د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د قاتلانو وژنه، یعنې د بې ګناه انسانانو نجات

اتل
29.08.2012

قدرمنو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
نن سبا دافغان ملت، په تیره بیا د پښتنو په بېرحمه قتل، د هغوی پر بشري حقوقو چې خدای تعالا ورکړي او هیڅوک حق نلري چې ترې وايخلي، تیرئ او دغه راز په حق الله او حق العباد باندې غبرګ تیرئ هغه څه دي، چې بالکل د امر بالمعروف بڼه یې غوره کړیده. ژوند ورکول او ژوند اخیستل یوازې د پاک رب حق او امتیاز دئ، او یوازې الله تعالا ددې اختیار، او حق لري چې انسان ته ژوند ور وبښي، او همدغسې هم، الله دژوند د اخیستو حق لري، نه نور انسانان. خو نن سبا، د الله د اوامرو نه غافل او یاغي او باغي بې مسؤلیته انسانان مچانو غوندې بې ګناه مسلمانان، د خپلې خوښې مطابق په داسې طریقو وژني چې حتی انسانیت، ننګ، غیرت، انساني پت او عزت پرې شرمیږي او دغه اعمال د اسلام، بشریت، عدالت او انصاف پرلمن یو ننګین داغ دئ. دوي تر دې حده، بې رحمه او حیوان صفه او وحشي دي، چې د چا سرونه غوڅوي، څوک په بمونو کې الوزوي، په ډبرو يې حلالوي، څوک په اور کې سیزي او څوک هم سنګساروي. دوی دا ټول
قتلونه د ګناهونو د ارتکاب د معتبر ثبوت او محاکمې نه پرته په خپل سرکوي، او بې ګناه روژه په خوله مسلمان لاروي، دست ګردان زحمت کشان وژني، او په جوماتونو کې عبادت کونکي د لمانځه په سر قتلوي، او قرآن شریفونه سوزوي، خو افسوس دادئ چې دوی دا ټول د اسلام د مقدس دین او جهاد تر نامه لاندې کوي. د مسجدونو ملا امامان ګواښي چې د اسلام لاري ته مسلمانان ونه هڅوي، ځکه چې که ملا امامان د اسلام تبلیغ وکړي، بیا ولسونه د ددې حرفوي قاتلانو پر خلاف را پاڅي، ځکه چې ددوي ډیر اعمال د اسلام سره په جنګ کې دي
آیا دې ډول اعمالو ته اسلامي حجت شته؟ آیا، افغانان دغه ډول انسانان بښلئ شي؟ آیا ددغسې کاراواییو عاملین خپل ځان بښلئ شي؟ آیا دوی د آخرت تمع لرلئ شي؟
ددغو اعمالو د مرتکبینو یوه ډله هم د حقاني ګروپ دئ. دې ډلې چې د پخواني شوروي اتحاد پر خلاف جهاد کې يې دلوی مولوي جلالالدین حقاي تر مشري لاندي په ملک کې دننه د میړانې جهاد کاوه، په ولس کې ډیر محبوبت درلود، اوس دا ډله، د هغه د زوی، سراج الدین حقاني تر قیادت لاندې د پردي ملک نه د خپلو افغان وروڼو پرخلاف تیرورستي اعمال سرته رسوي. په کابل کې یې بیابیا کونډې، رندې، بورې، ورارې، یتیمان او یسیران د خپلومعصوموخپلوانو په ویرکینولي ډي

د حقاني موجوده ډلې، څو ځله په کابل کې دننه حملې کړې، ګڼ شمیر بې ګناه مسلمانان یې د جهاد تر نامه لاندې قتل کړي او کامله تباهي يې راوستې ده. دا ډله خپله بقا په جنګ او مسلمانو وروڼو په کشت او خون کې لټوي. د ولس نه په زور او جبر چندي اخلي، مسلمان ماشومان يا ځان مرګي حملو ته مجبوروي او یا یې تښتوي او بیا د وژونکې وسلې په توګه کار ترې اخلي
د حقاني ډله د تیرورستو عربو، ازبکو، تاجکو او نورو خارجي تیرورېستانو ملاتر کوي، په خارجي ملک کې تر خپله قبضه دلاندې علاقه کې یې روزي او د جنګ او بربادي دپاره یې خپل پخواني پلرني ملک افغانستان ته استوي. د سراج الدین حقاني ډله په خارجي ملک کې د تیروریزم او ځان مرګي تیرورېستانو د روزني کمپونه لري، او د خپلو نیکونو ټاټوبئ پرې ورانوي او حتی د خپلو نیکونو په ادیرو او قبرونو کې بمونه خښوي تر څو د اختر په مبارکو ورځو کې زیارت کونکي ووژني او د خپلو نیکونو هډوکي پرې والوزوي او د مړو سپاکاوئ وکړي
ډ حقاني ټوله کورنی د خپل پلرني ملک د خلکو قاتله ده، نه په واړه او زاړه، او نه هم په نارینه او ښځینه رحم کوي، له یوه پلوه یې وژني. د حقاني کورنی د قتل په یوه ماشین بدله شویده، چې هیڅ انساني احساس ندئ ورپاتې او د مولوي جلال الدين حقاني زامن داسې انساني قصابان دي، چې د مسلخ له قصابانو نه هم په زړه سخت شویدي
وړمه ورځ داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکي د سراج الدین حقاني ورور بدرالدين چې ددې ډلې د ډله ایزو وژنواو بې رحمانه حملو طراح ؤ، او د مالي منابعو د پیدا کولو چارې يې پر غاړه لرلي، د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې وژل شویدئ. رپوټونه وايې چې د هغه دکورنی غړو هم دده مرګ تائید کړئ دئ. که دا خبره حقیقت ولري، د یو ډیر ظالم او خون خوار موجود په وینو سرې قاتلانه منګولې زموږ د بې وسه مسلمان ولس د ستونې نه خیژي. او که دهغه مرګ حقیقت ونلري، نو هغه به په آینده کې ډیرې نورې ښځې کونډې رنډې او بورې، وراري کړي، او ډیر ماشومان به یتیم او یسیر کړي او ډیر نور انسانان به ګوډ، شل او شوټ او معیوب کړي

دغه راز رپوټونه وايي چې، د پکتیا په زرمله او د لوګر په پل علم کې د حقاني د ډلې دوه تنه لوی قوماندانان نیول شویدي. په زرمله کې نیول شوئ قوماندان د بمونو جوړولو متخصص دئ، او دواړو قوماندانانو په خپلو علاقو کې په ګڼ شمیر بریدونو کې لاس لاره
چې کري، هغه به رېبې
چې بد کرزي، بد به پرزي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more