اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اسلام او مډرنتوب
حمید هڅــاند
30.08.2012
[color=darkred:cb044114b1]یادونه: اسلام انلاین په نړۍ کې له وتلیو اسلامي سایټونو څخه دی. دا څوکاله مې د اسلام انلاین لیکنې او موضوعات تعقیبول، خو په راوروسته کې د موډنیزم تر نوم لاندي چې دوی کومې هڅې کوي، د سړي ویښتان ورته ودرېږي. ایا دا خلک غواړي د خلکو ذهنیتونه خراب کړي که څنګه؟؟ ا تاسو په خپله دا لاندي د دوی لیکنه وګورئ چې ما خلاصه کړه په پښتو مې کړه او بیا قضاوت وکړئ. [/color:cb044114b1]
اسلام او مډرنتوب د اوسنۍ ټولنپوهنې او مذهبپوهنې له موضوعاتو څخه ده. دا یوه خورا توده موضوع ده چې ورباندي زیات بحثونه شوي او کېږي. موږ نه شو کولی چې اسلام اومډرنتوب د یوې ویشنې په توګه رالنډ کړو، ځکه اسلام د خپل تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې بیلابیل تفسیرونه او د عملي کېدو ډولونه لرلي. د دې ترڅنګ، موډرنتوب هم ګڼ اړخونه لري او یوه پیچلې ښکارنده ده.
د اروپا له مډنتوب سره د اسلام مخامخوالی:
اروپا کې په اتلسمه پېړۍ کې لوی بدلونونه راغلل چې لامل یې د اروپا فکري بیداري او د (age of enlistment) رامینځته کېدل ؤ. دا هغه مهال ؤ چې استدلال، فکري نوښتونو، ساینس او پرمختګ ته زیات اهمیت ورکړ شو. په دې پسې اروپا قوي نړیوال دریځ خپل کړ او په نړیوال تاریخ کې یو نوی پړاو پیل شو. په دې مهال کې ان د شمالي او لویدیځو اروپایي هیوادونو په ساینسۍ مهارتونو کې زیات توپيرونه رامینځته شول او عثماني امپراتورۍ خپل ارزښت ورو ورو له لاسه ورکړ، ځکه دا امپراتورۍ وار له مخه لا له یو لړ سیاسي، اقتصادي او پوځي ستونزو سره لاس او ګریوان وه، او له بل پلوه، د اروپا ساینسۍ مخکښۍ د دې لامل شوه چې نور نو عثماني امپراتورۍ خپل ضعف احساس کړي.
په ۱۷۹۸ کې ناپیلیون بوناپارت د عثماني امپراتورۍ د سیسمې زیات ایالاتونه تسخیر کړل، چې له امله یې دغو ایالتونو کې هم ساینسي پرمختګونو او د نوې تکنالوژۍ کارونې ته لاره هواره شوه.
خو، داسې انګیرنه هم شته چې د اروپا مډرنتوب او دغوپرمختګونو د اسلام حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوست او محلي مسلمانانو داسي احساس کړه چې دوی په دې نوي رامینځته شوي محیط کې پردي غوندي دي.
د ۱۸۳۹او ۱۸۷۶ کلونو مینځ مهال په عثماني امپراتورۍ کې د بدلونونو او مډرنتوب د معرفي مهال په نوم پېژندل شوی دی چې په اوږدو کې یې هڅه وشوه چې د (تنظیمات) تر نوم لاندي د اروپا ټول پرمختګونه په یو او بل ډول په ترکیه کې په داسې ډول پلي شي چې له سیمه ییزو حالاتو سره سر وخوري. د تنظیماتو په ترڅ کې په ترکیه کې نوی ښوونیز نصاب معرفي شو چې ستندرد یې له پخوا زیات توپیر درلود، د اروپا حقوقي نورمونه خپل شول او قانوني حالت د اروپا رنګ واخیست. سیمه ییزو مسلمانانو دې نویو پرمختګونو د (بدعتونو) نوم ورکړ او په سختو ټکو کې یې د ترکییې دولت دا اقدامات وغندل.
اسلامي موډرنتوب:
وروسته بیا یو نوی خوځښت رامینځ ته شو چې (اتحاد) یې نوم ؤ. دې خوځښت د سمونونو راوستلو روح درلود او یو شمیر هیوادونو یې سره متحد کول چې مصر او د جنوب ختیخې اسیا هیوادونو بیلګې یې ورکولی شو. مسلمانانو د دې خوځښت پرمټ غوښتل له اروپا څخه راټوکېدولو ننګونو ته ځواب ووایي، اسلام ته نوی روح وبښي او هغه میتودونه بدل یا ایسته کړي چې د اسلام ذاهدانه ماموریت یې تر پوښتنې لاندي راوست.
