د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زمانه خراب شوه، په هیچا اعتبار مه کوئ

میرویس
31.08.2012

ګرانو او خدای بخښلو لوستونکو، زما دزړه د اخلاص سلامونه ومنئ
معقوله ده چې: ولس ددیر باوری فطرت لري. ددې خبرې معنی داده چې ولس په آسانئ پر چا باور نه راوړي، او یو ځل چې انسان د ولس په وړاندې خام شي بیا هر څومره چې د ریښتیا نارې سورې ووهي، څوک اعتبار نه ورباندي کوي
کله چې اول ځل طالبانو ظهور وکړ او د ملک د چارو واګې یې په لاس کې ونیولې، هغوی پدې مشهور شوي وو، چې ګواکي دوی دروغ نه وايي. خو پر افغانستان باندې د خارجي قواوو، د یرغل نه وروسته چې طالبانو بیا سررا جګ کړ او د معرکې میدان ته یې ور ودانګل، په مدار مدار یې خپل اعتبار د خلکو په پرګنو کې خام کړ، او یو پربل پسې یې دروغ وویل. هرشئ چې خام وي پخیږي، خو انسان چې یو وار خام شي بیا نه پخیږي
دوی هغه اسلامي احکام تر پښو لاندې کړل، چې د هغود نه رعایت کولو په ګناه یې د خپل حاکمیت په وخت کې خلکو ته سزاوې ورکولې. که طالبانو د القاعدې عربوته دخپل ځان، خلکو او ملک د مستقبل د ټاکلو اختیار نه وای ورکړئ، ممکن نن به هم طابانو د ملک د چارو واګې په لاس کې لرلې.
طالبان چې چندي مسلمان افغانان او وطنپرسته صادقان وو، د عربو تر نفوذ لاندي په مدار مدار د خپل اصلي اسلامي مسیر نه واوښتل، دروغ ګویي، دولس غولونې، دټولې نړی دوکه کولو، او دداسې نورچل ول په لومه کې ونښتل چې اوس یې څوک په قول اعتبای نه کوي. دطالب قول نن سبا د موچي قول دئ. هغه وخت چې دوي د امربالمعروف او نهی عن المنکر په نامه خلک وهل ټکول، نن سبا، طالبانو دروغ ویل دځان دپاره امربالمعروف او ریښتیا ویل نهی عن المنکر ګرزولي دي
تیره هفته چې د حقاني د ډلې د جګړه مار قوماندان او مولوي جلاالدین حقاني د زوی، بدرالدین حقاني، چې ددې ډلې د اوسني سرکښ، سراج الدین حقاني ورورګیږي، د مرګ آوازو، د نړی اوسیمې په مطبوعاتو کې انګازې خورې کړې، د افغانستان د اسلامي امارت نطاق، ذبیح الله مجاد په پوره سپین سترګې، نه یوازې دا آوازې
رد کړې، بلکه ویې ویل چې، بدرالدین حقاني په افغانستان کې په خپلو عملیاتي چارو لګیا دئ، جوړ، روغ او صحتمند دئ. دده د شهادت آوازه د دښمن د تبلیغاتي چنلونو له خوا خپره شوی چې په ځلونو یې د خپلو ماتې خوړلو عسکرو د مورال لپاره دروغ ویلي دي، موږ دغه راپور په کلکه ردوو او له رسنیو نه غواړو چې پدې اړه تل مسؤلانه چلند وکړي او کره معلومات خپاره کړيً،
د رسنیو د رپونو له مخې، اوس چې د پاکستان استخباراتي چارواکو، د بدرالدین مرګ تائید کړئ، څوک دروغجن شول، مطبوعات او که طالبان؟ څوک بی مسؤلیته او غلط معلومات خپروي، رسنی او که طالبان؟
طالبان هر څومره دروغ چې ودې وايې، څوک ګیله نه تر کوي، ځکه چې دوی اوس کمزوري شوي، اوبو په سر اخیستي او هر خس او خاشاک ته لاس اچي. ولس هوښیارشوئ، دردرغو او ریښتیا قیاس ښه کولای شي. د اسلامي امارت نطاق ګمان کاوه چئ د خپلو دروغو په غشي یې دوې کوترې ښکار کړي. یو يې وویل چې بدرالدین ژوندئ دئ او پل یې وویل چې هغه د ننه په افغانستان کې دي، تر څو خلکو ته وښیي چې، هغه هم د خپل مجاهد پلار غوندې په ملک کې دننه جهاد کوي، خپل ملک ته يې طلاق ندئ ورکړئ، د خپل آبايي ملک او خلکو سره دښمني نلري، او بیګانه ګانو او اجنبیانو ته وفاداري نلري
دیته وایې منافقت په طاقت ددوو، یا طاقت مربع
د پاکستان استخباراتي چارواکو نن تائید کړه چې بدرالدین حقاني، په هغه برید کې وژل شویدئ چې د آګست د میاشتې په څلیرویشتمه د شمالي وزیرستان، د شوال په دره کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې له لوري وشوه. امریکې اود کابل حکومت هم دا خبر تائید کړیدئ
داسې ښکاري چې طالبان او بالخصوص د حقاني ډله کمزورې شویدي، لدی امله طالبان د خپلو قوماندانانو وژل کیدل نشي منلئ. د حقاني ډله، د پاکستاني طالبانو د پخواي قوماندان بیت الله محسود په وخت کې قوي وه، ځکه چې بیت الله محسود، د سړې سینې خاوند ؤ، او د تحریک چارې یې په درائت او تعقل پر مخ بیولې او د سراج الدین حقاني سره يې حسنه روابط درلودل، خو د پاکستاني طالبان اوسنئ سرکښ حکیم الله محسود احساساتي سړئ دئ، او د کامل تعقل او برده باری ظرفیت نلري، او همدا وجه ده چې د حقاني د ډلې سره چندان ښه روابط نلري

