ سړی څوک وو ؟ چیري وو؟ په کوم دلیل يې مسله وکړه؟ څنګه مسله يې وکړه؟ دا پوښتنې په تاسو کي نه سته نو ځکه مو حالت ورځ تر ورځې خرابېږي او د سمون لپاره يې تاسو خریبان تګلاره نه لرئ ، والله د زړه سوي یاست!!!!!!!
یولورته وایاست چي اجتهاد بند دئ ، قیاست څوک نه سي کولای ، خو بل لورته بیا تاسو او تر همدا نن ورځې پوري مو د متاخرینو په نوم ملایان سته چي نه یې حد معلومېږي نه تر ننه چا وپېژندل چي دا څوک دي فتواوې ور کوئ او شان حرام او حلال ګرزوئ ؟ ولي؟
او هو ! ګرانه تاسو په دې چا پوه کړلاست چي د امام صیب او یارانو تر مسلې د متاخرینو مسله حقه ده ؟ ځکه تاسو خو مقلدين یاست په هيڅ نه پوهېږئ بس د امام خبره منئ او بس ، نو تاته دا څه معلومه سوه چي دا مسله تر هغې بلې حقه ده ؟پر تاسو خو د خپل امام پيروي لازمي ده نو ولي مو ایله کړ؟
که یو مذهب په يوه مسله کي حق وي خو تاسو په دې دلیل نه ورځئ چي موږ نه په پوهېږو دا د امامانو کار دئ نو د دې مسلې په حقیت او نه حقیت چا پوه کړې؟ چي د مذهب په اړه خبره سي خو تاسو نه پوهېږئ نو د مسلې په اړه چا علم در کړ؟
دا پوښتنې د قران او حدیث په تله ځواب کړه او دا هم په یاد لره چي د هرې مسلې سند به د امام صیب پوري رواړې که نه نو بیا به اقرار کوې چي زه د امام صیب په مذهب نه يم بلکي هر څه چي مي خواهشاتو راته خوښ کړل هغه منم.
۱۶) - په ماشوم پسي اقتدا سيي نه ده او نه هم د فرض لمونځ کوونکی په نفل کونکي پسي اقتدا کولای سي ، فقه ليکي:
( وَلَا يَجُوزُ لِلرِّجَالِ أَنْ يَقْتَدُوا بِامْرَأَةٍ وَصَبِيٍّ ) أَمَّا الْمَرْأَةُ فَلِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { أَخِّرُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَخَّرَهُنَّ اللَّهُ فَلَا يَجُوزُ تَقْدِيمُهَا } وَأَمَّا الصَّبِيُّ فَلِأَنَّهُ مُتَنَفِّلٌ فَلَا يَجُوزُ اقْتِدَاءُ الْمُفْتَرِضِ بِهِ .
وَفِي التَّرَاوِيحِ وَالسُّنَنِ الْمُطْلَقَةِ جَوَّزَهُ مَشَايِخُ بَلْخِي ، وَلَمْ يُجَوِّزْهُ مَشَايِخُنَا رَحِمَهُمُ اللَّهُ (هدایه کتاب الصلاة باب الامامه)
نارينه وو ته روا نه ده چي په ښځه او هلک پسي اقتدا وکړي ، په ښځه پسې له دې امله روا نه ده چي نبي علیه السلام وايي :ښځې وروسته کړئ لکه څنګه چي الله وروسته کړې دي ، نو ځکه يې مخته کول نه دي روا او هر څه چي هلک دئ نو دا خو ځکه چي د هغه لمونځ نفل دئ او د فرض لمونځ کوونکی اقتدا نه پسي کېږي.
او په تراويحو او مطلق سنتو کي د بلخ مشايخو جواز ور کړی دئ او زموږ مشايخو روا والی نه دئ ور کړی.
مظهري ! ته ووايه په دې توو قولونو کي کوم يو درته غوره برېښي؟
په متن کي ذکر سوی د حدیث په نوم عربي توري ته حدیث ګڼې؟
که وي نو ته يې سند راوړه!
دا ابن خزيمه ، طبراني او عبدالرزالق په خپل کتابونو کي د ابن مسعود رضی الله عنه خپل قول نقل کړی دئ او تاسو چي ما شاء الله ښه محدثین یاست له سند پرته رسول الله ته منسوب کړی دئ ، ولي ، حواله؟ سند يې راوړئ!
په هلک پسي ولي لمونځ جواز نه لري؟ د عقل له مخې او که شرعي دلیل هم سته ؟
که وي نو دلیل راوړه!
لومړی دئ تر امام صیب پوري سند ثابت کړه بیا يې سرچينه معلومه کړه!
۱۷) - ښځې به مسجد ته نه حاضرېږي فقه وايي:
وَيُكْرَهُ لِلنِّسَاءِ حُضُورُ الْجَمَاعَاتِ )
ښځو لره جماعت ته حاضري مکروه ده.
بیا وروسته وايي:
وَلَا بَأْسَ أَنْ تَخْرُجَ الْعَجُوزُ فِي الْفَجْرِ وَالْمَغْرِبِ وَالْعِشَاءِ وَالْجُمُعَةِ وَالْعِيدَيْنِ ) وَهَذَا عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ.
او که زړې ښځې په سهار ، ماښام ، ماخستن ، جمعه او اخترونو کي ووزي پروا نه لري.
وړاندي وايي:
أَمَّا عِنْدَهُمَا فَتَخْرُجُ فِي الصَّلَوَاتِ كُلِّهَا.
یاران وايي چي زړې ښځې وټولو لمنځونو ته تلای سي.
بیا وايي:
وَالْفَتْوَى الْيَوْمَ عَلَى الْكَرَاهَةِ فِي الصَّلَوَاتِ كُلِّهَا لِظُهُورِ الْفِسْقِ فِي هَذَا الزَّمَانِ وَلَا يُبَاحُ لَهُنَّ الْخُرُوجُ إلَى الْجُمُعَةِ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ ، كَذَا فِي الْمُحِيطِ فَجَعَلَهَا كَالظُّهْرِ .
نن ورځ فتوا پر دې ده چي ټولو لمنځونو ته يې وتل مکروه ده ځکه نن وخت فسق زیات دئ او د جمعې لمانځه ته يې وتل هم مباح نه دي دا د امام صیب مذهب دئ دارنګه محیط هم دا خبره کوي نو دا جمعه يې داسي ګرزولې ده لکه ماپښين.
بیا وايي:
وَفِي الْمَبْسُوطِ جَعَلَهَا كَالْعِيدَيْنِ حَتَّى إنَّهُ يُبَاحُ لَهُنَّ الْخُرُوجُ إلَيْهَا بِالْإِجْمَاعِ إلَيْهَا بِالْجَمَاعَةِ (پورته ټول اقتباسونه له الجوهر النیره کتاب الصلاة باب صفة الصلاه)
مبسوط وايي :جمعه لکه اخترونه دارنګه ده ان چي وتل يې ورته مباح کړي دي ، وايي اجماع سوې ده چي زړې د جمعې د لمانځه جماعت ته تلای سي.
ښه په دې بېلابېلو اقوالو کي کوم ستا خوښ دي ، ولي؟
د چا قول له قران او سنت سره در ته نژ دې برېښې؟
په څه دلیل د ښځې لمانځه ته تلل منعه دي؟ عقلي دلیل که شرعي؟
عقل د ديني مسائلو په اثبات کي نه چلېږي نقلي دلیل يې راوړه!
د ښځو ترمنځ دا توپير مو پر څه بنسټ وو؟ د وختونو توپير مو ولي کړی دئ؟ له قران او سنت څخه يې دلیل راوړئ!.
متاخرین مو بیا دا وايي:
وقال الزیعلي یکره فی الصلوات کلهاویستوي فیه العجائز والشواب وهو قول المتاخرين.(التوضيح الضروري شرح القدوري :۲۶)
امام زیعلي وايي چي ټولو لمنځونو ته يې د هرې ښځې که بوډۍ وي که ځوانه وتل مکروه دي او د متاخرينو همدا قول دئ.
ستاسو د اصولو موافق چي مکروه مطلق ذکر سي نو بیا تحريمي ترې موخه وي نو په دې ځای کي څه دلیل دئ چي د ښځو مسجد ته تلل مکروه تحريمي دئ؟
دا خو بیا وايي چي بوډۍ او ځوانه ښځه په دې حکم کي مساوي دي ، اوس به د چا خبره منې؟
د امام صیب مذهبي يې که د دې نورو؟
د متاخرينو منې که د متقدمينو؟
متاخرين دي پر حق دي که متقدمين؟
ولي يو شی يوه ورځ روا وي بله ورځ يې حرام بولئ؟ واک يې چا در کړ؟ په څه دلیل؟
اوس ووایه چي کوم لوری دئ حق دئ؟ د قران او سنت په رڼا کي يې واضحه کړه!
متاخرينو دي د کوم نص له مخې دا فتوا ور کړه؟
نو هغه مخکينۍ خبره غلطه وه ؟ که ښځو مخکي لمنځونه کړي وه هغه به يې څنکه وي؟
دا دومره لوی د تحريم او تحلیل توپير مو له کومه کړ؟ په يوه مذهب کي دومره اختلاف؟
ما مخکي هم له تاسو څو پوښتنې کړې وې يو ځل يې بیا ستا مخې ته ږدم :
[quote:e0be76971a="حذيفه"]
۱ ــ تاسو ته چا اجازه درکړه چي د الله واحد دين پر څلورو برخو وويشی ؟ ، په داسي حال کي چي الله د يووالي امر کوي لکه چي وايي : ( واعتصموا بحبل الله جميعا و لا تفرقوا ) او همدا راز که د اسلام د وېشلو اجازه وي نو په څلورو مذهبونو کي مو د کوم دلیل پر بنياد را منحصر کړی دی؟.
۲ ــ تاسو چي د الله واحد دين اسلام پر څلورو ټوټو تقسيم کړ نو اوس ويلای سي چي په دې مذهبونو کي کوم يو حق دئ؟ ځکه هر يو د بل نفې کوي ايا د الله په دين کي دومره تضاد وي؟.
يو څو بېلګي به يې درکړم ځکه تاسو خو ړانده چرګان ياست تر اوسه په دې هم نه ياست خبر :
حنفي مذهب : په وينه اودس ماتېږي ، حرامه ده او کالي په مرداريږي .
شافعي مذهب : په وينه اودس نه ماتيږي ، حرامه نه ده او جامه هم نه په مردايږي .
نو که يو څوک له شافعي مذهب سره سم اودس وکړي او بيا يې له بدنه وينه ووزي وروسته لمونځ ادا کړي نو لمونځ يې سيي دئ خو له حنفي مذهب سره سم که يې داسي وکړل نو کافر سو ځکه سجده يې بي اوداسه وکړه . !!!
حنفي مذهب : الحمدلله ویل په لمانځه کي جواز نه لري او ان ځيني افراطیان وايي که چا وویله خوله دي يې له ايرو ور ډکه سي .
شافعي مذهب : الحمدلله ویل فرض دي ، که يې څوک ونه وايي لمونځ يي نه سيي کيږي .
نو له حنفي مذهب سره سم باید د امام شافعي خوله له ايرو ډکه سي او له شافعي مذهب سره سم بيا له امام ابو حنيفه نیولي بیرته تر تا دروغجن پوري د يوه لمونځ هم نه دئ سيي . ايا ويلای سي چي په دې خبرو کي کومه يوه اسلام دی ؟ او تاسو خو دعوه کړي چي څلور سره مذهبونه اسلام دي . !!!
حنفي مذهب : په لمانځه کي رفع اليدين نسته ځکه هغه روايات منسوخ سوي دي .
شافعي مذهب : په لمانځه کي رفع اليدين ضروري دي ځکه روايات يي کره ، صحيح او د نه رفع اليدين روايات نه دي ثابت .
دي دوو متضادو اندونو ته په پام که چا په لمانځه کي رفع اليدين وکړل لمونځ يي سيي دئ خو بله وايي نه ! که يې وکړل نه دي سیی !!!
حال دا چ
وصيل ( پېروز )
03.09.2012
السلام عليکم ښاغلی حذیفه صيب !
د باطل په وړاندي ستاسو مبارزه او مباحثه د يوې شاندارې ستاينې وړ ده ، تاسو ټولو ته په هوار ميدان کي جوته کړه چي د حق په وړاندي باطل که هر څومره ډېر وي د درېدلو او مقابلې وس نه لري . تاسو وښودله چي د قرآن او صحيحو احاديثو په وړاندي د نړۍ هر څومره پراخ کتابتونه مقابله نه شي کولای ، ستاسو پر عزم ، تکل او کار دي برکت وي !
جزاک الله خيرا
تاسو دلته ډېري مهمې پوښتنې وړاندي کړې دي ، له دې پرته نور هم داسي شيان شته چي په يوه مذهب کي احناف يو بل کافر ګڼي ، هغه هم داسي فتاواوې دي چي هره يوه يې دوئ ته د قرآن په څېر مثال لري .
دا کيسه خو لا ترې بېله ده چي ډېری اعمال او مسايل يې قرآني و حديثي لاسوند نه لري .
دلته دي مذهبيان خپله توره وښيي او د خپل مذهب د کتابونو په رڼا کي دي خپل ځان مسلمان کړي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
شافعي د حنفي لمونځ صحيح نه بولي ، همدا راز حنفي د شافعي لمونځ سم نه ګڼي ، حنفي پر هغه چا د کفر ټاپه وهي چي بې اودسه سجده وکړي خو شافعي هر وخت دا عمل تکراروي ځکه هغه په وينه اودس مات نه بولي او د حنفي په اند په وينه اودس مات دئ .
فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ( النساء : ۵۹ )
ژباړه : که ستاسوپه يو شي کي جنجال راغی نو الله او رسول ته يې رد کړئ که پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ ! .
اوس وګورئ ! په لکونو شافعيان د احنافو په اند کافران دي خو دوئ بيا هم دا خبره موږ ته کوي چي تاسو مسلمانان کافران بولئ ؟؟؟
فاعتبروا !!! يا اولی الابصار !
زه پوهېږم چي دلته خو به لومړی د مظهري و مثله په شان ځان را څرګند نه کړي خو که بيا هم راغلل نو يوازي ښکنځل ، غير منطقي او غير معيارې خبرې به له ځان سره راوړي چي نه به د پوښتنو ځواب ګڼل کېږي او نه هم د يوه عقلمن انسان کلام !!! :roll:
هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلاَ تَتَفَكَّرُونَ ( الأنعام : ۵۰ )
ژباړه : ايا ړوند او سترګور سره برابر دي ؟؟؟ نو تاسو ولي له فکره کار نه اخلئ ؟
تر دې وړاندي هم ښاغلی حذيفه صيب ستاسو په مټ ټولو وليدل چي ښاغلی مظهري د خپلو فقهي مسايلو د اثبات وړتيا نه لري ځکه مسايل يې له قرآن او حديث څخه نه دي اخيستل شوي خو اوس هسي پښتو نيولی دئ چی پر حقيقت اعتراف وکړي .
قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إَلاَّ تَخْرُصُونَ ( الأنعام : ۱۴۸ )
ژباړه : ووايه ! ايا له تاسو سره څه پوهه شته چي را ويې ښياست ، تاسو يوازي د ګومان پيروي کوئ او له اټکل کوونکو پر ته هيڅ نه ياست .
