د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاڅون کونکو، بیا په اندړو کې د طالبانوتجاوز شنډکړیدئ

اتل
23.08.2012

د مينې ډک احترامونه او سلامونه مې ومنئ
کله چې د غزني د ولایت په اندړو کې ولس د طالبانو د نا خوالو نه تر پزې راغئ، لاس یې وسلې ته ګړ، او طالبان یې د خپلې علاقې نه وشړل. پدې پسې د غزني د ده یک ولسوالي او پکتیا، لغمان، کنړ، نورستان، فاریاب او ځینې نورو ولایتونو او ولسوالیو کې هم خلکو د طالبانو پر خلاف پاڅونونه وکړل.
خو طالبانو وویل چې دا ټولې خبرې دروغ دي، او دا یو څوحکومتې ملیشې وې او سمدلاسه موږ هغه تس نس کړې.
نن خبریال په خپله تازه ګنه کې لیکلي چې طالبانو د اندړو په ولسوالي کې پر پاڅون کونکو حمله کړې، ولسي خلکو دا حمله شنډه کړیده، دوه تنه طالبان یې ترې وژلي، اونورتښتیدلي دي
پدې اړه خبریال رپوټ چاپ کړیدئ
WWW.khabarial.com


تيمور
23.08.2012

برادر گرامی اتل صاحب سلام،
آفرین بر قلم و وجدان شما که درین شرایط نهایت حساس تاریخ شما واقعیتهارا با چنین شهامت و وضاحت به مردم درد دیده و مظلوم ما بیان میکنید، صد آفرین بر شما.
گرچه بیان حقیقت بسیار تلخ است، اما مردم مسلمان ما دیگر این گمراهان سیاه روی را به بسیار خوبی شناخته اند، و درین مدت از ظلم و وحشیگری های این گروه مزدور و جاهل (طالبان) به جان رسیده اند، دیگر هیچ جای برای این باند نوکر و جنایتکار در بین مردم ما وجود ندارد.
طالبان یعنی کثافت دانی تاریخ (چټلستان).

خداوند یار و مددگار تان،


Re: پاڅون کونکو، بیا په اندړو کې د طالبانوتجاوز شنډکړیدئ

pattang
24.08.2012

انډيواله غلط روان يې !
په خبريال کې اولسي خلکو داخبره نده کړې ، بلکې دلاسپوڅي دولت چارواکې
او د cia ځيره خواره داخبرې کوي او دوی خو هغه منافقين او دوطن دوښمنان دي
چې اربکيان يې يداکړي او مرستې ورسره کوي !

[quote:53076cc6de="اتل"]د مينې ډک احترامونه او سلامونه مې ومنئ
کله چې د غزني د ولایت په اندړو کې ولس د طالبانو د نا خوالو نه تر پزې راغئ، لاس یې وسلې ته ګړ، او طالبان یې د خپلې علاقې نه وشړل. پدې پسې د غزني د ده یک ولسوالي او پکتیا، لغمان، کنړ، نورستان، فاریاب او ځینې نورو ولایتونو او ولسوالیو کې هم خلکو د طالبانو پر خلاف پاڅونونه وکړل.
خو طالبانو وویل چې دا ټولې خبرې دروغ دي، او دا یو څوحکومتې ملیشې وې او سمدلاسه موږ هغه تس نس کړې.
نن خبریال په خپله تازه ګنه کې لیکلي چې طالبانو د اندړو په ولسوالي کې پر پاڅون کونکو حمله کړې، ولسي خلکو دا حمله شنډه کړیده، دوه تنه طالبان یې ترې وژلي، اونورتښتیدلي دي
پدې اړه خبریال رپوټ چاپ کړیدئ
WWW.khabarial.com[/quote:53076cc6de]


