د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دسیداسدالله اسد شعرونونه

شمس الله همدرد
14.10.2004

ولیکه دمینی لیونی خیالونه ولیکه
کورکی دزړګی می دلیلاغمونه ولیکه
دابی عقله اوښکی په سینه کی خوشحالی ګوری
حال می نمایان کړی داشنا ظلمونه ولیکه
نه لرم خوښی په دی غمګینه دنیاګی کی زه
نن می په کاغذدژوندتفصیل اهونه ولیکه
ژوندلمبه لمبه شو دوصال په سپینوهیلوکی
پټ می په زړګی کی دخال څوداغونه ولیکه
نه ورځم حوس ته زه بندی دچا دمینی یمه
تورواوږدوشپوکی دهجران خوندونه ولیکه
ولیکه قلمه د ا سد دژوند ا نه قصه
سره دزړه په وینو داشنا لاسونه ولیکه


pattang
14.10.2004

دا خو ډيره ښه بدله ده او خداي پاک د شاعر ته ښه تو فيق ورکړي او ديره غټه سرمايه
ده٠
په درنښت پتنګ


شمس الله همدرد
14.10.2004

سترګو چی سپین لمر دیار رخسارته په سوداولید
خیال دمحبت می تش ګوګل کی په خنداو لید
ځکه می سجده دیاردخیال په پلو کښیښوده
مامنصوردمینی دعشق لومه کی بالا ولید
وژاړمه چاته لوند ګریوان چاته تحفه یوسم
ما په ژوندانه کی مرگ له لاسه داشنا ولید
ذهن په تفصیل ورته زما دصداقت وکړی
دا څیری ګریوان که می اوس هغه بی پرواولید
اوښکه دسجدی په دودساقی ته په پښوکی پریوته
ما تصویر دیار په سره پیاله کی دصحبا ولید
دربه کړی اسده دوصال پیاله په ګوتو کی
یارکه دی څراغ داوښکوبل تر سپین سبا ولید


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more