د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دمقلدینو اوغیر مقلدینو ګډه ستونزه

رښتینی
03.09.2012

السلام علیکم

که یو حنفي یامقلد غیر مقلد ته ووایې او داراز غیر مقلد مقلد ته ووایې :
چې ستایې خپله زمایې خپله الحمدلله ته هم مسلمان یې او زه هم مسلمان یم ،
ته زماپه سرکې فکر او نظر وزغمه او زه به ستاهغه وزغمم په یو بل به کار نلرو ،
ډلي او ټپلي به نه جوړوو زه به ستافکر نه غندم ته زما په فکرکار مه لره ،

داښکاره خبر ده چې دامت په تاریخ کې په یوه ښار یوه کلي او یوه سیمه کې پریمانه
داسي خلکو ګډ ښه ژوند سره لرلی دی چې داسلام په دایره کې دننه به یې مختلف
افکار لرل یوبه مقلد بل به ظاهري و ، یوبه حنفي بل به شافعي و او....
اودا نن هم په عربي نړۍ کې په یوه ښار ، یوه سیمه او یوه کلي کې داسې ګڼ شمیر
خلک شتون لرې او ماپه خپلو سترګو لیدلي او کتلي دي دیوه بل پوره احترام لرې
له یوه بل سره بحث او جدال ته هیڅ اړتیا نه ویني او ښه ژوند سره تیروې

ایا په دي یوه بل کار نلرل او له فتنو ، جګړو اوجدالونو پاک ژوند کول شرعا ناروا
کار دی او مقلد یاغیر مقلد به ګناه ګار او خدای ته ګرم وې ؟؟

او دا په داسي حال کې چې دمقلدینو او غیر مقلدینو دواړو پرخاوره ، دین او ناموس
دصلیب یرغل عملا ښه په خرپ روان دی ، عیسایت ، یهودیت او نورو بیلاري افکارو
ته مقلدین او غیر مقلدین دواړه ټیل وهل کیږې اوپه هیڅ یې صرفه نه کیږې ....
نودا حالت دمقلدینو او غیر مقلدینو ګډه ستونزه ده او دا موضوع د دي وړ ده چې
دوی دواړه یې ترغور لاندي ونیسې

خدای دي وکړي زما دا موضوع ټول وروڼه په سړه سینه او دعقل او تدبر په رڼا
کې راسره وڅیړئ که دتایید وړ یې بولئ تایید او کنه په منطق سره یې رد کړئ
خو دي ته مو پآم وې چې دمنطق او استدلال ترڅنګ دوخت غوښتني او مصلحتونه
هم په نظر کې ولرئ

ستاسو ورور رښتینی


حذيفه
03.09.2012

وعلیکم السلام
ګرانه ! ما ستا یوه خبره ومنله خو دا خلک انسان داسي کار ته اړ کوي چي هغه يې نه غواړي ، دوئ دي چي تل يې د بل په هغو پسي مشال راخیستی وي ، اوس يې ور سه وګوره چي د رسول الله حدیث يې څومره غلط ځای تعبیر کړي دي .
نو دې ته به انسان څه ووایي؟
اړ يې چي ځواب يې ور کړې!
له ما سره مختلف کتابونه سته ، شیعه ، هندو ، سیک ، عیسوي ، یهودي ، په مسلمانانو کي د مختلفو فکري متکبونو کتابونه لرم او غوښتل مي چي د اسلام پر خلاف د همدې کفارو په اړه یوه ليکنه پيل کړم خو مظهري غوندي خلک دا موکه چا ته نه ور کوي.
هندوان زه وينم چي په هند کي له مسلمانانو سره څه کوي؟
عیسوي کافران وينم چي زما په هيواد کي يې زموږ پر ملت غوبل جوړ کړی دئ او مقابله يې په هر لحاظ تر نورو مخکي اړينه ده خو که بحث یاد سي نو بیا دا شیان هم له پامه نه سو غورزولای.
په هیواد کي د سوکاله ژوند ، اسلامي ورور ولۍ په وړاندي پراته غنډونه هم هره ورځ ګورم خو څه وکړم دې خلکو زموږ ټوله تګلاره را واړه وله نو اوس يې نه ایله کوم یا به توبه وباسي یابه سالم بحث کوي او یابه تيښته کوي .
ستا یادې موضوع ته هم یو وخت راځم چي کله مي وخت وموند او له دې بحثونو خلاص سوم.
ان شاء الله !
ستاسو ديني ورور حذیفه


