د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو په قبایلو کې ۵۰۰ ښونځي او کالجونه وران کړیدي

اتل
20.08.2012

محترمو لوستونکو، اختر مو بختور، روژې او عبادتونه مو د پاک پروردګار په دربار کې منظور او مقبول شه
د افغانستان او پاکستان د طالبانو ګډ مشر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر آخند د اختر د مبارکی په پیغام کې وویل چې طالبان د علم او تعلیم، ښونځیو او کالجونو حمایه کوي او د علم زده کړه یې د ملک نیکمرغي وبلله
آلله تعالا هم علم پرهر مسلم او هره مسلمه لازم بللئ دئ
خو د پاکستان طالبانو په تیرو پنځو کلو کې، په قبایلو کې پنځه سوه ښونځي او کاجونه وران کړیدي.
لر اوبر په خپله ننني ګڼه کې لیکلي چې طالبانو پر خپل دي عمل څه ناڅه نیم مېلیون محصلین د زده کړې له نعمت نه، پدې پلمه بې برخې کړیدي، چې ګواکي، دوی د لویدځ تعلیم مخه نيسي.
ددوي ددې ادعا نه داسې څرګندیږي، چې ګواکي کلونه کلونه چې پدي تعلیمي مؤسساتو کې تدریس کیده هغه ټول ددوي د منلو وړنه ؤ.
طالبانو دا خبره نده کړې چې غربي تعلیم حرام دي او که نه؟
اصلاً طالبان په خپل دې عمل سره د خپل مشر ملا محمد عمر آخند، د احکامو نه سرعړونه کوي، او دا عمل د بغاوت معني لري. او که داسې نه وي، نو دوی اصلاً ملا عمر ته بیعت ندئ کړئ، او یا دا چې د افغاني او پاکستاني طالبانو تر منځ انشعاب راغلئ دئ. که دا ټولېې خبرې غلطې وي، نو کیدای شي چې دا بیا د پښتنو پرخلاف یوه دسیسه وي، چې د تعلیم نه محروم شي او په آینده کې د نورو غلامي ته غاړه کیږدي، او تر ابده د بل چا محتاج وي.

آیا ددې ځوان قشر میندې او پلرونه څنګه کولای شي چې د خپلو اولادونو په وړاندې خپل دیني او ټولنیز وجائب تر سره کړي؟ آیا د تعلیم نه دا بې برخې شوي، ځوانان اوس څه کوي؟ کیداې شي د طالبانو دا عمل د ځوانانو د انحراف سبب شي او ګناه او مسؤلیت به یې هم د هغوی په غاړه وي.
کیدای شي طالبان اوږد مهاله آجنډا ولري، ځوانان پدي مکر د تعلیم نه محروم کړي، چې هغوی، بې اسرې شي، محتاج شي او بیا یې طالبان ماغزه ور ومینځي او بیا یې د خپل جنګي عمرد بقا د اوږدولودپاره د وسلې په حیث وکاروي.
ددې ځواني طبقي پلرونه او میندې مسؤلیت لري چې د خپل اولاد د سالمې روزنې دپاره، خپله اسلامي او اجتماعي دنده سرته ورسوي، که نه داسې وخت به راشي چې اولادونو به یې، نه ددین شوئ وي او نه د دنیا، دوی به لاسونه ټکوي او هیڅ به لاس ته نه ورځي


Re: طالبانو په قبایلو کې ۵۰۰ ښونځي او کالجونه وران کړیدي

pattang
20.08.2012

وروره بېله ډېره تکليفه او بحث څخه دا اندښنه دې غلطه ده ځکه چې زه خپل ځايې
طالبان پېژنم د يو زوی اوس د پارميسي فاکولته خلاصه کړه د نورو هذالقياس
ټول په مکتبونو کې درسونه لولې ، داخبرې ددوښمن دي !
هوطالبان غربي مرداره ليبراله ديموکراسي نه غواړي او نه يې اولس غواړي !
ا رام پرېوزه خپلې قصې اوره !

[img:0f0a5d4e14]http://www.bilder-upload.eu/thumb/d2a892-1345500731.jpg[/img:0f0a5d4e14]

http://www.bilder-upload.eu/show.php?file=d2a892-1345500731.jpg

دغوپورته وړو اوزو ته ګوره چې په دانه راغلې دي اوخپل ټيکسونه يې امريکې
ته برا بر کړي دي !

[quote:0f0a5d4e14="اتل"]محترمو لوستونکو، اختر مو بختور، روژې او عبادتونه مو د پاک پروردګار په دربار کې منظور او مقبول شه
د افغانستان او پاکستان د طالبانو ګډ مشر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر آخند د اختر د مبارکی په پیغام کې وویل چې طالبان د علم او تعلیم، ښونځیو او کالجونو حمایه کوي او د علم زده کړه یې د ملک نیکمرغي وبلله
آلله تعالا هم علم پرهر مسلم او هره مسلمه لازم بللئ دئ
خو د پاکستان طالبانو په تیرو پنځو کلو کې، په قبایلو کې پنځه سوه ښونځي او کاجونه وران کړیدي.
لر اوبر په خپله ننني ګڼه کې لیکلي چې طالبانو پر خپل دي عمل څه ناڅه نیم مېلیون محصلین د زده کړې له نعمت نه، پدې پلمه بې برخې کړیدي، چې ګواکي، دوی د لویدځ تعلیم مخه نيسي.
ددوي ددې ادعا نه داسې څرګندیږي، چې ګواکي کلونه کلونه چې پدي تعلیمي مؤسساتو کې تدریس کیده هغه ټول ددوي د منلو وړنه ؤ.
طالبانو دا خبره نده کړې چې غربي تعلیم حرام دي او که نه؟
اصلاً طالبان په خپل دې عمل سره د خپل مشر ملا محمد عمر آخند، د احکامو نه سرعړونه کوي، او دا عمل د بغاوت معني لري. او که داسې نه وي، نو دوی اصلاً ملا عمر ته بیعت ندئ کړئ، او یا دا چې د افغاني او پاکستاني طالبانو تر منځ انشعاب راغلئ دئ. که دا ټولېې خبرې غلطې وي، نو کیدای شي چې دا بیا د پښتنو پرخلاف یوه دسیسه وي، چې د تعلیم نه محروم شي او په آینده کې د نورو غلامي ته غاړه کیږدي، او تر ابده د بل چا محتاج وي.

آیا ددې ځوان قشر میندې او پلرونه څنګه کولای شي چې د خپلو اولادونو په وړاندې خپل دیني او ټولنیز وجائب تر سره کړي؟ آیا د تعلیم نه دا بې برخې شوي، ځوانان اوس څه کوي؟ کیداې شي د طالبانو دا عمل د ځوانانو د انحراف سبب شي او ګناه او مسؤلیت به یې هم د هغوی په غاړه وي.
کیدای شي طالبان اوږد مهاله آجنډا ولري، ځوانان پدي مکر د تعلیم نه محروم کړي، چې هغوی، بې اسرې شي، محتاج شي او بیا یې طالبان ماغزه ور ومینځي او بیا یې د خپل جنګي عمرد بقا د اوږدولودپاره د وسلې په حیث وکاروي.
ددې ځواني طبقي پلرونه او میندې مسؤلیت لري چې د خپل اولاد د سالمې روزنې دپاره، خپله اسلامي او اجتماعي دنده سرته ورسوي، که نه داسې وخت به راشي چې اولادونو به یې، نه ددین شوئ وي او نه د دنیا، دوی به لاسونه ټکوي او هیڅ به لاس ته نه ورځي[/quote:0f0a5d4e14]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more