همدا راز يې ملګری وزيري صيب هم په ګڼو ځايونو کي د حق په وړاندي شرموونکې ماته وخوړه د ظن او يقين په بحث کي ، د ږيرې په بحث کي او له ما سره د توسل په بحث کي يې داسي ګوزارونه وليدل چي ټول وخت به يې ياد وي .
اوس دي انصاف خوښوونکي پرېکړه وکړي چي حق او حقيقت څه دئ ؟
ايا غير مدللې فقهې او متعصب فقهاء د الله د کتاب او د رسول د حديثو په وړاندي د درېدو توان لري ؟
ايا مقلد انسان د تحقيق زور ماتولای شي ؟؟؟
ايا تيارې د رڼا په وړاندي د مبارزې توان لري ؟؟؟
أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ ( الرعد : ۱۶ )
ژباړه : ايا تياره او رڼا سره برابر دي؟؟؟؟.
بې شکه چي د دې ټولو ځواب به نه ! وي نو همدې واقعيتونو ته په پام په ډاګه دا ادعا کوم چي نه خو مظهري او وزيري د خپل اند د اثبات لپاره له خپل دروند امام څخه کوم صريح دليل لري ، نه خپل فقهي مسايل له قرآن و حديث څخه ثابتولای شي او نه هم د پورتنيو پوښتنو د ځوابولو وړتيا لري
تر دې وروسته نو دا هر څه موږ ته یوه نېغه لار راښيي :
قرآن + سنت
=
نړۍ واله بريا
په مينه او درنښت
تخاري
05.09.2012
وهابي پیروزیه !!
تا له لمڅي پښې ویستې دي، تر پرونه دې ویل چې د ځنو مسایلو سند امام ابوحنیفه رحمه الله ته نه ده رسیدلی خو نن بیا ټولو امامانو رحمهم الله پسې غاپې !!
لږ له الله ج څخه حیا وکړه - تر تا خو هغه د سنټ کام استازی شرف لري!
حذيفه
05.09.2012
[quote:d86036ea10="تخاري"]وهابي پیروزیه !!
تا له لمڅي پښې ویستې دي، تر پرونه دې ویل چې د ځنو مسایلو سند امام ابوحنیفه رحمه الله ته نه ده رسیدلی خو نن بیا ټولو امامانو رحمهم الله پسې غاپې !!
لږ له الله ج څخه حیا وکړه - تر تا خو هغه د سنټ کام استازی شرف لري![/quote:d86036ea10]
ډېر د انسايت خبرې دي کړې دي؟
همداسي ښې خبرې هر وخت کوه څو يې ستا ملکرې هم در څخه زده کړي.
دا درس دي چېرته ويلی دئ؟
استادان دي څوک دي؟
ښه درس يې در کړی دئ؟
شاباش پر تا او استادانو دي!
که ستا په ملګرو کي ليږ هم د انصاف ماده وه نو ستا پر دې ناروا ، ناجائزه ، غیر انساني او غیرفطري عمل باندي نيوکه وکړي.
هیله ده په راتلونکي کي له دې کرغیړن عمل څخه لاس واخلې؟
که دا کار نه کوې نو ...
وسمې لارې ته ستا د راتلو په تمه!
دلامذهبی په رنځ اخته ناروغانوته یوه مهم علاج
Mazharee
15.09.2012
حذیفه دغه دی داستشراقی شبهاتوځوابونه دی در نیسه یی!
دحذیفه استشراقی شبهه
[quote:738b2f5b59]تاسو اسلام ولي پر څلورو مذهبونو وېشلی دئ ؟ د الله واحد دين دئ تاسو ته يې د وېشلو اجازه چا در کړه؟ په داسي حال کي چي الله وايي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا(ال عمران :۱۰۳)
ژباړه: او ټول د الله پر رسۍ منګولې ښخې کړئ او تفرقې مه کوئ.
دا مذهبونه که ډلې نه وي نو څه دي؟ ایا د رسول الله په زمانه کي وه ؟ که نه وه نو بیا يې تاسو دين ولي بولئ؟[/quote:738b2f5b59]
1.حذیفه خانه! فکرکوم دتاریخ اوسیرت سره کومه آشنایی نلری، ځکه دی دغسی بی انصافه ، تعصبی اود درواغوډک قضاوت کړی.
ورسه داسلام دابتداء څخه بیاتراوسه پوری داسلام تاریخ مطالعه کړه! چی په اسلام کی تقسیم اوتفرقه دکوم وقته څخه راشروع سویده،
په اسلام کی لومړنی درځ اوتفرقه روافضو اوخوارجو راپیداکړه، هغه وقت چی دمذهبونوخبره هم پکی نوه، خو دروافضو اوخوارجوسره په مقابله کی ډیرمسلمانان وپاڅیدل، دهغوی سره یی سخته مقابله وکړه ترڅوچی یی دوی ټولی نړی ته رسواکړل، اوداخبره یی په اثبات باندی ورسول چی خوارج اوروافض درښتنی اسلام څخه منحرف دی، بیاتر700 سنی پوری په اسلام کی هیڅ تفرقه اوجدایی نده راغلی ، سره ددی چی مذاهب په دوره کی دعباسیانودخلافت تقریباپه 300 سنه کی معرفی سوی وه، خودمذاهبوترمینځ هیڅ اختلاف ندی راغلی، ځکه دمذاهبوترمینځ اختلاف په فروعاتوکی دی، نه په اصولوکی، اوپه فروعوکی اختلاف هم یادتعدد څخه داحادیثووی په یوه مسئله کی، چی په نزد دیوه مجتهد یوحدیث درجی ته دصحت رسیدلی وی اوپه نزد دبل مجتهد بل حدیث درجی ته دصحت رسیدلی وی، نوهریوه په حدیث باندی عمل کړیوی، چی په نتیجه کی یی حکم هم تغیرکړیدی، خوالبته داپه هغه مسائلوکی چی پرثبوت یانفی یی قطعی دلیل نشته، اویاهم داسی اختلاف اجتهادی اختلاف دی چی طبعاپه ځنی استخراجی اواستنباطی مسائلوکی دفقهاؤ اومجتهدینوترمینځ اختلاف دنظرراځی، نواختلاف دمذاهبومذموم اختلاف ندی ځکه دا اختلاف په فروعاتوکی دی چی پدی هکله بیهقی حدیث را نقل کړی «اختلاف أمتي رحمة » اخرجه البیهقی فی رسالة الاشعریه.
ژباړه: اختلاف دامت ځمارحمت دی.
که څوک وایی(لکه حذیفه): چی اختلاف څنګه رحمت کیدلای شی پداسی حال کی چی خدای پاک فرمایی:« واعتصموا بحبل الله جمیعاولاتفرقوا».
ژباړه: دخدای په رسی(دین) باندی ټوله ځان ټینګ ونیسی اواختلاف مکوی.
نوددی توهم دفع علماؤ په خپلوکتابونوکی لیکلی ده، لکه چی امام نووی رحمه الله تعالی په شرح کی دصحیح مسلم لیکی: قال الخطابي والاختلاف في الدين ثلاثة أقسام أحدها في اثبات الصانع ووحدانيته وانكار ذلك كفر والثاني في صفاته ومشيئته وانكارها بدعة والثالث في أحكام الفروع المحتملة وجوها فهذا جعله الله تعالى رحمة وكرامة للعلماء وهو المراد بحديث اختلاف أمتي رحمة. شرح النووی جزء 11 صفحه 92.
ژباړه: خطابی ویلی دی: اختلاف په دین کی په دری قسمه دی، یوقسم په اثبات کی دصانع او واحدانیت کی دده چی انکارددی څخه کفردی، اودویم اختلاف په صفاتواومشیت کی دخدای پاک، چی انکارددی څخه بدعت دی، اودریم قسم اختلاف په فرعی احکامواومسائلوکی دی کوم چی احتمال دڅووجه لری، نودغه اختلاف خدای پاک رحمت اوکرامت دعلماؤ ګرځولیدی، اوداغه هم مراد ددی حدیث څخه دی چی « اختلاف امتی رحمه».
چی دهمدغی خبری جواب علامه زین الدین په فیض القدیرکی هم ویلی دی: وفي العقائد لابن قدامة الحنبلي أن اختلاف الأئمة رحمة واتفاقهم حجة انتهى.
[ فإن قلت ] هذا كله لا يجامع نهى الله تعالى عن الاختلاف بقوله تعالى * (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) * وقوله تعالى * (ولا تكونوا كالذين تفرقوا واختلفوا من بعد ما جاءهم البينات) * الآية [ قلت ] هذه دسيسة ظهرت من بعض من في قلبه مرض وقد قام بأعباء الرد عليه جمع جم منهم ابن العربي وغيره بما منه أنه سبحانه وتعالى إنما ذم كثرة الاختلاف على الرسل كفاحا كما دل عليه خبر إنما أهلك الذين من قبلكم كثرة اختلافهم على أنبيائهم وأما هذه الأمة فمعاذ الله تعالى أن يدخل فيها أحد. فیض القدیر جلد1 صفحه 271.
ژباړه: په عقایدکی دابن قدامه حنبلی راغلی دی: اختلاف دامامانورحمت دی اواتفاق یی حجت دی.
کچیری ته ووایی: چی دغه خبر ه خوټوله نه جمع کیږی دهغه نهی څخه دخدای پاک چی داختلاف څخه یی کړیده پدی قول سره خپل« (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) ټنګ نیول وکړی ټوله په رسی (دین) دخدای پاک اواختلاف مکوی » اوداغه رقم داقول دخدای پاک«(ولا تكونوا كالذين تفرقوا واختلفوا من بعد ما جاءهم البينات) تاسومکیږی لکه هغه خلګ چی سره وپاشل سوه اواختلاف یی وکی وروسته تردی چی دوی ته واضح دلائل راغله». نوزه ورته په ځواب کی وایم: چی دغه هغه دسیسه اوتوطیه ده چی دهغه خلګوسره پیداسویده کوم په زړونوکی یی ناروغی ده. ددی خبری پررد په څو ځله ډیرعلماء راپورته سوی( اوهغوی ته یی جوابونه ویلی دی) چی یودهغو څخه ابن عربی (رحمه الله) هم دی. پدی سره یی جواب ویلی دی: چی په آیت کی خدای پاک هغه اختلاف منعه کړیدی کوم چی پرپیغمبرانوباندی به یی کوی اوبس، لکه څرنګه چی درسول اکرم (ص) دغه حدیث هم پردغه دلالت کوی «إنما أهلك الذين من قبلكم كثرة اختلافهم على أنبيائهم» یقینا هلاک کړه هغه خلګ چی ستاسومخکی تیرسویدی ډیراختلاف ددوی پرانبیاؤ ددوی، خولیکن دغه امت (امت محمدی ص) نوپناه غواړوپه خدای پاک باندی ددی څخه چی څوک به پدوی کی داسی اختلاف مینځته راوړی.
نواختلاف دمذاهبومذموم اوفاسداختلاف ندی، چی هغه دی تقسیم دامت اواسلام شی، اوکڅوک دغه خبره کوی، اختلاف دمذاهبواختلاف داسلام بولی نودهغه سره حقیقی اورښتنی ایمان نسته، اوهغه سړی په انتهاء درجی کی دکم علمی اوتعصب اوزیغ دی.
دتاریخ په اوږدوی مونږیوه داسی واقعه نلروچی په هغه کیدی په مابین کی داهل مذاهبواربعه پخاطردمذهب جنګ اوجدال پیښ سوی وی، په شرعی استدلال باندی هریوخپله خبره ثابته وی، پربل باندی نه مذموم ردکوی، نه وهغه ته دخپل مذهب دعوت ورکوی، اونه هم دهغه دتکفیراوبدعتی حکم ورکوی.خوکه په یومذهب کی یوتعصبی شخص پیداکیږی اوپرجانب مقابل باندی ردکوی، نودا په معنی داختلاف فی المذاهب ندی، ځکه یوشخص هیڅ وقت نمایندګی دټوله مذهب نشی کولای بلکه دغه دده خپل تفردات وی، چی داخبره تنها ترعلماؤ دمذهب پوری هم خاص نده ، بلکه بعضی صحابه وو هم ځان ته تفردات درلودل، چی وروسته به یی بیا پرخپل وقت بیان کړو.
خوله بده مرغه د700 سنه وروسته دابن تیمیه دپیداکیدلواوبیاپه 1143 سنه کی دمحمدبن عبدالوهاب دپیداکیدلو وروسته په مابین کی دمسلمانانوډیرسخت اختلافات راپیداسوه، چی سبب یی همدغه دوه ښاغلی وه، دوی کڅه هم ځانونه حنبلی مذهبه بلل خولیکن په اصل کی حنبلی مذهبه نه بلکه ځانته یی مستقله لاره اوتګلاره درلودل ، چی ددوی همدغه کارسبب دانحراف ددوی ، اوسبب دتفرقی په مابین کی دمسلمانانوشو، خوبیاهم ددوی دظهورڅخه تراوسه پوری ټوله اهل مذاهب اربعه ودغه خلګوته په اتفاق اواتحاددی، خپل ترمینځ غیرله اجتهادی اختلاف څخه هیڅ قسم اختلاف نلری، تنها خلګ چی پرمذاهبوتنقیداو اعتراض کوی دهمدغه دوو ښاغلیومقلدین دی، چی په وهابیانو، سلفیانو، اهل حدیثو اویامجتهدینوباندی اوس شهرت لری،ددوی داحداث ترمخه اوپه څلورو مذاهبوکی اوس هم دمسلمان دتکفیراومشرک کڼلوپه هکله خورا ډیراحتیاط کیدی اوکیږی، حتی چی مذاهب اربعه خوارجواوروافضوته هم کافرنه وایی، خودوی چی کله ابداع اوپیداسوه دځانه سره یی یواځنی تحفه اوسوغات همدغه تکیفراومشرک کڼل دمسلمان راوستل .په اتفاق دټولواهل سنتومرتکب دګناه کبیره داسلام څخه بهرندی، خوددوی مخ ته که څوک دقبرسره لاس پورته کړی اودعا وکړی بس دوی هغه ته مشرک وایی، که چا"یامحمد" وویل بس دوی هغه مشرک بولی، بیله دی چی پدی هکله تحقیق اوڅیړنی وکړی ، بیاپه خاصه توګه هغه سلفیان او وهابیان چی په افغانستان کی دملاعبدالله نورستانی تقلیدکوی اویاپه هنداوپاکستان کی دمولوی نذیرحسین اومولوی شوکانی تقلیدکوی، ډیرسخت متعصب اوناپوهان دی، عرب سلفیان ځانونه دمذاهب اربعه وو څخه خارج نه بولی، مذاهبواربعه اودهغوی پیرویانوته اهانت اوسپکاوی نکوی، دڅلورواړو مذاهبودفقه څخه استفاده کوی، فقه بی اعتباره اودیموکرات قانون نه بولی، بلکه پرعکس اسلامی اصیل قانون ورته وایی، خوځانونه یی التزاما مقلدین نه بولی ، اوڅه دتشدد اوبی ادبی څخه کاراخلی. پاتی شوه زمونږدشا اوخوا جعلی مجتهدین: داسلافوبی احترامی ،دفقهی توهین اوپه تمامه معنی سپکاوی، مذاهبوته ښکنځل اوبدی ردی، دمسلمان تکفیراومشرک کڼل، ددوی ترټولوعمده خصوصیات او امتیازات دی.
