نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د صغیرانو د سرونو وهل، په کوم دین کې روا دي؟
اتل
31.08.2012
ډیرو پتمنو او عزتمنو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
دا زموږ اسلامي، انساني، اخلاقي او افغاني وجیبه ده چې د ظلم سره مقابله وکړو، که د جګړې توان نلرو، نو د خولې او قلم مبارزه وکړو، که مو هغه هم په وس کې نه وي، نو ظالم ته بدبد وګورو او په زړه کې کینه ورته واچوو.
په هېڅ کوم دین، کلتور، قوم او انساني ټولنه کې صغیر ماشومان په ګناه نه وژل کیږي، او په تیره دا چئ څوک دي د هغوی سرونه پرې کړي
د کندهار د پنجوايي د ولسوالي د پاشمول دیوه دولس کلن هلک سرپرې شویدئ. او دغه راز په کاپیسا کې هم د یوې شپږ کلنې نجلی سرغوڅ شویدئ
حکومتي مقامات يې پړه پر طالبانو اچوي او د طالبانو نطاق قاري يوسف احمدي وایې چې دا کار طالبانو ندئ کړئ. هغه زیاتوي چې پدې برخه کې، ددوی د مشرملا محمدعمرپیغام شته چې وایي، د هیڅ یوه افغان سر باید د وسله والو له خوا غوڅ نشي.
خو داسې ښکاري، چې د طالبانو جګړه مارانو ته د ملا عمر پیغامونه او امرونه، د یوه خوسا توت ارزښت هم نلري. طالبانو پخوا په هلمند کې د یوه یوولس کلن ماشوم سروروسته له هغې پرې کړچې پلار یې دپولیسو رنجر موټر دوی ته ورنکړ
طالبانو دغه راز تیره هفته په کجکي کې د اوه لسو مسلمانانو سرونه پرې کړل
ملا عمر خو دا هم ویلي چې په عامه محضرونو کې په چا حملې مه کوي، بمونه مه چوئ او ړندو غوندې په پټو سترګو په مزدهمو علاقو راکټونه مه ور خوشي کوئ. همدا نن طالبانو د لوګر د بره کي برک د ولسوالی بازار په راکټونو وویشت او د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون یې پنځه تنه ووژل. پدې حمله کې لس تنه زخمي شوي هم دي.
داسې ښکاري چې ملا عمر او د هغه جګړه ماران د ولس سترګو ته خاورې ور شیندي او دروغ وايي، یا دا چې ملا عمر صادق دئ، او چګړه مارانو سر ترې اخیستئ دئ، او دخپلو لړاییو د سرته رسولو دپاره، د طالبانو او افغان ملت د کوم دښمن نه، هدایت اخلي، او یا دطالبانو په لیکو کې بې اتفا قۍ راغلې، او کوښښ کیږي چې د ملا عمر ډله بد نامه کړي؟
دا چې هر څه دي، وي به، خودغه کرغیړن، زړه بوګنونکي او نه بښونکي جنایتونه د بشریت، اسلامیت او افغانیت دپاره عظیم ننګ دي، او د انساني عطوفت او اسلامي او خدايي احکامو او صله رحمی پر ټنډه تور داغ دئ