Re: دمقلدینو اوغیر مقلدینو ګډه ستونزه

وصيل ( پېروز )
03.09.2012

[quote:1eafaf6123="رښتینی"]السلام علیکم

که یو حنفي یامقلد غیر مقلد ته ووایې او داراز غیر مقلد مقلد ته ووایې :
چې ستایې خپله زمایې خپله الحمدلله ته هم مسلمان یې او زه هم مسلمان یم ،
ته زماپه سرکې فکر او نظر وزغمه او زه به ستاهغه وزغمم په یو بل به کار نلرو ،
ډلي او ټپلي به نه جوړوو زه به ستافکر نه غندم ته زما په فکرکار مه لره ،

[/quote:1eafaf6123]

د اسلام په دايره کي دننه هر هغه فکر ته ازادي او حقه حقوق ورکول کېږي چي دليل ولري ځکه دليل او منطق د يو سړي نا حقه نظر هم تر يو حده معقول ګرزوي له همدې کبله د الله رسول هغو مجتهدينو ته هم د ثواب زېری ورکوي چي په خپل اجتهاد کي صواب ته ونه رسېږي .

مګر دلته ځيني وروڼه د اسلام په دايره کي دننه د دليل ، اجتهاد او منطق مخه نيسي نه يوازي هغه کسان چي دليل ته اعتبار ورکوي د هغو پر خلاف خپله مبارزه حقه ګڼي بلکي ځان او ملګري هم د دليل پر ځای تقليد ، د تحقيق پر ځای جمود او د الله و رسول د پيروۍ پر ځای د علماوو پيروۍ ته را بولي چي بېلګو راوړلو ته يې اړتيا نه شته ځکه دا هر څه اوس روښانه شوي او خلګو د دوئ حقيقت په ډاګه ليدلی دئ .

دې او ورته چارو موږ ته د الله د رسول پر دې لارښوونه عمل شونی کړ چي وايي :
(( که په تاسو کي څوک منکر يا ناوړه کارو وويني نو په لاس دي منعه کړي ، که يې دا وس نه وو نو په ژبه دي منعه کړي او که يې دا وس هم نه وو نو په زړه کي دي بد وايسوي او دا کمزوری ايمان دئ . )) ( حديث صحيح دئ )

دلته موږ له ځينو ملګرو څخه ناوړه کارونه وليدل ، داسي چارې مو ترې وليدلې چي له واقعيتونو ، حقايقو ، اسلامي لارښوونو او د قرآن و حديث له هداياتو سره يې سر نه خوړ بلکي څرګند او روڼ تضاد یې ورسره درلود . له همدې امله مو اړينه وګڼله چي د الله د رسول پر پورتني قول له همدې ځايه عمل پيل کړو څو چي مو وس وي د همداسي او ورته ورته منکراتو پر ضد خپله مبارزه د ځان او ټولو مسلمانانو مسئوليت ګڼو.

[quote:1eafaf6123="رښتینی"]
داښکاره خبر ده چې دامت په تاریخ کې په یوه ښار یوه کلي او یوه سیمه کې پریمانه
داسي خلکو ګډ ښه ژوند سره لرلی دی چې داسلام په دایره کې دننه به یې مختلف
افکار لرل یوبه مقلد بل به ظاهري و ، یوبه حنفي بل به شافعي و او....
اودا نن هم په عربي نړۍ کې په یوه ښار ، یوه سیمه او یوه کلي کې داسې ګڼ شمیر
خلک شتون لرې او ماپه خپلو سترګو لیدلي او کتلي دي دیوه بل پوره احترام لرې
له یوه بل سره بحث او جدال ته هیڅ اړتیا نه ویني او ښه ژوند سره تیروې

[/quote:1eafaf6123]
موږ هم په يوه سيمه کي د خپل فکر او اند له مخالفينوسره ژوند کوو خو له دې سره - سره دا د ځان فطري ، اسلامي او حقه مسئوليت ګڼو چي د هغو بديو ته بد او ښو ته ښه ووايو ، د قرآن او حديث د لارښوونو په رڼا کي د هغوي نميګړتياوې اصلاح کړو او د فکر او تګلارې هغه خامۍ يې ورته په ګوته کړو چي له قرآن او حديث سره څرګند تضاد لري ان هغه چي توافق يې هيڅ امکان هم نه لري .

