د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاڅون کونکو، طالبان د سرسايې، زکات او عشر نه، محروم کړیدي

میرویس
21.08.2012

خویندو، میندو او وروڼو، دمینې ډک سلامنه دې در ورسیږي
دا خبره اوس هرچاته اظهر من الشمس ده، چې طالبانو د خپلې ناعاقبت اندېشی د لاسه د ملک په ګوټ ګوټ کې د ولسونو پرکڼې پرخپل خلاف را پارولې دي.
متل دئ چې (چا زور وموند، چې ظلم یې ونکړ=او چازروموند، چې سود یې ونه خوړ)؟
د اندړو د ولسوالی خلک وایې، چې اوس د طالبانو دشر نه خلاص شویدي او هغوی، یي د خپلې علاقې نه شړلي دي. دوی وایې چې طالبانو د خلکو د نومونولستونه جوړ کړي وو، او په زور او جبر به یې لدوی نه، زکات، عشر او سرسایې ټولولې، خو اوس یې دوی په نېستمنو او مستحقو خلکو ویشي، او فقیران ډیر خوشحاله دي
سوال دادئ چې دغه دری واړه اسلامي وجیبې، په زور او جبرعملي کیږي، او که هر سړئ دهغود سرته رسولو په برخه کې خپل ځانګړئ مسؤلیت لري؟
بله، پوښتنه داده، چې که خلک حکومت ته، چې ددوی پر خپله خوښه ټاکل شوئ وئ او یا نه وي ټاکل شوي، مالیات او برعایدات ورکوي، آیا زکات او عشر هم ورکړي، او که نه؟ که یې طالبان بیا دې کار ته مجبوروي، آیا دا پر ولس ظلم ندي، څکه چې ولس دوه ځله حلالیږي؟ او دا طالبانو ته حلال دئ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more