چی یولوی مثال یی حذیفه اودده ملګری دی چی درانه کتونکی کولای شی ځما اودده په بحثونو کی یی وګوری په خاصه توګه په کوموشبهاتوکی چی ښاغلی حذیفه په اسلام اوفقه کی پیداکړیدی،
نوتفرقه اوجدایی خومونږنده راوستلی تاسواوس هم دهمدغه څلورومذاهبودسردعاوکړی! ځکه دغه یولږاتفاق اواتحاد چی اوس سته دهمدغه څلورومذاهبودایجادنتیجه ده، کنه نواوس به په زرهاوو مذهبونه اوګوندونه وای،چی دمذاهبودایجاد لوی عامل همدغه وو، چی هرکم علمه اوناپوه سړی به د اوسنی سلفیانو پشان دعوه داجتهاد کول، خلګو ته به یی فتوا ورکول، چی داکار دهرمسجداوقریی څخه یو وطن اومذهب جوړکړی وو، نودهغه وقت علماء سره راټول شول اوپردغه یی اجماع وکړه چی په نړی کی باید تنها دهمدغه څلورو علماؤ تقلید وشی اوبس ځکه داڅلورعلماء هغه خلګ وه چی ددوی په وقت کی اوبیا ددوی وروسته تراوسه پوری ددوی پشان علماء ندی راغلی چی دغه قسم اجماع ته اجماع قطعی وایی اوعمل پرهغی باندی پرهرهغه چاچی ورته ورسیږی لازم دی لکه چی دقرآن ددغه آیت څخه هم په یقین داجماع اسنتباط کیږی: {وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَآءَتْ مَصِيراً}.ژباړه: هرڅوک چی مخالفت دپیغمبروکړی وروسته تردی چی ده ته هدایت معلوم شی اودی متابعت وکړی دغیر دلاری دمسلمانانو، نومونږبه وسپارو دته هغه شی چی ده ورته مخه کړی، اودی به جهنم ته وصل کړو اوداډیره بده مرجع ده. داغه رقم ددی حدیث څخه : عن ابن عمر : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إن الله لا يجمع أمتي أو قال أمة محمد صلى الله عليه و سلم على ضلالة ويد الله مع الجماعة ومن شذ شذ إلى النار.سنن ترمذی حدیث 2167 وصححه الالبانی دون شذ....ژباړه: دابن عمر(رض) روایت دی چی رسول اکرم(ص) وفرمایل: خدای پاک ځما امت اویاامت دمحمد(ص) پرګمراهی نه جمع کوی، اوید دخدای پاک دټولی سره دی، اوهرڅوک چی تنهاشی تنهابه اورته لویږی.
خوچی دکوم وقته څخه دمحمدبن عبدالوهاب ډلی ظهورکړی ، په خلګوکی یی مذهب کم رنګه کړی، ددوی څخه په الهام ډیری نوری ډلی هم پیداسویدی چی ځانته مسلک اوځانته مستقله لارچلوی، لکه ، مودودیان، بریلویان، لاهوری میرزایان، پنج پیریان اوداسی نور.....ددی ټولوبدمرغیولامل دمذهب څخه انحراف اودهرچا خودخواهی اوداجتهاد دعوه ده. بلکه همدغه سلفیان او وهابیان دی چی تفرقی اوجدایی ته همیشه لمن وهی، خوګیله می ځکه نشته چی زه دوی پیژنم ددوی تأسیس اومنشأ هم دهمدغی لپاره شویده، په عمل کی یی هم دغه خبره په اثبات رسولیده.
دحذیفه استشراقانه شبهه:
[quote:738b2f5b59]قال الشيخأبو حَفْصٍ في فَوَائِدِهِ لَا يَنْبَغِي لِلْحَنَفِيِّ أَنْ يُزَوِّجَ بِنْتَهُ من رَجُلٍ شَفْعَوِيِّ الْمَذْهَبِ
وَهَكَذَا قال بَعْضُ مَشَايِخِنَا وَلَكِنْ يَتَزَوَّجُ بِنْتَهمْ
زَادَ في الْبَزَّازِيَّةِ تَنْزِيلًا لهم مَنْزِلَةَ أَهْلِ الْكِتَابِ(البحر الرائق کتاب الصلاة باب الوتر والنوافل :۲/ ۴۹ )
یعني شیخ ابو حفص په فوائدو کي وايي چي حنفي مذهبه دي شافعي مذهبه ته لور نه ور کوي او دا خبر زموږ نورو مشایخو هم کړې ده بلکي د شافعيانو لوڼې دي ځني غواړي ، بزازیه وايي چي شافعیان لکه اهل کتاب داسي دي ،( نو ځکه يې لور غوښتای سي او خپله نه سي ور کولای.)[/quote:738b2f5b59]
2. حذیفه خانه! تاچی دبحرائق خبره رانقل کړی اوپه هغی دی فاسد استدلال کړیدی، تاکم بخته خوبه یووار دغه مطلب ترآخره پوری مطالعه کړی وای بیابه دی خپل پوښتنه مطرح کوله، ځکه په خبره دی سرندی خلاص سوی اعتراض دی کړی، ځکه چی څوسطره وروسته خپل همدغه بحرائق وایی: وَأَقْبَحُ مِنْ ذَلِكَ مَنْ مَنَعَ مُنَاكَحَتَهُمْ وَلَيْسَ هُوَ إلَّا مَحْضُ تَعَصُّبٍ. البحرالرائق جزء4 223 المکتبة الشاملة.
ژباړه: اوبدترینه تردی هغه څوک دی چی منعه کړی یی دی نکاح ددوی سره ، اودغه ندی مګرتنهاتعصب دی.
اوس چی بحرائق دابوحفص کبیر(رح) کمه خبره رانقل کړیده هغه دټولواحنافورأی اونظرندی، دا دابوحفص کبیر(رح) خپل تفردات دی، ماپه مخکنی لیکنوکی هم درته ویلی وه چی علماء ځانته تفردات لری حتی ځنی صحابه سته چی خپل ځانته ځانګړی تفردات لری چی اوس ددوی رأی اختصاص تردوی پوری لری، نماینده گی دمذهب اوټوله اسلام نشی کولای. نوپدی کی اوس څه خبره شته چی دمذهب یوعالم ته یوه خبره منسوبه شی، خوهغه دی دټوله اهل مذهب رأی نوی؟ بلکه دده خپل شخصی نظردی وی.اوداخبره منحصره ترمذهب پوری هم نده، بلکه په سلفیانوکی هم داسی علماء سته چی ځانته تفردات لری.
3. بیادی مسئله داجرت علی الامورالشرعیه لیکلی اوبیادی ورباندی اعتراض کړیدی، زه ستاذهن اوفکرته حیران ځکه یم چی ته دداسی مسائلوترمنځ په فرق هم نه پوهیږی چی ځنی مسائل په قطعی دلائلوباندی ثابت وی، دزمان،مکان اوشخص په اعتبارباندی تغیرنکوی ،اوځنی داسی مسائل وی چی هغه دزمان اومکان اویادشخص په اعتبارباندی تغیرکوی لکه دغه مسئله، اویاهم مسئله د ښځودتللو ومساجدوته لپاره دلمانځه چی په زمانی کی درسول اکرم(ص) به ښځی دلمانځه لپاره مسجدته تللی هلته به یی په یوه مسجدکی دنرانوشاته په جماعت باندی لمونځ کوی، خو وروسته په اعتبارسره دتغیردزمانی داصحابوپه وقت داکارمنع شو، اوس به نوتاسوکم بخته سلفیان وایاست چی آیاداکار په زمانی کی درسول اکرم(ص) روا وو اوبیاپه زمانی کی داصحابوولی ناروا شو؟؟؟ دلته په دغه مسئلی کی هم فقهاء دغه دلیل وایی: چی په زمانی کی دمتقدمینوعلماؤ دخلګومینه اومحبت دقرآن دلوستلوسره ډیره وه، معلمین مدرسین اوښونکی دقرآن اوشرعی کتابونوبه یی ښه ډیرنازوله، علماء ډیروه دهرچاپه کورکی عالم اوحافظ وواحتیاجی ودیته نوه چی یوامام دی ودی کارته ځان فارغه کړی، په صفت دامام اویاملا چی په مساجدوکی وماشومانوته قرآن اویادینی زدکړه ورکړی.
بیادی په ځنی مسائلوکی دمذاهبواختلاف ته اشاره کړیده: چی ددی خبری ځواب می څوځلی درکړیدی هلته یی وګوره!
دحذیفه داستشراقی شبهه:
[quote:738b2f5b59]په فتاوای عالمګیري کی راغلی : ا ذا أنکر الرجل آية من القرآن اوتسخر بآية من القرآن ـ وفی خزانة المفتين أوعاب ـ کفر، کذا فی التتارخانية .
ژباړه : چی کله سړی د قرآن د یوه آیت څخه انکار وکي یا په یوه آیت مسخره وکي ـ او په خزانة المفتین کی وایی: یا عیب پر ولګوي ـ کافرکېږي، داسي په تاتارخانیه فتاوی کی راغلي.
خو بل پلو بیرته همدا عالمګيريه فتاوی کي راغلي :
اذا أنکر الرجل کون المعوذتين من القرآن لا يکفر، وقال بعض المتأخرين: يکفر؛ لانعقاد الاجماع بعد الصدر الأول علی أنهما من القرآن، والصحيح الأول؛ لأن الاجماع المتأخر لا يرفع الاختلاف المتقدم، کذا فی الظهيرية .
(فتاوای عالمګیري کتاب السیر الباب التاسع فی أحکام المرتدین، مطلب موجبات الکفر أنواع ... ومنها ما یتعلق بالقرآن ج ۲ ص ۲۶۶- ۲۶۷).
ژباړه : چی کله سړی د قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس (دوه سورتو) دقرآنیته انکار وکړي، نه کافر کېږي اوځینی ورستنو ویلی: کافر کېږي؛ ځکه د اولي پېړۍ وروسته پردې اتفاق راغلی چی دا دوه سورتونه د قرآن دي اوصحیح اول قول دی (چی نه کافر کېږی)؛ ځکه وروستنی اتفاق مخکنی اختلاف نه ختموي، داسي په ظهیریه فتاوی کی راغلی.
- څه وجه ده چي له یوه آیته انکار کفر دئ خو تر یوه آیت له ډېر دوو سورتو انکار کفر نه دئ؟. [/quote:738b2f5b59]
5.بیادی دتتارخانیی اوعالمګیری فتوی پرعبارتونوباندی اعتراض کړیدی چی دتتارخانیه دعبارت څخه معلومیږی چی دقرآن دیوه آیت څخه منکرهم کافرکیږی، خودعالمګیری دفتاوی څخه معلومیږی چی نه کافرکیږی.
ګوره کم بخته دتتارخانیه فتوی ټولواحنافوته قابل قبول ده، اوچی عالمګیری کومه خبره کړی نوهغه کله آیت دقرآن ښوولیدی؟؟؟ هغه خومعوذتین ویلی دی، اوپه معوذتین کی خود عبدالله ابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه هم داسی نقل شته چی ده ویل: معوذتین له قرآنه څخه ندی.لکه په لاندی اخباروکی:
• حَدَّثَنَا الْأَزْرَقُ بْنُ عَلِيٍّ ، ثنا حَسَّانُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ ، ثنا الصَّلْتُ بْنُ بَهْرَامَ ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ ، عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ : كَانَ عَبْدُ اللَّهِ رَضِيَ الله عَنْه يَحُكُّ الْمُعَوِّذَتَيْنِ مِنَ الْمُصْحَفِ ، وَيَقُولُ : أَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُتَعَوَّذَ بِهِمَا . وَلَمْ يَكُنْ عَبْدُ اللَّهِ رَضِيَ الله عَنْه يَقْرَؤُهُمَا . {الزوائدالعالیه بزوائدالمسانید للالبانی رقم3795} ژباړه: عبدالله ابن مسعود به معوذتین دخپل قرآنه څخه پاکول، او ویل یی: رسول اکرم (ص) په هغوی سره دتعوذ(پناه غوښتلو) امرکړی وو، اوعبدالله ابن مسعود(رض) هغه نه وه لوستلی.
• وعن عبد الرحمن بن يزيد - يعني النخعي - قال : كان عبد الله يحك المعوذتين من مصاحفه ويقول : إنهما ليستا من كتاب الله تبارك وتعالى. رواه عبد الله بن أحمد والطبراني ورجال عبد الله رجال الصحيح ورجال الطبراني ثقات {مجمع الزوائد ومنبع الفوائدلنور الدين علي بن أبي بكر الهيثمي رقم 11562}ژباړه:عبدالله بن مسعود(رض) به معوذتین دخپل قرآن څخه پاکول او ویلی بئی:معوذتین دکتاب الله څخه ندی.
• وعن عبد الله أنه كان يحك المعوذتين من المصحف ويقول : إنما أمر صلى الله عليه و سلم أن يتعوذ بهما وكان عبد الله لا يقرأ بهما رواه البزار والطبراني ورجالهما ثقات وقال البزار : لم يتابع عبد الله أحد من الصحابة وقد صح عن النبي صلى الله عليه و سلم أنه قرأ بهما في الصلاة وأثبتتا في المصحف. حواله ماسبق برقم 11563.ژباړه: دعبدالله بن مسعود(رض) څخه روایت دی چی ده به معوذتین دخپل قرآن څخه پاکول اوهغه یی نه ویل.ددی روایت بزار اوطبرانی کړیدی رجال ددوی هم ثقات دی، اوبزارویلی دی:اوپدی کارکی دعبدالله ابن مسعودمتابعت یوه صحابی هم ندی کړی، اوداخبره په صحت رسیدلی ده چی رسول اکرم(ص) به په لمانځه معوذتین ویل اوپه قرآن کی یی هم لیکلی وه.
اوس زه ستاڅخه پوښتنه کوم: چی ستانظرپه باره کی دعبدالله ابن مسعود څه شی دی؟
که ته وایی چی داخبره په درواغوباندی وعبدالله ابن مسعودته منسوب سویده. نوخبره دی درسته نده، ځکه ددی خبری په اثبات باندی ډیرومحقیقنوعلماؤ اقرارکړی حتی چی غیرمقلد محدث عالم شیخ البانی هم ددی خبری تأیید کړیدی، چی مخکی مادده له کتابه څخه یوخبرولیکی.