اتل
24.08.2012

پتنګ صاحب، دمیني، محبت او احترام نه ډک سلامونه مې ومنه
الله جل الله دې خیر درکړي، دیني او دنیوي سعادت دې په برخه شه، خدا دې وکړي، چې زما د خبرو نه، په ټنګ نشې.
ستاسې نظر څه دئ، چې پخپلو بحثونو کې، د پراخ نظر پیروي وکړو، د نورو ملګرو د څرګندونو پرمحتویاتو باندې، بې طرفه نقد سوچ وکړو ښه به وي، او که هر شئ د خپل خطکش پر معیار اندازه کړو؟
په مستقل تحلیل کې د مسئلې مثبت، منفي، عالم اسباب، هدف، د ضرر او مفاد منفردات او عمومیات، انګیزې، د عملي کیدو او نه عملي کیدو امکانات او دغه راز لنډ مهال او اوږد مهال عواقب څیړل کیږي
په خط کشي معیارونو کې انسانان هیڅ معقول او غیر معقول مسائل چې په قبلۍ تاکل شوي معیار برابر نه وي، نه منلئ شي، او نه یې زغملئ شي

مثلاً، که څوک ووايي چې راځئ په کابل کې د چاپیریال د پاک او صاف ساتنې دپاره معیار او اصول وټاکو او بیا کلک عمل ور باندي وکړ. موږ ته پکار ده چې ددي مسئلې په څیړنه کې اول دا فکر وکړو چې ګټه يې عامه ده، او که نقصان؟ باید دا فکر ونکړو چې دا وړانديز چا وکړ. دلته موږ پر مسئله غږیږو، نه د وړاندیزکونکي په څرنګوالي
ډیره محترمه وروره، زما خواهش ستاسې نه دادئ چې، که څوک ووايې چې د طالبانو پر خلاف داسې وشول، یا هغسې وشول، مخکې ددې چې پر خپل خط کښي معیار یې وسنجوې، سمدستي يې رد کړي او یا یې د ردولو دپاره د دلایلو په لټه کې شې، لطفاً فکر پرې وکړه چې ولې دا کار وشو، او دا حق هم خلکو ته ورکړه، چې هره فیصله د هغوی د پاره طالبان ونکړي، ځکه چې آلله جل جلالله انسنان د تعقل او سنجش سره پیدا کړیدي
تاسې د اندړو د پاڅون په برخه کې د خبریال رپوټ نه منئ او وایې چې دا د منافقینو خبرې دي. تاسې ځان مه ګنهکارکوئ . دادي نن بیا ګڼ شمیر رسنیو چې تاند او خبریال هم پکښې دي، رپوټونه خپاره کړي چې د کندهار په زړی او د ننکګرهار په حصارک کې هم خلک د طالبانو نه پتنګ شوي او د هغوی په مقابل کې يې قد علم کړیدئ

که تاسې تل، مسائل پر خپل خطکشي معیار سنجوئ، نو هر چیرې چې څوک ستاسې نوم ولوني، له ورایه ورته جوتیږي، چې تاسې جهت لرئ او ستاسې دقضاوت معیار عادلانه، نشي کیداي.
خدای وکړي رانه خفه شوئ نه وې. منظور مې د لیکچر در کول نه وو، الله دې مل شه


pattang
24.08.2012

راځم!

http://www.youtube.com/watch?v=TZotSaoGpBo&feature=related

[img:9a7943a1fa]http://www.bilder-upload.eu/thumb/efe0a6-1345850292.jpg[/img:9a7943a1fa]
http://www.bilder-upload.eu/show.php?file=efe0a6-1345850292.jpg

http://www.youtube.com/watch?v=_hkMQUSsiew&feature=autoplay&list=PL7650C3B8C0B319B4&playnext=3

http://www.youtube.com/watch?v=1GLCyEj1i0o

http://www.youtube.com/watch?v=skrQr4R4OTE&feature=related


اکرم
25.08.2012

ډیر اعلی ! دډیرو به دې تندې په دې لینکونو ماتې کړي وي !!!
خو ستاسو په اصلی مطلب به دډیرو لږو کسانو سر خلاص شوی وي !!!
وایې یاسر هم په خپل PCکې دداسې سکسی کلپونو ننداره کوله !!!
نو پتنګ صاحب ، داسې کسان خو په هره ټولنه کې شته ، وي اودي .

