اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
غلطی استقرا و حنفي فقهي ته باغیان کړيدي
ع کريم حليمي
20.08.2012
احمد لله رب العالمین الرحمٰن الرحیم مالک یوم الدین و صلاة والسلام علی سید المرسلین امام المتقین خیر خلق الله اجمعین و علی آله و اصحابه سرج الدین و نجوم الطـــــــــــریــــــــــق المستقــــــــــم .
بسم تعالی :
فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ
فامابعد
نور بیا
ع کريم حليمي
21.08.2012
په تېر پسې
درنو او مکرمو په دین خویندو او وړونو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
په اسماني اخلاقو او مذهبي مسائلو و پوهانو ته عالم ویل کیږي ، او هره ښوونځۍ او مدرسه دا حق لري چه خپل فارغ التحصیل ته د علمیت سند ورکړي او عالم ئې و نوموي ، او که کومه علمي مؤسسه یا دارالعلوم و ځپل فارغ التحصیل ته لقب د فقه ورکړي قابل د منلو نه دی ، ولي چه خیر خلق الله اجمعین فرمایلي چه : اذا أراد الله بعبد خیرا فقهه فی الدین
یعني هر کله چه رب اراده د خیر وکړي نو د دین فقيه ئې کړي نو ویلای سو چه دارالعلوم نشي کولای چه فقيه جوړ کوي
او رب العزت فرمايي چه : یؤتی الحکمة من یشاءُ ومن یؤت الحکمة فقد اوتی خیرا کثیراً ……..
او د حکمت پوهه بیا هغه پوهه ده چه پر کلام الله پوهه (علم )ورکړي
او کوم خلګ چه کوم علمي سند تر لاسه کوي هغوی ته عالم ویل کیږي ، ممکن ده چه دا عالم به غدار وي او زاهد مکار وي
نو و هر عالم ته فقه شي ویل کېدای یوازي او تنها و هغه راسخ عالم ته فقيه ویل کیږي چه رب ذالجلال والاکرام پوهه ورکړېوي د (قرآن مجید او احادیثو ) تـــــأویـــــــل ، لکه څرنګه چه ذالجلال فرمايي : و ما یعلم تأویله إلا الله والراسخون في العلم
په اسلامي تاریخ کښي لمړۍ درجه فقيه عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وو او هم عبدالله بن عباس رضي الله عنه ،ولي چه خیر خلق الله اجمعین دعا ورته کړېوه (اللهم فقهه في الدين وعلِّمه التأويل)
نور بیا
ع کريم حليمي
21.08.2012
فقه ، مقتدا ، رئیس
فکر کوم چه و پوهېدلو چه فقه یعني څوک (چه خدای په شریعت کي دقیقه پوهه ورکړې وي )
نو ویلای شو چه اوله درجه د الانبیاء د علم وارثین فقهاء دي (العلماء ورثة الأنبياء)
نو هر کله چه رب العزت یو چا ته په شریعت کښي دقیقه پوهه ورکړي ، نو رب العزت ئې د امة له پاره مقتدا (امام ) وګرڅوي
یعني امامت په ټاکلو دي یعني عرش دي چه امامان ټاکي ، امة نشي کولای چه امامان وټاکي ، البته امة حق او صلاحیت او اهلیت لري چه د یوې جغرافیې ساحې لپاره سیاسي رئیس انتخاب کړي
که په سنت الله کښي ښه په غور فکر وکړو داسي دانتیجې ته رسیږو
رب العزت څلور عالى رتبه ملائکه ټاکلي
او څلور ئې کتابونه را استولي
او څلور ئې عالي رتبه رسولان ټاکلي ،
او سردار عالم ته ئې څلور یاران ټاکلي وه
او ان شاء الله چه د امة له پاره ئې څلور امامان ټاکلي