اوداغه رقم یی په خپل فتاوی کی داسی لیکلی دی:
س)- هل صحيح أنه ثبت عن ابن مسعود أنه كان لا يعد المعوذتين من القرآن؟ وأن أُبي بن كعب أثبت في مصحفه دعاء القنوت وجعله سورتين؟
بالنسبة لهذا السؤال فهو ذو شطرين كما تقدم، أما فيما يتعلق بابن مسعود، فقد صح عنه، ولا غرابة في ذلك، وهذا دليل على أن الأمر كما قال الله عز وجل مخاطباً كل إنسان منا في عموم قوله: (وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلاً )[الإسراء:85] أن ابن مسعود رضي الله عنه الذي كان من السابقين في الدخول في الإسلام، ومع ذلك فاتته بعض الأشياء، والتي بعضها هام جداً جداً، ومن ذلك ما تضمنه هذا السؤال، إذ لم يكن قد فهم فيما سمع من النبي صلى الله عليه وسلم أن المعوذتين: (قل أعوذ برب الفلق) و(قل أعوذ برب الناس) من القرآن الكريم، إنما فهم أنهما معوذتان، أي: دعاء؛ ولذلك فحرصاً منه على ألا يدخل في المصحف الذي فيه القرآن شيء غريب عنه؛ فقد كان يحكه، ويكشط كل صفحة فيها هاتان السورتان؛ لأنه لم يعلم ذلك، ولكن هذه مزية القرآن، أنه لم يجمع من شخص واحد وإنما جمع من عشرات، بل مئات الأشخاص.
{الف فتاوی للشیخ الالبانی فصل فی آداب تلاوت القرآن صفحه 4}
ژباړه:
س) آیاداخبره صحیح ده چی عبدالله بن مسعود(رض) معوذتین له قرآن څخه نه بلل؟ او أبی بن کعب په خپل قرآن کی دعاء قنوت لیکلی وه اوهغه یی دوه سورته ګرځولی وه؟.
ددی سوال په هکله باید ووایم : چی دغه سوال دوه شقه لری لکه چی مخکی داخبره تیره شویده، اوکومه خبره چی ترعبدالله ابن مسعودپوری تعلق نیسی، نوداخبره دده څخه ثابته ده، اوداخبره دتعجب وړنده،اویودلیل دی پردی باندی چی خدای پاک وانسان ته په عمومی خطاب کی وایی:ماوتاسوته ندی درکړی مګرډیرلږعلم.
په یقین چی عبدالله ابن مسعود(رض) دهغه خلګوڅخه دی کوم چی ډیرلومړی په اسلام کی داخل شویدی، خوبیاهم دده څخه ځنی شیان پاته سویدی، اوهغه شیان چی ډیرسپک هم وه، چی دهغودجملی څخه یوهم هغه دی کوم چی پدی سوال کی لیکل سویدی، ځکه ده درسول اکرم(ص) څخه چی کوم شیان اوریدلی وه په هغوی کی ورته داسی نوه معلومه شوی چی معوذتین دقرآن څخه دی.بلکه ده داسی فهمولی وه چی معوذتین دعاء ده. نوپدی خاطردی پردی باندی ډیرباعث وو چی دده په قرآن کی به هغه شی نه داخلیږی کوم چی بیګانه وی. نوځکه یی معوذتین دخپل قرآنه څخه پاکول، اوپه هری صفحی که چی به دغه دوه سورته وه هغه به یی خرابول. ځکه ده ته ددی علم نوو رسیدلی( چی معوذتین دقرآن څخه دی) خولیکن دا دقرآن لپاره (نقص نه) بلکه خوند دی، چی دی دیوه شخص څخه ندی راجمع کړه سوی بلکه دلسګونوبلکه دسلګونوخلګوڅخه راجمع سویدی
اوداغه رقم د الاظهرپه فتاوی کی یی پدی هکله داسی لیکلی دی:
ثم ذكر القرطبى مبررات لقول ابن مسعود ، فذكر أن ابن قتيبة قال : لم يكتب عبد الله بن مسعود فى مصحفه المعوذتين لأنه كان يسمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يعوِّذ الحسن والحسين -رضى الله عنهما-بهما ، فقدَر أنهما بمنزلة : أعيذكما بكلمات الله التامة من كل شيطان وهامة ومن كل عين لامة .
.{ فتاوی الاظهر. المعوذتان هل هما من القرآن.}
ژباړه:وروسته قرطبی ډیردلایل ذکرکړیدی دپاره دقول دابن مسعود(رض) نوذکر کړی یی دی: چی ابن قتیبه ویلی: عبدالله ابن مسعودپه خپل قرآن کی معوذتین نوه لیکلی، ځکه ده درسول اکرم(ص) څخه اوریدل: چی حسن اوحسین رضی الله عنهماته به یی دمعوذتین باندی تعویذ کوی نوده داسی فرض کړه چی دغه هم په منزله سره ددی قول دی: : أعيذكما بكلمات الله التامة من كل شيطان وهامة ومن كل عين لامة.یعنی دعا ده.
اوداغه رقم یی په فتاوی الشبکة الاسلامیة پدی هکله داسی لیکلی:
وتبين أن قول ابن مسعود رضي الله عنه -على جلالته وعظم منزلته إذا ثبت عنه- خطأ منه رضي الله عنه، وأنه قول شذ به عن بقية الصحابة.
ولو لم تكونا من كتاب الله تعالى لما أثبتتا في المصحف وأجمعت عليهما الأمة التي لا تجتمع على ضلالة، فإجماع الأمة معصوم كما هو معلوم، ولكن خطأ الأفراد وارد مهما كانت منزلتهم وعلو قدرهم، فلا عصمة لأحد بعد رسول الله صلى الله عليه وسلم، ولعل هذا من شواذ ابن مسعود رضي الله عنه التي تذكر في التراث الفقهي والتاريخ الإسلامي، فيقال: شواذ ابن مسعود ورخص ابن عباس وشدائد ابن عمر.
{فتاوی الشبکة الاسلامیة فتوی رقم 33429}
ژباړه: معلومه شوه چی دا قول دابن مسعود(رض) سره دلوی والی اوعظمت دمرتبی دده که دده څخه ثابت هم سی، یوخطاء ده، اودغه یوداسی قول دی چی په هغه کی ده دنوروصحابه ووڅخه جلاوالی کړيدی.
کچیری معوذتین دقرآن څخه نوای نوپه قرآن کی به لیکل شوی نوای، اوپرهغه به امت اجماع نوای کړی هغه امت چی پرګمراهی باندی اجماع نکوی، نواجماع دامت معصومه ده لکه چی داخبره معلومه ده، خومګردافرادوڅخه سره ددی چی مرتبه یی هم لوړه وی خطاوتل راځی. اوعصمت دپیغمبروروسته دهیچالپاره نشته. خوشاید دا دځنی نادره کارونو څخه دابن مسعودوی چی په { تراث الفقهی والتاریخ الاسلامی } کی ذکرکیږی. چی داسی ویل کیږی : { نادره کارونه دابن مسعود، اسانه کارونه دابن عباس اوسخت کارونه دابن عمر.
اوداغه رقم دکویت د دارلافتاء په فتاوی ( فتاوی واستشارات الاسلام الیوم) کی لیکلی:
وبكل حال فإن هذا المروي عن ابن مسعود رضي الله عنه اجتهاد منه، بحسب ما انتهى إليه علمه، إذ ظن أنهما دعاء كان النبي- صلى الله عليه وسلم- يتعوذ بهما، يدل على ذلك ما رواه الطبراني في الكبير(9152) عن علقمة عن عبد الله رضي الله عنه أنه كان يحك المعوذتين من المصاحف، ويقول:( إنما أمر رسول الله - صلى الله عليه وسلم- أن يتعوذ بهما ولم يكن يقرأ بهما) وهذا منه رضي الله عنه اجتهاد بحسب ما انتهى إليه علمه، وهو بشر غير معصوم يصيب ويخطئ،.
فتاوی واستشارات الاسلام الیوم حول مصحف عبدالله ابن مسعود.
ژباړه: پرهرحال،دغه روایت کړه سوی خبره دعبدالله ابن مسعود خپل اجتهاد دی، په هغه اندازه چی ده ته یی علم رسیدلی وو، ځکه ده ګمان کوی چی دغه دعاء ده چی رسول اکرم (ص) به په هغوی باندی پناه غوښتل کول، اوپردی خبره هغه روایت دلالت کوی کوم چی طبرانی په کبیرکی روایت کړیدی.
علقمه دعبدالله بن مسعود(رض) چی ده معوذتین دقرآن څخه پاکول او ویل به یی: رسول اکرم (ص) ددی امرکړی چی تاسوپه هغوی سره پناه وغواړی اوده نه ویل، خودا دده دخپل علم په اندازه شخصی اجتهاد وو، ځکه دی هم بشردی معصوم ندی صواب ته هم رسیږی اوخطاوځی هم.
نوبناء پرمخکنی تحقیق اوس وګوره د چی پدی هکله صاحب ده بحرالرائق څه وایی:؟ إلَّا الْمُعَوِّذَتَيْنِ فَفِي إنْكَارِهِمَا اخْتِلَافٌ وَالصَّحِيحُ كُفْرُهُ وَقِيلَ إنْ كَانَ عَامِّيًّا يَكْفُرْ وَإِنْ كَانَ عَالِمًا لَا لَكِنْ ذَهَبَ بَعْضُ الْفُقَهَاءِ إلَى عَدَمِ إيجَابِ الْكُفْرِ.{ بحرالرائق}
ژباړه: مګرمعوذتین نوپه انکارکی ددوی اختلاف دی، خوصحیح دادی چی منکریی کافرکیږی، اوداسی هم ویل کړه سویدی: چی کچیری منکرعامی وو کافرکیږی اوکه عالم وو نوبیانه کافرکیږی، خومګربعض علماؤ تګ وعدم ایجاب ته دکفرکړیدی.
مقصد دمصنف دادی چی کچیری یوڅوک وروسته تردی چی دی پدی باندی خبروی چی اثبات دمعوذتین دقرآن څخه په اجماع سره سویدی خوبیاهم دی منکرکیږی، نویقینا داسړی کافردی، اودقیل دقول تأویل دادی چی کچیری داسړی عامی وو نوځکه کافرکیږی چی عامی خوپه اجماع اودلائلوباندی نه پوهیږی دی خوصرف مقلدوی نوچی کله دی دمعوذتین څخه بغیرله اجتهادنه منکرشی نوخود به کافرکیږی اوعالم چی بیانه کافرکیږی مقصدیی دادی چی شاید دعالم انکار داجتهاد له وجه وی یعنی وده خبر داجماع نوی رسیدلی، نوځکه دی انکارکوی خوکچیری وروسته تررسیدلوداجماع بیامنکرشی نویقینا چی کافرکیږی. اودبعض علماؤ خبره چی عدم ایجاب ته دکفریی میلان کړی، بناء پراحتیاط ده، ځکه چی دابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه داخبره ثابته ده چی ده معوذتین له قرآن څخه نه بلل، نوکڅوک مطلقا حکم کوی نودابی احتیاطی ده، اوپه تکفیرکی دیوشخص نهایت احتیاط لازم اوضروری دی.
اوبیادفتاوایی عالمګیری خبره چی وایی نه کافرکیږی،نویاداخبره دده خپل تفردات دی اویاهم بناء پراحتیاط ده لکه دبعضی علماؤ خبره.
خلاصه ددی مسئلی داده:
چی که چاته په پورتنی تفصیل باندی علم حاصل وی خوبیاهم دی انکارکوی نوداسی سړی یقینا کافرکیږی، اوورته علم حاصل نوی نوبیا نه کافرکیږی، لکه عبدالله ابن مسعود(رض) چی پدی هکله ورته کافی علم حاصل نه وو، اوپه خپل اجتهاد کی صواب ته نه وو رسیدلی. نواوس پرعبدالله ابن مسعود(رض) څوک دکفرحکم ( العیاذ بالله)کولای شی؟؟؟ کلا وحاشا
دلامذهبی په رنځ اخته ناروغانوته یومهم علاج
Mazharee
15.09.2012
دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:f3f615e931]ستاسو رد المحتار خو وايي :
و رآى ربه في المنام مائة مرة، ولها قصة مشهورة.( رد المحتار على الدرالمختار بحث مناقب الإمام أبي حنيفة ج۱ص۵۱)
ژباړه : ده ( امام ابو حنیفه ) خپل رب سل ځله په خوب وليد ، دا يوه خورا مشهوره کيسه ده .
همدا راز د روح المعاني مصنف د سوره أعراف د۱۴۳نمبرآیت لاندي په صراحت وايي : ما الله په خوب لیدلي.
تفتازاني صاحب د ډېرو څخه حکایت کوي چي الله ئې په خوب لیدلي. (ودي کتل سي: شرح عقائد ص۶۰، د رؤیة الله د بحث اخيري برخه)
مګر بل پلو بيا ستاسو قاضي خان کتاب داسي وايي :
و لو قال رجل: رأيت الله في المنام، قال الشيخ الإمام رئيس أهل السنة أبومنصورالماتريدي: هذا الرجل شر من عابد الوثن . (قاضيخان كتاب الحظر والإباحة، فصل في التسبيح والتسليم والصلاة على النبي ص:ج۴ ص ۳۷۸، داسي په نورو کتابو کی سته لکه:الفتاوى التاتارخانية كتاب أحكام المرتدين المتفرقات:ج ۵ ص۴۷۱، البحرالرائق كتاب السير أحكام المرتدين ج۵ ص۲۲۰).
ژباړه : که څوک ووايي چي ما الله په خوب وليد ، ابو منصور ماتريدي يې په اړه وايي : دا سړی تر بت لمانځونکي ډېر بد دئ .
په دې ځای کي به دا در ته معاف کړم چي له قران او حدیث څخه يې راته حل کړه ځکه په هغو کي خو ته نه معلومات لرې او نه يې حق لرې ځکه ته خو مقلد يې ، نو د فقهې له پلوه يې حل وکړه کوم لوری حق دئ او ولي حق دئ؟ په کوم دلیل؟ تاته څه معلومه سوه چي دا حق او دا باطل دئ؟ بل چا درته وويل ؟ هغه څوک دئ؟ که دي خپله تحقیق وکړ ؟ نو بیا خو ته هم غیر مقلد سوې!.هههه [/quote:f3f615e931]
6. بیادی چی کومه خبره دقاضی خان، تتارخانیه اوبحرالرائق څخه لیکلی ده، ګوره! داخبره داسی مطلقه نده بلکه تفصیل لری هغه داسی چی: کچیری څوک ووایی: ماخدای پاک په خوب کی ولیدی اودهغه لپاره کیفیت اوکمیت بیان کړی نوکافرکیږی اوکه تنها إخبار دخوب لیدلوورکوی نوبیا نه کافرکیږی، لکه داسی په خوب کی ډیرو علماؤ خدای پاک لیدلی دی، لکه چی امام ابوحنیفه (رض) سل ځلی په خوب کی لیدلی داغسی امام احمدبن حنبل په مناقبولیکل شوی چی ده خدای پاک په خوب لیدلی اوداغسی په حق کی دیوه قاری دقرآء سبعه څخه. نوپدی خبره کی اوس تناقض کم دی؟؟؟ څوک چی کیفت اوډول دخوب معلوم نکړی(یعنی داسی نوی چی لکه دبندگانولپاره لاس ، پښه اواعضاء دثبوت اخبارورکړی) نوهغه نه کافرکیږی اوکه څوک بیادخوب داسی حکایت کوی، چی دالله لپاره توهم داثبات دهغه کیفیاتو کوم چی اعراض دحادث اوممکن دی کیږی نوبیا داسړی کافرکیږی.