د سراج الدین حقاني یو ورور مخکي وژل شوې ؤ، بل ورور یې اوس ووزل شو، او داسې آوازئ هم شته چې بلاريې جلال الدین حقاني هم مړ شویدئ، او ډیره موده کیږي چې چا ندئ لیدلئ. خدای خبر چې دې کورنی ته به نور څه ور پیښ شي.
د حقاني ډلې دیرې کونډې، یتیمان او یسیران د خپلو خاوندانو، پلرونو وروڼو او نورو خپلوانو په ویر او ماتم کینولي دي

آهې یتیمي ګر به کوهې زند=در کوهې روزنې سازد


pattang
31.08.2012

وروره ته عجب سړی يې !
که يوحقاني شهيد شي او که ټول داخو ددې مانا نه ورکوي چې ټول مسلمانه شهيدان
شول ! يو به ځي بل به را ځي !
لکه چې غرب پرو پاګنده کوي طالبان هم حق لري ، داسې کارونه هر چرته کېږي
له شيطان سره شيطاني هم تر مقصد پورې روا ده !
خوشې دوخت ضايع کړی ! ترڅو صليبي سپاره وي هلته به اسلام خپله دفاع کوي !


میرویس
07.09.2012

پتنګه وروره، د زړه له کومي د مینې او محبت سلامونه مې ومنه
اصلي پوښتنه داده چې طالبان جهاد کوي او که جنګ؟ که جنګ کوي، نو د جهاد نوم دې نه بدوي، ځکه چې په جهاد کې دروغ، خدعه، دغا، تیرایستنه، پلمه او د ولس سترګو ته خاورې شیندل ځای نلري.
تاسۍ ویلي، چې د شیطان سره تر مقصد پورې شیطاني جائزه ده. که طالبان د شیطان سره شیطاني کوي، نو د شیطان او طالب فرق څه شو؟
داسلام د دښمن سره یوازې د حرب په محا‌ذ کې، د جنګي تکتیکونو او اوپراسیون د محفوظ ساتنې او دښمن د روحیې د زمولولو دپاره پروپاګنده جواز لري، نه د مطبوعاتي رپوټونو مسخ کول، د حقایقو پټول، د حقیقت کتمان، د کالیو سره د ولس په سترګو ور ننوتل، د اسلامي اصولو سره ټکر کول او د جهاد سپکول.
تاسې ویلي چې دغسې کارونه هر چیرته کیږي، ستاسې خبره حقیقت لري، خو هغه خلک چې داسې کارونه کوي، بیا د اسلام ددین ترسطرلاندې ځان نه پټوي او د اسلام د برقراری په پلمه، خپل معصوم مسلمان وطندار وروڼه د عبادت په وخت کې او د جنازې په موقع نه شهیدان کوي
جهاد ځان ته جائز شرائط، حدود، مقررات او قیودات لري. هرڅوک اوهره بې مسؤلیته، قاتله ډله جواز نلري چې دیوه متمکنه قیادت پرخلاف بغاوت ته بډې ووهي اودالله جل جلاله ثنا خوانان قتل کړي. د اپه حقیقت کې جنایت حرابه دئ
