د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغانستان جغرافیائی موقعیت

شمس الله همدرد
13.10.2004

دافغانستان اسلامی خاوره په شمالی نیمه کره او تقریباٌ داسیا دوچی په مینځ کښی د(سوک) په ډول موقعیت لری . دجغرافیاوی متعارفو مقیاسونو دپیمایش له نظره د (29)درجو (22) دقیقو او (53)ثانیو او (38)درجو(29)دقیقو او (27)ثانیو شمالی عرض البلد او (74)درجو (51)دقیقو(47)ثانیواو (60)درجو (28)دقیقو او (41)ثانیو شرق طول البلد کښی واقع دی البته (کریدورواخان) تر(73) شرقی طول البلد پوری رسیږی .
دافغانستان هیواددشمال لخوانه تاجکستان ازبکستان او ترکمنستان په جمهوریتونو پوری متصل دی دغرب له خوانه دایران په هیواد پوری او دشرق او جنوب له خوانه په پاکستان پوری او دشمال شرق لخوانه دچین دجمهوری دسینکیانگ په ولایت پوری تړلی دی
ددی هیوادونو سرحدی محدودیت له افغانستان سره د لاندینیو کرښو پواسطه مینځته راغلی دی:
"دپامیر کرښه " په کال 1895م د "یولی" ددری نه د"ویکتوریاترجهیله " (زروکول) پوری اوږددی .
"دامیر شیرعلی خان کرښه " چه 1800کیلومتره اوږدوالی لری اود ویکتوریادجهیل نه تر خم آبه پور ی رسیږی . داخط په کال 1873م کښی دروسی ،انگلیس او دافغانستان دنمایندگانو تر مینځ تثبیت شوه .
"دریجو کرښه " چه دیوقوس شکل لری په کال 1884م کښی له خم آب نه دذلفقار تر دری پوری تینه شو.
"دفخر کرښه " داکرښه دذولفقار له دری نه تر تور غره پوری په کال 1935م کښی وویستل شوه .داسرحد کرښه افغانستان دایران نه بیلوی .
"دمکمهن کرښه " یاد"مکمهان کرښه " په 1902م کال کښی له سیاه کوه نه دملک سیاه تر غره پوری ویستل شوی چه دافغانستان جنوب غرب سرحدی کرښه ده او دایران هیواد سره 901 میله اوږدوالی لری .
"دډیورن کرښه" داسرحدی کرښه چه په کال 1893م کښی دافغانستان درسمی مقاماتو په ادعا سره په "یو اړخیزه ډول " تثبیت شوه د افغانستان شرقی او جنوبی سرحددی چه دملک سیاه له غره نه د واخان دجنوب شرقی څوکو پوری امتدادلری
"شمالی شرقی کرښه" داسرحد ی کرښه په کال 1964م کښی په ننی ډول مجددا "نښانه گذاری شوه " داکرښه دیولی له دری نه دکلیک ترلو لوړو پوری (دواخان جنوب شرقی لوړی) اوږده ده .

دافغانستان پراختیا :
دملل متحد دسازمان نشراتو دافغانستان پراختیا 647497کیلو مترمربع (153000میل مربع) ثبت کړی ده چه پدی اساس افغانستان دپراختیا له امله دنړی اتم هیواد دی .
او په هر کیلومترمربع کښی 37 کسه سکونت لری دسازمان ملل یو بل گذارش چه په کال 1975م کښی چاپ شویدی دافغانستان جغرافیائی وسعت ئی 675500کیلو متر مربع ثبت کړی دی .
دافغانستان دنفوس مرکزی اداره چه دافغانستان د29 گونو ولایاتو پراختیائی څیړلی او ثبت کړی ده ،د640256کیلومترمربع رقم ئی پدی برخه کښی ښودلی دی چه ددی رقم په اساس په هر کیلو متر مربع کښی 27،7 کسه سکونت لری .
دافغانستان پراختیاد"یولی دری " دشرقی نقطی نه یاد(ذولفقار) دغربی نقطی نه 1200 کیلومتره او داپراختیادشمالی اخری نقطی (خم آب) نه تر جنوبی اخری نقطی د(چکائی غرونو) پوری 912کیلومتروته رسیږی .
دافغانستان پراختیا په مجموع کښی په سلوکښی د2105 تر 24 پوری ،دکرنی ، مالداری او جنگلداری داستفادی قابلیت لری چه لدی جملی نه په سلو کښی 12 په زراعت اوباغداری په سلو کښی 9 په مراتعو او څړځایونو ،په سلو کښی 3 په ځنگلونو او ورشوگانو پوری تعلق لری .
جریان لری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more