د ټولو موډرنپلوه مسلمانانو موخه داوه چې د اسلام په لور د بنسټپالنې او سخت دریځۍ لیدلوري ته بدلون ورکړي.
سید جمال الدین افغاني
جمال الدین افغاني د موډرن اسلامیزم یو له مخکښو او مشهورو څېرو څخه ده. د ده فلسفې د اسلام یو داسي وېژن رامخې ته کړ چې له ساینس سره یې اړخ لګاوه. د سید جمال الدین افغاني نظریات د خورا اهمیت وړ ول. مسلمانان اړ ول چې د اروپا ځواک او ننګونو ته د ځواب لپاره د سیدجمال الدین افغاني نظریات ومني.
لومړی هیواد چې اسلامي موډرنیزم ته یې کار وکړ، ترکیه وه، په دې هیواد کې هڅه وشوه چې قران او د کوپرنیک ستورپېژندنه اړخ سره و لګوي او پارلماني دیموکراسي هم پردۍ نه شي پاتي. محمد عبدالله لومړی مسلمان موډرنپلوه ؤ چې بنسټیزو بشري حقوقو ته یې کار وکړ، لکه د ښځو ښوونه او روزنه. د مصر قاسم امین یو بل مسلمان موډرنپلوه کس ؤ چې د ښخو حقوقو په اړه یې زیات کار وکړ. د دغو خلکو کار د دې لامل شو چې دغو هیوادونو کې ورځپاڼې، ډرامې او نور قوي شي، د حکومت مطلق واک یوڅه کم شي او خلک د څو ښځو له کولو څخه ترڅه ځایه لاس واخلي او په دغو هیوادونو کې دساینسي علومو زده کړو ته لاره هواره کړای شي. د اسلامي موډرنیزم موخه داده چې د موډرنې نړۍ پرمختګونه خپل شي او د دې کار د شونې کېدو لپاره اړینه ده چې دین پرېښودل شي چې وغوړېږي او د بنسټپالو مخه و نیوله شي چې په لاسونو یې د دین پرمختګ خپه شي.
د ارې لیکنې د کتلو لپاره لاندي تړونی کلیک کړئ:
http://www.islamonline.com/news/articles/109/Islam-and-Modernity.html
نوربیا...
pattang
30.08.2012
داسلام موډرنتوب ته حاجت نشته اسلام په خپل ذات کې موډرن دی ، هغوی چې
داسلام موډرنتوب يادوي مقصد يې غربي ليبراله ديمکراسي ده او يو شمير نور
يې بيا لکه دعيسوي مذهب د لوتر اېوانګېليوم ترې جوړوي او اسلام په دوو برخو
ويشي ! دا ټولې د بېکارو او نا پوهوخلکو دسيسي دي اويا غيرې شعوري خبرې
دي چې دغربي ميديا تر اغېزې لاندې راغلي دي ٠
اسلام په اوائلو کې تر اوسه پورې له عيسويت نه موډرن دی ، ځکه چې اسلام
دبشريت هر اړخ څېړلی دی ٠
که اسلامي ممالک له صليبي اشغال او مداخلو نه په ارام شي نو ټول شيان به
يې سم او اقتصادي ژوند به يې داسې ارام شي چې بيابه د مډرنتوب خبرې هيڅ
يادې نکړي ! اوس داټولې خبرې ، جنګ ، مداخلې ، اقتصادي انحصار
د مسلمانانو په منځ کې اچولي دي او داسې مداخلې ان 900 کلن تاريخ لري !
مومن مهاجر
02.09.2012
ښاغلي حمید هڅاند او پتنګ سلامونه او ښې چاري
د پتنګ صیب خبره تر یو ځایه سمه ده چي اسلام له پیله ماډرن دئ او ټولو هغو هڅو ته په مثبت نظر ګوري چي د بشري نړۍ لپاره یې تر زیان ګټه ډېره وي یا په بل عبارت اسلامي لارښوونو په خپله اساسي مراجعو کي هیڅکله د ګټورو فنونو او علومو مخه نه دي نیولي ، خو اوس پوښتنه دا ده چي د دې پراخي اسلامي نړۍ دومره ګڼ مسلمانان ولي په علمي، کولتوري، سیاسي، اقتصادي، پوځي او نورو ډګرونو کي دومره پاتي دي؟ او بیا یې د شاتګ زمانه هم خورا اوږده ده له څو جزي پرمختګونو پر ته یې نور هیڅ د یادونې وړ کار نه دئ کړی؟ موږ باید د دې شاتګ اساسي عوامل درک او د خپلي ټولنې وګړو ته د وس تر پولي ور په ګوته کړو .