د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په ميدان وردګو ولايت کې يو ولسي وګړي دوه پاکستاني طالبان وژلي او يو سيمه ايز طالب يې ټپي کړې دی

میوند جان
28.08.2012

سلام علیکم
ستاسو د روغتیا او نیکمرغی په هیله
دغه لاندنی خبرونو په لوستو سره سړی ته شک پیدا کیږی چی طالبان په کوم جرات خپل ځان ته مسلمان وایی او په کوم اساس تل د اسلام او د عزت او ناموس ناری چړچی وهی. دوی زمونږ په ناموس باندی لاس اچوی او غواړی چی زمونږ لوړنی او ناموس خپلی بادارانو ته تحفه ورکړی. تاسو دوه خبر ولولی او پخپله د دوی په هکله قضاوت وکړئ

ولولئ چی په میدان وردګو کی بیا دوی څه د بی ناموسی چم کړی دی:
په ميدان وردګو ولايت کې يو ولسي وګړي دوه پاکستاني طالبان وژلي او يو سيمه ايز طالب يې ټپي کړې دی
میدان ښار:- دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد د زرین خیلو په سیمه کې هغه مهال دسیمې یوتن اوسیدنکي په دوه تنو پاکستاني او یو دسیمې طالب باندې ډزې وکړي چې دنوموړي څخه یې د ده لور دپاکستاني طالبان لپاره په زور غوښته.
دزرین خیلو دکلي اوسیدونکي غلا محمد چې دخپلو دوه تنګیو زامنو(۱۶ او ۱۴) کلن سره یې په ولایت کې دمطبوعاتو سره خبرې کولې وویل داختر وروسته په کلي کې دکلیوالو طالبانو سره پاکستاني طالبان دنوموړي کور ته ر اغلل او دنوموړي (۱۵) کلنه لور یې د پاکستاني طالبانو لپاره دنوموړي څخه په زور وغوښته چې دنوموړي دکورنۍ دانکار وروسته په سباء ورځ یې همدغه پاکستان طالبان دده کورته لاړل او نوموړې یې دخپل (۱۴) کلن زوی سره یوځای لاس تړلې بوتلوو چې وروسته یې زوی دطالبانو لخوا پدې خاطر خوشې شو چې کور ته ولاړ شه یا زموږ غوښتنه ومنۍ او یاهم (۸۰۰۰۰۰) اتیا زره افغانۍ راوړي ترڅو پلار مو خوشې کړو او که تر سباء ورځې مو داشرطونه ونه منل نو پلار دی دولت ته دجاسوسۍ په تور حلالوو.
د غلام محمد په وینا دشپې چې طالبان ویده شول نو دتیښتې هڅې مې وکړه چې دځان دخلاصولو وروسته مې د همدغو پاکستاني طالبانو کیرنګوف مې را واخیسته او په دوۍ مې ضربه کړه چې دوه پاکستاني طالبان مې ځای پرځای مړه کړل او یوتن دسیمې طالب پکې زخمي شوو چې وروسته لومړی کور ته او بیا دملي اردو پوستې ته راغلوو او ځان مو ملي اردو ته تسلیم کړو چې په سبا شپه ملي اردو زما دکورنۍ نور غړي پداسې حال کې چې سخت جنګ وو را وویستل او میدانښآر ته یې انتقال کړو، دنوموړي په ویناء چې زما دکورنۍ په غړو کې زما یونیم کلن زوی هم شامل وو چې زما میرمنې دطالبانو دویرې څخه په صندوق کې اچولې وو ترڅو یې ونه وژني چې بیا وروسته طالبان زما کور ته ولاړل او زما کور ته یې اور ورته کړ.
دغلام محمد دملي ادرو ځواکونو میړانه وستایله او زیاته یې کړه چې په سختو شرایطو کې ملي اردو زما کورنۍ ته نجات ورکړ او نوموړي د حکومت څخه دنوموړې دکورنۍ او دده سره دمرستو هیله وکړه.
دولایت والي محمد حلیم فدایي د غلام محمد او دده دکورنۍ میړانه وستایله او نوموړي سره یې په ښارکې داستوګنې دیونومرې ځمکې او نقدو پيسو مرسته وکړه او هم یې نوموړي ته ډاډ ورکړ چې دکار په پیداکولو او دکورنۍ دامنیت په خوندیتوب کې یې اړونده ارګانونو ته لارښونې کړې دي.
ا ودغه خبر نه مخکی پرون هم د هیواد په ټولو رسنیو کی د دوی د غیر اسلامی او ظالمانه کړاو په هکله یو خبر خپور شوی وو:
((په کجکي کې د ۱۷ ملکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي تازه جزییات

په هلمند کې د اوولس تنو ملکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه دوه روایتونه کېږي. د هلمند ولایت د والي ویاند وايي چې تېره شپه د کجکي ولسوالۍ د شاکارېز د روشن اباد په سیمه کې د دوو طالب قومندانانو (ملا سید ګل او ګل ولي محمد) ترمنځ د دوو ښځو پرسر پنځلس تنه له دوو ښځو سره وژل شوي دي.
د کجکي ولسوال نعمت الله خان وویل چې د موسیقۍ په پروګرام کې دوو ښځو نڅا کوله چې طالبان پرې راغلل او سرونه یې ورپرې کړل.
د ده په وینا طالبانو د دې لپاره چې خلک وبېروي او خپل زور ورښکاره کړي د هغوی سرونه غوڅ کړل.
خو د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې طالبان د موسیقۍ په پروګرام کې شامل بلل شوي او ویل شوی چې د دوی د دوو قومندانانو ترمنځ د ښځو پر سر لانجه راغلې ده.
د هلمند د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې دا ادعا هم شوې چې طالب مشران د بې ګناه افغانانو د وژلو پر سر له خپلو(بادارانو) څخه پیسې اخلي او دننه په افغانستان کې هم په مختلفو پلمو له خلکو پیسې شکوي او زیاتې پیسې سبب شوي چې دوی په عیاشیو بوخت شي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې تر دې څو ورځې مخکې هم له یوې ښځې سره د دوو طالب قومندانانو ناوړه جنسي اړیکې د هغې له وژلو وروسته افشا شوې.
نژدې دوې میاشتې پخوا د پروان ولایت په غوربند ولسوالي کې هم یوه مېړوښه ښځه له یوه طالب قومندان سره د جنسي اړیکو په تور د خپل خاوند له لوري د ګڼو خلکو په وړاندې ووژل شوه.
وسله والو طالبانو د هلمند د کجکي ولسوالۍ د وژونکې پېښې په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي)).

میوند جان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more