نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کلئ د شپانه دا فریادونه، نور نه اورې، چې ګواکي لیوه په رمه ګډشو
میرویس
23.08.2012
کلئ د شپانه دا فریادونه، نور نه اورې، چې ګواکي لیوه په رمه ګډشو
ګرانو پښتنو خویندو او وروڼو زما سلامونه دې در ورسیږي. د لوی خدای نه ستاسې
نیکمرغي او خوشحالي غواړم
نه وو، نه وو د خدای کړه وو د بنده ورته کاته وو. سپور په دیوال ؤ، وږئ د کال ؤ، شین نیت د بوډی ؤ، یو شپون وه، د کلي رمه به یې پیوله. خلک ډیر ترې خوشحاله وو، ځکه چې دشپانه پلرونو او نیکونو هم د کلي شپني کړې وه. دې شپانه یوه ورځ په کلي چیغه ګډه کړه، چې لیوه دئ، لیوه دئ، ټولې میږي یې وخوړلې او وداړلې
د کلې خلک په منډه د ټوپکونو سره ورغلل، او شپانه ته یې وویل چې، چیرې دئ لیوه، شپانه ورته وویل چې تاسې نا وخته راغلئ، ما پر لیوه د هیاهوی چیغې ور وکړې، او لیوه وتښتیدئ. خلک بیرته کلې ته لاړل.
څه موده وروسته، شپانه بیا همدغه کیسه تکرار کړه، او خلکو بیا هم د هغه په خوله وکړل، خو بیا هم نه لیوه ؤ، او نه یې هم د پښې پل او څیر.
خلکو ته ثابته شوه چې شپون دروغجن دئ، او ویې ویل چې بیا به یې په خوله نه کوو. څه موده وروسته، شپانه بیا په کلي چیغه ګډه کړه چې لیوه په رمه ګډ شوئ، هې خلکو راشئ، چې ټولې میږې یې تباه کړې. شپانه چې خلکو ته دروغ ویلي وو، کلیوالود هغه په فریاد غوږ هم ونه ګراوه، خو دا ځلې ریښتیا هم لیوه په رمه ګډ شوئ ؤ او خلکو دهه فریاد وانورید، هغه وو چې لیوه د کلي رمه کنډه کپره کړه.
ګرانو وطندارانو، اوس په طالبانو هم هغه کانه شویده. دوی چې په کلونو کلونو ښونځي سیزلي، عام المنفعه ودانې او نور تاسیسات یې وران کړي، مکمل حکومتي مرکزونه چې د کونډې او یتیم په پیسو جوړ شوي وو او دغه راز بیت المال یې خیانت کړئ، اوس چې دوی هر څومره فریادونه وکړي، چې ګواکي دغه او هغه تباهی دوی ندي کړي، څوک یې په خبره باور نه کوي.
طالبانو دروغ زده کړي، خیانت وګړي، بیا انکار کوي او دروغ وايي. دوې هفتې مخکې یې په نورستان کې مدرسه وسیزله قرآنکریمونه یې هم پکې وسیزل، او خلکو یې پر خلاف څو ورځې مظاهري وکړي، آیا مدرسه عام المنفعه دارایي نده؟
اوس ادعا کوي چې د کن هار د پنجواي ډمبر سرک دوی ندئ وران کړئ، او ماینونه یې ندي پکې خښ کړي. دوی ادعا کوي چې عام المنفعه اماکن، نه ورانوي، دا هسې خوشي تبلیغات دي، چې په دوی پسې کیږي.
څو هفتې مخکې د طالبانو دنطاق مجاهد صاحب نه یوه سړي پوښتنه کړې وه چې د وردګو په څو علاقوکې، ولې طابانو د سرکونو د جوړولو کار بند کړیدي. خلک سرکونو ته شدید ضرورت لري. مجاهد صاحب، په ځواب کې ورته وویل، چې پر دغو سرکونو خو بیا د حکومت وسایط او د پوځ ټانکونه او ګاډي ځي او دا سرکونه زموږ په خلاف استعمابږي، نو موږ هر ګز دغسې کارونه، نه پریږدو او بندوویې. نو که خبره داسې وي، طالبان دې د ملک ټول سرکونه او عامه تاسیسات وران کړي، لکه چې ورانويې هم.
د اهر چاته جوته ده، چې طالبانو په ولس کې اعتبار بایلئ، اوس ډیره ناوخته شوې چې د ځان سپیناوئ وکړي
وايي، دروغجن دروغ وایي+ هوښیاریې قیاس