نوستادجهالت اوناپوهی له وجه داسی دی لیکلی:
[quote:f3f615e931]يعني که په لنډو درته ووايم ستاسو فقه په خپل منځ کي پر يوه بل د کفر ټاپه لګوي.[/quote:f3f615e931]
کومه ده دکفرټاپه ؟؟؟؟
خوته کم بخته ځکه داسی خبری کوی چی دفقه په کتابونوباندی نه پوهیږی، هغه دحلیمی صیب خبره؛ داستاغلطی استقراء ددغسی بدبختی او وسوسی سره مخامخ کړی یی.
دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:f3f615e931] ) – دې ته بیا ګوره ! یو يې کفر بولي او بل يې د الله تخليق. په شرح العقائد کي دي:
والله تعالى خالق لأفعال العباد من الكفر والإيمان والطاعة والعصيان.
(شرح العقائد النسفية صـ۶۰).
ژباړه: او الله د بندګانو د افعالو خالق دئ لکه کفر ، ایمان ، طاعت او نافرماني.
ادې ته بیا ګوره:
وكذا من قال بخلق الإيمان فهو كافر.
(عالمګيري كتاب السير الباب التاسع أحكام المرتدين: ج ۲ ص۲۵۷).
ژباړه: او همدارنګه کافر کېږي که څوک ایمان پيدا سوی وبولې کافر دئ.
اوس يې ته سره لګوه ، په دې دوو کي کوم یو کافر بولې؟
که یو سم دئ بل ناسم نو دلیل دي څه دئ؟
ستا نظر په دې اړه څه دئ؟[/quote:f3f615e931]
7. بیادی حذیفه خانه! دشرح العقائد اوفتاوی عالمګیری دعبارتونوترمینځ توهم داثبات دتناقض کړیدی،چی شرح العقائدوایی: ایمان مخلوق دی، خوعالمګیری وایی: که چاویل ایمان مخلوق دی کافرشو.
ستاددی استشراقی شبهی رفع ، صاحب دبحرالرائق کړیده، ورته وګوره! وَمَنْ قَالَ إنَّ الْإِيمَانَ مَخْلُوقٌ فَهُوَ كَافِرٌ كَذَا فِي كَثِيرٍ مِنْ الْفَتَاوَى وَهُوَ مَحْمُولٌ عَلَى أَنَّهُ بِمَعْنَى هِدَايَةِ الرَّبِّ وَأَمَّا فِعْلُ الْعَبْدِ فَهُوَ مَخْلُوقٌ.{بحرالرائق باب احکام المرتدین}.
ژباړه: که چاوویل: ایمان مخلوق دی. نوکافرشودغسی په ډیرو فتاوای کی لیکل شویدی، خوداخبره حمل کیږی پردی باندی چی مراد دایمان څخه په معنی سره دهدایت دجانبه څخه د رب دی، خولیکن فعل دبنده چی دی نوهغه خومخلوق دی.
ښه اوس ته دلته په دقت باندی وګوره تناقض کمه دی؟؟؟ شرح العقائد چی وایی : ایمان مخلوق دی . هغه ایمان یادوی چی هغه فعل ده بنده دی، چی یقینا لکه بنده چی خپله مخلوق دی فعل یی هم مخلوق دی، چی بیاعالمګیری فتاوی وایی: که چاایمان مخلوق وګڼی نوکافرکیږی. هغه ایمان یادوی چی هغه په معنی سره دهدایت من جانب الله دی، چی هغه فعل دالله دی، نولکه الله چی خپله مخلوق ندی فعل دهغه هم مخلوق ندی. خوتاسوکم بخته سلفیان ستاسوغلطی استقراء داسی په سترګوړانده کړی یاست، چی پرهیڅ چا باندی حسن ظن نلری اونه هم دچادعبارت لپاره صحیح محمل پیداکولای شی.
دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:f3f615e931] د الله په اړه څه عقيده لرئ ؟ لوړ دئ که کښته ؟ هر ځای دئ که هيڅ ځای نه سته ؟
ستا فقه خو وايي:
وإذا لم يكن في مكان لم يكن في جهة لا علو ولا سفل ولا غيرهما. [شرح العقائد النسفية ص ۳۳ چی د عقیدې درسی عمده کتاب دی].
ژباړه: او چي کله په يوه ځای کي نه دئ نو په هيڅ جهت کي نه دئ نه پورته ، نه کښته او نه له دوئ دوو پرته.[/quote:f3f615e931]
ته داسی کم علمه اوناپوه یی چی ده عقائدو اوفقه کتاب فرق نشی کولای ، شرح العقاید دفقه کتاب نه بلکه دعقاید کتاب دی.
بیادی لیکلی دی:
[quote:f3f615e931]خو بل لورته يې په تفسیر مظهري کي امام صیب ته داسي قول منسوب کړی دئ:
قال أبوحنيفة:إن الله في السماء دون الأرض. رواه البيهقي، وروى عنه من قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقد كفر؛ لأن الله يقول: {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سماواته، وروي عنه أنه قال: من أنكر الله في السماء فقد كفر .
(تفسيرمظهري دشيخ ثناء الله پاني پتي حنفي ج۳ ص۳۹۷ د يونس د۳ نمبرآیت لاندي).
ژباړه: امام صیب وايي چي الله په اسمان کي دئ نه په ځمکه کي ، او له ده روايت سوی دئ چي وايي : که څوک ووايي چي زه خبر نه يم زما رب په اسمان کي دئ که په ځکه کي هغه کافر دئ ځکه پورته ايت يې د دلیل په توګه وړاندي کړی دئ او د الله عرش يې تر اسمانو لوړ بللی دئ او له ده بل روايت دئ : که څوک په اسمان کي د الله له کېدو انکار وکړي نو هغه کافر دئ.
اوس ته ووايه کوم يو کافر دئ؟ د شرح العقائد ليکوال او که د مظهري تفسیر ليکوال؟ امام صیب حقه خبره کړې ده او که د عقيدې کتاب؟ له قران او حدیث څخه يې دلیل څه دئ؟
روح المعاني همدې په دې اړه وګوره :
والآيات والأخبار التي فيها التصريح بما يدل على الفوقية ـ كقوله تعالى :{تنزيل من الله العزيز الحكيم} و{إليه يصعد الكلم الطيب} و{بل رفعه الله إليه} و{تعرج الملائكة والروح إليه} وقوله ﷺ فيما اخرجه مسلم: وأنت الظاهر فليس فوقك شيئ ـ كثيرة جدا، وكذا كلام السلف في ذلك؛ فمنه ما روى شيخ الإسلام أبوإسماعيل الأنصاري في كتابه الفاروق بسنده إلى أبي مطيع البلخي أنه سأل أباحنيفة رضي الله عنه عمن قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقال: قد كفر؛ لأن الله يقول:{الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سبع سماوات. فقال: قلت : فإن قال: إنه على العرش لكن لا أدري العرش في السماء أم في الأرض؟ فقال رضي الله تعالى عنه :هو كافر؛ لأنه أنكر أنه في السماء، ومن أنكر أنه في السماء فقد كفر
(روح المعاني دشیخ آلوسی حنفي ج۷ ص۱۱۴- ۱۱۶دسورت أنعام د ۱۸نمبرآيت لاندی)[ ]. [/quote:f3f615e931]
8. بیادی دمتشابه آیت « الرحمن علی العرش استوی» په هکله دشرح العقاید اوتفسیرمظهری اوتفسیر روح المعانی ترمینځ دتناقض خبره مابین ته کړیده، او داسی دی انګیرلیدی: چی ګنی شرح العقاید وایی: الله په آسمان کی نشته {العیاذبالله} اوبیادی دتفسیرمظهری اوروح المعانی دخبری څخه داسی استدلال کړیدی، چی دوی وایی: که څوک ددی څخه منکرشی چی الله په آسمان کی دی نوهغه کافردی.
پدی هکله خولومړی درته وایم: چی زمونږعقیده دمتشابهاتوپه هکله ډیره واضحه ده اوهغه داچی مونږنه غواړو په متشابهاتوکی بحث وکړو، اونه هم په پوهیږو، اوداموعقیده ده چی دمتشابهاتوعلم تنها دالله اودهغه درسول سره سته اوبس. خوکه ته وایی: چی ستاسوکتابونه یی ولی بحث کوی؟ نوددی خبری ځواب ډیرآسانه دی، هغه داچی لکه اوس چی تاسوجعلی مجتهدین په داسی مسائلوکی بحث کول غواړی، دهغوی په زمانه کی هم دغسی اهل باطل خلګ موجود وه، اوپه داسی مسائلوکی یی دځان دمطرح کولو پخاطر دبحث میدان تود ساتلی وو، نوعلماء مجبوروه چی ددوی دعقیدی ده رد لپاره پدی هکله یوشی ولیکی، یعنی ددی ګمراهانوخلګوبحث اودخلګودعقیدی دخرابولوهڅی علماء دغه ته مجبورکړی وه چی ددوی دخولی دبندولو لپاره پدی هکله یوڅه ولیکی، لکه اوس چی تاسومونږ دیته مجبورکړی یو چی پدی مسائلوکی ستاسوسره بحث وکړو، هغه پدی خاطرنه چی زمونږمقصد اظهار دخپل علم دی، بلکه پدی خاطر چی عام خلګ پوه شی اوستاسو په افواهاتوباندی ونه غولیږی. نوبناء باید درته ووایم: چی ته حذیفه اوستاملګری ټول د درک اوفهم دداسی ناروغی سره مخامخ یاست، چی قوه عاقله مو بیخی له کاره لویدلی ده، ځکه دهیڅ کتاب دعبارت څخه صحیح برداشت نشی کولای، تل مودمنفی اوسلب وخواته زور وی، تل مو ده رد او تنقید وخواته زور وی، دایجاب اوحق پالنی اوحق پیژندنی ماده بیخی درڅخه سلب شویده، کنه نو اوس وګوره چی دشرح العقاید دعبارت ترمینځ اودتفسیرمظهری اوروح البیان ترمینځ تعارض اوتناقض کوم دی؟؟؟.
ښه په دقت غوږونیسه! دشرح العقاید مقصد دادی چی الله ته دیوخاص حلولی مکان نسبت نه کیږی، او دتفسیرمظهری اوروح المعانی مقصددادی: که څوک په آسمان کی دالله دوجود څخه منکرشی کافردی. یقینی خبره ده.
خلاصه مقصد ددواړویوشی دی: هغه دادی چی الله هرچیری سته، دمخلوق اوممکن پشان خاص اوځانګړی مکان نلری. دغه ددوی دخبری صحیح محمل دی. خوزه خپله ترڅوچی مجبورنشم پدی باره کی نورهیڅ نه وایم اونه هم پدی هکله دچاسره دبحث کول غواړم. غیرلدی څخه چی څوک می مجبورکړی، استشراقانه شبهات په دین کی ایجاد کړی نوبیاپه لاندی حدیث باندی دعمل کولوپخاطرساکت نشم کښیناستلای.« إذا ظهرت البدعُ ولَعَنَ آخرُ هذه الأمةِ أولَها فمن كان عنده علم فلينشرْه فإنَّ كاتمَ العلمِ يومئذٍ ككاتمِ ما
أنزل اللهُ على محمدٍ ( (ابن عساكر عن معاذ)» الجامع الکبیر للسیوطی رقم2348
ژباړه: کله چی پدین کی بدعتونه پیداشی او وروستنی دامت لومړنی دامت باندی لعنت وایی، نوچی دچاسره علم وی باید چی خپوریی کړی، ځکه پټونکی دعلم پدی ورځ کی داسی دی لکه پټونکی دهغه شی چی خدای پاک پر محمد(ص) باندی نازل کړیدی.
9. بیادی ده درالختار عبارت په نامه د رد المحتار لیکلی دی او داسی...
[quote:f3f615e931]تاسو د مذهب له امله الله بخښلي یاست ؟ ستاسو کتاب ليکي:
فَهَتَفَ هَاتِفٌ مِنْ جَانِبِ الْبَيْتِ : يَا أَبَا حَنِيفَةَ قَدْ عَرَفْتَنَا حَقَّ الْمَعْرِفَةِ وَخَدَمْتَنَا فَأَحْسَنْتَ الْخِدْمَةَ ، قَدْ غَفَرْنَا لَك وَلِمَنْ اتَّبَعَك مِمَّنْ كَانَ عَلَى مَذْهَبِك إلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ(رد المحتار مقدمه ۱/ ۱۲۴)
ژباړه: د خونې له یوه لوري پرې ناڅاپي ږغ وسو اې ابوحنیفه ! تا موږ په حق ډول وپېژندلو او زموږ دي پوره او غوره خدمت وکړ ، بې شکه موږ تا او څوک چي تر قیامته ستا پيروي کوي ټول بخښلي دي .[/quote:f3f615e931]
داولیاء الله په حق کی دا کومه عجیبه اوناشونی خبره نده داسی واقعی ډیری دتاریخ په اوږدوکی داولیاء الله په حق کی پیښی شویدی. او إنشاء الله مونږهمدغه امیدلرو، ستاسوغوندی دالله درحمت او داولیاؤ دکرامت څخه ناامید اومنکرنه یو.
10. بيادی پر رد المحتارباندی تهمت ویلی او دبل چاقول دی وده ته منسوب کړی. وګوره!.
