د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د وزیری میرمن کلنتن د افغانستان د خپلواکی ورځې د مبارکې پیغام

عمر۲۰۱۲
20.08.2012

قدرمنو لوستونکو،

د امریکي متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیری میرمن کلنتن د افغانستان د خپلواکی ورځې د مبارکې پیغام:

د ولسمشر اوباما او د امریکي متحده ایالاتو د ولس په استازیتوب، زه ډیره خوشحاله یم چې د افغانستان حکومت او ولس ته خپلې نیکې هیلې په دغه آګست ۱۹مه ورځ وړاندی کوم څرنګه چې دوي خپل د خپلواکې ورځ لمانځي او د روژې مبارکه میاشته پاې ته رسوي.

زمونږ دوو هیوادو تر منځ دا ملګرتیا، چې په دوه اړخیزه درناوې او ګډو ګټو جوړه شوې، دوام لري. د امریکي متحده ایالات پدی ویاړې چې د افغان ولس نه ملاتړ کوی څرنګه چې دوي د یو سوله ایز، خوندې، نیکمرغه، او دیموکراتیک راتلونکې جوړولو ته ادامه ورکوي، په ځانګړې ډول سږ کال چې د افغان امنیتې ځواکونه تدریجأ د داسې راتلونکې د خونديتوب مشري په لاس اخیستې. ما د افغانستان په ګوټ ګوټ کی یو الهام ورکونکې پرمختګ په ډیرو برخو کی لیدلې، په شمول د روغتیا ساتنې، ښوونې، د ښځو حقوقو، د قانون حاکمیت، تجارت او سوداګرې په اړخو کی. په ډیرو سفرو کی، ما په سترګو لیدلې چې تاسو د خپل کوچنیانو او لمسیو ته ښه ژوند جوړوې.

تیر کال سره یو ځای کار کولو کی، دواړه افغانستان او امریکا ګامونه واخیستل تر سو ډاډه شي چې دا اوږدمهاله پرمختګونه وساتل شي. په مۍ میاشتې کی، مونږ د ستراتیژیک همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې په ډیرو اړخو-- امنیت، اقتصادی او ټولنیز پرمختګ، د تاسیسو غښتلیتوب او د سیمیز ثبات پر ځای درولو-- کی زمونږ دوامدارې ملتیا ته یو غښتلې بنسټ برابروي. او په جولای کی، زه ډیره خوشحاله وم چې په کابل کی مو اعلان وکړ چې ولسمشر اوباما افغانستان د امریکې یو غټ غیر-ناټو متحد هیواد وټاکه – ستاسو د راتلونکې لپاره زمونږ د تعهد یو بل مهم نښه یا سمبول.

څرنګه چې تاسو خپل ۹۳مه خپلواکی کال لمانځې، په دې پوه شي چې د امریکي ولس تاسو سره یو ځای ولاړ دي او مونږ په راتلونکي کلونو کی نورو سترو
همکاریو ته سترګې په لار یو.

اختر مو مبارک شه د افغانستان ټول ویاړ ولسه.

http://kabul.usembassy.gov/st-independence.html
http://www.centcom.mil


رښتینی
20.08.2012

دڅولسیزو مخکي خپلواکي وروسته څو ځله پر ګران هیواد دبلواکي دورونه
راغلل چې موجوده بلواکه پیر یې ترټولوخونړۍ او شرموونکی دی اوس به
موڅنګه ژړا ودریږې چې دهمدي یرغلګرو او زموږ دواک د غاصبانو له خوا موږ
ته دتیري خپلواکي مبارکي ویل کیږې !!!:(

اخر دا ترپردیوډک هیواد څوک خپلواک بللی شې ؟
اوبیا چې پخپله یرغلګریې یې خپلواک بولي او بیایې
مبارکي هم راته وایې دیته موږ بیخرته ریشخند اوپه
یوه بیواکه او مغلوب ولس پوري دهیلري داسي بیشرمانه
خندا او سپکاوی دی چې باید معافي یې وغواړي
عمر خانه کاش تاسو دضمیر.....په نامه هم څه پیژندلی
او زموږ پرولس مو نوري ملنډي کمي کړي وی


pattang
20.08.2012

نالت پر دې صليبي اشغالګرو او بې سترګو لاسپوڅيود پرون ورځې اشغالګر او دپښتنو دې يوالې پخوانی دوښمن انګليس نن بيا په هغه ځای کې پروت دی
په کوم ځای کې يې چې ماتې خوړلې وه خو نن ورځ دوی يواځې ندي ټول صليبيان
يې له څنګ سره ولاړ دي ، پخوا خو اقتصادي او سياسي جنګ و و اوس صلبيانو
ديني او مذهبي جنګ د اسلام په ضد شروع کړی خو پر داسې نامردي چې خپل
تيرور پر مونږ را تپي !

نالت په لاسپوڅيو او اشغالګرو !!!!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more