د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د موضوع حقانیت کره کړئ، نه د موضوع لیکونکئ

میرویس
30.08.2012

ګرانو وطنوالو، اوزړه ته رانږدي پښتنو، سلامونه مې ومنئ
دا لاندې موضوع وڅیړئ، او بیا ژور کره کتنه پرې وکړئ، چې موږ ټول، که طالبان یو او که عادي خلک، د روانو ګناهونو او جنایتونو د ارتکاب، د هغو د تشویق کولو، او مخنیوي په برخه کې د عدم اقدام په وجه د الله په وړاندې څومره مسؤل یو او په آخرت کي به یې څه خواب وایو؟
داهم مه هیروئ چې، خدای ته به مخ اړوئ او بنده ته به شا اړوئ او قضاوت به دموضوع په حقانیت کوئ، نه د موضوع پر لیکونکو او خپرونکو.

کابل باختر د وږي د میاشتې ۸
د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا اعلامیه
الله ج فرمایلي دي هرڅوک چې کوم مؤمن په قصد سره ووژني نو دده جزا دوزخ دئ چې تل به وي په هغه کې او غضب به کړي دئ، دئ پر ده باندې او لیرې کړئ يې دئ الله ج دا له خپل رحمت څخه او تیارکړيې دئ ده ته ډېر لوی عذاب
او همدارنګه فرمایي: هرڅوک چې یو نفس دبل نفس د بدل څخه پرته یا یې له فساده په ځمکه کې وژني نو ګواکي ټول خلک یې وژلي دي او څوک چې یو نفس له وژل کیدو څخه وژغوري نو ګواکي ټول خلک یې له وژل کیدو ژغورلي دي
او همدارنکه په یوه مبارک حدیث شریف کې چې امام ترمذي، ابن ماجه او نسايي را نقل کړيدئ رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي
ترجمه: د یوه مسلمان وژل الله ج ته د ټولې نړی د ړنګولو نه ستر کار دئ
د افغانستان د علماوو سر تاسري شورا د هلمند په ولایت کې د ۱۷ تنو بیګناه مسلمانانو په وحشیانه توګه شهیداونول او د هغوی د سرونو غوڅول او دیته ورته پیښې په کلکه غندي او د اسلامي احکامو او د انساني عواطفو پر خلاف او ناوړه عمل یې بولي
قدر منو خویندو وروڼو، ستاسې بې طرفانه قضاوت ضرور دئ


رښتینی
30.08.2012

ترجمه: د یوه مسلمان وژل الله ج ته د ټولې نړی د ړنګولو نه ستر کار دئ

(سترکار) په ټولیزه توګه دښه اوغوره کار له پآره کارول کیږې
اودحدیث مطلب دانده ، داباید اصلاح شې

او دموضوع په اړه وایو چې که هغه کار هرچا کړی وې په هرډول غندنه ارزې
خو ویل کیږې چې هغه خلک په خپلو کې سره اوښتي وو او داکار خپل منځي
شخړه وه .الله اعلم


سلامونه

tandar
30.08.2012

سلامونه
زه چه دګاډي جلو ته ناست وم يو ميږي هم چه چيرته ووينم نو ګاډي تري بچوم ماته دميږي ژوند هم ارزښت لري
دبي ګناه انسان حلالول يو وحشي او نه بښونکي عمل دي
دغسي قاتلان بايد دعبرت لپاره په يوه قفس کي وچ کړل شي دغه کار جرمنيانو دمونستر په ښار کي څو سوه کاله مخکي هم کړي وو چه د،، [color=red:123d3cd744]لمبرتي کليسا[/color:123d3cd744] ،،په برج کي اوس هم ٣ قفسونه چه دشپي له خوا روښانه دي زوړند اوموجود دي
زه چه وينم ټوله نړي يو نړيوال انقلاب ته ضرورت لري اوبس
ځکه نړي دبحر شکل نيولي او په بحر کي غټ خاماران واړه ماهيان کپه کوي
نن جهاني ترورستيان لکه usa او دهغه لاسپوڅي ناتو چه قدرت لري واړه ملتونه لقمه ،،کپله،، کوي ددوي مخه نيول دټولو په يوالي سره کيږي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي



ع کريم حليمي
31.08.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
دروند رښتیني صاحب ، خدای دي وکړي چه جوړ روغ یاست ، لمړي به خواهیش وکړم چه د کوچني شام شریف په خاوره کي مي له دعا هیر نه کړې

دوهم : میرویس صاحب و دغه حدیث ته ګوته نیولېده ؟؟؟؟ ، لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ مُؤْمِنٍ بِغَيْرِ حَقٍّ

زه فکر کوم چه "ستر " به په معنا د غټ او لوی وي ، نو موږ خو ویلای شو چه ستره او غټه زلزله وشوه . او همداسي هم ویلای شو چه : احمد ستر د خیر کارونه وکړل
ستر په مثبت او هم منفي شکل نشي استعمال کېدای ؟؟؟

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more