دحذیفه استشراقی شبهه
[quote:f3f615e931]دې افسانې او افترا ته ګورئ ! رد المحتار ليکي:
وَقَدْ جَعَلَ اللَّهُ الْحُكْمَ لِأَصْحَابِهِ وَأَتْبَاعِهِ مِنْ زَمَنِهِ إلَى هَذِهِ الْأَيَّامِ ، إلَى أَنْ يَحْكُمَ بِمَذْهَبِهِ عِيسَى عَلَيْهِ السَّلَامُ ، وَهَذَا يَدُلُّ عَلَى أَمْرٍ عَظِيمٍ اُخْتُصَّ بِهِ مِنْ بَيْنِ سَائِرِ الْعُلَمَاءِ الْعِظَامِ ،(رد المحتار مقدمه :۱/ ۱۳۶)
او بې شکه الله ګرزولی دئ د ده اصحابو او پيروانو ته دده له زمانې بیا تر همدې نن ورځو ان چي عیسی علیه السلام به د امام صیب پر مذهب پرېکړې کوي ، دا خبره پر يوه ستر امر دلالت کوي چي امام صیب د نورو پوهانو له منځه يې په ځانګړنه نازول سوی دئ.[/quote:f3f615e931]
كم علمه! دا درد المحتار قول نه بلکه د درالمختار قول دی، خوته داسی ناقص العقل یی چی دشرح او دمتن فرق نشی سره کولای، پداسی حال کی چی رد المتحار وروسته تردی چی ددغی خبری وضاحت کوی، اودامام شعرانی دخوب واقعه لیکی، پردغه خبره باندی رد کوی او داسی لیکی: لَكِنْ لَا دَلِيلَ فِي ذَلِكَ ، عَلَى أَنَّ نَبِيَّ اللَّهِ عِيسَى عَلَى نَبِيِّنَا وَعَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ يَحْكُمُ بِمَذْهَبِ أَبِي حَنِيفَةَ وَإِنْ كَانَ الْعُلَمَاءُ مَوْجُودِينَ فِي زَمَنِهِ فَلَا بُدَّ لَهُ مِنْ دَلِيلٍ ، وَلِهَذَا قَالَ الْحَافِظُ السُّيُوطِيّ فِي رِسَالَةٍ سَمَّاهَا الْإِعْلَامَ مَا حَاصِلُهُ : إنَّ مَا يُقَالُ إنَّهُ يَحْكُمُ بِمَذْهَبٍ مِنْ الْمَذَاهِبِ الْأَرْبَعَةِ بَاطِلٌ لَا أَصْلَ لَهُ ، وَكَيْفَ يُظَنُّ بِنَبِيٍّ أَنَّهُ يُقَلِّدُ مُجْتَهِدًا مَعَ أَنَّ الْمُجْتَهِدَ مِنْ آحَادِ هَذِهِ الْأَئِمَّةِ لَا يَجُوزُ لَهُ التَّقْلِيدُ ، وَإِنَّمَا يَحْكُمُ بِالِاجْتِهَادِ ، أَوْ بِمَا كَانَ يَعْلَمُهُ قَبْلُ مِنْ شَرِيعَتِنَا بِالْوَحْيِ ، أَوْ بِمَا تَعَلَّمَهُ مِنْهَا وَهُوَ فِي السَّمَاءِ ، أَوْ أَنَّهُ يَنْظُرُ فِي الْقُرْآنِ فَيَفْهَمُ مِنْهُ كَمَا كَانَ يَفْهَمُ نَبِيُّنَا عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ ا هـ { ردالمحتارجلد1 صفحه 124}
ژباړه: خوپردی خبره هیڅ دلیل نشته چی دالله نبی عیسی علی نبیناوعلیه السلام دی په مذهب دامام ابوحنیفه رضی الله تعالی عنه حکم وکړی، کڅه هم علماء به دده په زمانه کی موجود وی نوددی خبری لپاره هیڅ احتیاجی ددلیل څخه نشته. پدی خاطرحافظ سیوطی (رح) په خپلی رسالی کی چی " الاعلام " یی مسمی کړیده ویلی دی: چی خلاصه یی داسی ده: داچی داخبره کیږی چی عیسی علیه السلام به په یومذهب دمذاهبواربعه حکم کومی باطله خبره ده هیڅ اصل اوبنیاد ددی لپاره نشته. څنګه داسی ګمان پرنبی (ص) وکړل شی چی دئ دی دمجتهدڅخه تقلید وکړی؟ سره ددی چی مجتهد داحادو څخه ددی امت دی دده لپاره تقلید نه روا کیږی، بلکه دی حکم په خپل اجتهاد کوی، اویاپه هغه معلوماتوسره چی مخکی یی زمونږدشریعت په هکله په وحی باندی حاصل کړیوه ، اویاپه هغه معلوماتو باندی چی ده ته په آسمان کی ددی شریعت په هکله حاصل شویدی، اویادی په قرآن کی په کتلوسره اودهغه څخه په هغه فهم چی زمونږرسول (ص) به کوی حکم کوی.
چی بیا ردالمحتار وروسته د علامه ملاعلی قاری رحمه الله خبره هم ددی خبری دتأیید لپاره رانقل کړیده. نو د درالمختار خبره خو دهغه خپل شخصی نظر اوتفرد دی، په مذهب کی اعتبار وقول ته د ابن عابدین(رح) دئ چی په رد المحتارکی یی کړیده. خوتاسو سلفیان چی دمتن اوشرح په فرق نه پوهیږی کله پداسی تحقیق ستاسوسرخلاصیږی؟؟؟ ددی مذهب لپاره په زرهاوو علماء تیرسویدی هرعالم ځانته تفردات لرل، پدی خاطردی چی په مذهب کی دراجح اومختار اومفتی به او......قانون علماؤ ایښی دی
دلامذهبی په رنځ اخته ناروغانوته یومهم علاج
Mazharee
15.09.2012
11. یوولسمه شبه دی تکراری ده اودپخوانیوشبهاتوڅخه دی راکاپی کړیده هلته یی مادرته ځواب درکړی سرورښکاره کړه!.
12. بیادی د هندیه څخه عبارت لیکلی دی چی:...
دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:883c3a1c03]حَنَفِيٌّ ارْتَحَلَ إلَى مَذْهَبِ الشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى يُعَزَّرُ كَذَا في جَوَاهِرِ الْأَخْلَاطِيِّ(هندیه کتاب الحدود فصل فی التعزیر :۲/ ۱۶۹)
که حنفي شافعي مذهب ته ولاړ نو تعزیر به ور کول کېږي همدا خبره په جواهر الاخلاطي کي سوې ده..[/quote:883c3a1c03]
کم بخته! ته داسی کم علمه اوټنبل یی چی دفقه دکتابونوڅخه هیڅ معلومات نلری فقط یوخبره په کامپیوټری مکتبی کی پلټی (search) آخره او اوله یی نګوری ستاددغه استشراقانه شبهی ځواب علامه ابن عابدین ورکړی ورته وګوره!
قوله ( ارتحل إلى مذهب الشافعي يعزر ) أي إذا كان ارتحاله لا لغرض محمود شرعا) { ردالمتحار} جلد4 صفحه 80}.
ژباړه: وینادده( که شافعی مذهب ته لاړی تعزیردی شی) یعنی کچیری ددی ورتګ دیوښه شرعی مقصدلپاره نه وو. بیاوروسته دعلامه شامی رحمه الله خبره وګوره چی عینا ودغسی جاهلانوته یی کړی لکه داوس دزمانی اوزمونږ شاو خوا سلفیان. وګوره! وإنما أطلنا في ذلك لئلا يغتر بعض الجهلة بما يقع في الكتب من إطلاق بعض العبارات الموهمة خلاف المراد فيحملهم على تنقيص الأئمة المجتهدين فإن العلماء حاشاهم الله تعالى أن يريدوا الازدراء بمذهب الشافعي أو غيره بل يطلقون تلك العبارات بالمنع من الانتقال خوفا من التلاعب بمذاهب المجتهدين نفعنا الله تعالى بهم وأماتنا على حبهم آمين. { رد المحتار جلد4 صفحه 80}
ژباړه:مونږخبره ددی لپاره اوږده کړه، چی بعض جاهلان خطانشی په هغه څه باندی چی په کتابونوکی په مطلق عبارت باندی لیکل شوی وی، او دمقصود خلاف توهم ورباندی کیږی، نودوی (جاهلان) یی پرتنقیص دمجتهدینو امامانو حمل کوی، داځکه چی علماء ددی څخه لیری کړیدی چی دوی دی قصد دسپکاوی په مذهب دامام شافعی رحمه الله اویادبل امام ولری، خودوی په منع کی دانتقال عبارات ځکه مطلق ذکرکوی پخاطردویری ددی خبری څخه چی خلګ په مذاهبودمجتهدینو ملنډی ونه وهی، الله دی مونږته پدوی باندی ګټه راورسوی اومونږدی مړه کی پرمحبت باندی ددوی.
اوته کم بخته داسی ناپوه یی چی مذهب تراشخاصو اوافرادومنحصربولی نوځکه دغسی استشراقانه شبهات لیکی.{ اعاذنالله مماتقوله ومماتفعله ومماانت علیه الیوم}
13. بیادی دهدایی عبارت رانقل کړی، اوپرهغه دی په خپل استشراقی مزاج اعتراض نیولیدی. داسی:...
دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:883c3a1c03]ستا کتاب خو وايي:
( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ )(هدایه کتاب الحدود بَابُ الْوَطْءِ الَّذِي يُوجِبُ الْحَدَّ وَاَلَّذِي لَا يُوجِبُهُ)
یعني تر ټولو ستر امام چي هر شي وکړي حد پرې نه سته مګر نه قصاص بلکي په دې او د اموالو په تلف کي ترې مواخذه کېږي.[/quote:883c3a1c03]
حذیفه خانه! ماتاته ویلی وه چی تعصب ستاعقلی بصیرت داسی خراب کړیدی چی زړه دی دحق دمنلولپاره بالکل خالی ځای نلری، ته وګوره چی پدی هکله عنایة چی شرح دهدایی ده څه وایی؟:
( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ ) وَفَسَّرَهُ أَبُو اللَّيْثِ بِالْخَلِيفَةِ ( فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ ، فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ لِأَنَّ الْحُدُودَ حَقُّ اللَّهِ تَعَالَى وَإِقَامَتُهَا إلَيْهِ لَا إلَى غَيْرِهِ ) قَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { أَرْبَعٌ إلَى الْوُلَاةِ } وَعَدَّ مِنْهَا إقَامَةَ الْحُدُودِ). { العنایة شرح الهدایة جزء 7 صفحه 216}
ژباړه: (هرشی چی هغه امام یی وکړی چی ترده بل لوړامام نوی) ابولیث رحمه الله یی تفسیرپه خلیفه باندی کړیدی( نوپرهغه باندی حدنشته غیرله قصاصه څخه ځکه په قصاص کی دامام سره مؤاخذه کیږی او(همدا راز) داموالوپه تلف کی ورسره مؤاخذه کیږی، ځکه حدود حق دالله دی، اقامه یی امام ته راجع کیږی نه وبل چاته، رسول اکرم(ص) ویلی دی: څلورشیان دی چی باچاهانوته راجع کیږی. اویویی دهغوی څخه حدود شمیرلیدی.
اوس کڅه هم عنایه د " اربع إلی الولاة " نسبت ورسول اکرم (ص) ته کړیدی، اوهغه یی دلیل ګرځولیدی، ددی لپاره چی حدحق دامام دی نوامام بایدپرنورو خلګوحدجاری کړی نه چی بل څوک پرامام حدجاری کړی. خوعلماؤ سره ددی چی دغه حدیث یی غریب کڼلی دی، خوددی خبری ثبوت په آثارو کی دصحابه وو سته لکه چی په حاشیه کی د" موطأ امام مالک بروایة محمدبن الحسن الشیبانی " کی راغلی دی:.
واستدلوا على ما ذهبوا إليه بما أخرجه ابن أبي شيبة عن الحسن قال : أربعة إلى السلطان الصلاة والزكاة والحدود والقصاص . وأخرج عن عبد الله بن جرير قال : الجمعة والحدود والزكاة والفيء إلى السلطان . وكذا عن عطاء الخرساني ( قال في الأوجز 13 / 252 : إن الحد خالص حق الله تعالى فلا يستوفيه إلا نائبه وهو الإمام. {موطأامام مالک } شرح حدیث 704.
ژباړه: اودوی دخپل مذهب لپاره استدلال کړی په هغه باندی چی ابن ابی شیبة دحسن څخه روایت کړیدی. چی : څلورشیان باچاته راجع کیږی لمونځ ورکول، زکاة اخستل، حدود اوقصاص. اودعبدالله بن جریرڅخه یی داسی روایت کړیدی: لمونځ دجمعی، حدود، زکاة اودیت وباچاته راجع کیږی، اوداغه رقم دعطاء خراسانی څخه روایت دی (چی دپه اوجز13/252 کی وویل: حدتنهاحق دخدای پاک نوهیڅوک یی غیرله نائب څخه دده نشی پوره کولای چی نائب یی باچادی.اودغه آثارپه نورکتابونوکی هم راغلیدی لکه : {کتاب الاموال لابن رجویة. اثر 2144{ {مصنف ابن شیبه اثر 29029}
داغه رقم نور کتابونودفقه هم دغه دلیل ویلی دی، نوچی کله اجراء دحد کاردامام شی نوامام یی څنګه پرځان باندی جاری کړی؟؟؟ لکه دفقه په کتابونوکی هم دغه عبارت راځی. ( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ ) لِأَنَّ الْحُدُودَ حَقُّ اللَّهِ تَعَالَى وَإِقَامَتُهَا إلَيْهِ لَا إلَى غَيْرِهِ وَلَا يُمْكِنُهُ أَنْ يُقِيمَ عَلَى نَفْسِهِ لِأَنَّهُ لَا يُفِيدُ) { فتح القدیر جز11 صفحه 480 المکتبة}
اوس که یی ته نه مني هغه ستاانحراف دی ته خواحادیث هم نه منی.
كم علمه بیادی د" نور الانوار " عبارت لیکلی دی داسی:
دحذیفه استشراقی شبهه
[quote:883c3a1c03]خو بل لورته نور الانوار ليکي:
کما روی ان علیا رضی الله عنه تحاکم الی شریح القاضی فی ایام خلافته فی درعه وقال درعی عرفتها مع هذا الیهودي فقهال شریح للیهودي ما نقول قال درعی وفی یدی فطلب شاهدین من علی رضی الله عنه فاتی علی بابنه الحسن وقنبر مولاه لیشهدا عند شریح فقال شریح اما شهادة مولاه فقد اجزتها لک لانه صار معتقا او اما شهادة ابنک لک فلا اجیزها لک وکان من مذهب علی انه یجوز شهادة الابن للاب وخالفه شریح فی ذالک فلم ینکره علی فسلم الدرع للیهودي فقال الیهودي امیر المومین مشی معی الی قاضیه فقضی علیه فرضی به صدقت والله انها لدرعک واسلم الیهودي الخ.(نور الانوار مبحث افعال النبي صلی الله علیه وسلم مخ:۲۱۸ ، مکتبه رشیدیه)
اوس دي په دې اوږده بیان کي وليدل چي علي يې د امارت پر مهال چي خلیفه وو او تر ده بل هيڅ امام نه وو د قاضي په وړاندي در ولی دئ ، نو تاسو ولي امام نه دروئ؟ دا مسله د بیت المال سره اړه لري او دا یهودي خپل شخصي مال ګڼله ، نو قاضي د شاهدانو د نه شتون له امله د یهودي په حق کي پرېکړه کوي او امیر يې مني نو تاسو ترې چا مستثنی کړې یاست؟[/quote:883c3a1c03].
كم بخته! تاخوداسی انګیرلی دی، چی په مابین کی دعبارت د" هدایه" او " نورالانوار " تناقض دی. خوبیچاره ناخبره ددی څخه چی " هدایه" وایی: حدنه پرجاری کیږی. داسی ندی ویلی: چی دباچاسره دنزاع په وقت کی فیصله اومحاکمه ورباندی نکیږی. دلته خومسئله عینا هم هغه مسئله ده " هدایی" ده، ځکه هدایی ویلی دی: چی په مال اوقصاص کی دباچاسره محاسبه اومواخذه کیږی، نوپدی مسئله کی دحضرت علی (رض) او دیهودی خو همدغه مسئله ده درع وه چی هغه مال دی. {ویل لک ولمن تبعک ولمن ایدک بالقول اوالعمل}
14. بیادی دامام کرخی رحمه الله قول داسی لیکلی دی:
دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:883c3a1c03]ستا مذهبیان خو د الله تر کلام او د رسول الله تر حدیثو د خپلو امامانو اقوال غوره او معتبر بولي ، لکه چي امام كرخي حنفي فرمايي: الأصل أن كل آية تخالف قول أصحابنا فإنها تحمل على النسخ أوعلى الترجيح، والأولى أن تحمل على التأويل من جهة التوفيق.
(أصول الكرخي في آخرأصول البزدوي المطبوع بميرمحمد كتب خانه آرام باغ كراتشي صـ۳۷۳ ، مقدمة فقه السنة).
