د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

که مې ستا مړي، بې پردې نکړل = بیا مې د اسلام ټکه دار مه بوله مینه

اتل
20.08.2012

ډیرو محترمو وطندارانو اختر دې ستاسې مبارک وي، او الله تعالا دې دداسې ورځې نه نجات راکړي، چې نا اهل، د اسلام دښمنان، د بشري کرامت لیوني لیوان، او د ټولو انساني او بشري حقوقو، ارزښتونو او اصولو غاصبان یوه ورځ زموږ مړي هم په آرامه پرې نږدي او په بمومنو کې مو والوزوي، بې پردې مو کړي، لکه د هلمند د ولایت د سافیانو په هدیره کې یې چې والوزول.
مسلمان څه چې هیڅ انسان دومره نشي تیتیدلای، لکه ددې عمل مرتکبین چې منهت شوي او رالویدلي دي. خدای دې دوی ته جزا ورکړي
دوي په هدیره کې دننه په قبرونو کې بمونه خښ کړي وو، او کله چې د وفات شوو خپلوان د اختر په ورځ د میت قبر ته د دُعا دپاره ورغلي، خدای نا ترسه، لیونیانو د مقدس اسلام تر نامه لاندي، بمونه چولي او د ماشومانو په شمول ولسي نارینه او ښځي یې پکي وژلې دي. دا ډول کرغیړن او نا وړه اعمان تر اوسه پورې په هیڅ قوم، مذهب او نژاد کې ت چا ندي کړي.
ډ انسان د پت، عزت، وقار او تقدس ساتنه همدې ته وايي، او که څنګه
حکومتي مقامات ددې ناوړه عمل ملامتي ، د طالبانو په غاړه اچوي. که حکومت دا خبره ونه هم کړي، هر څوک پوهیږي چې غوا توره، پي يي سپینې. غیر د طالب نه بل څوک دغسې غیر اسلامي، غیر اخلاقي او غیر افغاني او د پښتو د ټولو اصولو خلاف کار کولای شي؟ طالبان له یوې خوا داسلام نا حقه دعوي کوي، او له بلې خوا د پښتو او افغاني دود او دستور له لاري خلک د خپل دښمن پر ضد را پاروي، او په حقیقت کې دوي، د هیڅ شي پروا هم نه کوي، خپل شوم هدف ته د رسیدو په لاره کې د هر ناروا، غیر اخلاًي او غیر اسلامي اعمالو نه سر نه غړوي.
داسې ښکاري چې دوی اوس اعصاب هم له لاسه ورکړي، او خپل وروستي بي فایدې کوششونه کوي. ډغه راز حملې او غیر بشري کارونه درمسال ته ختې کول دي او بس.


pattang
20.08.2012

[quote:28e5383e08]حکومتي مقامات ددې ناوړه عمل ملامتي ، د طالبانو په غاړه اچوي. که حکومت دا خبره ونه هم کړي، هر څوک پوهیږي چې غوا توره، پي يي سپینې. غیر د طالب نه بل څوک دغسې غیر اسلامي، غیر اخلاقي او غیر افغاني او د پښتو د ټولو اصولو خلاف کار کولای شي؟ طالبان له یوې خوا داسلام نا حقه دعوي کوي، او له بلې خوا د پښتو[/quote:28e5383e08]
دطالب ايډيالوګي ته دا تهمت پردی دی ! هغه طالب ،هر وخت ا سلام او ناموس
ساتلی او دا يې ان 1300 کاله پخوا تر اوسه پورې سابته کړې ده!
دغه کار د cia او دکابل دلنډ غرانو دی چې طالب بد نام کړي خو طالب له اصله
سپين دی توررنګ نه پرې کلکېږي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more