اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوبل په بدوالقابومه ولئ
رښتینی
24.08.2012
یو قوم دي په بل قوم پوري پوزخند او مسخري نه کوې ،ځکه کیدی شې
هغوی له دوی نه ښه وې ، او نه دي میرمني په نورو میرمنو پوري مسخرې
کوې ، شوني ده هغه چې دوی مسخرې پورې کوې دخدای په نزد له دوی نه
ښې وې ، دیوه بل عیبونه مه لټوئ اویوبل په بدونومونو سره مه ولئ ...
{ لا يسخر قوم من قوم عسى أن يكونوا خيرا منهم ولا نساء من نساء عسى
أن يكن خيرا منهن ولا تلمزوا أنفسكم ولا تنابزوا بالألقاب.. }
(سورة الحجرات)
(۱) په یوه بل پوري مسخري او پوزخند ،
(۲)دیوه بل عیبونه لټول ،
(۳) یوه بل ته بدنومونه او القاب ورکول ،
دا دریواړه کارونه قرانکریم حرام او ناروابللي دي
اوپه دي کارونو سره دمسلمانانو په منځ کې نفرتونه
او شخړي رامنځته کیږې .
داسې بریښې لکه دا ایت شریف چې هغو دنني پیرانټرنیټي بحث کوونکو
ته رانازل شوی وې چې ټوله ورځ په یوه بل پوري ملنډي او مسخرې کوې
او دیوه بل عیبونه راپلټې او په بدونومونو سره یې یادوې داسې نده ؟؟