نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولسی پاڅون
میوند جان
28.08.2012
سلام علیکم
د ډیرو جګړو، ستونځو ، قربانیو او بی وزلیو نه وروسته د افغان ولس پاڅون ته مجبور شوی دی او اوس د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کی د طالبانو په ضد پاڅونونه پیل شوی او پیل کیږی. تر اوسه پوری په لغمان، پکتیا، نورستان، غزنی، هلمند او بادغیس کی د دوی په خلاف پاڅون پیل شوی دی . د افغانستان ولس د طالبانو د ظلمونو او ناوړی کړاو سره د ډیر صبر څخه کار واخیست خو اوس لکه په فارسی کی چی یو متل دی (کارد به استخوان رسیده) (چاړه اډوکو ته رسیدلی دی) او ولس نور نغواړی چی د دوی کلی او کور د طالبانو په لاس وران شی او یا د دوی د کورنی غړی د طالبانو د وحشی کړاو قربانیان شی او یا د دوی په کلی او ښار کی ښونځی وسوځول شی او د دوی ماښومان بی لوستی او بی سواده پاتی شی. طالب د افغان او پښتون په نامه د پښتنو او افغانانو کور ور وران کړل او د دوی زامن یی د دروغو جهاد او ځان مرګی/انتحاری بریدونو ته وهڅول، د پښتنو په سیمو کی یی ښونځی او کتابونه او قرآنونه وسوځول ، د خلکو په زړونو کی یی د پرمختګ او زده کړو څخه ویره ور پیدا کړه او دوی یی د ناپوهی او نازده کړی راتلونکی خوا ته هڅول غوښتل، مګر اوس ولس وروسته له ډیر صبر نه د دوی په ریښتنی هدف پوه شوی دی او د دوی په وړاندی پاڅون پیل کړی دی او انشاالله دغه پاڅونونه به د هیواد په نورو سیمو او ولایاتو کی هم سرایت وکړی او په ټول هیواد کی د ټولو ولایتونو او کلیو او ولسوالیو وګړی د دوی جنایات او ظلمونو په مخه به پاڅون پیل کړی.
ستاسو ورور
میوند جان
حمید هڅــاند
29.08.2012
انډیواله ولسي ملسي پاڅون درک نه لري، یوڅو اربکیان یې وسله وال کړل او غم یې له سره وکاره، حاصل به یې په ګډه اخلو...
pattang
29.08.2012
نور خلک ،کامونه ، نژادونه يې وطن ته ورکوي او ګټه هم ترې اخلي غو افغانان
وطن داسې خرڅوي چې بېرته اخيستل يې بياامکان نلري !
[quote:8dfca09d32="حمید هڅــاند"]انډیواله ولسي ملسي پاڅون درک نه لري، یوڅو اربکیان یې وسله وال کړل او غم یې له سره وکاره، حاصل به یې په ګډه اخلو...[/quote:8dfca09d32]