یعني اصل دا دئ چي که هر ایت زموږ د اصحابو له قولونو سره ټکر سو نو هغه به یا منسوخ ګڼو یا به يې بر ترجيح حمل کوو خو ښه دا ده چي د موافقت له امله يې حمل پر تاویل وسي.[/quote:883c3a1c03]
د اوس لپاره دامام کرخی(رخ) کتاب راسره نشته،کچیری می وموندبیابه یی مطالعه کړم، ستاسوپرلیکنو اوحوالوباندی زه باورځکه نلرم چی تاسوهرځای دکتابونوڅخه عبارات قیچی کوی، نیم عبارت لیکی خونیم عبارت پریږدی، مدعی لیکی خودلیل یی پریږدی ، نقل دیوکتاب لیکی خودکتاب لخوا پری رد پریږدی اوداسی نور دمسشرقینوکار....
خوداسی درته ویلی شم چی:
دغه استشراقی مزاج او وسواس فکرتاته ددغه څخه پیداسویدی چی ته زمونږدمذهب په هکله پوره معلومات نلری اوپه کتابونو باندی خویی ګرسره نه پوهیږی.
ستاسودټولو دغسی غلطو برداشتونولپاره لاندی آیت اودعلامه ابن عابدن عبارت چی مامخکی هم درته لیکلی وو ځواب دی:
«{يأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اجْتَنِبُواْ كَثِيراً مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ» {سوره حجرات 12}.
ژباړه: ای کسانوچی ایمان موراوړیدی! ځانونه دډیروګمانونوڅخه وساتی، یقینی چی بعضی ګمانونه ګناه ده.
وإنما أطلنا في ذلك لئلا يغتر بعض الجهلة بما يقع في الكتب من إطلاق بعض العبارات الموهمة خلاف المراد فيحملهم على تنقيص الأئمة المجتهدين فإن العلماء حاشاهم الله تعالى أن يريدوا الازدراء بمذهب الشافعي أو غيره بل يطلقون تلك العبارات بالمنع من الانتقال خوفا من التلاعب بمذاهب المجتهدين نفعنا الله تعالى بهم وأماتنا على حبهم آمين. { رد المحتار جلد4 صفحه 80}
ژباړه:مونږخبره ددی لپاره اوږده کړه، چی بعض جاهلان خطانشی په هغه څه باندی چی په کتابونوکی په مطلق عبارت باندی لیکل شوی وی، او دمقصود خلاف توهم ورباندی کیږی، نودوی (جاهلان) یی پرتنقیص دمجتهدینو امامانو حمل کوی، داځکه چی علماء خدای پاک ددی څخه لیری کړیدی چی دوی دی قصد دسپکاوی په مذهب دامام شافعی رحمه الله اویادبل امام ولری، خودوی په منع کی دانتقال عبارات ځکه مطلق ذکرکوی پخاطردویری ددی خبری څخه چی خلګ په مذاهبودمجتهدینو ملنډی ونه وهی، الله دی مونږته پدوی باندی ګټه راورسوی اومونږدی مړه کی پرمحبت باندی ددوی.
بيادی لاندی آیت لیکلی دی:
[quote:883c3a1c03]لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآَخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ(یونس:۶۴)[/quote:883c3a1c03]
ددی آیت دپورتنی خبری سره څه ارتباط دی؟ خوته چی عصبی سیستم دی دډیره تعصبه څخه کارپسی پری ایښی دی، داسی فکرکوی: چی اجتهادی اختلاف تبدیل لکلمات الله دی، بیاهم په ځان دی ډیرزړه ښه دی چی مسلمان یم، مومن یم، په اسلام خبریم، که داسی وای نوکاربه دی هم ده رښتنی مسلمان په څیروای؟ {الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً} {الکهف 104}.
15. بیادی د ردالمحتار اوشرح عقود رسم المفتی خبری رانقل کړيدی، اوداسی دی ځنی فهمولی چی ګوندی په مابین کی یی تعرض سته، داسی :
دحذیفه استشراقی شبهه
[quote:883c3a1c03]ستاسو په اند تر ۴۰۰ هجري وروسته بل څوک متجهد نه سته او نه بل څوک قیاس کولای سي لکه چي وايي:
على أن القياس بعد الأربعمائة منقطع؛ فليس لأحد بعدها أن يقيس مسئلة على مسئلة.
(رد المحتار كتاب الصلاة باب الإمامة، مطلب: القياس بعد عصر الأربعمائة منقطع: ج ۱ص ۴۱۴).
ژباړه: سره له دې چي د څلور سوه کال را په دې خوا قیاس پرېښودل سوی؛ نو هیچا ته دا نسته چي یوه مسئله پر بله قیاس کړي .
خو بل ځای بیا تاسو داسي وایاست:
فقد اتفقت النقول عن ائمتنا الثلاثه ابی حنیفه و ابی یوسف ومحمد ان الاستئجار علی الطاعات باطل. لکن جاء من بعدهم من المجتهدين الذين هم اهل التخريج والترجيح فافتوا بصحته علی تعلیم القران للضرورة فانه کان للمعلمين عطایا من بیت المال وانقطعت فلو لم یصح الاستئجار واخذ الاجره لضاع القران وفیه ضیاع الدين لاحتیاج المعلمين الا الاکتساب.
وافتی من بعدهم ایضا من امثالهم بصحته علی الاذان والاقامة لانهما من شعائر الدين فصححوا الاستئجار علیهما للضرورة ایضا فهذا ما افتی به المتاخرون عن ابی حنیفه او اصحابه لعلمهم بان اباحنیفه واصحابه لو کانوا فی عصرهم لقالوا بذلک ورجعوا عن قولهم الا ول(شرح عقود رسم المفتي لعلامه شامي مسئله الاستئجار علی تلاوة القران ، د معروفي مکتبې چاپ)
یعني له دروو امامانو ابوحنیفه ، ابو یوسف او محمد څخه دا نقل سوی دئ چي پر عباداتو اجوره غوښتل باطله ده ، خو تر دوئ وروسته مجتهدينو چي د تخريج او ترجيح هل وو فتوا ور کړه چي د قران پر تعليم اجوره روا ده ځکه اړتیا يې ده ، مخکي استادانو ته ډالۍ له بیت المال څخه تحفې ورکول کېدې خو هغه لړۍ شلېدلې ده نو که اجوره ور کول روا نه سي قران به ضايع سي په دې کي د دين ضیاع هم ده ځکه استادان هم کسب ته اړتیا لري.
تر دې وروسته مفتیانو چي د هغوئ په شان ول د اذان او اقامت پر کولو هم اجوره ور کول روا بللې ده ځکه دواړه د دين له شعائرو څخه دي نو د اړتیا له امله يې اجوره غوښتل روا کړې ده دا مسله تر امام صیب وروسته متاخرینو روا کړې ده ځکه هغوئ علم در لود(نو دايې علم غیب وو که بل علم؟) چي که امام صیب او دد ه اصحاب په دې زمانه کي وای نو همداسي به يې کول او له خپله مخکيني قوله به يې رجوع کوله.[/quote:883c3a1c03]
ښه ښه ښه! اوس دی خپل علم اوپوهه معلومه کړه آیا داقیاس دی، اوکه دمسئلی دحکم په اعتبار سره دزمان اوحال تغیردی؟؟؟. ګوره! هرسور ږیری شاګل ندی!
دعلامه ابن عابدین خبره صحیح خبره ده، اوس مونږهم وایو چی دغسی قیاس چی په کومه موضوع علامه ابن عابدین ددی خبری یاد کړیدی منقطع دی. تاته به ډیره تعجبه معلومه شی چی څنګه؟؟؟ دقیاس څخه خوهیڅوک ان چی مونږ سلفیان هم خلاص نه یو.
نوګوره! هغه داسی قیاس نه یادوی چی یومجهول الحکم مسئله دی پرمعلوم الحکم مسئلی سره دمراعات کولودوضعه شوو قوانینو نه قیاسیږی، ځکه دداسی قیاس بندول خوامکان نلری، او دداسی قیاس څخه خودزمانی په تیریدلوسره اونوی شیانوپه پیداکیدلوسره هیڅ انسان چاره نلری.
دعلامه (رح) هغه قیاس مراد دی چی دموضوعه قوانینوسره مخالف وی لکه کوم مثال چی ده مخکی تردی خبری ذکرکړیدی؛ اوداخو یقینی خبره ده چی داسی قیاس د400 نیټی راپدی خوا قطعه دی، صباورځ به ستاغوندی خلګ هم راولاړشی قیاس به کوی، دعوه داجتهاد به کوی.
16. بیادی لیکلی دی:
دحذیفه استشراقی شبهه:
[quote:883c3a1c03]په ماشوم پسي اقتدا سيي نه ده او نه هم د فرض لمونځ کوونکی په نفل کونکي پسي اقتدا کولای سي ، فقه ليکي:
( وَلَا يَجُوزُ لِلرِّجَالِ أَنْ يَقْتَدُوا بِامْرَأَةٍ وَصَبِيٍّ ) أَمَّا الْمَرْأَةُ فَلِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { أَخِّرُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَخَّرَهُنَّ اللَّهُ فَلَا يَجُوزُ تَقْدِيمُهَا } وَأَمَّا الصَّبِيُّ فَلِأَنَّهُ مُتَنَفِّلٌ فَلَا يَجُوزُ اقْتِدَاءُ الْمُفْتَرِضِ بِهِ .
وَفِي التَّرَاوِيحِ وَالسُّنَنِ الْمُطْلَقَةِ جَوَّزَهُ مَشَايِخُ بَلْخِي ، وَلَمْ يُجَوِّزْهُ مَشَايِخُنَا رَحِمَهُمُ اللَّهُ (هدایه کتاب الصلاة باب الامامه)
نارينه وو ته روا نه ده چي په ښځه او هلک پسي اقتدا وکړي ، په ښځه پسې له دې امله روا نه ده چي نبي علیه السلام وايي :ښځې وروسته کړئ لکه څنګه چي الله وروسته کړې دي ، نو ځکه يې مخته کول نه دي روا او هر څه چي هلک دئ نو دا خو ځکه چي د هغه لمونځ نفل دئ او د فرض لمونځ کوونکی اقتدا نه پسي کېږي.
او په تراويحو او مطلق سنتو کي د بلخ مشايخو جواز ور کړی دئ او زموږ مشايخو روا والی نه دئ ور کړی. [/quote:883c3a1c03]
ډيرمتعصب انسان يي!
په ښځی پسی اقتداء مطلقا، اوپه ماشوم پسی په فرضوکی خواتفاقا نده رواکوم اختلاف پکی نشته، پاتی شوه خبره دماشوم په نوافلوکی نوپدی هکله چی دبلخ او ماوراء النهر دعلماؤ اختلاف دی، نو دغه خو اجتهادی اختلاف دی، پدی کښی نو اوس کومه خبره سته، چی یوعالم ته دی په فروعاتوکی یوه خبره په اثبات باندی ورسیږی اوبل عالم ته بیابله خبره، زه تاته داسی حیران تللی یم چی دیوی خوا دعوه داجتهاد کوی دبلی خوا څخه دغسی داجتهاد داصولوڅخه ناخبره یی ؟آخردغه اوس ستاسوسلفیانو ترمینځ چی ټول مدعی داجتهاد یاست اختلاف نشته؟؟؟. ډیرمسائل شته چی دسعودی علماء پکی یونظرلری، خو دکویت اومتحده اماراتومفتیان بیابل نظرلری، او دمصرعلماء بیابل نظرلری، اومشهورعالم یوسف قرضاوی بیابل نظرلری، اوس پدی ټولوکی کم یوپرحق دی؟؟؟ که ته وایی چی داخلګ خوزه یولانه منم ، نوڅوک منی؟؟؟ مذاهب چی دمسلمانان ډیری تشکیلوی نه منی. دعربی ممالکوعلماء نه منی .دغه قرآن اوحدیث بس تنها تازده کړه؟؟؟ داسلام څخه معلومات بس تنها وتاته حاصل شوه؟؟؟ نوزه درته وایم چی داسی والله که امکان ولری چی دغه ټوله مسلمان دی پرغلطه وی، قرآن یی نه وی زده ، تایواځی قرآن زده وی ، اومسلمان هم یواځی ته وسی، بلکه خبره پرعکس ده چی نورمسلمانان پرحقه لار روان دی خوستاڅخه لاره ورکه ده ، دلامذهبی ګمراهی په مخه کړی یی خدای خبرچی په کومی کندی کی به یوه ورځ ولویږی؟ ندی قرآن زده، ندی حدیث زده، نه درسره سالم عقل سته،
په فقه کی خوهرچاته معلوم یی چی څرنګه یی؟؟؟ همدغه خبره ده چی تراوسه دی سرپدی نه خلاصیږی چی په ځنی فروعاتوکی داخل په مذهب کی هم اختلاف دنظرسته، اوددی اختلاف تعبیرپه اختلاف فی الدین کی نشی کیدلای. ځکه داسی اختلافات په مابین کی دصحابه وو هم لکه چی علماء دحضرت علی اوحضرت معاویه رضی الله تعالی عنهما جنګ هم اجتهادی خطاء بولی. خوپه فارسی کی یومتل دی : " عقل که نباشد جان به عذاب است " نواوس ته هم دخپلی کم عقلی سره په عذاب یی کنه نودغه شبهات خودمسلمان کارندی،لکه تاچی دلته لیکلی دی،
اوچی په کوم ځای کی دی، دنورالانوار لاندنی عبارت لیکلی دی،
دحذیفه استشراقی شبهه
[quote:883c3a1c03]د نور الانوار ليکوال په مبحث الاهلیه کي ليکي:
وجهل من خالف فی اجتهاده الکتاب کجهل الشافعي فی حل متروک التسیمه عامدا قیاسا علی متروک التسمیه ناسیا.(نور الانوار مبحث الاهلیه مخ : ۳۰۰)
یعني او د هغه چا جهل چي اجتهاد يې له کتاب الله سره مخالف وي لکه د امام شافعي رحمه الله جهل چي د بسم الله په قصد پرېښول يې پر هېره ایله کولو قیاس کړی دئ.[/quote:883c3a1c03]
کم فهمه! تاخوداسی ځنی انګیرلی دی چی نورالانوار دامام شافعی رحمه الله اهانت کړیدی، نوپدی کی ډیر زیاد غلط شوی یی ځکه مقصد دمصنف د" جهل " څخه صواب ته نه رسیدل دی، نه " کم عقلی اوناپوهی" لکه تاچی ځنی فهمولی ده، ځکه جاهل په عربی که ناخبره ته وایی، چی یقینا صواب ته دنه وصول په جهالت کیدلای شی.
