د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ملا عمر مقتدیان هم له طالبانو ناراضه دي

اتل
27.08.2012

ګرانو وطنوالو، اسلام علیکم و رحمته الله وبرکاته
سره ددې چې طالبان، د غزني د ولایت د اندړو د ولسولي نه، د طالبانو پر خلاف پیل شوئ پاڅون نه مني، خو داسئ بریښي چې دا پاڅون ورځ تر بلي، په ولسي پرګنو کې په چټکې رېښې ځغلوي
خدمتګار په خپله نننی ګڼه کې لیکلي چې ان د ملا محمد عمر مقتدیان له طالبانو بیزاره شویدي. خدمتګار لیکي چې د کندهار د ژړی د ولسوالي د سنګ حصار د مهاجرینو د کلي یوه اوسیدونکي چې د خپل نامه د نه افشا کیدو په شرط یې حبرې کولې وویل چې، ملا محمد عمر اته کاله د سنګ حصار په کلي کې د جومات امام ؤ او ددی تر څنګ یې هلته یوه مدرسه هم لرله. خو اوس چې خلک د طالبانو د تخریبي اعمالو نه تر پزې راغلي، د طالبانو پر خلاف را ولاړ شوي او هغوی یې له خپلې سیمې نه شړلي دي

له بلې خوا، د غزني، نورستان، لغمان، پکتیا، کنړ او فاریاب په ولایتونو برسیره، د طالبانو پر خلاف د ولسي پاڅونونو لمن د غور او بادغیس ولایتونو ته هم غځیدلې ده. د بادغیس د جوند په ولسوالي که همدا اوس د سلګونو خلکو پاځون دوام لري او یو شمیر وسله وال طالبان وژل شویدي. په غور کې هم په ختيځو ولسوالیو کې ولس را پاڅیدلئ دي.
دغه راز د ننکرهار د حصارک د ولسوالي خلک وايې چې د وسله والو طالبانوظلمونو دوی دیته اړګړل چې د خپل عزت او ناموس د ساتنې دپاره وسله را پورته کړي
دحصارک د ولسوالي یوه قومي مشر خدمتګار ته وویل چې، طالبانو بې ګناه خلک وژل، د اسلام خلاف کارونه یې کول او د هغوي ظلم ددې سبب شو چې ولس د هغوی ټغر ور ټول کړي


رښتینی
27.08.2012

ښاغلی اتل تاسو په سنټکام کې کوم مسؤلیت لرئ کنه
زماپه اند خامخایې لرئ ځک مخکي به عمر ۱۲ دلته ډیري
لیکني کولي اوس هغه ډیر کم ښکاري او تاسو فعال ښکارئ :)


Re: د ملا عمر مقتدیان هم له طالبانو ناراضه دي

pattang
27.08.2012

اتل خانه دخدمتګار پاڼه
http://khedmatgar.com
مې وکتله هلته يواځې دپخوانويو خاديستانو تبصرې او ليکنې پرته وې چې هغوی
له طبېعته له ملا او طالب سره حساسيت لري او لاره يې !
دوهم ملا عمر اته کاله امامت هلته ندی کړی او مدرسه يې هم نلرله ځکه چې مدرسه
مولوي چلوي او ملا عمر مولوي ندی او لدې کبله ملا محمد عمراخند ورته وايې !
خو ملا صيب سپين پښتون يو جنګي مسلمان سړی دی .
تر 1989 يانې دروسانو تر وتلو پورې ملا صيب جنګېده بيا له 1989 څخه
په افغانستان کې بې ناموسي ، پاټکونه ، لنډغري شروع شوې او افغاستان
په ټوټو ، ټوټو تقسيم شه ، دطالبانو حرکت په 1993 کې شروع او په 1994/1995
کې يې ټول جنوبي افغنستان ته خپله ابرو او نا موس بېرته ورکه !
په 1996 کال کې طالبانو کابل ونيو او لغړې ښځې يې د هزارګانو له بنديخانو
له زنا او تجاوز څخه خاصې کړې !
دغه ټول حرکت ملا محمد عمر اخند تر اخره پورې رهنمايې کاوو نودا 8 کاله
چرې پوره کېږي چې ملا عمر امامت کاوو او مدرسه يې لرله !!!!
متل دی :
دروغ په شرعه روغ !!

[quote:d0613c25cc="اتل"]ګرانو وطنوالو، اسلام علیکم و رحمته الله وبرکاته
سره ددې چې طالبان، د غزني د ولایت د اندړو د ولسولي نه، د طالبانو پر خلاف پیل شوئ پاڅون نه مني، خو داسئ بریښي چې دا پاڅون ورځ تر بلي، په ولسي پرګنو کې په چټکې رېښې ځغلوي
خدمتګار په خپله نننی ګڼه کې لیکلي چې ان د ملا محمد عمر مقتدیان له طالبانو بیزاره شویدي. خدمتګار لیکي چې د کندهار د ژړی د ولسوالي د سنګ حصار د مهاجرینو د کلي یوه اوسیدونکي چې د خپل نامه د نه افشا کیدو په شرط یې حبرې کولې وویل چې، ملا محمد عمر اته کاله د سنګ حصار په کلي کې د جومات امام ؤ او ددی تر څنګ یې هلته یوه مدرسه هم لرله. خو اوس چې خلک د طالبانو د تخریبي اعمالو نه تر پزې راغلي، د طالبانو پر خلاف را ولاړ شوي او هغوی یې له خپلې سیمې نه شړلي دي

له بلې خوا، د غزني، نورستان، لغمان، پکتیا، کنړ او فاریاب په ولایتونو برسیره، د طالبانو پر خلاف د ولسي پاڅونونو لمن د غور او بادغیس ولایتونو ته هم غځیدلې ده. د بادغیس د جوند په ولسوالي که همدا اوس د سلګونو خلکو پاځون دوام لري او یو شمیر وسله وال طالبان وژل شویدي. په غور کې هم په ختيځو ولسوالیو کې ولس را پاڅیدلئ دي.
دغه راز د ننکرهار د حصارک د ولسوالي خلک وايې چې د وسله والو طالبانوظلمونو دوی دیته اړګړل چې د خپل عزت او ناموس د ساتنې دپاره وسله را پورته کړي
دحصارک د ولسوالي یوه قومي مشر خدمتګار ته وویل چې، طالبانو بې ګناه خلک وژل، د اسلام خلاف کارونه یې کول او د هغوي ظلم ددې سبب شو چې ولس د هغوی ټغر ور ټول کړي[/quote:d0613c25cc]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more