ورورجانه، دمانه خفه کیږه مه، زه،ته او طالبان صاحبان که مسلمانان یو، د اسلام پیروي به کوو او شریعیت، ته به غاړه ږدو، او یا به په نره توره اعتراف کوو، چې نه توروینو نه سپین، نه حق پیژنو او نه باطل، نه د حلال پروا لرو او نه د حرام، څه مو چې زړه غواړي هغه کوو. د عوامو خبره چې، په جنګ او مینه کې هر څه جائزدي. پدې صورت کې به نه څوک د طالبانو نه ګیله کوي، او نه به انتقاد ورباندې کوي،او نه به تاسې ته ضرورت پاتې کیږي چې نا حقه یې دفاع وکړئ. (نه خوسئ وهلئ، نه لښته ماته).


pattang
09.09.2012

[quote:2fddf37036="میرویس"]پتنګه وروره، د زړه له کومي د مینې او محبت سلامونه مې ومنه اصلي پوښتنه داده چې طالبان جهاد کوي او که جنګ؟ که جنګ کوي، نو د جهاد نوم دې نه بدوي، ځکه چې په جهاد کې دروغ، خدعه، دغا، تیرایستنه، پلمه او د ولس سترګو ته خاورې شیندل ځای نلري.
[/quote:2fddf37036]
لکه څرنګه چې دصليبي اشغالګرو زوړ جنګي تکتيک (موږ ځو يورېسلېم له بې
خدايوڅخه ازادوو - صليبي جګړې ) ، همداسې د جهاد کلمه هم او س هم دجهاد
اوجنګ سره تړلې او مخلوط دی .
دسولې او ازادي لپاره دروغ هم روادي چې په جنګي پسيخولوګي پورې تړلی
او مهم رول لوبوي !

[code:1:2fddf37036]تاسۍ ویلي، چې د شیطان سره تر مقصد پورې شیطاني جائزه ده. که طالبان د شیطان سره شیطاني کوي، نو د شیطان او طالب فرق څه شو؟[/code:1:2fddf37036]

له هدفه وروسته به طالب طالب وي ، طالب ازادي دملت لپاره غواړي چې سوله
او سوکالي ور کړي نو ددي هدف لپاره لکه پورته مصنوعي شيطاني روا ده !

[code:1:2fddf37036]داسلام د دښمن سره یوازې د حرب په محا‌ذ کې، د جنګي تکتیکونو او اوپراسیون د محفوظ ساتنې او دښمن د روحیې د زمولولو دپاره پروپاګنده جواز لري، نه د مطبوعاتي رپوټونو مسخ کول، د حقایقو پټول، د حقیقت کتمان، د کالیو سره د ولس په سترګو ور ننوتل، د اسلامي اصولو سره ټکر کول او د جهاد سپکول[/code:1:2fddf37036].
اول خودمطبعاتو کلمه له ١٩ پېړۍ څخه شروع کېږي دومره زړه نده !
داچې اشغالګر او لاسپوڅې رژيم يې دخپلو ګټو لپاره داعمل استعمالوي او
اولسونه پرې غلوي نو ولې يې طالب ونکړي !

