د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عربستان د طالبانو، حقاني او حکمتیار د ډلو سره غیر رسمي خبرې کړي، عربستان د طالب استازو سره کتلي دي

میرویس
28.08.2012

ګرانو وطنوالو اسلام علیکم، پاک رب دې سوله او امنیت زموږ د کړیدلي ولس په نصیب کړي
ګران افغانستان په خپله پرونی ګڼه کې د عربو او افغان دېپلوماتانو په حواله لیکلي وو، عربستان د طالبانو، حقاني او حکمتیار د ډلو د نماینده ګانو سره غیر رسمي خبرې کړیدي. ګران افغانستان د ایکسپرېس ټرېبیون له قوله لیکي چې، عربستان د طالبانو مشران اوهغه کسان چې په قطر کي یې د امریکایانو سره کتلي وو، وربللي
ددې مذاکراتو هدف دا ؤ چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په پروسه کې څنګه مؤثره ونډه اخیستئ شي؟
له بلې خوا دطالبانو یوه استازي سهیل شاهین د جاپان این ایچ کې تلویزیون ته ویلي چې طالبان پدې شرط د امریکا سره خبرو ته تیار دي چې، ددوی ځینې غوښتنې ومني.
سهیل شاهین ویلي، که امریکا د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د دفتر دپاره خنډونه ایجاد نکړي، او دهغوي پنځه پخواني غټ مامورین د ګوانتانامو د بند نه آزادکړي، نو دوی تیار دي چې د امریکا سره خبرې وکړي
د جاپان تلویزیون وایي چې سهیل شاهین ویلي، طالبان به، په افغانستان کې د مؤقت اوربند موافقه وکړي، او د امریکا سره به د خبرو میز ته کیني.

که دا ټولې خبرې درستي وي، داسې ښکاري چې د افغانستان، نه د بین المللي قواوو د وتلونه مخکې، په ملک کې سوله راځي او موږ ټول به د پاک رب په مرحمت په خپل ملک کي کور او اور شو او پاټې ژوند به په سوله او امن کې تیر کړو.
الله جل جلاله دې دسولې او امن نعمت پر موږ پیرزو کړي
دا د طالبانو صاحبانو دیني فریضه ده چې په خپل مسلمان ملک کې د ولس د غوښتنې مطابق سوله او امنیت ټینګ کړي. الله تعالا مسلمانانو ته د غیر مسلمانانو سره دسولې کولو امر کړیدئ
( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) – ترجمه: او که میل وکړي کفار صلحې ته نو ته هم میل وکړه صلحې ته او توکل وکړه په الله (او مه وېرېږه له مکره ددوي) بې شکه چې دغه (الله) هم دي ښه اورېدونکي. (د تولو اقوامو) ښه عالم (دانا پر ګردو (ټولو) احوالو

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي ـ چا ویل په دریاب کې ګوهر نشته؟


رښتینی
28.08.2012

وروره عنوان مو نیمګړی دی لطفا سم یې کړئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more