نور بیا
ع کريم حليمي
21.08.2012
او څلور مذهبه (مذاهب اهل السنة والجماعة )
چه عبارت دي ، له حنفي ، شافعي ، مالکي ، حنبلي څخه ، دا له یاده مه باسۍ چه ددغه څلورو مذاهبو امامانو هیڅ داسي سیاسي هڅه نده کړې چه مذاهب يې پر ځمکه جهانګیره شي ، داچه مذاهب اربعه (اهل السنة والجماعة ) ټول امامان او مذاهب شاته پرېږدي او بیا بلخصوص مذهب حنفي د مخ په صف دریږي دا د انساني هڅو نتیجه نه ده ، که سلف په خپل قدرت مخ په وړاندي تلای نو نن باید چه د هندوانو دین په جهان کښي مخ په وراندي روان وای ، په ډېر جګ جرأت سره وایم چه سلف به هیڅ کله د سلف صالحينو (ابو حنیفه ، محمد بن إدریس الشافعي ، مالک بن انی ، أحمد بن حنبل ) سره پر بغل ونه دریږي
نور بیا
ع کريم حليمي
23.08.2012
مقتدا : د انساني او غیري انساني ټولنو لپاره واجب او لازم دي چه مقتدا او پېشوا ولري ، په هره هغه ټولنه کښي چه امن وي هغه ټولني طبعا مقتدا لري !! ښه مثال ئې مېږیان (یاأیها النمل ادخولو مساکنکم )او د شاتو مچمچۍ دي چه یوه ملِکه لري
دا چه شیطان له هیڅ چاسره دښمني نه لري بیله انسانه ، نو دا سبب دي چه په غیر انساني ټولنو کښي فاسدان او باطل مقتدا او پیشوا نـــــــــــــــه پیدا کيږي ، په مقابل کښي په انساني ټولنو کښي بیا شیطان فساد جوړ کړیدی ، د شیطان د دښمنۍ په سبب زموږ دیني مقتدا همېشه داسي وي چه یا به رحماني وي یابه شیطاني وي (الفـسِقون , الصّــلِحون)
نو ویلای سو چه انسان به یا معلم وي یا متعلم ، یا به مقتدا وي او یا مقتدي
یعني انسان چه تعلم ونه لري د نادان حکم پرکیږي او څوک او یا ټولنه چه مقتدا و نه لري نو ضال او ګمره ټولنه ورته ویل کیږي
محمد بن عبدالله د امة له پاره رسول الله ، معلم د کتاب الله او امام متقین ، نو نن پر موږ لازمه ده چه د هغو معلمینو او امامانو تقلید وکړي کومو چه د سردار عالم تقلید کاوه
نور بیا
ع کريم حليمي
24.08.2012
امام او تقلید
اصحابو کرامو د سردار عالم (محمد رسول الله ) د سنتو او مذهب متابعت ، پیروي او تقلید کاوه ، او تابعينو بیا د اصحابو کرامو د سنتونو تقلید کاوه ، ان شاء الله چه ددغه عصر اصحابو کرامو او تابعینو رضي الله عنهم وه ، نو ویلای سم چه د نن عصر خلقو ټه ضرور ده چه متابعت رضي الله عنهم ورضوا عنه وکړي
دغه خاطر او سبب دی چه د نړي اکثریت مسلمانان د سراج الائمه ابوحنیفه نعمان ابن ثابت د فقهي پیروان او مقلدین دي او د څلورو امامانو څخه لمړئ امام اعظم دی
او د مذهب د اصولو اتکاء او تکیه ئې پر (ًقران ، سنت ، د صحابه وو قول ، قیاس ، اجماع ، عرف )ګړېده ، دا چه د نړۍ پر مخ اکثره مسلمانات جنفي مذهبه دي نو دامعنی دا هم ده چه د نړي پر مخ اکثره علماء کرام د امام اعظم رحمة الله علیه سره موافق دي
اظهر من الشمس او بدیهي خبره ده !! چه فقهي ، فرعي موضات اختلافي هم وي!!!
چه په خلاصه او پاک شکل درته ووایم !!