[quote:1eafaf6123="رښتینی"]
ایا په دي یوه بل کار نلرل او له فتنو ، جګړو اوجدالونو پاک ژوند کول شرعا ناروا
کار دی او مقلد یاغیر مقلد به ګناه ګار او خدای ته ګرم وې ؟؟
[/quote:1eafaf6123]

لومړی بايد دا جوته شي چي د جنجال کولو لپاره بايد کوم اسلوب په پام کي ونيول شي يعني ستاسو په اند کوم کار د دې وړ دئ چي جنجال پرې وشي او په اړه يې خپل اختلاف د دليل په رڼا کي څرګند کړل شي ؟؟؟

دلته زموږ اختلاف پر داسي مسايلو دئ چي د کفر او د اسلام خبره پکي شته ده د الله کتاب توسل شرک ګڼي ، زيارتونه جوړول ، پرې ملنګي کول ، د تصوف عقايد خپلول او ... هغه موضوعات دي چي له اسلام او د رسول الله له دين سره څرګند تصادم او اختلاف لري او هغه څوک چي په بشپړ ډول د تصوف اصولو او عقايدو ته ژمن وي په هيڅ ډول مسلمان کېدای نه شي . همدا راز ځيني نور موضوعات شته چي يو سړی له ايمانه بې برخې کوي .

له دې پرته ځيني نور داسي موضوعات شته چي يو سړی د الله عذاب ته دروي ، يعني له صحيحو احاديثو څرګند مخالفت ، همدا ټکي موږ اړ باسي چي تر خلګو د واقعيت او حقيقت رڼا ورسوو او د تقليدي و جمودي تيارو په غېږ کي دې لار ورکيو وګړو ته د قرآن او حديث په استدلال د حق لار وښيو.

[quote:1eafaf6123="رښتینی"]
او دا په داسي حال کې چې دمقلدینو او غیر مقلدینو دواړو پرخاوره ، دین او ناموس
دصلیب یرغل عملا ښه په خرپ روان دی ، عیسایت ، یهودیت او نورو بیلاري افکارو
ته مقلدین او غیر مقلدین دواړه ټیل وهل کیږې اوپه هیڅ یې صرفه نه کیږې ....
نودا حالت دمقلدینو او غیر مقلدینو ګډه ستونزه ده او دا موضوع د دي وړ ده چې
دوی دواړه یې ترغور لاندي ونیسې
[/quote:1eafaf6123]

پوهېږم چي زما پر وطن ، خاوره او دين تېری شوی دئ د هغو کسانو له لوري چي الله زما دښمنان ګڼلي دي خو زما مسئوليت د فتنې پر ضد مقابله ده فتنه که د امريکا په بڼه وي يا هم د قبر د مجاور، يا هم د صوفي په بڼه وي يا هم د فضايل اعمال ، مکتوبات امام رباني او ... اسلامي نومونو تر چتر لاندي دا هر څه يوه فتنه ده او د دې ټولو پر ضد په ډاګه او د قرآن و سنت په رڼا کي مبارزه د هر مومن دنده او مسئوليت دئ .

زه پوهېږم چي زما وطن د يرغلګرو او د هغوئ د ګوډاګيانو له لوري په اور کي دئ ، خو زما او هر مومن مسئوليت دادئ چي لومړی دا وارزوي چي اخير ولي ما ته د ا هر څه را پېښ شول ؟
- زه مسلمان يم .
- پر الله باور لرم .
- الله له مومنانو سره د نصرت ژمنه کړې .
- د محمد رسول الله تابعدار يم .
- الله راته ويلي چي ته لوړ يې .

