نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د غریب ملا په خوله، څوک روژه هم نه ماتوي
اتل
21.08.2012
د روژې مبارکې او اختر د نیکو او بختورو ورځو، په برکت دې پاک رب زموږ په ملک کې صلح او امنیت ټینګ کړي، خدای تعالا دې پرموږ او ټولو مسلمانانو ورحمیږي
محترمو وطندارانو، وايې چې خپله لاسه ګله لاسه. از ماست که بر ماست. موږ پخپله ددې اهل نه یو، چې خپل مستقبل په خپل لاس کې واخلو. موږ باید تل د بل چا ډول ته و ګډیږو، او که نه نو، یتیمانو غوندې څپړخواره به یو. هر څوک به مو د هرې خوا په څپړه وهي
پخپلو وظائفو کې صادق نه یو، پخپل قول وفا نه کوو، دا ځکه چې کمزوري یو، او نشو کولای چې خپل لوزونه پوره کړو او علت یې هم دادئ چې قبضه مو د پردیو په لاس کې ده. نيم د عربي او نورو غلو تیرورستانو په لومه کې لویدلي یو، او نیم نور بیا د نورو خود غرضه اړخونو په تلک کې نېښتي یو. تر هغې چې پر ځان بسیا نشو، هیڅ شئ مو د لاسه نه کیږي.
اکثراً دا خبري په هغو افرادو پورې زیاته اړه لري چې نسبتاً د رهبری کدري موقفونه لري. مثلاً د طالبانو مشر ملا محمد عمرد امارت په یوه لایحه کې خپلو پیروانو ته امرصادروي چې، پداسې ځایونو او عامو محضرونو کي پردښمن حملې مه کوئ، چې ولسي خلکو ته مالي او ځاني تلفات پکې اوړي، خو د اختر په بیغام کې بیا وايي چې د اختر په مبارکو شپو ورځو ددې عمل نه ډډه وکړئ. يعنې، د اختر نه، په پرته وخت کې هر څه چې کوئ ازاد یاست. دي ډول ضد او نقیض خبرو پر هغه باندي هم د ولس اعتماد له منځه وړئ او هم د هغه د پیروانو
د ملا محمدعمر پیروان اوس د هغه پخوله پیاز هم نه پوست کوي. د هغه نه نن بیا داسې خوارملا جوړ شویدئ، چې په آذان یې څوک روژه هم نه ماتوي. ملا صاحب اوس ولس او طالبانو نو ته یا بي اهمیته شوئ، او یا طالبانو سر ترې اخیستي او یاغي شویدي
طالب اور پوکو د اختر نه مخکې هم مسلمان روژه تیان په وینو کې ولمبول او شهیدان یې کړل، او د اختر په شپو کې یې هم د خوست د قومي مشر، پاچا خان زدران ورور، وراره او ماما په ډیر نا مردانه ډول ووژل او پدې ډول یې د الله تعالا او ملا محمد عمر اوامر او احکام تر پښو لاندې کړل
دغه ډول اعمال د بشریت او انسانیت په وړاندې خیانت او جرم دئ. د ا ناوړه اعمال د الله او بشري قوانینو په مقابل کې د جګړي د بیرغ پورته کول دي
ملا صاحب، ښې مذهبي خبرې او غټ غټ عربي ټکي، ستاسې د ګناهونو، او جرم بري زمه کیدو سبب نش کیدای، نن سبا افغانان او بالخصوص پښتانه پدې ډول پلمو نه غولیږي، پکار دي چې په صداقت د ملت په ګټه ګامونه اوچت کړئ
الله دې موږ ټول په صراط مستقیم روان ګړي، آمین