له حضرت ابو حنیفه رضی الله عنه نه را نیولې ، له جامعة الازهر نه تر دیوبنده
هره فتوی او حکم چه حنفي فقهاء او مجتهدیتو صادر کړي او چه په اینده او مستقبل کښي صادریږي تکیه به ئې پر
((ًپر قران ، سنت ، د صحابه وو قول ، قیاس ، اجماع او عرف ))
باندي وي او ؤ
اوس به راسم د مکرم حذیفه د اعتراضونو و جوابونو ته
چه د قران ، سنت ، د صحابه په قول ، قیاس ، اجماع او عرف . په چوکاټ کښي به جواب شي
درنښت
ع کريم حليمي
26.08.2012
درنو او مکرمو ، حذیفه صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
مکرم حذیفه صاحب ، هر هغه انسان چه : سالم فکر او احساس ولري ضرور به هر قبح او ناوړه عمل شرعاً او اخلاقاً او عقیدتاً او ذوقاً !! غندي
نو دا تر لمر روښانه خبره ده چه هر ناوړه مبغض عمل ، شریعت حرام او ناروا هم ندي بللی ، او فقهاء او امامانو ته هم دا حق ندي میسر چه هرمبغض عمل حرام وبولي ، حلال او حرامول د الله رب العزت صلاحیت دی
تاسو ته معلومه ده ! چه شریعت تمام او تکمیل سو پر محمد علیه السلام باندي
فقهاء ته یوازي دا حق میسر دی چه "أحسن تأویلا " یعني د الهي احکامو اصل ته رجوع وکړي او بهترین تفسیر یې وکړي .
په دغه نړۍ کښی هر څه پېشېدونکي دي ، مثلا جماع الوداع یا له بهیمة سره یو ځایوالی ، یا له ګوتو نه کار اخستل ، تاسو فکر کوئ چه دانه پېښېدونکي او ناممکن دي ؟؟؟؟
که داسي کړه ناممکن وي نو زه هم درسره موافق یم
او که ته ( حذیفه ) راسره موافق يې چه داسي ناوړي مبغضي کړني پېښېږي ،
نو داپوښتنه تاته دریږي ، چه فقهاء او امامانو ته نه وه ضرور چه د جماع الوداع په باب و امة ته دستور ولیکي ؟؟؟؟
زه نوره خبره نه اوږدوم
ستاسو نه دا پوښتنه کوم چه : که کوم څوک د خپلی مړې ښځي سره جماع الوداع وکړي ، تاسو د رجم حکم پر کوۍ که یا؟؟؟؟
که ښځه مړه شي نو د نکاح عقد له مینځه ځي ؟؟؟؟؟
د جنابت پر اړخ به ئې ورسته تر دې بحث وکړو
درنښت
منلی ځواک
26.08.2012
محترم ع کریم حلیمی صیب! ستاسو خبری لنډی مختصری خو جامع خبری مو کړی دی. که څوک حق او حقیقت ته ځان رسول غواړی نو د زړه په سترګو دی ولولی.
زه پوهیږم چی د حذیفه صیب سره ئی جواب نه شته خو ممکنه خپل نظر دی خامخا څرګند کړی خصوصا د حلیمی صیب په اخیرنۍ لیکنه
عبدالله صابر
26.08.2012
السلام عليکم
يره حليمي صيب داڅومره علم دراڅخه پټ کړئ وو،زه ستاسوليکنې ډيرپه
په غوراودقت لولم ،ليکنه دوړه خومطلب پکښ زيات پروت وي هغه ستاخبره
قليل الفظ کثيرالمعنی ليکنې همدا ډول وي ،زما په فکردايواځي ستاسوخصو
صيت دی چي په لږليکنه ډيرمطلب افاده کوئ ،برياموغواړم مخ په وړاندي
ځئ الله جل جلاله مومل ٠
منتظر ذوالفقار حیدری !!
ع کريم حليمي
29.08.2012
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو او مکرمو وړونو ، منی ځواک صاحب او عبدالله صابر صاحب
ان الفقير فقير العقل و الفكر ، سړی یم ، ستاسو يې کور ودان هیڅ نسته راسره ، خو دومره به ووایم چه : جزاكم الله خيرا...ان شاء الله
محترم حذیفه صاحب یوه بله پوښتنه هم راته پیداشوه . د دکتر حسینی قزوینی شاکر او هم مکتبه یي . ؟
هغه د نورو پوښتنو سره دغه پوښتنه راته جواب کړه
دغه دکتر حسینی قزوینی د حضرت علی کرم الله وجه په حب ئې ځان غرق کړیدی
لکه هغه نورو چه د عیسی علیه السلام په حب
درنښت