زهره جانه خو هسې هم المانۍ ده ، هغه څه چې هلته په المان کې کوي هملته په المان کې يې کولاشي دا پوه شه او جرمنی کلتور یې ته یې ولې دلته را کاپی کوي ؟؟؟
ته داسې فکر کوي چې زمونږ په ټولنه کې دامریکایانو دمخه داسې اخلاقی انحراف شتون نه لره ؟؟؟ او یا دا چې زمونږ ټولنه په کلی توګه له هر فحاشت څخه مبرآ وه او ده ؟؟؟


سلامونه

tandar
25.08.2012

اکرم صيب سلامونه
بوسو لاندي به اوبه نه تيروو عاميانه بايد قضاوت وکړو او دافغان اولس راتلونکي په نظر کي ونيسو
په مليونو ترکان څه له پاسه ٥٥ کاله په جرمني کي ژوند کوي خو خپل اسلامي کلتور ئې ساتلي
که دا سوغره جرمنۍ وي بيا ولي دالمان په يو ډير مهم او دولتي TV د ARD په نامه ورسره دافغانۍ په نوم مصاحبه کيږي؟
دا ولي دافغاني کلتور غيبت کوي؟
دا يواځي نه ده ډيرو ځان خرڅ کړيدي چه دوي دټول ملت نماينده ګي نشي کولاي
نن اشغالګر غواړي چه په افغانستان کي په زور سره دغسي بي شرمي دديموکراسي او ازادي په نوم عام کړي
يو څوک چه افغان وي خپل کلتور ورته عذت ولري هغه ځان نه ورکوي ولو که په جرمني او امريکا کي وي
افغان په نړي کي ٣ شهرته لري
١، ازادي خواه
٢، ننګ په ناموس
٣، ميلمه پال
دا دناموس کلمه يواځي نر ته نه راجع کيږي بلکه ښځي ته هم راجع کيږي ځکه دغه غرور دواړه دافغان په صفت لري
دغيرت روزنه ټولو له خپلو باغيرتو مورګانو اخيستي نه له غربيانو
داچه چه څوک دځان په خرڅولو شهرت او ماديات پيدا کوي او دخپلي جامعي کلتور ته تور داغونه پريږدي دحيرانتيا خبره ده
په جرمني کي ورته sprachlos وائې يعني سړي بي خبرو پاتي شي
خداي پاک دي هغه پيښ کړي چه دملت په کي خير وي
که په حلاله نکاح سره ئې خپل ميړه ته دغسي دخوب په کوته کي ځان لوڅ کړي وي ښه به نه وو؟
چه دچا خوله ورته اوبه خوشي نه کړي ههههها
مننه

http://www.bilder-upload.eu/show.php?file=efe0a6-1345850292.jpg


حمید هڅــاند
27.08.2012

د اربکیانو په رامینځته کېدو سترګې نه شې پټېدای، ځکه لمړ په دوه سترګو نه پټېږي. د اندړو پاڅون ممکن په لومړیو کې اولسي رنګ لاره خو د نورو ځاینونو په پاڅونونو باندي د ملي او اولسي پاڅون نوم اېښودل لویه جفا ده. په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خلکو وسله وال کول پیل شوي دي او د پروژې مشري د اسدالله خالد په غاړه ده. زما په ولسوالۍ کې یې اربکیان راپورته کړي دي، ښایې ځینې پرې خوښ وي، خو ځمکه هغه سوځې چې اور پرې بل وي، دا کسان له یوې مخې بې علمه، له ټولنې پردۍ او منفورې څېرې دي، ډېری يې نشه یان او د کم سن هلکان دي. اختر کې یې زموږ سیمه کې یو سپين ږېری په دې خبره وډباوه چې ولي زموږ له څنګه تېر شوې!! د طالبانو له ویرې خلک لري پرتو کلیو ته نشي تلای خو دوی له وېري په بازار کې نه شې ګرځېدای. سبا به زموږ د سیمې په خپل مینځې جګړو هم د اولسي پاڅون نوم کېښول شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more