مګر که ته مومن شې ، تر دې مقابلې وړاندي بايد د ايمان پر رغونه کار وشي څو چي زموږ ايمان هغسي نه شي لکه قرآن او حديث چي یې لارښوونه کوي هيڅکله نه شو کولای چي خپل دين ، خاوره او وطن د يرغلګرو له منګولو خلاص کړو ځکه دا د الله له خوا يوه ازموينه ده ، يو عذاب دئ او يو قهر دئ چي زموږ د اعمالو له کبله را ته را کول کېږي .

همدا راز بايد د مقابلې په دوران کي د راتلونکي هدف په اړه فکر وشي که د راتلونکي نظام هدف د پخوانيو اهدافو تحقق وي نو په داسي صورت کي دا مقابله او دا جګړه هيڅ ارزښت نه لري ځکه په کوم کار کي چي د الله او د هغه د رسول له حکمونو مخالفت کېږي هيڅکله يې هم الله مرسته نه کوي .

موږ في الحال هم په ټولو ډګرونو کي د کفر ، شرک ، بدعت او ضلالت په وړاندي مبارزه کوو ، زموږ مبارزه يوازي زما د کور تر دېوالونو را منحصره نه ده بلکي يوه نړۍ واله بڼه او نړۍ وال اهداف لري . زه نه يوازي دا چي د قلم په څوکه د شرک ، بدعت او ضلالت مخه نيسم بلکي دا مي هم اراده ، تکل او پوخ عزم دئ چي په عملي ډګر کي به د صليبي استعمار په وړاندي مبارزې ته دانګم .

خو دا هله چي د مبارزې اهداف ، تګلاره ، راتلونکی او مقصد روښانه وي .

[quote:1eafaf6123="رښتینی"]
خدای دي وکړي زما دا موضوع ټول وروڼه په سړه سینه او دعقل او تدبر په رڼا
کې راسره وڅیړئ که دتایید وړ یې بولئ تایید او کنه په منطق سره یې رد کړئ
خو دي ته مو پآم وې چې دمنطق او استدلال ترڅنګ دوخت غوښتني او مصلحتونه
هم په نظر کې ولرئ

ستاسو ورور رښتینی[/quote:1eafaf6123]

د دې موضوع په اړه مي خپل نظر له دليل او برهان سره درته وړاندي کړ ، هيله ده زما خبرې در باندي ستغې تمامې نه شي دا زما يو نظر دئ چي د دليل په رڼا کي مي خپل کړی او ټولو ته په ډاګه او ننګونه سره وايم چي چمتو يم پر هر جز يې ورسره د دليل او منطق په رڼا کي بحث وکړم .

زما دليل قرآن او سنت دئ ، د همدې سرچينو په رڼا کي مي درته خپل اند وړاندي کړ او ستاسو دا خبره چي د وخت غوښتنې هم بايد په پام کي ونيول شي يوه ښه خبره ده خو د وخت غوښتنې د هر چا له انده بېلي دي .

نن نړۍ او مسلمانان يوه داسي قانون ته اړتيا لري چي اختلاف پکي نه وي ، صحيح اسلام پکي خلګو ته ور پېژندل شوی وي ، له شرک او کفره نه يوازي دا چي لرې بلکي پر ضد يې مبارزه اصل هدف وي او ....

د همداسي تګلارې په رڼا کي امت متحد کېدای شي او د اتحاد يوازينۍ لار يې همدا ده .

خو پوښتنه داده چي داسي قانون به له کومه کوو ، الله يې را ښيي :

واعتصموا بحبل الله جميعا و لا تفرقوا
يعني د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او مه وېشل کېږئ .
موږ پوهېږو چي د الله رسول د الله کتاب او د هغه د رسول صحيح سنت دي ، راځئ ! پر همدې منګولې ښخې کړو ، عمل پرې وکړو او نور ورته را وبولو.

هر وخت چي موږ قرآن او حديث خپل قانون وګاڼی ، له ځانه مو مصنوعي ډلې او نومونه لرې کړل ، د الله د کتاب او د هغه د رسول حکم ته مو غاړه کښېښوده بس ستونزې ، اختلافونه او جدالونه ختم دي خو ايا داسي څوک شته ؟؟؟

من انصاری الی الله ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more