بیادی هم خپل پخوانی خبره له حده ډیره تکرارکړیده، چی دامسئله مودقرآن له کوم آیت اودپیغمبردکوم حدیث څخه استنباط کړیده؟.ګوره! که دآیتونو اواحادیثولیکل آسانه کاردی، خو دموضوع سره یی ربط ضروری دی، که ستاغوندی دموضوع اومسئلی څخه لیری اوبی مناسبته آیتونه او احادیث ولیکم، داکار راته اوس دداسی ډیرو امکاناتوسره بیخی ډیرآسانه دی، نه تنها مونږته بلکه هرڅوک کولای چی آیتونه او احادیث دژباړی سره دپروګرامونوڅخه کاپی کړی بیایی په خپلی لیکنی ور زیاد کړی، خوداسی کار دانسان کمال نه بلکه دانسان نقصان دی، چی بیله مناسبته دموضوع اومدعی سره، آیت او یاحدیث لیکی، چی له بده مرغه په تاسوکی داسی ناروغی خپل دمزمنتیا وانتهاء درجی ته رسیدلی ده، ان چی ورسره عادت شوی یاست، بی مناسبته آیتونه، احادیث اوعقلی خبری اوس ستاسو دژوند ټول محصول کرځیدلی دی ، خوبیاهم
ستاددی تکراری پوښتنوځواب ماستاسوپه هغه لومړنیواستشراقی شبهاتوکی چی پرفقه مووارد کړیوه ستاسوپه 25 استشراقی شبهی کی درکړیدی هیله ده دکتلولپاره یی هلته وګوری.
دټول افغان درنو اوقدرمنو لوستونکو!ښه په دقت وګوری چی حذیفه څرنګه شبهات پیداکړیدی، اوبیاتاسوقضاوت وکړی، چی آیا دداسی شبهاتو ایجاد ته اوس ضرورت سته،هغه هم بی دلیله اودراوغ، ددی پرځای چی څوک دی په اسلام کی دغسی شبهات پیداکړی، آیابهتره به دغه نوی چی سړی دیهودو اونصاراوو په ضدلیکنی وکړی؟ ددهریه اوکمونستانوپرضد لیکنی وکړی؟ هغوی خپل دژوند ټوله امکانات ددغه لپاره کاروی چی زمونږترمینځ بی اتفاقی اوتفرقه ایجاد کړی، او په اسلامی هیوادونوکی خپل ناوړوه اهداف لاسته راوړی. خوزمونږپه مینځ ځنی ناپوهان چی په خپل یوه چمچی علم ځان ورته علامه د زمانی اوقیوم ددوران ښکاری دمذاهبوتوهین اواهانت کوی، بیاهم دوی مونږمقلدین ملامته وی، چی تاسو په دین کی دتفرقی اوجدایی هڅی کوی، تاسووګوری چی څوک ددین ده ویشلو اوتقسیم فکرونه دځانه سره ساتی او په عمل کی یی هم دداسی فکرنمونی ده ورایه ښکاری؟ مونږفقط اوفقط دخپلی اسلامی فقه اودخپلوعلماؤ حمایه او دفاع کوو، هیڅ وقت مو په تنقید اوبی ځایه اعتراض پیل ندی کړی، دغه غیرمقلدین دی چی هرځای زمونږدفقه توهین، سپکاوی کوی تاسو ولیدل چی په همدغه فورم کی حذیفه ناپوه فقه ته { حنفی فقه یوډیموکراټ قانون} وویل اوس مونږدی ته اړیوچی ددوی دکرغیړنی څیری تر رسواکولوپوری، هره رښتنی اوحقیقی خبره ولیکو اودداسی کارونوچی په اصل کی داسلام پرضد اودکفرپه منفعت کی دی، دکوونکو استشراقی او صهیونستی اهداف وخلګوته ورپه ګوته کړو، تاسوځما اودښاغلی حذیفه لیکنی شاید دلومړی سره څخه کتلی وی، ځمااودده خبره پراجتهاد راپورته سوه ، چی ده دعوه داجتهاد کول خوما ورسره نه منل، خوچی کله دخپلی دعوی داثبات څخه عاجزپاته شو، دخپل عادت پشان یی بله خواته کړونج وهل، او دفقه په اهانت اوسپکاوی باندی یی شروع وکړه، سره ددی چی دحنفی فقه تنها زه مقلدنه یم بلکه په ملیونو عام مسلمانان اوپه لکهاوو علماء دهغی تقلید کوی، خوده ناقص العقل دهیچا واهمیت ته ونه کتل، فقه ته یی داسی خبری وکړی، چی تراوسه می دیوامریکایی اوکافرڅخه هم ندی اوریدلی، فکرکوم چی امریکایانو دقرآن دسوځولو اورسول اکرم (ص) ته داهانت کولو الهام هم ددوی ددغه قسم کارونوڅخه اخستی وی. چی ځانونوته مسلمانان هم وایی خوخپله دشریعت اهانت کوی، نود "تری جونز"کافرپادری څخه څه ګیله ده؟؟؟ هغوی خویی بیخی کوی
حذیفه! دغه هم درونیسه!
Mazharee
15.09.2012
حذیفه ځوانه! ماستاڅخه ډیرمخکی څه سوالونه کړی وه اوستاڅخه می غوښتی وه چی په قرآن اوحدیث یی ځواب راکړی. خوتاراته په مقابل کی داسی شیان لیکلی وه چی ځمادپوښتنوسره یی هیڅ ارتباط نه درلودی، نوځکه ماهم په هغه لومړیو کی ستاسوځوابونه رد کړل.
یووار بیا درته یولږدهغه سوالونوڅخه نقل کوم که غواړی خپل اجتهاد دی دجعل کاری څخه رښتنی میدان ته وباسی نو درست جواب یی راکړه ، بی منابسته آیت اوحدیث به نه لیکی چی داکار نه تنها چی ځمادسوالونو ځواب ندی بلکه دقرآن اوحدیث اهانت دی چی ته ورڅخه غلط برداشت کوی.په مرتبط آیت اوحدیث اوپه درست مستقل اجتهاد اواستنباط به یی ځواب راکوی، اجتهادی، فقهی اواصولی غلابه نکوی، چی ستاپرمذهب لاس دی پری کیږی.
1.مجتهد صیب! ده انا(دپلارموراویادمور مور) سره نکاح کول راودی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، دمجازاوحقیقت خبره به نکوی، ځکه مجازاوحقیقت یوقسم تأویل دی، اوتأویل یواصل داصولوڅخه داصول الفقه دی، اوتاسواصول الفقه نه منی.
2.مجتهد صیب! په ټلفن باندی نکاح اوبیع منعقده کیږی اوکنه؟ اوطلاق پری واقع کیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس به نکوی ځکه قیاس خوتاسونه منی.
3.مجتهد صیب! کومه ښځه چی دFee stool په ناروغی اخته وی جماع ورسره رواده اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوفقهی تحقیق ته به نه کوی ځکه تاسوهغه نه منی.
4. مجتهدصیب! که چایوڅوک په موټرباندی ووهی، نوداکوم قسم قتل دی؟ اوپردی سړی دیت ورکول کیږی اوکنه؟ که کیږی څونه دیت باید ورکړی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړی قیاس اوفقهی تحقیق به نکوی، ځکه تاسوخوهغه نه منی.
5.مجتهدصیب! په واټرپمپWater pump کښی عشرسته اوکنه؟ که سته، عشرسته اوکه نصف عشر؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس به نکوی ځکه ستاسودقیاس سره نده جوړه.
6.مجتهد صیب! په قطب جنوبی اوشمالی کی چی شپړمیاشتی شپه اوشپږمیاشتی ورځ ده، مسلمان به هلته پنځه وقت لونځ څنګه کوی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، زمونږدفقه څخه به غلانکوی، اودبل چاتقلید به هم نکوی ځکه تاسوزمونږدفقه سره ټکریاست، اودتقلیدنفی هم ستاسوبی مصداقه شعاردی.
7.مجتهدصیب!په اوسنی نقدوپیسو(افغانیو،ډالر، کالداره اوداسی نور) کی سودی معاملات راځی اوکه نه؟ که راځی نوداپه کوم قسم اموال ربویه کی داخل دی؟ اوداغسی پدوی کښی زکاة شته اوکنه ؟ که زکوة شته نوپه کوم حساب به زکوة ورکوی؟ یعنی په حساب د سروزرو اوکه دسپینوزرو؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوتقلید به نکوی، ځکه دقیاس اوتقلیدسره خوتاسوپه هغه ښه کال کی جوړنواست.
8. مجتهدصیب! که چادانترنتی هک ګرانوله لاری دچاله بانکی حسابه څخه پیسی غلاکړی اوپه خپل بانکی حساب کیی اضافه کړی،اوپیسی هم ډیری وی،آیادی ته سرقت ویل کیږی اوکنه؟، که ویل کیږی، نوآیاددی سړی لاس ورباندی پری کیږی اوکنه؟.په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، داجتهاد داوصولو اوخپل دمدعی څخه به مخالفت نکوی.
9. مجتهدصیب! دراډیو، کامپیوټراوټیپ څخه دسجدی دآیت په اوریدلوباندی سجده تلاوت لازمیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، اجتهادی غلابه نکوی، دقیاس اوعقل څخه به هم کمک نه غواړی ځکه قیاس تاسونه منی اوپرعقلی دلائلو باندی تاسوباورنلری.
10.مجتهد صیب! په برقی اوالکترونیکی ماشینونوباندی دحیوناتوحلالول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، تقلیدبه نکوی، ځکه تقلیدخوتاسوته خوندنه درکوی.
11.مجتهد صیب! دیوه انسان وینه ورکول وبل انسان ته، اویادوینی رانیول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس اوتقلید به نکوی.
صحیح، شرعی اومعقول ځواب ته په انتظار
حذيفه
16.09.2012
مظهري صیب !
ما ستا پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي خو ته يې ولي نه مني؟ په مجموعي دي يوه خبره تر سره نيولې ده چي تاويل دي کړی دئ ، مجاز او حقیقت ، عموم او خصوص ، مطلق او مقيد دي استعمال کړي دي دا خو د فقهې اصول دي نو ته يې ولي کاروې؟
ګرانه!
دا خو دي داسي خبره یا نقد کړی دئ چي په لوستو هم نه ارزي ، ځکه یاد سوی شیان خو نه د فقهې پنځونه ده او نه هم هغه مهال چي په ژبه کي دا اصول خلکو په خپلو اشعارو او ليکنو کي استعمالول فقه رامنځ ته سوې وه ، نه فقه وه او نه يې اصول ول چي دا د يوې ژبې مسلم اصول هملته ول او خلکو ترې ګټه اخیسته نو ته چي وايې فقهي اصول دي دلیل دي څه دئ؟ ستا اصول امام صیب جوړ کړي دي که نورو؟ ته لومړی له امام صیب څخه ددې دوو خبرو سند ثابت کړه چي اصول دي هغه جوړ کړي دي او دا خبره هم هغه کړې ده چي دا اصول تر ده مخکی په عربي ژبه کي نه ول.
دا نه يوازي په عربي کي د ژبې مسلم اصول دي بلکي د هرې ژبې اصول دي ، ته غريب دومره کم علمه يې چي په دا خپله ژبه دي هم سر نه خلاصېږي ، ته لومړی په دې خپله ژبه کي وګوره ایا دا شيان په کي سته که نه ؟ که وي نو ایا دا هم فقهې رامنځ ته کړي دي؟ که نه وي نو ته ووایه چي دا په نورو ژبو کي نه سته یوازي عربي ترې برخمنه ده او هلته هم موږ وضع کړي دي.
فقهې دا اصول له کومه کړل؟ له همدې قران او حدیث څخه يې اخیستي دي ، مجاز او حقیقت ، مطلق او مقيد ، عام او خاص ، مستثنی او مستثنی منه دا ټول هم په قران کي سته هم په حدیث کي ، هم په عربي نثر کي سته او هم يې په اشعارو کي څرک ليدل کېږي نو ته بیا نيوکه په څه توګه کوې؟
اصول خو دا له قران ، حدیث ، عربي نثر او شعر څخه غلا کړي دي ، تا خو داسي نه دي کړي چي دا شیان له سري ول نه او تا رامنځ ته کړل.
نه دا کار تا کړی دئ ، نه له امام څخه سند لرې ، نه هم هغه کړی دئ او نه يې دا دعوه کړې ده ، نه د ژبې له مسلمو اصولو منعه ته کولای سې او نه دا اصول صرف په عربي کي سته ، بلکي هره ژبه همدا اصول لري او له دې اصولو په استفادې نو سړی کولای سي چي ټولو مسلو ته ځواب ووايي .
رسول الله چي ويلي ما ته عمومي فارمولې را کول سوی نو همدا اصولو ته په کي اشاره ده که دا نه وي نو بیا شريعت ټولو مسلو ته ځواب نه وايي.
نو اوس دا اصول ستا د فقهې دي او که د دې ژبې؟
ستا فقهې رامنځ ته کړي که له وخته په دې ژبه کي ول؟
یوازي عربي ژبه دا قواعد له لري که هره ژبه؟
که په هره ژبه کي وي نو بیا ستا فقهې پيدا کړي دي که هلته د ژبې ويونکو له وخته ایجاد کړی ول؟
ستا فقه د تدوين له مخې ډېره وروسته رامنځ ته سوې ده خو دا اصول الله په قران او رسول الله په حدیثو کي له وړاندي لا بیان کړي ول .
د عام يو مثال به در کړم :
کل مسکر خمر وکل خمر حرام .متفق علیه
هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر ډول شراب حرام دي.
اوس په دې کي څومره عموم دئ ، هر نشه کوونکی شی لکه شراب داسي دئ او شراب حرام دي ، که نه سړی له دې عمومي حدیث څخه په استناد افیون حرام وګڼي نو ته نيوکه کوې چي ولي عموم کاروي ، په داسي حال کي چي دا ستا پر جهالت دلالت کوي ، ته په دې نیوکو خلکو ته ځان رسوا کوې ، ته په دې سره زما ځوابونه نه سي رد ولای ځکه ما چي کوم ځواب ویلی هغه له قران او حدیث څخه دئ او ما يې له همدې عمومي اصولو په ګټې اخیستنې پوره ، مکمل و مدلل ، واضح او روښان ځواب ویلی دئ خو که يې ته نه منې نو دا بیا ستا خپل فکر دئ .
اصول د فقهې نه دي د ژبې دي ، قواعد د ژبې دي ، تر فقه وړاندي لا موجود ول ، نوکه د فقهې دي نو تر فقه وړاندي چا پيدا کړل ؟
ما تاته ويلي دي چي ته که د امام صیب مقلد يې نو له هغه څخه سند راوړه خو تا يوه مسله هم له هغه څخه ثابته نه کړه ، نه يې سند لرې او نه يې سرچينه خو ته پر حق يې او زه پر ناحقه؟
ملګري دي هم دومره بې انصافه دي چي زما د قران او حدیث ځواب نه مني خو ستا د فقهې وچ او لانده ګرده مني؟
ته به تر دې پوښتنو مخکي ما ته لومړی په لنډو کي دا ووايې چي ته دا منې چي یاد سوی قواعد د فقهې نه بلکي د عربي ژبې دي چي يوازي عربي کي هم نه دي بلکي هره ژبه همدا قواعد لري؟
که ته دا نه مني نو لومړی به پر دې خبره سره وکړو چي ایا دا صول د فقهې دي که تر فقه مخکي هم ول؟
ایا په هره ژبه کي سته که یوازي په عربي کي؟
که ته منې چي قواعد د ژبې دي ، په هره ژبه کي هم سته او تر فقه وړاندي هم ول نو بیا دي نیوکه پر څه ده ؟
ليږ په سړه سينه فکر وکړه ! انصاف کوه ، که له ما سره خبره نه منې نو د الله دي قول ته پام کومه چي وايي:
د يو قوم دښمني دي تاسو پر دې باعث نه کړي چي د عدل لمن ایله کړئ.