[quote:2fddf37036]تاسې ویلي چې دغسې کارونه هر چیرته کیږي، ستاسې خبره حقیقت لري، خو هغه خلک چې داسې کارونه کوي، بیا د اسلام ددین ترسطرلاندې ځان نه پټوي او د اسلام د برقراری په پلمه، خپل معصوم مسلمان وطندار وروڼه د عبادت په وخت کې او د جنازې په موقع نه شهیدان کوي[/quote:2fddf37036]

د cia دموفقيت لپاره همداسې ځای دی چې اولس ترې بېزاره شي خو دطالب
اصل داسې عمل کبيره ګناه بولي او کلک يې محکوموي !

[quote:2fddf37036]جهاد ځان ته جائز شرائط، حدود، مقررات او قیودات لري. هرڅوک اوهره بې مسؤلیته، قاتله ډله جواز نلري چې دیوه متمکنه قیادت پرخلاف بغاوت ته بډې ووهي اودالله جل جلاله ثنا خوانان قتل کړي.د اپه حقیقت کې جنایت حرابه دئ [/quote:2fddf37036]
له مانه ته ملا يې زه يو امي سړی يم خو شرائط فرق کوي ، تېری او اندازه يې هم
فرق کوي، په لابراتوار کې چې ټولې قوې په يو و وخت صفر وي ستا خبره به درسته
وي خو دکرزي لاسپوڅی رژيم او دصليبي اشغالګرو تاخت او تاز دا سې شرائطو
ته اجازه نه ورکوي او ګډ وډ کړي يې دي!

[quote:2fddf37036]ورورجانه، دمانه خفه کیږه مه، زه،ته او طالبان صاحبان که مسلمانان یو، د اسلام پیروي به کوو او شریعیت، ته به غاړه ږدو، او یا به په نره توره اعتراف کوو، چې نه توروینو نه سپین، نه حق پیژنو او نه باطل، نه د حلال پروا لرو او نهد حرام، څه مو چې زړه غواړي هغه کوو[/quote:2fddf37036]

نه وروره ته خپله دقدروړ يې او ستا نوم هم!
شريعت زمونږ لاره ، حرام او حلال به يې پېژنو ، زمونږ په ولايت کې طالبانو دغه
خبره واضع کړې ده او که رښتيار اباندې وايې دوښمن دومره قوي دی چې طالبان
دخپل لښکر ، داسلامي جنګي اخلاقو او دسيپلين مقررات په ښه توګه نشي پاللی
، څکه د دې کار لپاره نور اداري ا ولوجکيستي شرائط پکار دي .

[quote:2fddf37036] . د عوامو خبره چې، په جنګ او مینه کې هر څه جائزدي. پدې صورت کې به نه څوک د طالبانو نه ګیله کوي، او نه به انتقاد ورباندې کوي،او نه به تاسې ته ضرورت پاتې کیږي چې نا حقه یې دفاع وکړئ. (نه خوسئ وهلئ، نه لښته ماته).[/quote:2fddf37036]
دعوامو خبره تر يوو حده جائزه ده ، نه ټوله ، په جنګ کې بايد هم اسلامي او هم بين
الملي قوانين ( لکه د جينوا کانوېکشن ، او داولسنو دټولنې قوانين ) مراعات شي
اوسر غړونکي يې مجازات و ويني ، خو دغه سر غړونې صليبي اشغالګر ، جنګي
جنايت کاران او دcia اربکيان ماتوي چې قانون او اخلاق دواړه ورته ژاړي!!!

ورور وژنه د صليب اشغالګرو محصول دی ، که دوی ورک شي نو جنګ
او ورور وژنه به هم ورکه شي!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more