د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بې پیلوټه الوتکې د اختر په لمړی ورځ لس تنه وژلي دي

اتل
20.08.2012

قدرمنو اوریدونکو، اختر مو مبارک شه
پاک الله جل جلاله دې زموږ وطنونو ته خیر، عافیت، سوله او امنیت راولي او پاک رب دې زموږ وطنوالو ته د خپل دوست او دښمن د پیژندلو بصیرت هم ورکړي، تر څو زموږ کړیدلي او ځوریدلي مسلمانان وروڼه د روانو کړاوونو نه خلاص شي
یاران او روهي خبرپاڼو د ځايي مقاماتو د خولې ویلي، چې بې پیلوټه الوتکې، د میران شاه نه قریب اویا کیلو متره لیرې، د شمالي وزیرستان د شیوال په (منا) کې په یوه موټر باندې په حمله کې اوه تنه وژلي، او دا ټول کسان د حافظ ګل بهدر خلک وو
سر چینې ویلي چې دویمه حمله په یو کور باندې شوې، چې دری تنه پنجابي طالبان پکې وژل شویدي. ددې نه یوه ورځ مخکې پدې سیمه کې، همدیته په ورته یوه حمله کي، د حافظ ګل بهادر شپږ تنه وسله وال وژل شوی وو
روهي خبر پاڼه وایي، ویل کیږي چې حفیظ ګل بهادر په افغانستان کې، په امریکایي قواوو حملې کوي
باید ووایو چې همدغه حفیظ ګل بهادر ؤ، چې پدې وروستیو کي يې، پخپله علاقه کې د ماشومانو د فالج واکسین، پدې پلمه منع کړ، چې ګواکي بې پیلوټه الوتکې به بمباري ور باندې وکړي. هغه د خپل ځان د ساتنې دپاره د لکونو ماشومانو ژوند د پولیو د مرض په خطر کې واچاوه
حفیظ ګل بهادر او د هغه ملګري، په خپلو کورونو او د هغوی تر نفوذ لاندې سیمو کې، تیرورستانو ته پناه ورکوي چې د عام ولس او عامه شته منیو په مرکزونوبادې ګذارونه وکړي، او بالمقابل بي پیلوټه الوتکي، ددغو حملو د مخنیوي دپاره پر هغوی بمباري کوي
د بې پیلوټه الوتکو بمباری، د تیرورستانو او د هغوی د حملو پر محنیوي کې مؤثرې ثابتې شویدي، او که پدې ډول حملو کې ګڼ شمیر تیرورستان نه وای وژل شوي، خدای خبر چې هغوی به تر اوسه پورې څو نورې حملې کړې واې او څومره بې ګناه انسانان به يې وژلي وو، او څومره مالي تاوانونه به يې اړولي وو؟
دغو ټوپکیانو چې خارجي تیرورستان د خپلو مسلمانو وروڼو د دنیوي او اُخروي نیکمرغیو پر خلاف کاروي، د خپل ولس پر خلاف دومره جنایتونه کړيدي، چې اوس ځکه ځان د تیرورستانو نه، نشي په شاه کولئ، چې دوی په ولس کې ځای نلري او خپله بقا د همدغو تیرورستانو په موجودیت او ناکراریو په دوام کې ویني. که تیرورستان او جنګ د ملک نه ورک شي، آیا ددغو ټوپکیانو مستقبل به څه شي؟


pattang
20.08.2012

دصليبي اشغالګرو خو دا يو تيرور ندی په افغانستان کې يې هره ورځ کوي او په
زرګونو مندې يې بوري او ځوانې ښځې يې کونډې کړې !
خودصليبي اشغالګرو په ضد وږي زمريان را پارېدلي دي انشا الله چې دا فرعون به
ژر په ګونډو کړي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more